د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بشر د حقوقو ناقضین د محاکمه کیدنې پر ځای د افغانستان سیاست رهبري کوي

د اشرف غني ټاکنيز کمپاين 12.07.2009 14:57

آغلي سیما ثمر د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسيون مشرې پرون د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) سره په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې جمهوري ریاست ته د کادندیدانو او د هغوی د معاونینو په لست کې د بشر د حقوقود ناقضینو د شتون په اړه وېره وښودله. او زیاته یې کړه، چې دا یوازي د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون وېره نه بلکه د افغانستان ټول خلک، چې له ډیرو کلونو راهیسي دردیدلي دي او ډیر رنځونه یې زغملي دي د دغه ډول سیاستونو له دوام نه ناراضه دي

موږ غواړو يو عادل نظام رامنځته کړو، چې د خلکو دغې وېرې ته مثبت ځواب ووایو، داسې یو دولت جوړ کړو، چې ولسي وي او د خلکو لپاره کار وکړي، نه د مافیایي بانډونو لپاره. ډاکټر اشرف غني احمدزی نه غواړي، چې د افغانستان خلک په ظلم او جبر کې ژوند وکړي او د خاینانو د هيلو ښکار شي. دهغه پلانونه د افغانستان د راتلونکو ۳۰ کالونو د سوکالۍ، ثبات او سولې تضمینوونکي دي، نه د افغانستان د تېرو۳۰ کالونو هغو خاینانو، چې یوازي د خپلو شخصي منافعو په خاطر د خلکو حقوق تر پښو لاندې کوي او افغانستان ورانوي، د ګټو خوندي کوونکي. اشرف غني غواړي، چې د خپل جمهوري ریاست په دوران کې د ټول هیواد ۴۰٪ برخو ته برېښنا ورسوي. ټولو افغانانو ته د څښلو پاکي اوبه مهیا کړي او دا باوري کړي، چې هره امېدواره ښځه د نرسانو او قابلو له خدمته مستفیده وي.

موږ د افغانستان د خلکو پر لیدلوري باور لرو او اطمینان لرو، چې خلک به د ټولټاکنو په ورځ په خپل ژوند کې د بدلون او د عدالت دتضمین لپاره رايه ورکړي.