ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکې د کېلېفورنیا ریاست په یو کلب کې د وژل شویو ۱۱ کسانو په یاد کې دستوره وشوه

په نږدې ښار کې په یو بل نڅا کلب کې د دویم ناکام برید هغه وخت مخنیوی وشو کله چې یو سړي د وسله وال د لاسه ټوپک واخیست. د تشدد ورستۍ پېښه په هاف مون بای علاقه کې شوي چې د سان فرانسسکو ښار په جنوب کې سیمه ده

24.01.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

24.01.2023 امریکا غږ

پاکستان وايي په ملک کې بجلي بحال شوه

په واشنګټن کې د څېړنې ادارې وېلسن سېنټر د جنوبي اېشیا چارو ماهر مایکل کوګلمېن د پاکستان د بجلۍ د صورتحال په اړه وايي دا یوازې د طلب او د رسد مسله نه ده بلکې په دې کې مالي معاملات او حکومت داري هم شامله ده

24.01.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

24.01.2023 امریکا غږ

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اردن شاه عبدالله سره د مسجدالاقصا په موضوع خبرې کړي

د نېټن یاهو دفتر وویل چې اسرایلي وزیراعظم د شاه عبدالله ثاني سره د سيمې په مسلو، امنیت او اردن سره په اقتصادي همکارۍ خبرې وکړي

24.01.2023 ډیوه

د زده کړو د نړیوالې ورځې ځانګړې خپرونه

د "زده کړو د نړیوالې ورځ" ځانګړې خپرونه کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز او د هغه پر وړاندې غبرګونونه، مرکې، ارزونې او د مختلفو موضوعګانو په هکله رپوټونه کتلای او اوریدلای شئ.

24.01.2023 امریکا غږ

د قران د نسخې له سوځول کېدو وروسته فنلنډ وایي د سویډن پرته ناټو کې د غړیتوب هڅه کوي 

فنلنډ د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې ۴) د لومړي ځل لپاره وویل چې له سویډن پرته په ناټو کې د شاملیدو په اړه غور کوي، ځکه چې د ترکیې ضد مظاهرو په وجه د سویډن د غړیتړب پر وړاندې د انقرې مخالفت نور هم جدي شویدي.

24.01.2023 امریکا غږ

د بایډن له خصوصي کوره لا نور خفیه دستاوېزات پیدا شوي - وایټ هاوس د انتظامیې دفاع کړې ده

