د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روسۍ _ايرانۍ (( ملي متحده جبهه )) يوکلنه شوه

احمدشاه امين 24.05.2008 00:15

کله چې دشوروي سرولښکروپه افغانستان يرغل وکړاوافغانستان يې دخپل شپاړسم جمهوريت په نيت ﻻندې ايست اوداسې فکريې کاوه ، چې دافغانستان خلک به هم دختيځې اروپااوياهم دمنځنۍ اسياهېوادنودخلکوپه څېربه ددوی په زغره والوګاډو ګلان وشيندي او ددوی په غاړو کې به دګلانواميلونه واچوي . خودوخت په تيريدسره داجوته شوه ، چې ددوی دسياسي شنونکواوددوی پلوي افغاني سياسي کړيواوګوډاګيانودغه اټکل بالکل غلط او معکوس ؤ . دوی دافغانانوپه تيرتاريخ يوه لحظه هم سوچ نه وکړی اونه يې هم دنورو يرغلګرو دترخوتجربوڅخه عبرت اخيستی و . شورويان په افغانستان کې ددې هېواد دمظلوم ، بېچاره خوپه خپل هېواد اوازادۍ مين ولس دبېساري مقاومت سره مخامخ شول . کله چې شورويانودافغانانوهمت اومقاومت محسوس کړاووپوهيدل ، چې دوی هم په افغانستان کې دتيرو يرغلګرو په برخليک اخته کيدونکي دي نومخکې له دې ، چې دنورو په شان ﻻسونه اوچت کړي اوپه ټيټ سرله دغه هېواد څخه خپلې پښې سپکې کړي اوپه داسې حالت کې له دې هېواد څخه وشړل شي ، چې نه مړه اونه ژوندي وي اوياهم داسې په ګونډوشي چې ددوی يووګړی هم له دې هېواد څخه ژوندی ونه وځي . ددغه برخليک څخه دبچيدو لپاره شورويانو خپل سياست ته بيخي بله بڼه ورکړه . دشوروي اتحاددهغه وخت لوړپوړي چارواکي ، چې په کرېملين کې په دې مطمين شول ، چې دافغانانو په يووالي کې دوی د هېڅ ډول برياوو چانس نه لري نويې په خپله په مستقيمه توګه اوهم يې دخپلوجاسوسانواو ايجنټانوپه واسطه دافغانانوپه منځ کې دنفاق اوتربګنۍ اور بل کړ او په افغانانوکې يې توکميز، ژبنيز ، سيمه ييز ، مذهبي اوهمداراز نور نذاکتونه راژوندي کړل . دوخت دحاکم رژيم ترڅنګ يې په ځينو ډلو اواشخاصو خپله سرمايه ګذاري وکړه . دوړوکي ، معمولي اوبې سواده دوستم څخه يې بلاجوړه کړه ، دجهادي قوماندان احمدشاه مسعودڅخه يې دخپل يوپياوړي قول اردو دقوماندان په توګه کار واخيست .

شورويانودخپلې جاسوسۍ شبکې کې جي بي په واسطه خپل تاکتيکونو او سياست داسې عيارکړ ، چې له افغانستان نه ددوی له تېښتې وروسته ، هرراتلونکي واکمن رژيم کې ددوی ونډه معلومه اوپياوړي وي . دوی دوخت دحاکم شوروي پلوي رژيم ترڅنګ ، دازبک اوګلم جم ملېشې ددوستم په مشرۍ داسې پياوړې اومظبوطې کړې ، چې واقعا دراتلونکې رژيم په مقابل کې لوی ګواښ کيدی شول .

بل ډېرعمده عنصر چې دوی ورته ډېره توجه کوله اوپه دې مطمئين وو ، چې دافغانستان په راتلونکو رژيمونو کې به دهغوی ونډه ډېره پياوړي وي ، هغه په ايران اوپاکستان کې جهادي تنظيمونه او دافغانستان په دننه کې دهغوی جهادي قوماندانان وو .

