د اوکراین د جګړې کلیزه: ملګرو ملتونو د جګړې خلاف بل قرارداد منظور کړ، چین بیا د سولې وړاندیز کړی
واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پنجشنبې- زیارت په ورځ یو قرارداد منظور کړ چې پکې له روسه په اوکراین کې د دښمنۍ ختمولو او د خپلو ځواکونه د ایستلو غوښتنه شوې ده. ملګرو ملتونو په تېر یوه کال کې مخکې هم د دې جګړې خلاف قراردادونه منظور کړي دي. دا قرارداد اوکراین د خپلو متحدینو په مشوره ترتیب کړی او وړاندې کړی وو، چې د چین په ګډون د ملګرو ملتونو په 193 غړو کې د 141 هېوادونو له ملاتړ وروسته منظور شو، 32 هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه او د روس او شام او شمالي کوریا په ګډون اوو هېوادونو یې مخالفت وکړ. په جګړه کې تر اوسه بې طرفه پاته شوي چين یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د روس او اوکراين د جګړې له کنټروله د وتلو مخه دې ونیول شي او یو ځل بیا یې ویلي چې خبرې اترې او مذاکرات د شخړې د حل يواځینۍ ګټوره لاره ده. په اوکراین باندې د روس د یرغل د کال پوره کېدو په مناسبت د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د 12 نکتو په یوه لیک کې د هراړخیزې ډزبندۍ او په تدریجي ډول د تشدد د کمولو غوښتنه کړې ده. د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د وزارت دغه لیک تر ډېره حده د چین د هغه موقف تکرار دی له کله راهیسې چې روس د تېر کال د فرورۍ پر 24مه پر اوکراین یرغل پیل کړی چې ماسکو یې خپل "ځانګړي پوځي عملیات" بولي. چین تر اوسه په دې جګړه کې نه یواځې د خپل متحد روس له غندلو ډډه کړې او د ماسکو له خوا په خپل ګاونډي هېواد کې جنګي مداخلې ته یې «یرغل» نه دي ویلي بلکې په روس باندې یې د لوېدیځو هېوادونو پر بندیزونو هم نیوکې کړې دي. د رویټرز د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپل دې لیک کې ویلي، چې شخړه او جګړه د هیچا په ګټه نه ده. وزارت پر مخ زیاتوي: "ټولې اړخونه باید له عقل او زغمه کار واخلي، د لمبو او تشدد له زیاتولو ډډه وکړي او د بحران د لا خرابېدو یا له کنټروله د وتلو مخه ونیسي." د اوکراین او روس تر منځ د جګړې دویم کال پیل شو او روس په ملګرو ملتونو کې یواځې شو، بل لور ته د G7 هېوادونو مشران تیار شوي چې له اوکراین سره د نورو ډېرو مرستو لپاره تر خپل منځ همغږي وکړي. په تېر یو کال کې د اوکراین په جګړه کې په زرګونو کسان وژل شوي، لویو ښارونو ته لوی زیانونه اوښتي او د دې هېواد په میلینونه کسان د خپلو کورونو او هېواد پرېښوولو ته مجبور شوي دي. رویټرز وایي تمه کیږي د چین صدر شي جینپینګ به نن جمعې په ورځ د جګړې د کلیزې په مناسبت "د امن وینا" وکړي خو وایي هغه به د روس له غندلو بیا هم ډډه وکړي، مګر ټینګار به یې د سولې پر غوښتنه وي. د چین بهرنیو چارو وزارت وایي د دې وینا په اړه معلومات نه لري. اوکراین تر اوسه پورې د ډزبندۍ غوښتنه پرله پسې له دې کبله رد کړې ده چې وایي روسي پوځیان یې له خاورې نه دي وتلي او که دوی د هغوی خلاف په خپله دفاعي جګړه کې هر ډول وقفه وکړي دا به روس ته موقع ورکړي چې خپل پوځیان بیرته منظم کړي. په چین کې د یورپي اتحاد سفیر جورج ټولیډو خبریالانو ته په یوه غونډه کې ویلي، د امن په نوم د چین دغه لیک د سولې وړاندیز نه دی ځکه چې د چین له خوا د روس برید ته پر «یرغل» نه ویلو یې اندېښنه ښکاره کړې خو وایي یورپي اتحاد به یې بیا هم په ځیر نظر ولولي. بل لور ته په چین کې په همدې غونډه کې د اوکراین سفارتکارې ژانا لیسچینسکا د چین دغه د امن د وړاندیز لیک "ښه نخښه" بللې او ویلي یې دي چې اوکراین تمه لري چین به د کیف په سیاسي ملاتړ کې لا فعال وي او له روسه به هم وغواړي چې جګړه ودروي او خپل ځواکونه وباسي.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو له بنده د مدني فعالانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه
ریچارد بنیت، گزارشگر ویژه حقوق بشر ملل متحد خواستار رهایی شش تن از فعالان مدنی که در قید حکومت طالبان به سر میبرند، شده است.
