ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې په وړومبي ځل د ډیجیټل سرشمېرنې اؤ کورشمېرنې عمل نن پیل کیږي

ټاکل شوې ده په ګرد پاکستان کې نن د وړومبي مارچ نه د ډیجیټېل یا کمپیوټري کورشمېرنې او سرشمېرنې عمل پیل شي چې تر یوې میاشتې به دوام ومومي. دپاکستان دشمېرنې دادارې له مخې دکور شمیرنې اؤ سرشمېرنې ټول ریکارډ اؤ اندراج به د روزانه په اساس دخودکاره نظام له لارې خوندي کولی شي اؤ کورونو ته ورتلونکې دشمیرنې مامورین به پخپلو ټابلټونو کې دسافټ وییر له لارې دپوښتنو ځوابونه لیکي. د پاکستان د تاریخ ددې وړومبۍ ډیجیټل سرشمیرنې په مهال به کورونو ته ورتلونکي مامورین دخلکو نه هیڅ رقم دستاویزات یا کارډونه نه غواړي اؤ دشمېرنې اداره وایي کومو بهرنیو وګړو سره چې دپېژندګلو کاغذ یا کارډ نه وي هغوي به په جلا توګه شمېرلی شي. په دې سرشمیرنه کې به په وړومبي ځل دمعذوره وګړو دمعذورۍ دڅرنګوالي اؤ دنرښځيانو په اړه هم معلومات راغونډولی شي اؤ دا هم معلومولی شي چې دهغوئ امدن یا ګټه وټه څومره ده. د قامي ادارې د معلوماتو ترمخه د اوومې کورشمېرنې او سرشمېرنې عمل به د مارچ تر اخېره پورې سرته ورسېږي او په دې عمل کې برخه اخستونکي ټیمونه به راټولې کړی شوې شمېرې د اپرېل اولنۍ نېټې نه قامي ادارې ته رپورټ کول پېل کړي. تېره اوونۍ د بلوچستان نه د کورشمېرنې او سرشمېرنې د ټیم یو غړي میر احمد د وي او ای ډیوه پروګرام «لویه پښتونخوا» کې وویل، دوی ته تربیت ورکړی شوی او په لومړي پړاو کې به د مارچ اولنۍ نېټې نه د مارچ تر دریمې نیېټې پورې د کور شمېرنې او په دویم پړاو کې به د څلورم مارچ نه تر 15م مارچ پورې بیا د سر شمېرنې عمل سر ته ورسوي. میراحمد چې په سکول کې استاذ دی ډیوه ته وویل، دوی ته کمپیوټر یا ټېبلیټس ورکړی شوي دي چې پکې هغه فارمونه اچول شوې چې پکې به د هرې کورنۍ د مشر نه 22 پوښتنې کېږي. هغه وویل د کورشمېرنې په فارم کې به د یو کور د قانوني حیثیت او په دې کې دننه د کمرو، غسل خانو، بجلۍ، اوبو او د ګیس د اسانتیاوو تر څنګ د نورو ضروري شیانو په اړه معلومات را ټولېږي. دغه شان به د سرشمېرنې په فارم کې د یوې کورنۍ د مشر، د هغه د بچو، تعلیم، کار روزګار او نورو بنیادي ضرورتونو په اړه معلومات اخستل کېږي. د مطبوعاتو او د سیاسي چارو کارپوه قریش خټک وي او ای ډیوه ته ویلي چې د مطلوبه شمېرو په بنیاد حکومت د یوې علاقې د پاره د مرکزي وسیلو تقسیم او د پرمختیا د منصوبو تعین کوي: "دا معلومول غواړي چې یوه کورنی څومره او څه رنګه ضرورتونه لري چې د هغې لپاره حکومت مالي انتظام وکړي او ورسره د رتلونکو کلونو د پاره اهداف وټاکي". د قامي ادارې د شمېرو ترمخه د کورونو او خاندنونو د شمېرو راغونډولو د پاره د هېواد په 628 تحصیلونو کې یو لک او 85 زره بلاکونه جوړ کړی شوي دي او د بلوچستان د سرشمېرنو د ټیم غړي میر احمد ډیوه ته وویل چې په یو بلاک کې له 200 نه واخله تر 250 پورې کورونه شامل وي. د قامي ادارې تر مخه د شمېرو راغونډولو د پاره یو لک 26 زره تربیه شوي کسان ګومارل شوي دي.