دپخوانيوګونګوسو او اوسنيوموثقو اسناد اوشواهدو په اساس دا تصورکيدی شي ، چې واقعآ کي جي بي هغه سرمايه ګذاري اوتوجه ، چې دمجاهدينوپه منځ کې په اسلامي جمعيت اوپه ځانګړې توګه پرنظارشورااواحمدشاه مسعود کړې وه ، دهغه وخت پرحاکم رژيم يې هم نه وه کړې او په بدل کې يې احمدشاه مسعودهم ددوی لپاره داسې خدمتونه کړي وو ، چې دوی ته هم دهيريدو نه وو . دبېلګې په توګه دحيرتان څخه ترکابله پورې دغځېدلې لويې ﻻرې دامنيت ساتل اويا په منطقه کې دنورو جهادي ګروپونونه پرېښودل او يا دهغوی خلع سلاح کول ، چې دغه لويې ﻻرې دروسانواوکابل رژيم ته حياتي حيثيت درلود . له بله اړخه يې هم بيا دمجاهدينو دحاکميت په دوران کې دمسعوداو دوستم په واسطه خپلې سياسي ګټې په ډېر اسانه توګه خوندي کړې . کله چې نړيوالې ټولنې ، ناټو اوپه سرکې امريکې د2001 زکال دسپټمبرد 11مې څخه وروسته دطالبان رژيم راوپرځاوه اوپه افغانستان کې يې خپل نظامي موجوديت تثبيت کړ . دا ځل دشوروي اتحاد وارث روسيې بيا خپل سياسي يون او تاکتيک ته بيخي بله بڼه ورکړه . روسانوداسې يوه پاليسي غوره کړه ، چې له دې وروسته دوی ټولو اړخونوته متوجه اوپه ډېره زيرکۍ سره يې خپله پاليسي داسې عياره کړه ، چې په راتلونکې کې دافغانستان مذهبي ، هرسياسي اړخ ( کيڼ ياښی ) او ټولنيز ( قومي ) اړخ کې خپل دﻻﻻن اويا په بل عبارت دخپلوګټوساتندويان ولري . البته داځل دايران اوځينونورو هم ګټوهېوادنوپه مرسته اوهمکارۍ . روسانودخپلوجاسوسي شبکوله ليارې په دريومختلفواساسي برخوکې په کارپيل وکړ:

الف : روسانوله ټولومذهبي اوبنسټپالوګوندونواوتنظيمونو څخه (( دجمعيت اسلامي )) او (( وحدت اسلامي )) ګوندونه ، چې يويې ددوی پخوانی حامي اوبل يې هم ايران پلوی مذهبي ګوندو ، غوره وبلل . ددوی په منځ کې بياهم روسانودجمعيت اسلامي دګوندپه دننه کې دنظارپه شورا دمحمديونس قانوني په مشرۍ اودوحدت اسلامي دګوندپه دننه کې د مصطفی کاظمي په مشرۍ خپلې پروژې پيل کړې .

ب : دپخوانيوشوروي پلوه ګوندونو( خلق اوپرچم ) ځېنې کړۍ يې راژوندی او پياوړي کړې . دلته دوی دخلقيانوله اړخ څخه يوه ډلګۍ دسيدمحمدګلابزوی په مشرۍ او دپرچم له اړخه يې بله ډلګۍ دمحمودبريالي اوعلومي په مشرۍ خپلوفعاليتونوته وهڅولې .

ج : د ازادو شخصيتونواو تکنوکراتانوله ډلې څخه دوی دپخواني پاچا اعلحضرت محمدظاهرشاه لمسی مصطفی ظاهر غوره کړ اوپه هغه باندې يې دخپلومطمينواشخاصو له خوا کار پيل کړ ځکه ،چې پخواني پاچااودهغې کورنۍ دافغانستان په ټولوقومونواوپه ځانګړې توګه په پښتنوکې دخاص محبوبيت څښتن ؤ ، چې دغه محبوبيت هم دپخواني پاچادلمسي مصطفی ظاهر ددغه لويې سياسي تيروتنې په بدل کې په سيندﻻهوشوه .

کله چې قانوني دموقتې ادارې دکورنيوچارودوزيرپه توګه دنده اجراکوله نودې دروسانوپه هدايت خپل ترټولولومړی رسمي سفردروسې هيوادته تنظيم کړاوهلته يې دهغوۍ په لارښوونه په غيررسمي توګه دسيدمحمدګلاب زوۍ سره وکتل چې په همدغه ليدنه کې ددوی ترمنځ دهمدغه ايتلاف په مورددروسانوپه حضورهراړخيزې خبرې وشوی. نوکله چې قانوني بيرته هيوادته راستون شونوسمدستي يې دسيدمحمدګلاب زوۍ په ثنااوصفت شروع وکړه اوددې ترڅنګ يې دسيدمحمدګلاب زوۍ کور چې په مکروريانوکې موقعت لرې تخليه اوترميم کړاودهغې دراتګ ټول امکانات يې ورته برابرکړ.

