د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانانو ديرش کلنه غميزه اودحل لارې

احمدشاه امين 15.05.2008 23:13

دکائیناتودلوی څښتن په نامه

دافغانستان دآزادۍ ،استقلال،دفاع اوساتنې دلارې دشهیدانو دسپیڅلې ارواح ، کونډو،معصومویتیمانواودافغانستان ددرپه دراومهاجر ملت په نامه

پوره درې لسيزې کيږي ، چې افغانان اودهغوی هېواد دراز راز بشري بحرانونووحشت ، ورانکاری اوانساني جنايتونومزه څکي .پوره ديرش کاله ووتل ، افغانان اوس هم دغم په ټغرناست دي اود اوښکوپرځای وينې تويوي ، دخوښوی پرځای غم اوماتم نمانځي ، دمينې اومحبت پرځای کرکه اونفرت ويني ، دابادۍ اوپرمختګ پرځای وراني اووحشت ګوري .
په ټوله نړۍ کې داسې څوک يانشته اوياهم پيدانشول ، چې پردغه خوار اوغريب ملت يې په رښتيني توګه زړۀ درد کړی وي اوپه پاک نيت اوزړۀ يې دغه ملت ته ﻻس ورکړی وي اوددغه اوږدې غميزې دپای لپاره يې يومعقوله سياسي اوانساني دحل ﻻره پيداکړي وي .
دپه اصطلاح واقعي دموکراتانو، روښانفکرانو ، انترناسيونالستانواودهغوی دسرولښکرو تجربې مو وازمويلې . زموږ خلکو او هېوادته يې بې له بدمرغيو، مشکلاتواوغميزې څخه نورڅه مثبت په ﻻس رانغلل . ژوندي انسانان ترخاورو ﻻندې شول ، دروښانفکر، عالم ، ملا ،ملک ، خان اودقوم ترسپين ږيري پورې بېګناه انسانان دالله تعالی دځمکې پرمخ ترنن پورې غيب اوتري تم شول . دټول ملک ارام اوسوله ييزشرايط په یولوۍ بشري ناورين واوښتل .
داسلام ، وطن اوخلکومدافعينوهم دملت اوخلکوداميدونواو ارزوګانو برعکس په دغه مظلوم اوجګړه ځپلي ملک خپلې تجربې وازمويلې . جنګ دجبهوڅخه دټول هېواد هربرخې هرې کوڅې اودهرکوردروازې ته راورسيد. دهېڅ چاسرمال اونامو س په امن کې پاتې نشول . دملت مال غنيمت ، دخلکومال خپل ، اودبل ناموس دلوبو اوساعتيریو اله وګڼل شوه . دژوندیوانسانانو پرسرونوداوسپنې میخونه ټک وهل شول ،ځوانو اوباعزته پیغلودخپل افغاني پت اوعزت دساتلولپاره دجګوماڼیوڅخه ځانونه راوغورځول .
يوځل بيادشر او فساددله منځه وړلو په نامه سپينې کوترې راوالوتې . دخلکوپه زړونوکې يوځل بيااميدونو راوټوکيدل ، چې ګوندې ددغوبدمرغيو، شر، فساد اوانسان خوړونکونه به وژغورل شو ولې له بده مرغه ډېر وخت ﻻنه وتيرشوی چې هغوی هم خپل وحشت اوکرکه په ډاګه کړه . هغوی هم دغه مظلوم ملت ته وښودله ، چې دوی هم داسې څوک نه دي چې دې ملت ته سوکالي اوخوشاله ژوندورپه برخه کړي . دوی ددې ملت دازادۍ او ارامتيالپاره نه بلکې دوی هم دملت دزورولواوريزمريزکولولپاره رانازل شوي دي .
ورپسې نړيوالې ټولنې د36 هېوادنوپه ګډون ميدان ته راودانګل . دهغوهېوادونوپه ګډون ، چې په نړۍ کې ددموکراسۍ اودبشردحقوقودمدافعينواوټیکه دارانو په نوم مشهوروو .تل يې نور ملتونه او هېوادونه ددموکراتيکواصولوپه نه مراعت کولوتورن کړي اونيوکې به يې پرې کولې .په هرهېواداوهرملت کې به يې دبشر دحقوقودمدافع په نوم ځان راڅرګندولو اودبشردحقوقوڅخه به يې په کلکه دفاع کوله . خوداټول شيان مصنوعي اودنورو دغولولو لپاره وو . موږ په خپلوسترګو وليدل ، چې ددوی په راتګ هم نه يوازې زموږ غميزه پای ته ونه رسيده بلکې برعکس ﻻپسې بغرنجه او ﻻپسې په يوه انساني ناورين واوښته ـ
هرشپون ، بزګراو ږيري واﻻ القاعده اوياطالب وګڼل شو . نظامي اډې په هغوی ډکې شوې او ديوويشتمې پېړۍ په انساني پنجروکې بنديان اوزنداني شول . هرکلی اوهره بانډه دطالبانو اوالقاعدې مرکزوګڼل شول . ړندې اواسماني ګولۍ پرې راو وريدې اودطالبانو اوالقاعده پرځای دښځواوماشومان په ګډون دبېګناه اومعصوموانسانانو دغوښوپه ټوټو دښتې اوغرونه ډک شول .
که نورهم ددغه ډو ل واقعيتونوليکلوته دوام ورکړم ، زموږ خوزړونه کلک شوي اوپه سترګوکې مواوښکې وچې شوي خوخفه په خپل دې بېچاره قلم يم ، چې اوس به راته درنګ پرځای اوښکې راتويې کړي .
