مسکو: د اوکراین د جګړې په اړه د چین د سولې پلان ته شرایط برابر ندي
مسکو نن د فبرورۍ په ۲۷مه (کب ۸) د اوکراین د جګړې د سیاسي حل لپاره د چین د پلان ستاینه وکړه، خو وویل چې اوسمهال شرایط د دې لپاره مناسب نه دي.
طالبان وايي شارژدافیر یې په تهران کې کار پیل کړ
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه وزارت له خوا ګومارل شوي یو دیپلومات د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب اتمه) په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د شارژدافیر په توګه کار پیل کړ.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
په ترکیه کې په تازه زلزلې کې څه دپاسه ۱۰۰ تنه ټپیان شوي
یوې نسبتاً زورورې زلزلې د فبرورۍ په ۲۷ (کب ۸) د ترکیې سویل ختیځ ولړزاوه چې په کې یو کس مړ او ۱۱۰ نور ټپیان شول.
ای پي: ایراني چارواکو په تهران کې افغانستان سفارت طالبانو ته ورکړو
ای پي وايي ایراني مامورینو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په تهران کې د افغانستان سفارتخانه طالبانو ته ورکړه. د دې نه مخکې به د افغان سفارت چارې د پخواني امریکې پلوه افغان حکومت د عملې په لاسو کې وې
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
فرانسه: د فلسطیني ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ ندی
فرانسې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب ۸) په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د میشتو اسرائیليانو برید وغنده او وویل چې "د فلسطیني ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی".
جاپان له امریکا ۴۰۰ کروز توغندي پیري
د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب ۸) وویل چې هېواد یې د چین او نورو ګواښونو په وړاندې د خپلې دفاع د پیاوړتیا دپاره له متحده ایالاتو څخه ۴۰۰ ټاماهاک کروز توغندي پیري
وزيرستان: په نښته کې دوه پوځيان او دوه ترهګر وژل شوي، په ماين چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی
د خېبرپښتونخوا په شمالي او کوز جنوبي وزيرستان کې په دوه بېلابيلو پېښو کې دوه پوځيان وژل شوي، پوځ د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده او په یوه ماين چاودنه کې يو تنکی ماشوم وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
اوکراین اېف شپاړس جنګي جهازونه غوښتلي، امریکا وايي لا يې وخت نه دی
تېر کال د فېبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین د روس د یرغل شروع کېدو نه پس فېن لېنډ او سویډن په نېټو کې د شاملېدو دپاره خواستونه وکړل. د اتحاد ټول غړي ملکونه به د دغه خواستونو منظوري ورکوي
بلوچستان: په وسله وال بريد کې د سکرو د کان څلور مزدوران په ډزو وژل شوي
د پاکستان د بلوچستان صوبې د هرنايي ضلعې د چارواکو په وينا، تيره شپه په خوست سيمه کې نامعلومه وسله والو د سکرو/کولې د کان څلور مزدوران په ډزو وژلي او يو ژوبل کړی، چې تعلق یې د خېبرپښتونخوا د سوات، بره دير او بلوچستان صوبې د مسلم باغ سيمو سره دی.
د پاکستان يو پخوانی پوځي جنرل د ادارو پرضد د بغاوت د پارولو په تور نيول شوی
د پاکستان د پوځ يو پخوانی لفټننټ جنرل امجد شعېب د اسلام اباد پوليسو د ادارو پرضد د بغاوت راپارولو په تور نيولی، عدالت ته یې وړاندې کړی او عدالت بيا پوليسو ته په بدني ريمانډ ورکړی دی.