بيانوکله چې ښاغلی قانوني دولسي جرګې دمشرپه توګه وټاکل شويوځل بيايې دولسي جرګې دنوروغړو په ګډون دروسې هيوادته يوبل سفروکړ. ددغه سفر په لړ کې دهيئت درسمي ملاقاتونودپروګرام ترڅنګ ښاغلی قانوني دداسې مشکوکواشخاصواواداروسره په يوازې توګه په ملاقاتونوبوخت وو چې دملاقاتونواجندادهيئت دغړوڅخه بيخي پټه اونامعلومه وه. دامسئله دهيئت دمشکوکيدواوقهرسبب وګرځيده چې په هماغه وخت کې نوموړي هيئت دامسئله رسنيوته ښکاره کړه اويولړڅرګندونې اومعلومات يې رسنيوته وړاندې کړل اوحتئ ويل کيدل چې په همدغه وخت کې يو بل هيئت دايران څخه هم دښاغلي قانوني سره دليدوپه موخه روسی ته تللی وو.

روسانوددغوغيرمتجانسوډلواواشخاصودنږدې والي لپاره ډېره پانګه ددوی په اختيارکې ورکړه ـ ددوی په وسيله يې په اروپا ، روسيه اوافغانستان کې ددوی په منځ کې غونډې اوسيمينارونه جوړ کړل ، چې دوی هريو دځان لپاره جلب اوجذب وکړي اوهم ددوی دنږدېوالي امکانات برابر شي .

کله چې دوی په 2002 _ 2004 زکلونوکې په ټوله اروپااوپه خاصه توګه په جرمني کې غونډې اوسيمينارونه جوړکړل او هغه مهال سيدمحمدګلابزوی اوځينې نورکسان دافغانستان اوروسيې څخه دغو غونډو ته دګډون لپاره رابلل شوي وو ، په تصادفي توګه زه ددغه غونډې د دوو برخه والوسره ، چې يوله جرمني اوبل يې له روسيې څخه غونډې ته رابلل شوي وو مخامخ شوم . هغه کس چې دجرمني څخه يې په دغه غونډه کې برخه اخيستي وه ، زمانظراودريځ ورته څرګند و ځکه هغې ته ما د راتلونکي ايتلاف په هکله وړاندوينه کړې وه . دۀ له روسيې نه خپل راغلي ملګري ته زمانظرڅرګنداوتشريح کړ خوهغۀ ددغه غونډو ، خوځښتونو اوايتلافونو له موخونه ځان بېخبره وښوده . وروسته کله چې بيا ملي متحده جبهه (جبه ) تاسيس اواعلان شوه نوديادې شوې غونډې دواړوګډونوالو زماسره ټيلفوني اړيکې ونيولې او زمادهغه وخت نظراووړاندوينې پخلی وکړ اودواړو په هغه غونډه کې په خپل ګډون پښيماني ښودله .

دموثقو اسنادو اوشواهدوله مخې روسانوغوښتل چې نوموړي ډلې اواشخاص په افغانستان کې دپارلماني اورياستي ټاکنوڅخه مخکې په يوه جبهه کې دمحمديونس قانوني په مشرۍ سره راغونډ کړي . دناڅرګندو علتونوله امله ياد شوی پلان له خپل وخت نه وځنډيده اوتيرکال دمخه پلی شو . دا چې څرنګه ددې جبهې په سرکې برهان الدين رباني راغی داهم يوه تصادفي مسئله وه ځکه چې دغه مهال يونس قانوني دولسي جرګې درييس په توګه ټاکل شوی و. اوکه چېرې سره له دې هم قانوني دنوموړې جبې په راس کې راغلی وای ، نوبيا دولسي جرګې د رياست دنده اودده رول ترپوښتنې ﻻندې راتلل .

دافغانستان خلکوته ددغوډلواواشخاصوپخوانۍ کړنې ، ايتلافونه او يادطرف بدلول کومه نوې خبره نه وه . دوی تل دافغانستان مظلوم خلک يوپه بل په يوه اوبل نامه چادکافراوملحد او چاداشراراو مرتجع په نامه په خپلوکې سره وژلي اوخوړلي دي .

اوس دوه اساسي پوښتنې راپورته کيږي :

_ که چېرې دوی په خپلوکې سره جوړيدونکي وای اوداسې يوپه بل مينيدلی لکه اوس چې دخپلوبادارانوپه ﻻرښونه په يوه کټ کې غاړه تر غاړه پراته دي ، نوداګناه بيا دافغانستان دې مظلوم ولس کړې وه ، چې ددوی ددغه غيرمتجانسې مينې قرباني شول ؟

_ ايا دداسې جبهو ايتلافونو اواشخاصو څخه چې دبل په ﻻرښونه سره جلاکيدونکي اوبېرته يوځای کيدونکي وي دهېواد دملي ګټولپاره ديوې ذرې په شان خدمت توقع کيدی شي ؟

نورنوقضاوت تاسې ګرانولوستونکوته پرېږدم .

په افغاني مينه اودرنښت