ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ټانک: په پولیسو بمي برید اؤ ډزو کې یو تن وژل شوی، تر20 زیات ژوبل دي

په ټانک ضلعه کې په پولیسو د لاسي بم برید او د ډزو په تبادله کې یو لاروي وژل شوی او د درېوؤ پولیسو په ګډون تر شلو  زیات کسان ژوبل شوي چې زیاتره پکې غریب مزدر خواري کښ شامل دي. د ټانک پولیس دا پېښه تاید کړه او د ضلعې د پولیسو مشر وقار احمد وویل نن سحر د ټانک ښار کې په بنو سړک د پولیسو ګشتي پارتۍ د معمول په ګزمه وه چې نامالومه وسله والو د پولیسو ګاډي ته لاسي بم غورځولی او د چادنې په نتیجه کې درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي.  هغه وویل تر چاودنې وروسته د بریدکوونکو او پولیسو ترمینخه د ډزو تبادله شوې چې پکې یو تن وژل شوی او 17 نور عام کسان ژوبل شوي دي. وژل شوي او ژوبل کسان په بیړني حالت کې روغتون ته وړل شوي دي. د روغتون چارواکي وایی 21 ژوبل کسان رواړول شوي چې پکې د دریوؤ حالت مرګونی و او هغوي ډیره اسماعیل خان سیمه کې روغتون ته انتقال کړل شوي. د ژوغورنې ادارې 1122 وایي ډیره اسماعیل خان ته د ژوبلو کسانو د وړلو  پرمهال په سختو ژوبلو کسانو کې یو تن په لاره کې ساه ورکړه.  د علاقې خلک وایي کوم ځائ کې چې دا پېښه شوې ده هلته هره ورځ زیاته ګڼه ګوڼه وي چې زیاتره مزدورکارانو خرڅ د پاره د سبزۍ او میوې ګاډۍ لګولې وي.  سیمه اییزو سیاسي مشرانو او مدني فعالانو دا پېښه غندلې او ویلي یې دي زیاتره کسان  مزدور خواري کښ دي چې د ورځې په سر خپل معاش برابروي.  د پولیس افسر په وینا د وژل تن پیژندګلو د پیر مصباح الدین په نوم شوې چې تړاو یې د پیران کوټ سیمه سره و هغه د علاقې یو مخور مشر او مدني فعال و.  هغه وویل تر دغه پیښې وروسته په علاقه کې امنیتي ګامونه سخت کړی شوي او دلټونې عملیات دوام لري.

19.05.2023 ډیوه

رپورټ: د چين قرضونه د نړۍ غريب هېوادونه د سقوط کندې ته غورځوي

د نړۍ يو درځن غريب يا بې وزله هېوادونه چې د اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ دي او په سلګونو اربه ډالرو د بهرنيو قرضونو د بوج لاندې سقوط کوي، په دوی کې ډېر د نړۍ تر ټولو لوی او نه بخښونکي هېواد چين قرضداري دي. دغه خبره اېسوسي اېټډ پرېس [اې پي] په خپل يو څيړنيز رپورټ کې کړې ده.

19.05.2023 ډیوه

صدر علوي: عمران خان له پکار ده چې د نهمې مې د پېښو غندنه وکړي

د پاکستان صدر عارف علوي چې خپله یې تعلق د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره دی، ويلي يې دي د ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان له پکار ده چې د نهمې مې د پېښو غندنه وکړي. علوي ویلي د یادو پېښو نه يواځې غندنه پکار ده بلکې په يادو پېښو کې د ککړو کسانو پرضد کارروايي پکار ده.

19.05.2023 ډیوه

د رئیسي خبرداري ته د طالبانو غبرګون: دا ډول څرګندونې باید تکرار نشي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هلمند د اوبو د حقابې په اړه د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې د دوه هیوادونو ترمنځ سیاسي فضا خرابولی شي او د هيڅ طرف په ګټه نه دي او باید، چې تکرار نشي.

