ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پېښور هايي کورټ فېصله: د اېف سي ار قانون د لاندې درج مقدمې به هم په اېف سي ار  فېصله کېږي

وکيل شبير حسېن ګيګياني وايي د پېښور هايي کورت  د فېصلې احترام کوي خو ګڼې چې دې سره به ډيرې پيچدګۍ مخې ته راشي۔ "ايف سي ار ختم شوې دې، که د سي ار پي سي او قانون شهادت لاندې کار کوي نو بيا خو يو متوازي نظام جوړ شو، کوم چې د ائين خلاف ده زمه نذر دا دې کېدې شه زه غلط يم خو زمه رايي دا ده. "

04.03.2023 ډیوه

امریکا او جرمني وايي روس به په اوکراین د یرغل قیمت ادا کوي

 د ملاقات په اړه د وایټ هاوس بیان وویل بایډن او شولز اوکراین سره د انساني، امنیتي، اقتصادي او سیاسي مرستو په اړه هم بحث وکړو او د اوکراین ولس د نړیوالي ټولنې د ملاتړ په اهمیت یې ټینګار وکړو

04.03.2023 ډیوه

مک کال ته د کربي ځواب: طالبانو سره حساب کوو 

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د جمعې په ورځ مارچ دریمه (کب ۱۲) د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو د مجلس د یو غړي د اندیښنې په ځواب کې وویل، چې متحده ایالات له طالبانو سره د هغوی د ژمنو په هکله حساب کتاب کوي.

03.03.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

03.03.2023 امریکا غږ

بیلاروس د نوبل جایزې ګټونکی "الس بیالیاتسکی" په ۱۰ کاله بند محکوم کړ 

بیلاروس د جمعې په ورځ مارچ دریمه (کب ۱۲) د نوبل جایزې ګټونکي او د پخواني شوروي اتحاد په دې استبدادي هیواد کې د بشري حقونو د تر ټولو نامتو ډلې بنسټ ایښودونکي الس بیالیاتسکي په ۱۰ کاله بند محکوم کړ.

03.03.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

03.03.2023 امریکا غږ

د نوبل امن جايزه ګټونکی په بيلاروس کې لس کاله قيد کړل شو

واشنګټن- د بيلاروس وګړی او د نوبل امن جايزه ګټونکی ايلېس بيالياټسکي ته د جمعې په ورځ د بيلا روس يو عدالت لس کاله قيد سزه اورولې ده. ‎په جينوا کې د متحده قامونو د بشري حقونو دفتر د بيلا روس په صدر ايلېکسزينډر لوکاشنيکوف غږ کړی چې د بيالياټسکي خلاف لګېدلي جرمونه بيرته واخلي او هغه دې زر تر زره ازاد کړل شي. بيالياټسکي په بيلا روس کې د پېژندل شوي بشري حقونو د ډلې ويانسه بنياد ايښودونکی فعال دی چا چې هغه احتجاج کوونکو ته قانوني او مالي مرستې ورکړي چې په بيلا روس کې يې په کال 2020 کې د متنازعه انتخابونو نتيجې نه منلې چې يو ځل بيا يې د دغه هېواد مظبوط سياسي شخصيت ايلېکسينډر اقتدار ته راوستلی دی. ايلېکسينډر د ديرشو کالو نه په دغه څوکۍ ناست دی. ايلېکسينډر لوکاشېنکو د روس د صدر وېلاډيمير پوټين په دوامداره توګه ملګرتيا کړې او اکثر خلک يې د يورپ په اخري ډېکټيټر يادوي. بيالياټسکي ويلي هغه ته په سياسي بنيادونو سزا ورکول کيږي. ياد تن تېر کال د روس او اوکرين د امن د پاره کارونکو دوو نورو تنانو سره په شريکه د نوبل امن جايزه ګټلې ده. د بيالياټسکي د تنظيم په دوو نورو تنانو هم مقدمې روانې دي او امکان څرګنديږي چې دواړه ته به د اوږدې مودې د قيد سزاګانې ورکړل شي. د متحده قامونو د دفتر وياند جېرمي لارنس وايي د مقدمو د طريقه کار په اړه ډېر انديښمن دی. جېرمي وايي “دا درې واړه د هغې سلګونو خلکو د جملې نه دي چې کله په کال 2020 کې يې د حکومت خلاف احتجاجونه کړي وو او حکومت پرې زور زياتی کړی و”.

