د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلی ولسمشر راويښ شی دهيوادپه وړاندې موستره دسيسه روانه ده

احمدشاه امين 27.05.2008 15:31

زه دافغانستان ولسمشر ښاغلي کرزي ته په ډيراحترام اودرناوي ديوڅومهمواواساسي موضوعګانو وريادول غواړم،خوهيله منديم چې يوڅه يې په يادپاتې شي اوداهم دتيرووعدوپه څيردتاريخ هيروپاڼوته ونه سپارل شي اوپه راتلونکي کې ورته يوڅه جدي توجه وکړي .
ښاغلی ولسمشر : ستاسې به هيروي که په ياد؟ کله چې تاسې دارزګان په ولايت کې دطالبانولخوامحاصره شوی اوبيادارزګان دغيرتمنوخلکولخواپه ډيره ميړانه دطالبانودچنګ څخه وژغورل شوی هغه هم دهمدغه باغيرته اومظلوم ولس دوينوپه بدل کې چې ستاسې دنجات لپاره يې خپلې پاکې وينې توی کړې اوځانونه يې شهيدان کړل، بياهماغه مظلوم خلک اوهماغه کلی چې تاسې ته يې پخپله پاکه اوسپيڅلې غيږکې پناه درکړې وه ستاسې دواکمنۍ په اولوشپوورځوکې د‌B52 الوتکودبمونولاندې شول، کلی ويجاړ،زياتره اوسيدونکي يې شهيدان اوژوندي يې دغم په ټغر کښيناستل . ستاسې به داهرڅه ضرورهيروي خودافغانستان دخلکواوپه ځانګړې توګه دديراوت دخلکوداټول ډيرښه په ياددي .

ښاغلی ولسمشر : ستاسې به هيروي که په ياد؟ کله چې تاسې دبن په غونډه کې دموقتې ادارې دمشرپه توګه وټاکل شوی اودهماغه وخت څخه مودخپلوويناووپه ترڅ کې دافغانستان دخلکوسره په واروار ګرمې ګرمې وعدې وکړې،چې زه به دقدرت دترلاسه کولووروسته سمدستي ټول جنګ سالاران اوټوپکماران له خپوغورځوم اودافغانستان خلک به ترينه اراموم . خوواقعآ چې مونږټولوستاسې شهامت اوميړانه دعمل په ډګرکې وليده،ځکه په ټول افغانستان کې يوپاچاخان ځدراڼ جنګ سالاروواوبس .
هغه موپه رښتيادخپوڅخه وغورځاوه اودصحنې څخه مووايست ، پاچاخان ځدراڼ خودخلکوپه سرونوکې پولادي ميخونه ټک وهلي وو،پاچاخان ځدراڼ خوکابل وران کړی وو،هغه خوپه بيت المال باندې خيټه اچولې وه دشيرچوردځمکوپورې يې ټول نيولي وو، هغه خودافغانستان مظلوم خلک ،خپل سياسي مخالفين حتئ ترذکي اواکبربای پورې خپل کورته اختطاف کړي وو اوجنسي تيری يې پرې کړی وو. ډيره په زړه پورې خولاداده چې ستاسې دکښيناستو دمقرڅخه په څومتری کې دنيشې په حالت کې دبام سرته ختلی وواوستاسې امنيتي پوليسوته يې ستاسې په ادرس پوچ رداوسپکې سپورې ويلې ، کنځاوې يې کولې چې ستاسې دولسمشرداسې اوهاغسې ............. ورشی ورته ووايې چې راشي اوله ماسره يې معلومه کړي . خوښاغلی ولسمشر،زماپه فکرهغه به هم ضرورپاچاخان ځدراڼ ووخوددوستم مسکين نقاب به يې حتمآپرمخ راکښلی وو ،اودې بيچاره ګانو محقق ، دوستم اودشمالي ټلوالې وتلي جنګ سالاران ستاسې دحاکميت واکداران اوستاسې مخالفينوخوهيهڅ هم نه دي کړي دابيچاره ګان خوټول بيګناه اوسپيڅلي دي ګناه خوټوله دافغانستان خلکوکړيده ،ستاسې به ضرورډيرڅه هيروي خودافغانستان دخلکوداټول ډيرښه په ياددي .

ښاغلی ولسمشر : ستاسې به هيروي که په ياد؟ کله چې تاسې دولسمشرۍ چوکۍ ته کانديد شوی چيغې اونارې موراواخيستې اوبياموودعد ويوفهرست جوړکړ،چې تيرې دوه دورې زمامجبوريتونه وو،دمصلحتونو دورې وې ماډيرڅه نه شوکولی نوکه داځل ماته چانس په ګوتوراشي نوزه به داسې وکړم اوهاغسې به وکړم اوددې ټولوناخووالوجرړې به وباسم ،زه به هيڅ ډول مصلحت ته غاړه کښي نه ږدم او.................او .......... . اوبياکله چې دټاکنووخت راورسيدواودټاکنوصندقونه کيښودل شول نودافغانستان خوپاک اوسپیڅلي خلک دي داچې په خپله وعده دهميشه لپاره ټينګ ولاړوي نودنورو په وعدوهم ډيرژرباورکوي ، دنوروکانديدانوصندوقونه خالي پراته وواوستاسې صندقونوته قطارونه ولاړوو. ستاسې په صندقونوکې درايوداچولولپاره زموږداسې خويندو اوميندودساعتوساعتولارې په لوڅوخپووهلې وې چې دهغوی پاک اوسپيڅلي مخونه تراوسه لمرهم نه ووليدلي . خوبياهم تاسې دهيڅ مصلحت څخه کاروانه خيست . دوزارتونوچوکۍ مودقانوني ، ډاکټرعبداله ، فهيم ، دوستم او................ پسې په جرګواوننواتوپه کورونه ګرځولې . ستاسې به داټول ضرورهيروي خودافغانستان دخلکوداهرڅه ډيرښه په ياددي .