19.05.2023 امریکا غږ

القاعدې یو استرالیايي ډاکټر چې ۷ کاله ورسره بندي و پرېښوده

د استرالیا حکومت نن جمعه مۍ ۱۹ (غوايي۱۹) وویل چې په لویدیځې افریقا کې د القاعده د افراطیانو له لوري نیول شوی استرالیايي ډاکټر پرېښودل شوی دی.

19.05.2023 امریکا غږ

فضل الرحمان: عمران خان ته د رعايتونو ورکولو معنی عدالتونه د ولس سره د جګړې اعلان کوي

پاکستان کې په حکومت کې د شاملو ګوندونو د اتحاد [پي ډي اېم] مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، عمران خان ته د عدالتونو نه رعايتونه ورکول کيږي پي ډي اېم د دې معنی اخلي چې عدالتونه په دغسې کولو د ولس سره د جګړې اعلان کوي.

19.05.2023 ډیوه

نوي بندیزونه؛ بریتانیا د روسیې د الماسو په ګډون د منرالونو واردات بندوي

د بریتانیا حکومت د اوکراین په جګړې کې د روسیې د مالي توان د کمزوري کولو په هدف د دغه هېواد د منرالونو په سکتور نوي بندیزونه په ډاګه کړل.

19.05.2023 امریکا غږ

پنجاب حکومت: د عمران خان د کور د تلاشۍ دپاره به پوليس پلاوی لېږلی شي

د پاکستان په پنجاب صوبه کې نګران حکومت ويلي، په لاهور کې د عمران خان د کور د تلاشۍ دپاره به د پوليس پلاوی لېږلی شي. له دې وړاندې حکومت ویلي وو، په پوځي ودانيو برید کوونکي د 30 نه تر 40 پورې ترهګر د لاهور په زمان پارک کې د عمران خان په کور کې پټ دي.

19.05.2023 ډیوه

یونیسف: د طالبانو د بندیزونو سره سره ښځینه کارکوونکې مرستې رسوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق [یونیسف] استازی وايي چې د طالبانو د بندیزونو باوجود دوی او ښځینه کارکوونکې یې په خپلو دندو بوخت دي.

19.05.2023 امریکا غږ

یونېسف: د طالبانو د احکاماتو باوجود، ښځینه افغانې کارکوونکې امدادي مواد رسوي

واشنګټن  - د طالبانو د هغه بندیز باوجود چې د ملګرو ملتونو دپاره یې د افغانو ښځو په کار کولو پابندي لګولې ده، په افغانستان کې د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یونېسف) استازی وایي چې ادارې یې، په شمول د زنانه کارکوونکو، په هغه هېواد کې خپل کارونه جاري ساتلي دي. د یونېسف استازي فران اېکوېزا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې خبریالانو ته وویل: "زه به دا ووایم چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولې زنانه کارکوونکې اوس مهال کار کوي. ځیني یې د کوره کار کوي، ځیني یې دفترونو کې، او ځینې یې په فیلډ/ساحه کې کار کوي." هغه وویل چې دا خبره افغانستان کې د یونېسف او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو په برخه کې صدق کوي. فران اېکوېزا د افغانو ښځو د عزم او ژمنې چې د خپل هېواد دپاره یې لري، یادونه وکړه او ویې ویل: "افغانې ښځې، که هرڅه وشي، نه تسلیمیږي." کله چي د تېر اپرېل میاشتې په پیل کې طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په افغانو ښځو کارکوونکو بندیز ولګولو، د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش دا فیصله "ناقابل قبول" او "ناقابل فهم" وبلله او ېره یې څرګنده کړه چې دې سره به په افغانستان کې د بشري امداد د تنظیمونو کار ته لا زیات نقصان ورسیږي. ګوټېرش په روانه میاشت کې د قطر په سرښار دوحه کې د افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو خاص استازي راټول کړل څو په دې بحث وکړي چې د ښځو سره د طالبانو د سختدریځه رویې په باب څه کېدلی شي. د طالبانو د اپرېل میاشتې د حکم نه وروستو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته هدایت ورکړی شو چې ترڅو دا تنظیم د طالب چارواکو نه وضاحت واخلي، تر هغو پورې دې د خپلو کورونو نه کار ته دوام ورکړي. اېکوېزا د دې پوښتنې په اړه څه جواب ورنکړ چې آیا د دوی زنانه کارکوونکې د طالبانو د حکم نه منلو د وجې په جسماني او یا لفظي توګه ځورول شوي او که نه، خو ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه د خپلو کارکوونکو تحفظ ته سنجیده پام لري. هغه خبریالانو ته وویل: "مونږ لا هم د ګواښونو او یو شمېر خطرو سره مخ یو. مونږ هېڅ داسې څه فیصله نه کوو چې هېچا ته په کې ناقابل قبول خطره وي." د ملگرو ملتونو په کارکوونکو باندې د بندیز نه وړاندې، طالبانو په افغانستان کې د ښځو او جېنکو په حقونو یو لړ محدودیتونه نافذ کړل، ښځې یې په ډېرو سرکاري دفترونو، خارجي تنظیمونو او انجیوز کې د کار کولو نه او جېنکۍ یې د سکول شپږم جماعت نه پورته تعلیم کولو نه منعه کړلې. همدا شان په پوهنتونونو کې یې هم د ښځو جېنکو په تعلیم پابندي ولګوله. طالبانو تېره میاشت وویل چې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځینه افغانو کارکوونکو په کار باندې بندیز، "د افغانستان داخلي روایتي مسئله" وبلله چې نور ملکونه یې باید درناوی وکړي. تر دې دمه طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا/سېکوریټي کونسل د اپرېل ۲۷مه نېټه قرارداد نظراندازه کړی دی. هغه قرارداد له طالبانو غواړي چې خپله فیصله دې بېرته واخلي.