يو شمېر کورنۍ: د نوي کال په پيل سره دې طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي
په داسې حال کې چې د یو بل نوي تعلیمي کال پیل ته نږدې شل ورځې پاتې دي، لا هم په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د پیلېدو په اړه د طالبانو حکومت څرګند دریځ نهلري. د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو پیل ته اجازه ورکول کېږي کنه؟ هغه پوښتنه ده چې نن سبا د زیات شمېر افغان نجونو زدهکوونکو او د دوی د کورنیو په خوله ده. د پلازمېنې کابل اوسېدونکې زرمینه چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل مخکې د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه وايي، که څه هم فکر نهکوي چې طالبان دې سږ کال د دوی لپاره زېری ولري خو لا هم ناهیلې شوې نهده. نوموړې وايي: "یو کال د نجونو ضایع شو اوس افغان نجونې او زموږ کورنۍ ویره لري چې ښايي یو بل کال هم دوی ته د زدهکړو اجازه ورنهکړل شي." د ننګرهار اوسېدونکې عالیه چې ښوونځی ترې په لسم ټولګي کې پاتې دی هم ورته هیله لري او د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې سږ کال دوی ته د پاتې زدهکړو د بشپړېدو اجازه ورکړي. عاليه وايي: "دا چې نوی تعلیمي کال پیل ته نږدې شل ورځې پاتې دي او طالب چارواکو لا د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه څه نهدي ویلي، خو موږ هیله لرو چې سږ کال به موږ ته د زده کړو اجازه راکړل شي او موږ له اسلامي امارت هم هیله لرو چې موږ ته د زدهکړو اجازه راکړل شي او په دې سره موږ خپلو هیلو ته ورسیږو." دا زدهکوونکې او کورنۍ یې د طالبانو حکومت له دې امله پړ ګڼي، چې په نږدې یو نیم کال را په دېخوا له ژمنو سره سره د نجونو د ښوونځيو لپاره د یوې طرحې په جوړېدو بریالي نه شول. د پکتیا د مرکز ګردیز اوسېدونکی بلال احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "که څه هم طالبانو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه لا دریځ نهدی واضح کړی چې سږ کال به اجازه ورکړي او کنه، زموږ ویره هم همدا ده چې خدای ناخواسته د نجونو یو بل کال ضایع نهشي، زموږ هیله دا ده چې د طالبانو حکومت سږ کال موږ ته یو زیری ولري او هغه دا چې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیزي." په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازې مېرمن روزا اوتنبایوا سره کتلي دي. د ښاغلي کرزي په ټویټر پاڼه لیکل شوي چې، په دې کتنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو او کار ته د ښځو پر بېرته ستنېدو ټینګار شوی دی. هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت له ویاندویانو سره هم خبرې وکړو خو ذبیحالله مجاهد وویل، د پوهنې وزارت باید دا پوښتنه ځواب کړي او د پوهنې وزارت ویاند د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نهکړې. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو له پیل سره سم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې وتړلې. که څه هم تمه کېده چې ښايي د طالبانو دا پرېکړه لنډمهالي وي، ځکه هغه مهال د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې داسې طرحې د جوړېدو خبره کړې وه چې، لهمخې یې د اسلامي شریعت سره سم نجونو ته د زدهکړو خوندي چاپیریال رامنځته شي خو د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړه بندیز د افغان نجونو د زده کړو هیلې نورې هم مړاوې کړې. خو اوس چې د نوي تعلیمي کال پیل ته لږې ورځې پاتې دي، خلک هیله لري او له د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې خویندو او لوڼو ته یې د زدهکړو اجازه ورکړي، ښوونځي او پوهنتونونه ورته پرانیزي.
امریکا: کرایمیا د اوکراین برخه ده، خو د روسي قبضې لاندې سیمو بېرته نیول لومړیتوب لري
امربکا د اتوار- یکشنبې په ورځ اعلان وکړو چې د کرایمیا ټاپو د اوکراین برخه ده خو د کییف د ځواکونو لپاره تر ټولو سمدستي اندیښنه دا ده چې هغه زمکې بیرته ونیسي چې ماسکو په یو کلن جنګ کې نیولي دي. دغه اعلان د روس په ناقانونه توګه د سیمې د الحاق د نهمې کلیزې په وخت شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل: " امریکا به هیڅکله د روس لخوا د ټاپو ځان سره یوځای کیدل په رسمیت ونه پیژني. کرایمیا اوکراین دی” په ورته وخت کې د صدر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان،، د NBC "میټ دی پریس" ته وویل که څه هم د سولې خبرې اترې نه کیږي. خو دا په اوکراین پورې اړه لري چې پریکړه وکړي چې بریا یا د منلو وړ سفارتي پایله څه ګڼي. سلیوان وویل: "دا په اوکراین پورې اړه لري چې وضاحت یې و کړي." "دا زموږ لپاره مهمه ده ... چې د اوکراینه بغیربه داوکراین لپاره هیڅ نه وي ځکه نو دا پریکړه امریکا نشي کولې چې د اوکراین بریا تشریح کړي. البته امریکا به د جګړې په ډګر کې د اوکراین ملاتړ کوي، ترڅو دوی هغه بریا ترلاسه کړي چې دوی یې تعریفوي” د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي تېر کال ویلي وو: "کرایمیا د اوکراین ده او کله به یې نه پرېږدو. د اوکراین او ټول ازاد يورپ په ضد د روس دغه جګړه له کرایمیا پیل شوې او باید د کرایمیا په ازادولو سره پای ته ورسېږي." خو سلیوان یادونه وکړه چې زیلینسکي په تیره اونۍ کې وویل چې: "موږ به بالاخره د دې شخړې سفارتي پړاو ته ورسیږو." سلیوان په اخر کې وویل: "اوس مهال مهمه دا ده چې دوی اړتیا لري په سویل او ختیځ کې هغه سیمې بیرته واخلي چې د دوی ورته اوس مهال پام دی، او موږ اړتیا لرو چې دوی ته وسايل ورکړو چې دا کار وکړي."