جوزيف بورل: د طالبانو له خپلمنځي اختلاف بايد پر نجونو د محدوديت لرې کولو لپاره ګټه واخيستل شي
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورل وايي، له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو د نا سم چلند له امله باید د دوی اوسنی سرپرست حکومت مجازات شي. جوزیف بورل چې پرون یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې له ګډون او وینا وروسته رسنیو سره خبرې کولې وویل، دا مجازات باید په طالبانو د سیاسي او اقتصادي فشار د راوستو په پایله کې عملي شي، خو زیان یې باید افغانانو ته و نه رسېږي او نه هم دوی وځپل شي. هغه له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو اوسنی چلند "جنسیتي اپارتاید" یا جوړښتي توپیر وباله. نوموړي وويل: "په افغانستان کې، چېرته چې د طالبانو اوسنی رژیم "جنسیتي اپارتاید" عملي کوي، د زغملو نهدی. دا په ټوله معنا "جنسیتي اپارتاید" دی. موږ به د طالبانو سرپرست حکومت سره کار ته دوام ور نهکړو، خو دا هم نهشو کولای چې افغان ښځې دوه ځله مجازات کړو. یو ځل د طالبانو د پرېکړو له امله او دویم ځل زموږ د پراختیايي مرستو د کمېدو له امله." جوزیف بورل داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وروستیو کې د طالبانو د بېلابېلو مخالفانو لهخوا له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې، د طالبانو لهخوا په افغان نجونو او ښځو د سختو بندیزونو د لګولو له امله له افغانستان سره هر ډول مرستې بندې کړي. خو طالبانو بیا ویلي، له افغانانو سره بشري مرستې باید د سیاست قرباني نهشي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر په خپل پروني کنفرانس کې د نجونو د زدهکړو او کار په اړه د طالبانو خپلمنځي اختلاف ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د طالبانو مشر په دې عقیده دی چې، نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې نهشي، خو نور ډېر طالب مشران د دې فکر مخالف دي. جوزیف بورل وايي، د طالبانو له همدې اختلاف باید ګټه واخيستل شي او فشار را وړل شي، څو په افغان نجونو او ښځو اوسني لګېدلي سخت بندیزونه لېرې شي. خو طالبانو تل د خپلو مشرانو ترمنځ خپلمنځي اختلاف رد کړی او ویاند یې ذبیحالله مجاهد نن ازادي راډیو د جوزیف بورل د څرګندونو په غبرګون کې وايي، د فشار هیڅ تګلاره پایله نهلري. نوموړی وايي: "د فشار وړاندیز ګټور نهدی، هیچا ته هم ګټه نه رسوي. ښه دا ده چې د تعامل او مثبت ډیالوګ لاره پرانيستې وي او ستونزو او تشویشونو ته د خبرو له لارې حل پیدا شي." پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونو پر کور دننه افغانان او نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې او د طالبانو د دې سخت دریځې کړنلارې د پای غوښتنه یې کړې، خو طالبانو بر عکس د نرمۍ پر ځای دا بندیزونه لا سخت او زیات کړي دي.