01.03.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: افغانستان به په 2023م کال کې د نړۍ ستر بشري ناورین وي

واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړو په تازه غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو پر سرغړونه اندېښنه ښکاره کړې ده، بل لور ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي په افغانستان کې به سږ کال هم د نړۍ "ستر بشري بحران وي". د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو سمبالوونکي رمیز الکباروف د نهې- سه شنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان 28 میلینه خلک د ژوندي پاتېدو لپاره مرستو ته اړ دي. ښاغلي الکباروف له کابله د ویډیو لینک له لارې وویل: "په ترکي او شام کې له وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې سره سره به افغانستان په 2023م کال کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین وي". ملګرو ملتونو او متحدینو یې د روان کال دپاره له افغانانو سره د مرستې لپاره له نړۍ څخه د 4.6 اربه ډالرو غوښتنه کړې ده. ښاغلي الکباروف وویل، په افغانستان کې په تېر یونیم کال کې مجموعي کورني پیدوار  یا جي ډي پي تر 35 فیصده پورې را کم شوى، د بنیادي خوراکي شیانو بيې 30 زیاتې شوې او بې روزګاري 40 فیصده زیاته شوې ده، چې وایي د بې روزګاره شویو کسانو شمېر اووه لکه ته رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو مرسته کوونکو ادارو په دې باوجود په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره کار ته دوام ورکړی چې هغوی تر شپږم ټولګي پورته په سکولونو او پوهنتونونو کې د نجونو تعلیم ځنډولی او ښځې یې له کورنیو او نړیوالو غیرسرکاري ادارو له کار کولو منع کړې دي. د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رمیز الکباروف په دې اړه وویل، ملګري ملتونه د افغانو نجونو او ښځو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکوي او وایي د نجونو د بندو سکولونو د بیا پرانیستلو په اړه یې د طالبانو له چارواکو سره په هره کچه خبرې روانې دي: "په خواشینۍ سره وایم چې تر نن ورځې مو د نجونو د ځنډېدلي‌ تعلیم په برخه کې کوم خبر یا هڅوونکی پرمختګ نه دی لیدلی. موږ ښه خبر یو چې له بده مرغه سکولونه لا تړلي دي او د دې بندیز یو کال کېږي، خو هیله مو دا ده چې دا بندیز به ختم شي". بل لور ته د فرورۍ پر 27مه او 28مه په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه په 52مه غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو پر افغانو ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د سعودي عرب د بشري حقونو د کمیشن مشرې هلا بنت مزیاد التویجري وویل، هېواد یې د طالبانو له حکومته غوښتي خپلې هغه پرېکړې دې بیرته واخلي چې ښځې د پوهنتون له تعلیم را ګرځوي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک په غونډه کې د خبره په وخت سکولونو ته د افغانو نجونو پر تګ او پر ښځو د طالبانو پر بندیزونو کلکې نیوکې وکړې. مېرمن بیرباک وویل، د ښځو حقونه یواځې بشري حقونه نه بلکې دا په ټولنه کې د بشري حقونو د حالت ښکارندویي هم کوي، وایي لکه په افغانستان کې چې طالبانو ښځې د ولسي ژوند له ټولو برخو په زوره ایستلې دي: "نړیواله ټولنه باید [په افغانستان کې] د مرستو د پروګرامونو په اړه په همږغۍ سره یو ګډ دریځ ولري او دا خبره روښانه کړي چې ښځې د دغو مرستو [په وېشلو کې] مهم رول لري، که نه وي نو دا به ښځو او ماشومانو ته ونه رسیږي". له سعودي او جرمني پرته د انډونیشیا، بلجیم، فرانس، لیکټنسټاین، یونان، ترکي، اسټریا او یورپي اتحاد استازو هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په دوه ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو خصوصاً پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او د دې حالت د بدلون غوښتنه یې وکړه. طالبانو د ملګرو ملتونو دې تازه غونډې ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د بشري حقونو د سرغړونو رپوټونه رد کړي دي او ویلي یې دي‌ چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو په ګډون هر چاته خپل حقونه ورکړي دي.

