د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

منفورپدرام په بنګلوکې او فياض دحقيقت په تور، دزندان په پنجروکې

احمدشاه امين 14.08.2008 23:26

کله کله به بعضو خلکو ويلې چې زمانه اخيره ده ، دنړۍ په بعضوچاروکې ، دانسانانوپه کړووړوکې فرق راغلی دی اوټول کارونه سرچپه شويدي . نوکه چيرې زموږګران هيوادته اوپه ځانګړې توګه اوسني حالت ته له دغې زاويې څخه وګورونوخدای مکړه بياخوزموږبيچاره هيوادبيخي دقيامت په پوله ولاړدی .
دکوچينوالي څخه چې لاښوونځي ته تلم ډيرښه مې په ياددي ،کله چې به داسد28 مه نيټه راورسيده نودهرافغان زده کوونکي څخه نيولې بياترښوونکي اوحتی دښوونځي دملازمينواودافغانستان دټولووګړوپه څيروکې به يوعجيب دوياړاوخوشالۍ احساس له ورايه بريښيده ، هريوه به په خپلوخبرو،تکلم ،بحث اومقالوکې داستقلال نوم اوورسره جوخت به يې په ډيروياړاودرنښت داستقلال دګټونکي ،متفکراوستوري اعليحضرت غازي امان الله خان نوم اخيسته .
زه نه غواړم دلته داعليحضرت شاه امان الله خان په شخصيت اووياړونوډيرڅه وليکم . دهغې لاسته راوړنې ،شخصيت ،سپيڅلتوب ،اوشهامت ټولوافغانانوته دشنه اسمان دلمرپه شان څرګنددی . په دې هکله زمونږيومشراودروندليکوال ښاغلي سيستاني صاحب ډيرې عالمانه اوهراړخيزې ليکنې کړيدي ،چې داعليحضرت غازي امان الله خان شخصيت يې په کې له هره اړخه په ډېره ښه توګه ارزولی دی .
وايي چې لمرپه دووګوتونه پټېږي ،ولې له بده مرغه اوس په افغانستان کې بعضې داسې سپين سترګي اوبېشرمه کړۍ راپيداشوي دي چې ريښې يې له بهرڅخه اوبه اخلی ،غواړي چې دواقعيت خلاف همدغه لمرپه دووګوتوپټ کړي . ددغه لعنتي اوبې کرکټره ستمي چې اصلآ دکاغذپرپاک مخ يې دنوم ليکل اويايې په رسنيوکې دنوم اخيستل ګناه ده ، که چيرې سړی دهغې دماضي پسې مټې راونغاړي اوپه پوره توګه يې راوسپړي نودی دومره منفوره اوچټله ماضي لري چې قلم يې پرليکلواوژبه يې په ويلوشرميږي . تراوسه مانه غوښتل چې ددغه منفورانسان په هکله څه وليکم ،ځکه زمونږ ډيروپوهو اومعززوليکوالانوپه دې هکله ډيرې په زړه پورې اوپرځای ليکنې کړيدي .
زه غواړم يوازې يوه ټکي ته اشاره وکړم اوهغه داچې ايادافغانستان اوسنی دولت ،ولسمشر ،وزيران ،ولسي جرګه ،نورټول دولتي اوقضائي ارګانونه دداسې لويوپيښوڅخه نه خبريږي اوکه ځانونه پرې نه خبروي .
زموږملي وياړونو،ملي هويت اوملي شخصيتونوته سپکاوی اوتوهين کيږي اودوی چوپه خوله ناست دي لکه په غوږوکې چې يې مالوچ ايښودلي وي اوهيڅ نه اوري اوکه چېرې يوبيچاره ژورنالست چې حقيقتونه وايي ،دکابينې دوزيرانونيمګړتياوې ورپه ګوته کوي ،دخلکواواز،دخلکومشکلات دهغوی غوږوته رسوي، نوبيادغه غږددوی لپاره لکه داتوم بم دی مخکې له چاودوڅخه يې اواز اوري ،خپرونه ورته په نيمه کې قطع کوي اومسئول چلوونکی يوبيچاره ژورنالست سمدلاسه بيادزندان دتوروپنجروشاته اچوي .

فکرکوم داوسني دولت پرواکمنانونيوکې کول ،اوهغوی دخپلونيمګړتياواودخلکودمشکلاتوڅخه خبرول يوه ډيره لويه اوعظيمه ګناه ده . ولې دهيوادملي هويت ،ملي ارزښتونو اوملي وياړونو ته سپکاوی اوتوهين خوهيڅ خبره هم نه ده . زماپه انددوی خامخاخپل ځانونه دافغانستان اوداعليحضرت غازي شاه امان الله خان څخه هم پورته ګڼي .

دنړۍ په ټولوهيوادوکې داسې معمول دی چې دهغه هيوادوګړي ددولت په مامورينوحتی ترلومړي وزيراوولسمشرپورې هررنګه معقولې نيوکې کولی شي خوکه چيرې يې دهغه هيوادملي هويت ته ضررورسولواويايې توهين ورته وکړنوهغه ته بيا دهماغه دولت دقضايي ارګانونولخوادملي خيانت په تور سخترينه جزاورکول کيږي ، خوزمونږپه هيوادکې بيادافرضيه باالکل معکوس اوسرچپه ده . ددې پرځای چې دغه منفورانسان دملي خيانت په تورمجازات شي ،په سياسي فعاليتونويې بنديزولګول شي ،هغه زمونږددولت د لوړپوړوچارواکوسره دشيرچورپه بنګلوکې خپلې نشې اوتماشې کوي .
زمونږهيله دافغانستان داوسني دولت څخه داده هغه اشخاص چې زمونږدهيوادملي هويت نه مني اوسپکاوی اوتوهين ورته کوي ،زمونږدهيواددوروڼوقومونوپه منځ کې دنوروپه اشاره دنفاق زهرشيندي اودهغوی په منځ کې تربګنۍ ته لمن وهي ،داسې اشخاص دحقيقت دويلوپه تور نه بلکه دملي خيانت په توردمحکمې ميزته راکش کړي ،دافغانستان خلک به يې پوره ملاتړوکړي اوزمونږدوطن دښمنان به ترينه عبرت واخلي .


په افغاني مينه اودرنښت