پاکستان: د پنجاب د ګوجرانواله يو عدالت د رانا ثناءالله د نيولو وارنټ جاري کړی
د پاکستان د پنجاب صوبې د ګوجرانواله ضلعې يو عدالت د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د نیولو وارنټ جاري کړی دی.
امریکې له ګوانتانامو بې زندانه د دوو پاکستاني وروڼو د منتقل کولو اعلان کړی
د امریکې د دفاع محکمې پېنټاګون په 23 فرورۍ اعلان کړی چې د ګوانتاناموبی د زندان څخه د 20 کاله بند وروسته دوه پاکستاني وروڼه خپل ملک ته منتقل کوي دغه دواړه وروڼه محمد احمد غلام رباني او عبدالرحيم غلام رباني نوميږي.
شمالي کوریا څلور کروز ستراتیژیک توغندي آزمایلي
په شمالي کوریا کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې د دې هیواد پوځ پنجشنبه فبروري ۲۳ (کب ۴) د "اتومي برید پر ضد مرګوني ځواب وینې وړتیا" د څرګندولو لپاره څلور ستراتیژیک کروز توغندي آزمایلي دي.
طالبانو د پانګې اچونې کنسرسیوم جوړ کړی ؛ ایراني او روسي شرکتونو هم پکې ګډون لري
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت وایي د ایراني، روسي او پاکستاني شرکتونو په ګډون یې یو کنسرسیوم جوړ کړی چې په افغانستان کې د برښنا، کانونو او زیربنا په برخې کې د پانګې اچولو لپاره د پلان په جوړولو تمرکز ولري.
امریکا اجی بنګا د ورلډ بنک د مشرۍ عهدې ته ونومولو
واشنګټن - د امریکې صدر جو بایډن د زیارت/یکشنبې په ورځ وویل چې ملک یې د ورلډ بنک مشرتابه عهدې دپاره د ماسټرکارډ پخوانی سي اي او، اجی بنګا ونومولو. بایډن زیاته کړه چې اجی بنګا د موسمي بدلون په شمول، د نړۍ د چلېنجونو په اړه خورا اهمه تجربه لري. دا خبر څو ورځې پس د هغه مخې ته راغی چې د ورلډ بنک مشر ډیوېډ ملپاس اعلان وکړ چې د خپلې عهدې نه به د جون په میاشت کې لېرې شي. ملپاس پخواني صدر ډانلډ ټرمپ دغې عهدې ته نومولی و. ورلډ بنک د ۱۸۹ ملکونو په شمول د غریبۍ د راکمولو ذمه واري لري او ډیوېډ ملپاس د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې پورې د دغه بنک مشرۍ ته ټاکلی شوی، مګر هغه یو کال مخکې دا عهده پرېږدي. د امریکا د اوسني انتظامیې دپاره دا تر ټولو اهمه خبره ده چې په ورلډ بنک یا نړېوال بنک کې د موسمي بدلون اثراتو ته پام وکړی شي. اوس چې ملپاس د خپلې مودې نه کم وخت کې د ورلډ بنک د مشرتابه څوکۍ پرېږدي، بایډن انتظامیې ته دا موقع په لاس ورغلې چې په نړېوال بنک کې لوی بدلون راولي. اجی بنګا چې په خټه سېک او د امریکا شهري دی، اوس مهال د جنرل اټلانټیک په نوم د یوې مالیاتي ادارې نایب مشر دی. هغه په تجارت کې د دېرشو کالو زیاته تجربه لري. هغه هندوستان کې پیدا شوی لومړنی کس دی چې د ورلډ بنک مشرۍ ته نومول کیږي. د امریکا د خزانې وزیره جنېټ یلین وایي چې د اجی بنګا تجربه به هغه سره مرسته وکړي چې نړۍ کې د سختې غریبۍ د له منځه وړلو په برخه کې د ورلډ بنک اهداف سر ته ورسوي. د ورلډ بنک یا نړېوال بنک مشر په روایتي توګه امریکا ټاکي، خو د نړېوالې مالیاتي ادارې یا آی اېم اېف مشر بیا په روايتي توګه د یورپ لخوا ټاکلی کیږي. مګر منتقدین وایي چې دا روایات باید نور ختم شي او نورو په مخ ترقۍ ملکونو ته هم ورخت ورکړی شي چې په دې دوو نړېوالو تنظیمونو کې اهم کردار ادا کړي.