01.03.2023 ډیوه

پاکستان د پټرولو بیې را وغورځولې

دپاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار د نهې- سه شنبې په ماسخوتن د پټرولو د یو لیټر بیه کې د پینځوؤ اؤ خاورو دتیلو بیه کې د 15 روپو د کمي اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي چې د ډیزلو نرخ به په خپل ځائ وي. په ټولنیزه رسنۍ ټویټر دښاغلي ډار لخوا د شوي اعلان له مخې دلایټ ډیزلو بیه هم په یو لیټر کې 12 روپۍ راغورځول شوې ده. دخزانې وزیر سپیناوی کړی دی چې دتېلو بیو کې به دا کمی د راتلونکو دوؤ اوونیو یا پینځلسو ورځو لپاره وي. دتېلو نرخونو کې له دې کمي وروسته پاکستان کې دا مهال دیو لیټر پټرولو بیه267 روپو،دلایټ ډیزلو بیه 184 روپو اؤ68 پیسو اؤ دخاورو دتېلو بیه 187 روپو اؤ73 پیسو ته راغورځېدلې اؤ د ډيزل بیه هم280 پخپل ځاي ولاړه ده. تر دې وړاندې دتېرې فرورۍ میاشتې په 16مه نېټه دپاکستان حکومت دیو لیټر پټرولو نرخ کې 22 روپو اؤ20 پیسو اؤ د ډیزلو نرخ کې 17 روپو اؤ 20 پیسو داضافې اعلان کړی ؤ. حکومت د تېلو نرخ کې دغه اضافه د روپۍ د غورځېدلي ارزښت په اساس کړې وه. همدا شان دتېرې فرورۍ په وړومبۍ نیټه هم حکومت دپټرولو اؤ ډيز نرخونه په یو لیټر کې 35 روپۍ خېژولي وؤ اؤ خاورو تېلو اؤ لایټ ډیزلو په یو لیټر کې یې 18 روپۍ اضافه کړې وه. په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د روسیې نه په ارزان نرخ دپټرولو اخستو هڅې کوي. د تیر نومبر په میاشت کې د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي وو هېواد یې په داسې حال کې له روس څخه په رعایتي نرخونو د تېلو په اخستو غور کوي، چې ګاونډي هیواد هند له ماسکو څخه تېل اخلي او اسلام اباد هم حق لري چې په دې برخه کې هڅې وکړي. څيړونکي وايي پاکستان که د روس نه په ډالرو تېل اخلي د مشکل سره مخ کېدی شي خو که دغه معاهده په روبل کې وي بيا د پاکستان په ګټه دی. تېلو دڅانګې لپاره دپاکستان دمملکت وزیر مصدق ملک پروسږکال د دسمبر میاشت کې دماسکو په سفر هم تللی ؤ اؤ د روسي چارواکو سره یې د تېلو او ګازو د ترلاسه کولو په ګډون پر نورو مسایلو خبرې کړې وې. مصدق ملک وویل وروسته مطبوعاتو ته ویلي وؤ "روس پریکړه کړې چې موږ ته به خام تیل په نړۍ کې د ورکړل شوي رعایت سره مساوي یا تر دې هم په لوړ رعایت راکوي" هغه زیاته کړې وه د خامو تېلو تر څنګ به روسیه پاکستان ته په ټیټه بیه پټرول او ډیزل هم ورکوي.