19.05.2023 ډیوه

امریکا له ایرانه وغوښتل چې درې احتجاج کوونکي دې نه تېزندۍ کوي

واشنګټن   - د امریکا خارجه وزارت د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ایران نه وغوښتل چې د درې تنانو د تېزندۍ کولو سزا دې نه عملي کوي. دغه کسان تېر کال د حکومت ضد مظاهرو په لړ کې نیول شوي او ورته د اعدام سزا اورول شوې چې ویل کیږي ډېر ژر به دا سزا ورباندې عملي شي. د امریکا خارجه وزارت خبریالانو ته وویل چې د مجید کاظمي، صالح میرهاشمي، او سعید یعقوبي تېزندۍ کول به د بشري حقونو یوه ښکاره خلاف ورزي وي. د شورو/چهارشنبې په ورځ د بشري حقونو ډلې اېمنسټي انټرنشنل وویل چې د ایران سرکاري مېډیا د یادو کسانو جبري "اعترافات" خپاره کړل چې ګنې "د خدای سره دښمني" یې کړې ده او د دې خبرو د خپرېدو وروستو، د ایران اعلی عدالت د هغو د اعدام سزا تصدیق کړله. دغه درې تنان (مجید کاظمي، صالح میرهاشمي او سعید یعقوبي) د تېر کال په نوامبر میاشت کې په اصفهان ښار کې هغه مهال ګرفتاره کړی شول چې د مهسا امیني په مرګ یې احتجاجونه کول. مهسا امیني هغه ځوانه ایرانۍ وه چې د ایران مذهبي پولیسو د سپټمبر په میاشت کې د بدحجابۍ په تور نیولې وه او بیا د مذهبي پولیسو په حراست کې مړه شوه. په اېمنسټي انټرنشنل تنظیم کې د منځني ختیځ او شمالي افریقې د څانګې نایب مشرې ډایانا الطحاوي په یو بیان کې ویلي دي: "هغه حیرانوونکې رویه چې ورسره د دغو احتجاج کوونکو د عدالتي کاروایۍ او سزا اورونې پروسه د ایران د عدالتي نظام له طریقه تېزه کړی شوه، البته د شکنجې او جبر لاندې اعترافاتو باندې، د دې پروسې سنجیده نیمګړتیاوې او د شواهدو نشتون، یو بل مثال دی چې ایراني چارواکي د ژوندانه حق او منصفانه عدالت دپاره هېڅ درناوی نه لري.» اېمنسټي انټرنشنل ویلي چې د دغو درې تنانو کورنیو ته د شورو/چهارشنبې په ورځ اجازت ورکړل شوی چې هغوی سره ملاقات وکړي او دا هم ورته ویلی شوي چې دا به یې د هغو سره آخري ملاقات وي. ایران کې تېر کال د څو میاشتو مظاهرو او احتجاجونو په لړ کې سلګونه احتجاج کوونکي او ځيني امنیتي مامورین ووژل شول.

