د اسلام کريموف ژوند ته کتنه

په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي له ټوټه کېدو وروسته اسلام ابدو ګانیویچ کریموف د خپلواک ازبکستان ولسمشر وټاکل شو.

د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف خاورو ته وسپارل شو

د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف چې تېره ورځ مړ شوی و نن (۳ اګست) يې د جنازې مراسم تر سره او د دغه هېواد په سمرقند کې خاورو ته وسپارل شو.

امریکا او چین د اقلیمي بدلون موافقه رسما تصویب کړه

چین او امریکا د اقلیم د بدلون په اړه په پاریس کې شوې موافقه رسمآ تصویب کړه.

د ترک پوځ او (پي کې کې) په نښته کې۲۰ کسان ووژل شول

په ترکیه کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو او د کردستان کارګرانو ګوند(پي کې کې) د وسله والو ترمنځ په نښه کې اته حکومتي سرتیري او ۱۱ کورد وسله وال وژل شوي دی.

کندهار –لښکرګاه په لاره ۳۱ طالب وسله وال وژل شوي

د هلمند ولایتي چارواکي وایي، د کندهار – لښکرګاه د لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۳۱ وسله وال طالبان په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي.

د چین ځوړند پول د پرانیستې پر۱۵ ورځ وتړل شو

د نړۍ تر ټولو اوږد ځوړند ښیښه يي پول چې دوه اونۍ مخکې په چین کې پرانیستل شوی و، د لندمهال لپاره د سیلانیانو په مخ وتړل شو. چارواکي وايي، له دې پول د تېرېدلو لپاره یې هره ورځ د ۸ زرو کسانو اټکل کړی و، خو له دې شمېر لس چنده ډېر سیلګران هره ورځ ورځي.

روسیه: برتانیا وتلو اروپایي ټولنه کمزورې کړه

د روسیې مرستیال لومړی وزیر وايي، برتانیا له اروپایي ټولنې د په وتلو سره دغه ټولنه کمزورې شوې او له نامعلوم راتلونکي سره مخامخ ده. نوموړی وايي، مسکو ته د اروپا پیاوړتیا مهمه ده او د وړاندې تګ لپاره پیاوړو شریکانو ته اړتیا لري.

"له لوی اختر وروسته به هره ورځ په لسګونو زره کډوال راستنیږي"

د پاکستان چاپ ورځپاڼې اکسپرېس ټریبیون په خپل يوه رپوټ کې ويلي چې له لوى اختر وروسته به هره ورځ ٨٠ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

ولسمشر غني د کریموف په جنازه کې د ګډون په لپاره سمرقند ته لاړ

ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان د سمرقند ښار ته لاړ.

چین د پاریس اقلیمي تړون تصویب کړ

په نړۍ کې د کاربن ډای اکساید تر ټولو ستر تولیدوونکي چین، رسماً د پاریس اقلیمي تړون تصویب کړ.د دې تړون اصلي موخه له نوې کېدونکو انرژیو د کار اخیستنې پراخول او د ملګرو ملتونو غړي تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۳۲ سلنې پورې د شنوخونو ګازونو کمولو ته بولي.

افغان ولسمشر د ازبک سیال جنازه کې ګډون لپاره سمرقند ته لاړ

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر وایي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره سمرقند ته لاړ. اسلام کریموف د شنبې په ورځ په سمرقند کې خاورو ته سپارل کیږي.

د ترکیې د امنیتي ځواکونو او کردانو تر منځ نښتې شویدي

ترکیې ځواکونو کوښښ کاوه چې پدې سیمه کې دیوال جوړ کړي خو کردي مظاهره چیانو پرې د تیږو ګوزارونه کړیدي.

د فلمي ستوري جیکي چان لپاره افتخاري اوسکار جایزه

مشهور فلمي ستوري جیکي چان ته د فلمي نړۍ لپاره د غوره خدمتونو بدل کې افتخاري اکاډیمي جایزه ' اوسکار ' ورکول کېږي.

د حبيب الله کلکاني بيا خښول

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم د حبيب الله کلکاني بيا خاورو ته سپارل د قومونو ترمنځ د "دښمنۍ" هڅه بللې ده. د کابل د پخواني لنډمهالي واکمن حبیب الله کلکاني له خاورو د ایستلو او بیا سپارلو جنجالونه اوس یو څه کرار شوي.

د لوبو له نړۍ

د لوبو په اوونيزه خپرونه کې دا ځل د بنگله دېش يو خبريال اورو چې افغان کرېکټ لوبډلې ته په بنگله دېش کې په څه سترگه کتل کېږي. د افغانستان د راتلونکي کرېکټ ستوري غږو او د هغه برتانوي کيسه لرو چې افغانستان کې معلول شو او اوس به په ريو کې سياليو کې ځلېږي.