01.03.2023 ډیوه

د ایټلي په ډوبه شوې کښتۍ کې د 80 افغانانو او دوو پاکستانیانو مړینه تایید شوې ده

واشنګټن ــــ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو تایید کړې ده چې په ایټلي کې په ډوبه شوې کښتۍ کې تقریباً 80 افغانان او دوه پاکستانیان مړه شوي، خو ډېر کسان ژغورل شوي او ځینې لا هم ورک دي. دا پېښه د فرورۍ پر 26مه شوې وه او کښتۍ هغه وخت ډوبه شوې وه چې د ایټلي په جنوبي سیمه کروټون کې یې د درېدو هڅه کوله. د رپوټونو له مخې تقریباً دوه سوه کسان په کښتۍ کې سپاره وو او ډوب شوي وو. د ایټلي ساحل ساتونکو ځواکونو 80 تنه ژغورلي او د نورو ډوبو شوو کسانو د لټون کار لا روان دی. په دې کښتۍ کې سپاره تقریباً 80 فیصده افغانان وو، شاوخوا 20 پاکستانیان او نور د ایران او سومالیا اوسېدونکي وو. د ایټلي چارواکو تر اوسه په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون د 63 کسانو مړینه منلې ده او ویره څرګندېږي چې کېدای شي د ماشومانو او ښځو په ګډون د مړیو شمېر 100 یا تر دې هم زیات شي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ په یو بیان کې خواشیني ښکاره کړې چې وایي "د ايټلي په سوېلي سمندرګي کې تر شاوخوا 80 تنو پورې" مړه شوي کسان افغانان دي او د دوی له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده. بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د کښتۍ په پېښه کې په لسګونو پاکستاني وګړي هم ډوب شوي وو چې وایي د دوو کسانو یوې ځوانې ښځې او ځوان سړي مړینه تایید شوې او تر اوسه پورې 17 کسان ژغورل شوي دي. وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، چې په ایټلي کې د پاکستان سفارت په دې برخه کې مرسته کوي او چارواکو یې له ژوندي پاته کسانو سره د لیدو تر څنګ د ایټلي له چارواکو سره هم په تماس کې دي: "په ډېرې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د ایټلي په ساحلونو کې د کښتۍ د ډوبېدو په غمجنه پېښه کې دوو پاکستانیانو هم خپل ژوند بایللی او کورنیو یې پېژندلي دي". د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقار بلخي پر ټویټر لیکلي چې په مړو شویو افغان کډوال کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې له ترکي ایټالیا ته د سمندر له لارې د لرګي په کښتۍ کې روان وو. بلخي لیکلي: "[اسلامي امارت] ټولو هیوادوالو ته یو ځل بیا سپارښتنه کوي چې بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقي، ناقانونه او ناسمو لارو د تګ راتګ څخه ډډه وکړي". د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالو مرسته کوونکو ادارو خصوصاً د سره صلیب یا ریډ کراس پر نړیوالي ادارې باندې ږغ کړی چې د ایټلي په سوېلي سمندر کې د ډوبو شویو افغانانو د مړیو په پیدا کولو او افغانستان ته په لېږدولو کې د انسانيت په بنیاد خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي. دا په دوو اوونیو کې دویمه لویه پېښه ده چې په لسګونو افغانان پکې مړه کېږي. د فرورۍ پر 18مه هم په بلغاریا هېواد کې په یوه کنټینر لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون 18 افغانان د لوږې، سالنډۍ او د اکسیجن د نشتوالي‌ له کبله مړه شوي او 34 ژوندي موندل شوي وو. رپوټونو وایي په 2022م کې تر یو لک پینځه زره زیات کډوال ایټلي ته د سمندر له لارې رسېدلي وو چې وایي اکثره یې د افریقې، منځني ختیځ او د جنوبي اېشیا د هېوادونو وو. ایټلي د یورپي اتحاد له نورو هیوادونو غوښتي چې را وړاندې شي او ځینې هغه کډوال ومني چې نه غواړي په ایټلي کې پاته شي او هڅه کوي چې د کار موندلو یا د کورنۍ له غړو سره د یو ځای کېدو لپاره د یورپ نورو هېوادونو ته لاړ شي.