دغه څولنډې اوتراژيدې بېلګې مې ددې لپاره په لومړي سريامقدمه کې وليکلې ، که ګوندې زموږ زړونه باﻻخره په دغه غريب اوبيچاره هېواد اوملت باندې ودرديږي او يوه لحظه په لومړي قدم کې دانسان په صفت په دوهم قدم کې دمسلمان په صفت اوپه وروستي قدم کې دافغان په صفت په دې فکروکړو چې ) ايا نوربس نه دی ( ؟ !
زه ترهېڅ چا ځان زيات زړه خوږی اوسوله غوښتونکی نه ګڼم خودمجبوريت له پلوه مې قلم ته ﻻس کړی اودغه څه چې ليکم دزړه له درده يې ليکم .
زه په دې توګه په ټولوزړه خوږو اوسوله غوښتونکو انسانانو، ډلواوهېوادونو ، ترټولولومړی دافغانستان په باهمته ولس ،دافغانستان په اسلامي دولت ، طالبانو ، اسلامي حزب اوهمداراز ددولت په نورو سياسي اونظامي مخالفينو، دناټوپه مشرتابه ، داروپاپه اتحاديه ، اسلامي کنفرانس اوهېوادونو ، دامريکامتحده اياﻻت ، روسيه ، چين ، هندوستان اوزموږ په ټولو ګاونډي هېوادونو په ډېره مهربانۍ اودرنښت غږکوم ، چې تاسې هريوموږته ډېرمحترم اوددرنښت وړ ياستی ، خودخدای په لحاظ اودهرهغه څه په لحاظ چې تاسوباور اوعقيده پرې لری ، راځی نورپه دې مظلوم ولس رحم وکړی . دجبهوپرځای دمذاکرې ميز اودجګړې پرځای دسولې اوخبرو ﻻره غوره کړئ .
ددغه اوږدې غميزې اوناروين دپای ته رسولولپاره زه د سولې ديوسرتاسري کنفرانس دجوړيدو وړانديز کوم . دغه کنفرانس بایديوازې دسولې دکنفرانس په نامه ونومول شي دهېواد دننه او يادهېوادڅخه بهر ديادشوو ټولوډلو اوهېوادنوپه ګډون او ملاتړ جوړ او دايرشي او دهمدغه کنفرانس دجوړيدوپه وياړ په همدې ورځ زموږ دهېواد په دېرش کلن غمجن تاريخ کې دلومړي ځل لپاره دټولوښکیلوډلولخوا يوه ورځ سراسري اوربنداعلان شي ، چې په دې ورځ په ټول هېوادکې دهېڅ انسان وينه تويه نه شي .
نوموړی کنفرانس بايدپه دريو اساسي ټکوبحث اوغوروکړي :
_ دټوپک خولې بايدبندې اوعمومې مذاکرات پيل شي ؛
_ دسولې درامنځته کيدوپه موخه ، په قدرت ياحکومت کې ټولوښکیلو ډلو ته د مناسبې ونډې ورکول ؛
_ په افغانستان کې دنړيوالوپوځي ځواکونود شتون دڅرنګوالي په هکله دمناسبې ﻻرې غوره کول ، چې په هغه کې دافغانستان اونړيوالې ټولنې ملي ګټې اوملي امنيت په پام کې نيول شوی اوتضمین شوی وي .
افغانانودتاریخ په اوږدوکې ددغه شان ناوړه حالاتو په وړاندې په ډیره میړانه اوشهامت مبارزه کړیده اودتل لپاره یې خپل کورني مشکلات دافغاني درونددود اودستوور له لیارې هوارکړي او له منځه وړي دي ، نوزه ټینګ باور لرم چې افغانان اوس هم ددې جوګه دي چې بالاخره دخپل هیواد دغه غمیزه دخپل ټینګ عزم ،ایماندارۍ اوملي یووالي په واسطه له منځه وړی شي اوددایمي سولې دراوستولپاره معقولې اومناسبې لارې چارې ولټوي چې دابه دافغانانو لپاره په تاريخ کې يوه بله زرينه اونه هيریدونکې کارنامه وي .
په ډېردرنښت دخپلوټولوزړه خوږو هېوادوالو اوپوهانوڅخه دهېواد دننه اوبهرکه دافغانستان دهرقوم ، سيمې ، ژبې اوسياسي ﻻرې پورې اړوندوي هيله کوم ، چې دخپل ملي او وجداني مسووليت په اساس په دغه ﻻرکې مايوازې پرې نږدي اوزماسره همغږي شي . زه په دې انديم ، چې دا ديوکس اويوې ډلې ياګروپ له توانه پورته کار دی .

هيله منديم ، چې زماددغه ناقصه اونيمګړې ليکنې په هکله خپلې اصلاح کوونکي مشورې ، نظرونه اووړانديزونه راوليږئ .
ډېرزيات به خوښ اومنندوی اوسم که چېرې دافغانستان اسلامي دولت ، طالبان ،اسلامي حزب اونورې مخالفې ډلې هم ددغه وړانديزپه هکله خپل نظرونه څرګندکړي .
په دې اړوند به په نژدې راتلوونکي کې دهيواددننه اوبهر یولړسېمينارونه هم جوړ شي ترڅوزموږهیوادوال دخپل هيوادددې اوږدې غمیزې دپای ته رسولوپه هکله خپل ژوندی اورغنده رول ولوبوي .هیله کوم چې خپلې اصلاح کوونکې مشورې ،نظرونه اووړاندیزونه په دغه پته a.amin1@hotmail.de peace- conference@hotmail.de راولیږۍ .


په افغاني مینه او درنښت