03.03.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

03.03.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: طالبانو د ښځو له حقونو سرغړونه یو عام کار ګرځولی دی

واشنګټن ــــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر هغه رپوټ هراړخیز خو "تباه کوونکی" بللی دی، چې هغه پکې ویلي، طالبانو په افغانستان کې په منظمه توګه د ښځو د حقونو سرغړونه عام کار ګرځولی دی. د ایچ آر ډبلیو د اېشیا څانګې مشرې پېټریشا ګوسمن او څېړونکې فریشتې عباسي د مارچ پر دویمه پخپل ګډ رپوټ کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټ ریچرډ بېنټ پخپل هراړخیز رپوټ کې د ښځو خلاف د طالبانو د پراخو او سنګینو سرغړونو ذکر کړی دی. ریچرډ بېنټ خپل دغه رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته سپارلی دی چې پکې هغه په تېرو میاشتو کې افغانستان ته د طالبانو په واکمنۍ کې د خپل دویم سفر په مهال د سترګو لیدلی حال او د طالبانو له چارواکو، خبریالانو، د مدني او ښځو د حقونو له فعالانو سره د خبرو په بنیاد معلومات شامل کړي دي. ریچرډ بېنټ پر دې "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې چې وایي له افغانو ښځو او نجونو سره جنسي تېري او د جنسیت په بنیاد زیاتېدونکی تشدد په معافیت سره پېښېږي، خو اغېزمن کسان ډېر لږ له داسې پېښو د خلاسون لپاره د خلکو ملاتړ لري: د ښاغلي بېنټ په رپوټ کې ویل شوي چې ده پخپل وروستي سفر کې د یوې پېغلې نجلۍ په اړه واوریدل چې "په رڼا ورځ د حاکمو چارواکو له خوا بې له کوم دلیله بېول شوې، زنابالجبر ورسره شوې او بېرته خپلې کورنۍ ته وروړل شوې وه". وایي هغې نجلۍ وروسته ځان وژلی وو او د ده په وینا دا کېدای شي "د هغه داغ" له کبله وي چې د جنسي تاوتریخوالي قرباني شوې ښځې او نجونې په ټولنه کې ورسره مخ وي. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت پر یوه مخکیني ویاند قاري سعید خوستي هم د الهې دلاورزۍ په نوم نجلۍ تور پورې کړی وو، چې په زور یې واده کړې او په جنسي توګه یې ځورولې وه، خو هغه دا تورونه رد کړي وو. د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر په خپل رپوټ کې لیکلي، "د دې پر ځای چې [د طالبانو] چارواکي د ښځو خلاف د توپیري چلند د ختمولو لپاره ګامونه واخلي، بلکې هغوی یې عاموي. ښاغلی بېنټ وایي په افغانستان کې ښځو ورته وویل: "ورځ په ورځ حالات خرابېږي، موږ ځانونه خوندي نه محسوسوو او موږ داسې محسوسوو چې په هدف یو". د بشري حقونو د څار اداره د د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر هغه خبره را اخیستې چې هغه پخپل رپوټ کې وایي د ښځو او نجونو له بنیادي بشري حقونو د توپیري چلند په بنیاد انکار "جنسیتي ځورونه" کېدای شي، چې وایي دا د انسانیت خلاف جرم دی. ریچرډ بېنټ پخپل رپوټ کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان انځور وړاندې کړی چې وایي اوس "د نظر د توپیر لپاره ډېر لږ خو د اختلاف لپاره بېخي زغم پکې نه شته"، وایي خبریالان په زیاتېدونکې توګه له څار، ډار، تشدد او بند له سره مخ دي: "په مجموعي توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه دا خطر زیاتوي چې هغوی په ټولنه کې له تشدد او ناوړه چلند سره مخامخ شي او دا به د دوی پر بدني او ذهني روغتیا ډېرې بدې اغېزې ولري". ریچرډ بېنټ د خپل رپوټ په پیل کې د طالبانو له مختلفو وزیرانو سره د لیدو ذکر هم کړی او وایي هغوی ورته وویل چې د نجونو د ثانوي تعلیم بیرته پیلولو لپاره یې هلې ځلې روانې دي، خو وایي په دسمبر کې د نجونو د پوهنتونونو بندول یې له دې خبرې سره په ټکر کې ده: "طالبان دعوه کوي چې دا بندیزونه لنډمهاله دي او د نظریاتي خنډونو پر ځای لوجیسټکي چارې بهانه کوي، خو په حقیقت کې د ښځو په وړاندې نورې دروازې هم بندېږي او د بهانو دا لړۍ او د حقونو عملي انکار د دوی د 1990مو کلونو تصویر وړاندې کوي". طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر دې تفصیلي رپوټ ته لا څه رسمي جواب نه دی ویلی او دوی معمولاً د ښځو له حقونو د سرغړونې په اړه نړیوالو اندېښنو او رپوټونو ته جواب نه وایي، خو ویاندویان یې وخت په وخت رسنیو ته وایي چې د ښځو په ګډون یې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي.