28.02.2023 ډیوه

پېنټاګان: ایران له روس سره د اتحاد له کبله یو "نړیوال چېلنج" دی

واشنګټن ـــــ امریکا او اتحادیان یې له ایران سره د یو نړیوال خطر په توګه چلند کوي او خبرداری یې ورکړی چې له روس سره د زیاتېدونکي اتحاد او د اوکراین په جګړه کې همکاري یې دا معنا لري چې د تهران ناارامه کوونکي فعالیتونه به تر پخوا د ډېر خطر سبب شي. د منځني ختیځ لپاره د امریکې د دفاع وزارت مرستیالې ډپټي سیکرټرې ډانا سټرول د سه شنبې- نهې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل: "اوس موږ په یو داسې مرحله کې یو چې د ایران خطرونه نور یواځې تر منځني ختیځ پورې محدود نه دي، بلکې اوس یو نړیوال چېلنج دی". ایران د امریکې د دفاع وزارت د مرستیالې دې تازه تورونو ته لا څه جواب نه دی ویلی. مېرمن سټرول د تهران او ماسکو تر منځ د پوځي همکاریو زیاتوالي په ځانګړې توګه روسي ځواکونو ته د ایران له خوا د یواړخیزه ډرون الوتکو برابرولو ته اشاره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د ناوړه همکارۍ د مخنیوي لپاره دې نړیوال اتحاد جوړ شي: "دا تمه کول مناسبه ده چې ایرانیان په اوکراین کې کومه حکمت عملي، تکنیکونه او تګلارې زده کوي او بشپړوي یې دا به یوه ورځ په منځني ختیځ کې زموږ همکارانو ته راځي، ځکه خو موږ اوس همکاري کوو، استخباراتي معلومات سره شریکوو او په دغو نیټورکونو ځان پوهوو او خپلې ګډې دفاعي وړتیاوې زیاتوو چې په سیمه کې د دغو خطرونو مخنیوي ته تیار و اوسو". مېرمن ډانا سټرول د امریکې وروستۍ اعلی چارواکې ده چې له روس سره د ایران د اتحاد په اړه خبرداری ورکوي. د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ د سي ای اې مشر ویلیم برنز هم د ماسکو او تهران زیاتېدونکې اړیکې "پرېشانوونکې" بللې وې. ښاغلي برنز له سي بي ایس سره په مرکه کې ویلي وو، "دا اوس په ډېرې تېزۍ سره په ډېر خطرناک اړخ باندې حرکت کوي": "موږ خبر یو چې ایرانیانو مخکې لا روس ته په سلګونو وسلوالې ډرون الوتکې ورکړې دي، موږ پوهېږو چې دوی د توپونو او ټېنکونو لپاره ګوله بارود هم ورکړي دي." د سي ای اې مشر ویلیم برنز ویلي وو، داسې نخښې نښانې شته چې کېدای شي ماسکو ایران ته د روس جوړې شوې جنګي الوتکې ورکړي، وایي ممکنه ده روس له تهران سره د خپل بېلسټیک مزایلو په پروګرام کې مرسته وکړي. خو ایران دا تورونه ردوي چې ګواکې روس ته یې ډرون الوتکې په اوکراین د ماسکو تر یرغل وروسته ورکړې دي. تهران د تېر کال په نومبر کې منلې وه چې ډرون الوتکې یې روس ته تر جګړې مخکې ورکړې وې. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت "د ترهګرۍ په اړه د 2021م کال په رپوټونو" کې ایران د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په سر کې بللی وو، چې وایي په ټوله نړۍ کې له ترهګرۍ او نورو غیرقانوني فعالیتونو سره مرسته کوي.

28.02.2023 ډیوه

افغانستان کې د داعش شاوخوا ۳۰۰۰ جنګیالي فعال دي- امریکا

د طالبانو حکومت د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب اتمه) وویل چې په کابل ښار کې یې د اسلامي دولت (داعش) ډلې پر یو پټنځای باندې د عملیاتو په ترڅ کې ددغې ډلې دوه لوړپوړي قومندانان وژلي دي.