واشنګټن - وایټ هاوس د ګل-دوشنبې په ورځ د صدر بایډن په کور کې د خفیه دستاوېزاتو د پیدا کېدو په تړاو د انتظامیې دفاع وکړه او ویې ویل چې انتظامیه د دستاوېزاتو په قضیه کې د چارواکو سره همکاري کوي. پس د هغه چې د امریکې تحقیقاتي فیډرل ادارې (اېف بي آی) د جمعې په ورځ د صدر جو بایډن د خصوصي کور پلټنه وکړه او په هغه کې یې اضافي خفیه دستاوېزات پیدا کړل، په ښاغلي بایډن باندې تنقیدونه سېوا شوي دي. د ګل-دوشنبې په ورځ، د وایټ هاوس ویاند ایان سامز ټینګار وکړ چې د ډېلاوېر ریاست په وېلمنګټن ښار کې د اېف بي آی له خوا د بایډن د کور پلټنه، "پخپله د صدر (بایډن) د خصوصي وکیلانو له اړخه رضاکارانه او فعال عمل و." د تازه دستاوېزاتو تر موندلو وړاندې هم د امریکې د انصاف وزارت له اړخه تحقیقات پیل شوي چې وګوري بایډن د حساسو دستاوېزاتو په ساتلو کې څه رویه کړې ده. د خفیه دستاوېزاتو د ساتلو په قضیه کې، په بایډن باندې تنقیدونه سېوا شوي او حتی د هغه د خپل ګوند ډېموکرېټان یې هم ورباندې تنقیدونه کوي. دوو سنېټرانو ډېک ډوربېن او جو مانشین دواړو په تېرو څو ورځو کې د بایډن خلاف سختې خبرې کړي دي. سنېټر ډوربېن ویلي چې بایډن ته "شرم" په کار دی، او سنېټر مانشېن، صدر بایډن "غېرذمه واره" بللی دی. د بایډن وکیلان وایي، هغو په اول ځل د نومبر په لومړیو کې د واشنګټن ډي سي په یو دفتر کې چې بایډن د نایب صدارتۍ نه پس هلته اوسېده، داسې دستاوېزات وموندل چې ورباندې د خفیه نخښې لیدل کېدلې. هغو دا ونه ویل چې ولې یې سمدستي د دې خبرې اعلان ونه کړ او ولې یې صرف چارواکو ته خبر ورکړ او عام خلک یې خبر نه کړل. په ډسمبر او جنوري میاشتو کې بیا هغوی د بایډن په کور کې چې وېلمنګټن ښار کې دی، نور دستاوېزات هم وموندل. د جمعې په ورځ د امریکې د تحقیقاتې فیډرل ادارې (اېف بي آی) مامورینو په هغه کور ورغلل او دیارلس ګنټې یې هلته پلټنه وکړه، چې د وایټ هاوس د وکیل، ریچارډ سوبر د بیان ترمخه، په دې پلټنو کې نور خفیه دستاوېزات هم د مامورینو لاس ته ورغلل چې سمدستي د انصاف وزارت ته وسپارل شول. یاده دې وي چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د کور نه هم د اېف بي آی مامورینو څه موده وړاندې خفیه دستاوېزات راویستل، او په اړه یې تحقیقات شروع شول. مګر اوس وایټ هاوس کوښښ کوي د صدر بایډن او پخواني صدر ټرمپ د دستاوېزاتو د قضیو ترمنځ فرق واضحه کړي. وایټ هاوس وایي د بایډن په قضیه کې، دستاوېزات پخپله د بایډن وکیلانو موندلي او حکومت ته یې احوال ورکړی او د چارواکو سره همکاري کوي، حال دا چې وایي ټرمپ د دستاوېزاتو په قضیه کې د حکومت سره همکاري نه کوله. په امریکا کې چې دوې ورځې وړاندې یوه سروې شوې، د هغې د نتیجې ترمخه 77 فیصده امریکایيان په دې باور دي چې ټرمپ د خفیه اسنادو سره نامناسبه چلند کړی دی. 64 فیصده امریکاییان د صدر بایډن په اړه هم همدغسې نظر لري.

24.01.2023 ډیوه

امریکا کې له خونړیو بریدونو وروسته بایډن بیا په تهاجمي‌ وسلو د بنديز غوښتنه وکړه ​​​​​​​

په داسې حال کې چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د متحدو ایالتونو په شمالي کالیفورنیا کې په دوو خونړیو بریدونو کې ۱۸ کسان ووژل شول، ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له کانګرس څخه وغوښتل چې د تهاجمي وسلو د بندولو په اړه عاجل اقدام وکړي 

24.01.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

24.01.2023 امریکا غږ

يو شمېر ښځې: د طالبانو حکومت د ښځو اړوند قضيو ته رسېدنه نه‌کوي

د طالبانو له حکومت ښځينه قضيو ته د رسېدنې برخه کې د يو شمېر افغان مېرمنو شکايت. د افغانستان د سترې محکمې یوه مخکینۍ کارکوونکې چې د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي، وايي اتلس کاله یې په ستره محکمه کې دنده ترسره کړه خو طالبانو یوازې په دې خاطر چې ښځه ده له دندې لیرې کړه. دا مېرمن ادعا کوي، کله یې چې د عدالت غوښتنې لپاره سترې محکمې ته مراجعه وکړه د دې ادارې په دروازه کې ولاړو طالبانو په اغزن سیم په پښو ووهله او له هغه ځایه یې وشړله. دا مېرمن دغه شان د طالبانو حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په نه څېړلو تورنوي. نوموړې وايي: "د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې لپاره کومه کورنۍ محکمه نه‌شته، اصلا څوک له ویرې د ښځو د محاکمو په لور تللی نه‌شي، او نه شکایت ثبتولی شي، ما څو ځل هڅه وکړه او هر ځل وګواښل شوم." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز سرپرست انعام‌الله سمنګاني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې د حکومت درې ګونو محکمو په تېرو دریو میاشتو کې د ښځو اړوند ۲۸۷۸ بېلابېلو قضیو ته رسېدنه کړې ده. د سمنګاني په خبره دا قضیې تر ډېره د میراث او د ښځو د مهر په اړه وې. خو نوموړي د نورو قضیو په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو هیڅ ډول یادونه نه‌ده کړې. انعام‌الله سمنګاني او د سترې محکمې ویاند عنایت‌الله د دغه راپور تر خپرېدو په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري نظام لویې څارنوالۍ د یو راپور په خپرولو سره د ۱۴۰۰ لمریز کال د لومړیو دوه میاشتو کې هغه قضیې چې ثبت شوې او ورته رسېدنه شوې وه شمېر یې ۱۴۶۴ یادې کړې وې. د دغه شمېرو پر بنسټ چې د جمهوري نظام له سقوط مخکې د یادې ادارې پر وېب سایټ خپرې شوي، دا قضیې تر ډېره د وژنې، تېري، وهلو ډبولو، فحشا ته اړیستلو، د کیمیاوي موادو په وسیله سیزلو، جبري ودونو، د واده له حقه محرمول، زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس‌رسي اړوند وې. په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله نظیفه جلالي چې ادعا کوي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د ۱۲ کمېټو د ثبت مسوولیت پر غاړه لري په تېر قوس میاشت کې یې ازادي راډيو ته ویلي وو، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. نوموړې ویلي وو، کاري کمېټو یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۴۵۰۰ قضیې ثبت کړي چې په‌کې په کم عمر کې جبري ودونه او وهل ډبول شامل وو. که څه هم د طالبانو د حکومت ویاندویانو په وار وار ادعا کړې چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان مېرمنو حقونه خوندي شوي دي خو د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو پر ښځو د طالبانو محدودیتونو ته په کتو په دې هېواد کې په پراخه کچه د بشري نقض په اړه اندېښنې ښودلي دي.