03.03.2023 ډیوه

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

03.03.2023 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

03.03.2023 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.

03.03.2023 امریکا غږ

د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې له لوري پر طالبانو د سخت بنديز غوښتنه وشوه

د امريکا د استازو جرګې له لوري پر طالبانو د سخت بنديز غوښتنه یو شمېر افغان محصلانې له نړیوالې ټولنې غواړي چې، د افغان نجونو او ښځو د ځپلو او د دوی پر زده‌کړو د بندیز له امله دې پر طالبانو سخت فشار راولي، څو د نوي تعلیمي او تحصیلي کال له پیل سره په افغانستان کې د دوی زده‌کړو ته زمینه برابره کړي. د بدخشان پوهنتون محصله او مدني فعاله مریم رسولي ازادي راډیو ته وايي: "نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي او دا ډله باید هغه ډول چې، دوی په موږ ظلم کوي او موږ یې له زده‌کړو محرومه کړي یوو، نړیوالو بشري بنسټونو ته معرفي کړي. هر څه ژر د دوی د مجازاتو غوښتونکي یوو. زموږ غوښتنه دا ده چې په پسرلي کې دې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي." دا افغان محصله داسې مهال دا خبره کوي چې د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس ویلي، هېواد یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې ماتې خوړلې او ویلي یې دي، دا ډېره کوچنۍ مسله ده چې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په برخه کې یوازې د طالبانو په ۸ غړو د ویزې محدودیت وضع شوی دی. مایک مک‌کال د پنج‌شنبې په ورځ په یوه لیک کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته یې لېږلی په طالبانو د سخت بندیزونو د نه لګولو له امله سخته نیوکه کړې او غوښتنه یې کړې، څو د ده په خبره، د طالبانو پر وړاندې له دې امله چې افغان نجونو او ښځو سره غیرانساني چلند کوي، سخت عمل وکړي.   د ښاغلي مک‌کال په خپل لیک کې چې، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په ویب‌پاڼه خپور شوی لیکلي، د طالبانو پر وړاندې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په برخه کې دې ډلې ته د امریکا متحده‌‌ایالاتو خاموشي وحشتناکه او ناکافي ده. هغه په دې لیک کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ځپلو، له زده‌کړو او کار یې د مخنیوي او د بشري حقونو د فعالانو نیولو ته په اشارې لیکلي: "له ټولو ډېر اندېښمنونکي همدا د ویزو د محدودیت تحریم دی چې یوازې د طالبانو د وحشتناکه کړنو پر وړاندې د جمهور رئیس بایډن له ژمنو سره سره لګول کېږي." په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوه فعاله نایره کوهستانۍ وايي، په طالبانو د امریکا اوسني فشارونه بسنه نه‌کوي او متحده‌ایالات باید د قدرت او عمل له لارې د همه‌شموله حکومت د جوړېدو لپاره د خبرو زمینه برابره کړي. د نایرې په خبره، ډېر وخت ضایع شوی او لږ فرصت شته چې په افغانستان کې دننه خلک د یوه بدلون شاهدان و اوسي. نوموړې وايي: "که امریکا، جوبایډن یا هم امریکايي ډیپلوماټان خپل ځان مسوول ګڼي او که غواړي چې واقعا یو عملي کار وشي، یو داسې عمل دې وکړي چې د افغانانو لپاره اغېزمن وي. دا ډول فشارونه پایله نه‌لري، موږ ډېر څه غواړو. د بېلګې په توګه یو ټول‌ګډونه حکومت، داسې حکومت چې د اساسي قانون پر بنسټ جوړ شي." طالبانو تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې یې تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي. د امریکا حکومتي چارواکو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر لیک ته د ځواب په توګه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې تل ویلي چې له افغان نجونو او ښځو سره ولاړ دي او له طالبانو یې غوښتي چې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو عمل وکړي.

03.03.2023 ازادي راډیو

د امریکا او جرمني مشران له اوکراین څخه د لا زیات ملاتړ لپاره په سپینه ماڼۍ کې خبرې کوي 

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ مارچ دریمه (کب ۱۳) په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولتز سره وګوري. له اوکراین څخه د ملاتړ دوام او د نړۍ د امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو دوام د دواړو هېوادونو د مشرانو د بحث له مهمو موضوعاتو څخه دي.

03.03.2023 امریکا غږ

هرنايي: د سکرو په کان کې چاودنه شوې، شپږ مزدوران پکې مړه شوي

د پاکستان د بلوچستان صوبې د هرنايي ضلعې په شاهرګه سيمه کې د سکرو په يو کان کې پرون د ګېس چاودنه شوې، د هرنايي د ډي دفتر وايي د کان په پېښه کې شپږ مزدوران مړه شوي دي.

03.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more