28.02.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

28.02.2023 امریکا غږ

د بایډن اداره غواړي منځنۍ اسیا کې پرمختیایي پروګرامونو ته ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې د تیر سپتمبر په میاشت کې "په مرکزي آسیا کې د اقتصادي بیارغونې نوښت (ERICEN) " پیل کړ چې په اوکراین باندې د روسیې د نظامي برید په پایله کې په مرکزي آسیا کې د بدلون وړ اقتصادي وده ګړندۍ کړي.

28.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

28.02.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

28.02.2023 امریکا غږ

امریکا او کاناډا له حکومتي‌ وسایلو څخه ټېک ټاک لېرې کوي

واشنګټن – کاناډا او امریکا د ګل یا دوشنبې په ورځ په حکومتي وسایلو کې ټېک ټاک باندې بندیز ولګاوه. سپینې ماڼۍ حکومتي ادارو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی چې د ټولنیزو رسنیو مشهور اپلېکشن ټېک ټاک بند کړي. په ټېک ټاک دغه بندیز په ډیسمبر کې په کانګرس کې تصویب شوی و. خو د امریکا له دغه ګام څخه پولیس،‌ ملي امنیت او څېړنیز موخې د باندې دي. د امریکا د حکومت د معلوماتي امنیت چارواکي کرېس ډیروشا ویلي، "دا لارښونه زمونږ د ډیجېټلي بنسټونو د امنیت او زمونږ د امریکایانو د امنیت او محرمیت د ساتلو به برخه کې د ادارې د تل پاتې ژمنو دوام دی." په ټېک ټاک باندې چې د چین د بایټ ډانس کمپنۍ اپ دی، د لویدیځو حکومتونو لخوا اندېښنې څرګندې شوې چې کېدای شي دغه اپلېکشن د چین پلوو نظریو د خپرېدو لپاره وکارول شي. دغې کمپنۍ یادې اندېښنې رد کړي او دغه بندیزونه یې سیاسي نمایش بللی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې امریکا "د ملي امنیت مسله ډېره راکاږي او له حکومتي توان څخه د نورو کمپنیو د ځپلو لپاره کار اخلي." جمهوري غوښتونکي به د استازو په جرګه کې دغه بېل ولسمشر جو بایډن ته واستوي تر څو په ټول هېواد کې په ټېک ټاک باندې بندیز ولګوي. په کاناډا کې لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې په حکومتي وسایلو کې د ټېک ټاک بندیز زیاتو خلکو ته یو سېګنال رسوي. ټروډو وویل، "زه ګومان کوم چې د حکومت لخوا له ټولو دولتي مامورینو څخه دا غوښتنه چې نور به ټېک ټاک نه کاروي، کېدای شي له سوداګرۍ څخه تر شخصي ژوند پورې زیات کاناډایان هم دې ته وهڅوي چې خپل انتخاب وکړي." د اروپا کمېشن او د اروپايي ټولنې شورا هم تېره اونۍ د خپلو کارکونکو په ټیلیفونونو کې په ټېک ټاک باندې بندیز لګولی و.

28.02.2023 ډیوه

متحده ایالاتو، کاناډا او اروپایي ټولنې په دولتي وسایلو کې د ټیک ټاک کارول بند کړل 

د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب ۸) سپینې ماڼۍ د متحده ایالاتو فدرالي ادارو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړ چې د ټولو دولتي وسایلو څخه د ټیک ټاک اپلیکیشن لیرې کړي.

28.02.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

28.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

28.02.2023 امریکا غږ

ستولټنبرګ: اوکراین به د ناټو غړی شي، خو په اوږدمهال کې

د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرګ د فبرورۍ په ۲۸مه (کب ۹) وویل چې اوکراین به په اوږد مهال کې د دې تړون غړی شي، خو ټینګار یې وکړ چې د اوس لپاره به اوکراین د یو خپلواک هېواد په توګه له روسیې سره جګړه وکړي.

28.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more