د مېندو د صحت له اړخه، افغانستان په آسیا کې تر ټولو خطرناک هېواد دی – حالات تر دې هم خرابېدی شي
د صحت نړېوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د زیارت/پنجشنبې په ورځ رپوټ خپور کړ چې تر مخه یې افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه د هغه د ټولو شپږو ګاونډیو ملکونو د مېندو د مړینې له مجموعي تعداد نه هم لوړه ده.
د بحران نړیواله ډله: پر ښځو د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې بحران پراخ کړی
د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی چې پر مېرمنو باندې د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې بحران نور هم پراخ کړی دی.
بریتانیا افغانانو ته د پناه غوښتنې طریقه اسانوي
بریتانیا د افغانستان په ګډون د څلورو هېوادونو د وګړو لپاره د پناه غوښتنې قضیې اسانه کوي او دا بهیر چټکوي. دا په داسې حال کې ده چې څه باندې ۱۶۰زره غوښتنلیکونه پرېکړو ته منتظر دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
د اوکراین سفیر وايي پاکستان دې په واضحه ډول په اوکراین د روس یرغل وغندي
مارکیان چوچک غوښتنه وکړه چې پاکستان دې په واضحه توګه د روسي د جارحیت غندنه وکړي. هغه زیاته کړه د پاکستان د روس د غندنې مطلب به دا نه وي چې پاکستان د مغربي ملکونو ګوډاګی شو بلکې د یو خودمختار ملک په حېث هم پاکستان دغه فېصله کولی شي
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
پوتین وايي 'دویم شیطان میزایل' یې سږکال استعمال ته اماده کېږي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن چهارشنبه فبروري ۲۳ (کب څلورمه) وویل چې په روان کال کې به د «سارمات» په نامه بین القاره یي بالستیک میزایل یې کاروونې ته وسپارل شي. ناټو دا میزایل «دویم شیطان» ګڼي. سي ان ان تلویزیون د دوو امریکایي مقاماتو له خولې راپور ورکړی چې همدا اونۍ د دغه میزایل ازمایل ناکام شول. خو د کرملین ویاند دیمتري پسکوف دا خبر رد کړ. پوتین ویلي دي چې «دویم شیطان میزایل» د څو اتومي کوپړیو د انتقال وړتیا لري او نه «ماتېدونکی» دی. د روسیې ولسمشر په یو ویدیويي بیان کې، چې کرملین خپور کړی دی، ویلي دي: «په روان کال کې به د سارمات میزایل د توغولو دستګاه جنګي کاروونې ته وسپارل شي.» پوتین داسې مهال دا خبره کوي چې سبا جمعه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي. پوتین وویل چې دا لوی میزایل د ځمکې په هره برخه کې هدف وېشتلای شي او په خبره یې د روسیې دښمنان به اړ باسي چې تر «هر قدم پورته کولو مخکې، دوه ځلې فکر» وکړي. راپورونه وايي چې دا میزایل ۳۴ میتره اوږد دی،۲۱۱ ټنه وزن لري او په یو وخت کې د ۱۰ اتومي کوپړیو د وړلو توان هم لري. د راپورونه په اساس د «شیطان۲ میزایل» په یو ساعت کې ۲۵ کیلو میتر واټن وهي، له ځمکې څخه فضا ته توغول کېږي او ځمکې ته له کوزېدو سره سم ترې اتومي کوپړۍ جلا کېږي او په عین وخت کې خپل مختلف اهداف په نښه کوي.