19.05.2023 ډیوه

له ایران څخه د امریکا غوښتنه: معترضان مه اعداموئ

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوايي۲۸) له ایران څخه وغوښتل هغه درې کسان اعدام نکړي چې د رژیم په ضد په مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه.

19.05.2023 امریکا غږ

هندوستان کې یو خبریال د جاسوسۍ په تور ونیول شو

واشنګټن  -  هند د تحقیقاتو مرکزي ادارې، په هغه هېواد کې یو فري لانس خبریال د جاسوسۍ په تور ګرفتاره کړی او ویلي یې دي چې دغه جرنلسټ په غیرقانوني توګه د هند د پوځ په اړه حساس معلومات راټولول او هغه یې د خارجي حکومتونو سره شریکول. دغه خبریال چې وېوېک رګووانشي نومیږي، د نهې/سې شنبې په ماښام نیول شوی او د انډین اکسپرس اخبار ترمخه، دا الزام ورباندې لګېدلی چې هغه د هندي پوځ او د ډېفنس ریسرچ ډیویلپمنټ اورګنایزېشن په اړه حساس معلومات راغونډول. یاد ارګنایزیشن د هند د پوځ د څېړنو او ترقۍ څانګې مشري په غاړه لري. د وېوېک رګووانشي ترڅنګ، د هغه یو ملګری چې د سمندري ځواکونو یو پخوانی کمانډر دی، هم په ورته الزامونو ګرفتاره کړی شوی دی. رګووانشي په تېرو درېیو لسیزو کې د هند د پوځي صنعت په برخه کې مېډیا ته رپوټونه ورکړي، په شمول د سایټ لاین مېډیا ګروپ چې امریکا کې یې مرکز دی او د ډېفنس نیوز او مېلېټري ټایمز نشریات ورپورې تعلق لري. رګووانشي په هند کې د ډېفنس نیوز دپاره رپوټونه جوړول. په واشنګټن کې نېشنل پرېس کلب د رګووانشي ګرفتاري غندلې او د هغه د آزادېدو مطالبه یې کړې ده. د نېشنل پرېس کلب صدرې ايلین اورایلي او د جرنلیزم انسټیټیوټ مشر ګېل کلاین د شورو/چهارشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل: «د دې خبر په اورېدو چې خبریال وېوېک رګووانشي دا هفته په هند کې ګرفتاره شوی، مونږ مایوسه شولو.» د دوی په مشترکه بیان کې دا هم ویلی شوي چې: "د یوې خارجي استخباراتي ادارې سره د هغه د کار کولو الزامونه، د نوموړي له پېشه ورانه پرفایل سره چې مضبوطه یې ساتلی، هېڅ اړخ نه لګوي. وېوېک یو ښه شهرت لري او همکاران یې احترام کوي. مونږ امید لرو چې هغه آزاد شي او په تېزۍ سره دغه الزامونه حل شي او وېوېک بېرته خپل کار ته پرېښودل شي.» د هند د تحقیقاتو مرکزي ادارې (سي بي آی) یو ترجمان انډین اکسپرس اخبار ته ویلي دي چې رګووانشي او د هغه ملګري اشیش پاټک سره "هغه رازداره دستاویزات و چې د هند دفاعي اسټبلشمنټ پورې یې اړه درلودله." د سي بي آی ترجمان زیاته کړې ده: "داسې ښکارېده چې رګووانشي د مختلفو ذرائعو نه د هند د دفاعي وسایلو په باب رازداره معلومات راټولول او د څو خارجي ادارو/اېجنټانو/اشخاصو سره په تماس کې و." د ريپورټرز وېدواټ بارډرز یا د بې سرحده خبریالانو اداره وایي چې دا مهال په هند کې لږ تر لږه لس (۱۰) تنه خبریالان په قید کې دي چې په دې سره د مطبوعاتو د آزادۍ له اړخه، هند د ۱۸۰ ملکونو په فهرست کې، ۱۶۱ ځای لري.  