24.01.2023 ازادي راډیو

 امریکا، اروپايې اتحاد او برتانیې په ایران نوي بندېزونه لګولي

یورپي یونین هم د ګل دوشنبې په ورځ بندېزونه اعلان کړل چې له مخې یې د ګډو بندیزونو نه علاوه پورپ په خصوصي توګه د ایران د لوبو د وزیر حامد سجادي، د ایران د پولیسو، پاسداران انقلاب اهمو افسرانو، د سایبر سیکیورټي او د دې سره د تړلو کمپنو او اهمو چارواکو نومونه هم د بندیزونو په لسټ کې شامل کړل

24.01.2023 ډیوه

د نېټو سيکرټري جنرل وايي باوري دی اوکراين ته به جنګي ټېنکونه ورکړل شي

واشنګټن - د نېټو پوځي اتحاد سيکرټري جنرل جېنز سټولټن برګ ويلي باور لري چې زر تر زره به اوکرين د جنګي ټينکونو د ورکولو لاره راوځي. د جرمني د دفاع د وزير بوريس پېسټوريس سره د ګډ پرېس کانفرنس په موقع سټولټن برګ وويل دا ډېر ښه ملاقات وو او د نيټو او اوکرين په کلکه ملګرتيا د جرمني مننه کوي. هغه وويل په دې مهم وخت کې نېټو ته د اوکراين مرستې روانې ساتل پکار دي او چې د اوکراين څه ته حاجت وي هغه بايد ورکړل شي. سټولټن برګ زياته کړه: “زه د خپل ننني بحث هر کلی کوم. مونږ د جنګي ټينکونو خبره اوکړه. د اتحاديانو تر منځ به سلا مشورې روانې وي او باور لرم چې زر به د دې څه حل راوباسو”. په دې موقع د جرمني د دفاع وزير بورېس پېسټوريس وويل اوکرين ته په غټو جنګي ټينکونو لېږلو د ملګرو تر منځ بې اتفاقي نه شته او زياته يې کړه که کومه مثبته پرېکړه وشوه نو برلن به چټک ګامونه واخلي. هغه وويل چې نيټو دې هيڅ کله هم د اوکرين په جنګ کې فريق جوړ نه شي. د رايټرز د خبر تر مخه د جرمني د خارجه چارو وزارت  يو لوړ پوړي چارواکي ويلي د برلن چانسلري به اخري پرېکړه کوي چې جرمني ليپرډ ټينکونه اوکرين ته ولېږي که نه او نورو هېوادونو ته اجازت ورکړي چې داسې وکړي. د پولېنډ د دفاع وزير مارييز بلازک ويلي هېواد يې د جرمني نه په رسمي توګه غوښتنه کړې چې ليپرډ ټينکونه دې بيا اوکرين ته ورکړي. د رايټرز په يو بل خبر کې ويل شوي چې په اوکرين کې د روس د جنګېدونکې ډلې ويګنر مرسينري کمانډر اينډري ميډويډيف ناروې ته تښتېدلی او هغلته پوليسو نيولی چې په دې حقله ترې پوښتنې وشي چې ده په اوکراين کې څنګه وخت تېر کړی دی. ميډويډيف د روس او ناروې په پوله ناروې ته تښتېدلی او ويلي يې دي چې هغه خپل ژوند ته خطره ليدله او زياته کړې يې ده روسي قيديان ووژل شول او ډېر ناروا سلوک ورسره وشو کوم چې يې اوکراين ته د ويګنر ډلې پلوۍ له راوستلي وو. د ناروې خاص پوليس کرېس پوس د تښتېدلي روسي کمانډر نه تحقيقات شروع کړي دي.