ښاغلی ولسمشر : ترټولوډيره ضروري اوحساسه مسئله چې ستاسې به ورته ضرورپام وي اوکه نه نوبيابه موورته زه پام راوګرځوم ،اوس مودهيوادپه وړاندې ستاسې دحاکميت دټيکه دارانواوستاسې مخالفينو، کورني دښمنانواوګاونډيانولخواپه شريکه ډيره لويه دسيسه روانه ده . داداسې يوه دسيسه ده چې دې بيچاره هيوادته اوپه دې هيوادکې ټولوميشتوورونوقومونوته په راتلونکي کې ترحده زيات مشکلات راپيداکوي چې دابه په افغانستان کې ديوبل ناورين بنسټ وي . زه تاسې ته دغه بې ځايه ، بې وخته ،بې فائيدې او پرمصرفه سرشميرنه يادووم ، خوزه وايم چې داسرشميرنه نه بلکه سرهيرونه ده .

تاسې ته به ضروردخپل هيواددامنيتي وضعې په هکله پوره معلومات وي اوکه نه نوزه به تاسې ته يوڅولنډمثالونه درپه يادکړم . که ستاسې په يادوي ، کله کله تاسې هم په خپلوبيانونوکې وايئۍ ، « چې دامنيتي وضعې دخرابولي له امله زموږدهيوادپه شرقي ، غربي اوجنوبي ولايتوکې په سلګونوزره شاګردان اوښوونکي ښوونځيوته نشي تللی اودتعليم دنعمت څخه بې برخې دي » .
ستاسې دهيوادامنيتي وضعه په نوموړيوولايتونوکې داسې ترينګلې ده چې ليرې پرتې سيمې خولاڅه چې دبعضوولسواليودڅلوروديوالوڅخه ستاسې ملي اردواوامنيتي پوليس هم نه شي راوتلای ، په بعضوولسواليوکې خودناټوځواکونه په خپل ټول قوت په هفتوهفتو پوځي عمليات کوي چې بيرته يې دمخالفينو څخه ونيسي ، دهيوادپه نوروسيموکې خولاستاسې دحاکميت ټیکه داران اوستاسې مخالفين «جنګ سالاران اوټوپکمار» پريږده چې ترټولولومړی ستاسې دحاکميت په وړاندې سترګواښ دی ، نه ترينه ستاسې ددولت ماورين اونه ترينه هم ولسي وګړي خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بيولی شي ، نودسرشميرنې بې وسلې اوبې پوځه ډلګي به څرنګه دغو سيموته ځي .

ډیره په زړه پورې خولاداده چې ستاسې ډيري هيوادوال چې شميريې تقريبآڅلوروميلونوشاوخواته رسيږي دهيوادڅخه بهردمهاجرت شپې ورځې تيروي . هغوی ددې خاورې څخه ددفاع اوازادۍ په لار کې شهيدان ورکړي ،هغوی خپله ټوله هستي اونيستي څه چې يې لرل ددې خاورې څخه قربان کړيدي اودډیرمجبوريت څخه يې ځانونه دمهاجرت په سيلاب لاهوکړي ، اوس هغوی خپل هيوادته دراګرځيدووس اوتووان نلري ،هغوی نه ټوپک لري اونه هم ستاسې دټوپکمارواوزورواکانوطاقت لري ، هغوی په خپل هيوادکې داوسيدولپاره يوه جونګړه هم نلري اوتاسې ورته دهغې امکان هم نه شی برابرولی ، هغوی دخپلواولادولپاره يوه مړۍ ډوډۍ هم نلري اوتاسې ورته هغه هم نه شۍ ورکولای او.................. .
نودهغوی سره به څه چلند کوۍ ؟ هو، ضرور به يې دسرشميرنې دلست څخه وباسۍ اودافغانيت دنوم څخه به يې محروموۍ ، بياخوددې مسکينانوپه حال ډير افسوس پکاردی چې دابدمرغه انسانان دالله تعالی ددومره لويې ځمکې پرسرهيڅ هيوادنه لري .

ښاغلی ولسمشر : ستاسې لومړی مرستيال اوستاسې ترټولولومړی مخالف دنوروپه لمسون دومره لويه دسيسه په لاراچولې ده ، دهغې مشرلالاخولاپخوادنوروپه اشاره اوملاتړددې مظلوم ملت اوهيوادپسې تبرراخيستی وواوغوښتل يې چې ټوټې ټوټې يې کړي . نو دافغانستان خلک تاسې ته وايې چې ولې تاسې دداسې لوی دسيسې په وړاندې چوپه خوله ناست ياست اوخپل غوږهم پرې نه ګروۍ اوکه نه په کوم خواږه خوب ويده ياست . نور نودخوبونووخت نه دی راویښ شۍ ، له يوې خوامودهيوادپه وړاندې ستره دسيسه روانه ده اوله بلې خواټاکنې هم رانيژدې شوې دي ، دوعدووخت ولاړاوس دعمل وخت دی .