18.05.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

18.05.2023 امریکا غږ

ایران د کجکي بند د خلاصولو خبرداری ورکړی، طالبان وايي، کجکي بند کې دومره اوبه نشته چې تر ایرانه ورسېږي

واشنګټن - ایران د زیارت یا پنجشنې په ورځ غوښتنه کړې چې افغانستان دې د هغوی د اوبو حقونو ته درناوی وکړي او تور یې لګولی چې هلته په سیند جوړ شوي بند د دوی غاړې ته اوبه کمې کړي خو طالبانو ویلي،‌ د وچکالۍ له امله اوبه کمې شوي او د کجکي اوبه تر کماله خانه هم نه رسېږي ایران خو لا لېرې خبره ده. د ایران ولسمشر د ایران د جنوب ختیځې وچکالۍ ځپلې سیمې څخه د لیدنې پر وخت وویل، افغان واکمن دې ژر تر ژره د سیستان بلوچستان خلکو ته د هغوی د اوبو حقونه پرېږدي. "زما خبرې جدي‌ ونیسئ چې بیا وروسته شکایت و نه کړئ او و نه وايي، چې مونږ ته نه و ویل شوي او یا فکر وکړئ چې تاسو به له دې مسلې څخه په ډیپلوماټیک ډول او د سیاسي مذاکراتو له لیارې تېر شئ او یا به د وخت له تېرو سره دا مسله حل شي.‌ بلکه د وخت تېرېدل دا مسله نه حلوي." د طالبانو د رایاست وزرا لخوا په یوې اعلامیې کې راغلي، "اسلامي امارت یوځل بیا ژمنه کوي چې د هلمند د اوبو د تړون په نظر کې نیولو سره ټوله سعیه کوي چې ایراني ولس ته د هغوی سره ژمنه شوې اوبه ورته پریښودل شي، خو په دې شرط چې زموږ د اوبو زیرمې هغې کچې ته ورسیږي چې که یې ایران ته ورخوشي کړو نو د هلمند په وچ رود کي به په سوونو کلیومتره لار ووهي او ایران ته به ورسیږي حال داچي فعلا د کمال خان بند کي هیڅ اوبه شتون نه لري او د کجکي بند لیږ اوبه که ورخوشي شي تر هغه ځایه نه رسیږي، نو په کار ده چي ایراني لوری دا حقایق درک کړي." په بیان کې راغلي، "د افغانستان او ایران ترمینځ د اوبو تړون چې نیمه پيړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریزکال کې لاسلیک شوی، تر اوسه پخپل ځای دی، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې په شوو تعهداتو باندې عمل وکړي. داچې په دا وروستیو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې سخته وچکالي تیره شوه، د اوبو سطحه ټيټه شوې، د هلمند د رود په ګډون زموږ ګڼ ولایتونه اوسيمې له وچکالۍ څخه کړيږي او کافي اوبه شتون نه لري. په داسې یو حالت کې د ایراني اړخ لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې یو لړ نامناسبي څرګندونې  په زیان بولو."   د طالبانو په بیان کې دا هم راغلي چې، "ایراني چارواکي د هلمند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، داچې واقعیت سم نه وي مطالعه شوي، او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوه وروڼو او مسلمانو هیوادونو د خلکو او هیوادونو ترمينځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هيڅ جهت په ګټه نه ده او باید تکرار نشي." دغه ډول د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت  تېره ورځ خبر ورکړی وه چې امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوبو پر مسلې هم خبرې کړي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزرات په یو بیان کې ویلي چې: " (متقي) د هېواد په لویديځ کې د اورښتونو او اوبو د کمښت د ستونزو په شرحې سره، د اوبو د حق پر مسلې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوي هوکړه لېک په چوکاټ‌ کې، د افغانستان