24.01.2023 ډیوه

خوست کې سلګونو کسانو په سویډن کې د قرآن سوځولو په غبرګون کې مظاهره وکړه 

په خوست ښار کې په سلګونو افغانانو د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې ۴) د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د تېرې اونۍ په پای کې د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې لاریون وکړ.

24.01.2023 امریکا غږ

ملګروملتونو ته د ۱۸۲ استادانو ليک: پر طالبانو فشار راوړئ چې پر کار او تحصيل بنديز ليرې کړي

پر نجونو او مېرمنو د زده‌کړو او کار د بنديز ليرې کولو بياځلي غوښتنه. هغه لیک چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته لیکل شوی او د افغانستان د پوهنتونونونو ۱۸۲ تنو استادانو چې ډېر یې په بهر کې دي پرې لاسلیک کړی، په‌کې غوښتنه شوې چې دا سازمان دې له ټولو امکاناتو کار واخلي چې نجونو ته بېرته په افغانستان کې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي. په دې لیک کې ویل شوي چې، طالبان له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو په منع کولو سره هغوی له ټولنې حذفوي او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې یې په اوبو لاهو کوي. په تېر جمهوري حکومت کې د لوړو زده‌کړو وزیر عباس بصیر چې دا لیک یې لیکلی او د ۱۸۲ استادانو لاسلیک یې پرې اخیستی، ازادي راډيو ته وویل په دې لیک یې له ملګرو ملتونو او د دې سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي او تر هغو دې طالبان په رسمیت ونه پېژني، چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته یې درناوی نه وي کړی. نوموړي وويل: "په دې لیک کې ویل شوي چې موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږئ، له هغوی څخه د حقونو او ازادیو د ترلاسه کولو په برخه کې ملاتړ وکړئ، د ملګرو ملتونو سازمان او نړۍواله ټولنه دې پر طالبانو ډیپلوماتیک فشارونه زیات کړي چې پر ښځو لګول شوي محدوديتونه لرې کړي. ښځې باید کار وکړي او نجونې باید بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته راوګرځي." ښاغلی بصیر زیاتوي په دې لیک یې د دې ترڅنګ چې له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې پر نجونو د زده‌کړو د بندیز په لرې کولو کې ونډه واخلي، ورسره یې له دې سازمان څخه غوښتي چې له هېواده بهر دې افغان ځوانانو په ځانګړې ډول نجونو ته د زده‌کړو زمینې برابرې کړي. د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد حامد عبیدي چې د ملګرو ملتونونو سازمان سرمنشي ته یې لیکلی لیک لاسلیک کړی، ازادي راډيو ته وویل، له زده‌کړو د نجونو منع کول د اسلام د دستوراتو او ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی، ځکه دوی له ملګرو ملتونو غوښتي چې په لومړي قدم کې دې دا ستونزه د ډيپلوماتیکو لارو حل کړي، خو که دا لاره هم نتیجه ور نه کړي، باید نور اقدامات وشي. ښاغلی عبيدي وايي: "که چېرې ډيپلوماتیکو هڅو ته طالبان ژمن نه و، په دویم قدم کې دې هغه مرستې چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د طالبانو له ادارې سره کېږي، پرې ودروي، تر هغو چې دوی مجبور شي چې بېرته د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي." د پوهنتونونو یو شمېر افغان استادان داسې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لیک لېږي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد کابل ته تللې وه او له طالبو چارواکو سره یې د نجونو د زده‌کړو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې. اغلې محمد د دې څلور ورځني سفر په پای کې ویلي و، چې د ښځو د حقونو په برخه کې لږ پرمختګ شوی او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده چې افغان نجونې او ښځې خپل حقونه ترلاسه کړي.

24.01.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more