پر رسمي دریځ ټینګار درلود. " د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالاهیان چې هغه هم له یاد ولایت څخه لیدنه کوله د شورو یا چهارشنبې ناوخته په افغان چارواکو باندې غږ کړی چې د هلمند په سیند باندې د کجکي لوی جوړ شوي‌ بند څخه دې اوبه پرېږدي. "له افغان لوري څخه زمونږ ښکاره غوښتنه دا ده چې د کجګي ډېم دروازې دې پرانیزي مخکې له دې چې وخت ضایع شي، تر څو د هغه هېواد خلک چې ددغو اوبو په لاره پراته دي او همدارنګه د سیستان بلوچستان خلک اوبه ولري" هغه ویلي چې همدا غوښتنه یې له خپل سیال امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې هم کړې ده.‌  "له افغانستان څخه د اوبو پرېښودل او د ایران د اوبو حق پوره کول یو سمه لاره او د ایران جدي‌ غوښتنه ده او دا د دواړو هېوادونو پر اړیکو باندې اغیز لري." د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد د اوبو برخه یې په حقوقي توګه د ۱۹۷۳ کال په تړون کې ځانګړې شوې او غوښتنه کوي چې افغانستان یاد تړون ته ژمن پاتې شي. خو د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مخکینی وزیر خان محمد تکل ډیوې ته وویل، افغانستان د معاهدې د تطبیق لپاره خپل ټول مکلفیتونه ترسره کړي چې یو یې د دهراود سټېشن دی چې نصب مو کړ. ښاغلی تکل زیاتوي، پوښتنه داده چې ایران ولې نه حاضرېږي چې خپله دنده ترسره کړي او ایا داسې خو به نه وي چې موضع قصدن ځنډوي او د کمال خان د له منځه وړلو او یا هم د ډیزاین تغیر ته یې خېټه په اوبو کې ایښي وي؟ "ایران ولې د معاهدې له تطبیق څخه ډاریږي. په تېر کې ولې د معاهدې د ۵۱ او ۵۲ فیلرونه له مینځه یوړل او د دې پروسې د تطبیق د مخنیوي لپاره یې زموږ په همکارانو ولي په ځلونو وسلوال بریدونه کول، موږ ولې دوئ ایران ته په دومره اسانۍ برائت ورکوو؟" مخکیني افغان ولسمشر په نیمروز کې د کمال خان د بند د پرانېستې غونډې ته وویل: "اوبه مفته چاته نه ورکوو، خو پیداوار د نیمروز په ایران باندې په افتخار خرڅوو. که تېل راکوې بیا رانه اوبه وغواړه." څېړونکي وايي، د افغانستان د اوبو د مهار په برخه کې د تېرو جمهوري حکومتونو پالیسي سمه او غوره وه او ایران اوس ښايي د طالبانو له دې کمزورتیا څخه چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې چا په رسمیت هم نه دي پېژندلي د اوبو په برخه کې په خپله ګټه کار واخلي. سیاسي کارپوه انجینیر مطیع الله خروټی ډیوې ته وویل، "د افغانستان اسلامي امارت ته په کار ده چې، د علي حضرت محمد ظاهر شاه د وخت هغه تړون چې د هلمند د اوبو په اړه شوی ده، د هغه مواد باید قرارداد کړي،‌ او هېڅ ډول فشار ته، نه سیاسي فشار ته او نه بل فشار ته تن کښې نه ږدي په دې چې د افغانستان اوبه د ټول ولس حق دی او دې کې نه حکومتونه حق لري او اشخاص او افراد حق لري چې په خپله خوښه کړنې وکړي." د هلمند سیند د هلمند له غرونو څخه تر زرو کیلومټرو پورې بهېږي تر چې د هامون جهیل ته پریوځي کوم چې د ایران او افغانستان ترمنځ پوله باندې پروت دی. د همون جهیل د نړۍ له سترو جهیلونو څخه دی چې د ایران او افغانستان ترمنځ په ۴۰۰۰ کیلومټره ځمکه باندې پروت او د هلمند په سیند ډکېده. خو اوس وچ شوی او څېړونکي یې په اسبابو کې وچکالي، د افغانستان بندونه او د اوبو کنټرول یادوي.

18.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more