ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


باړه: د نامعلومو وسله والو برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی

دخېبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې خېبر په باړه تحصیل کې دپولیسو یو سپاهي دنامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی. دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ دباړې بازار په شهباز پلازه کې هغه مهال رامنځته شوې چې نامعلومو وسله والو په سپاهي نورمحمد ناتاره ډزې وکړې. سرچینې وایي په پېښه کې وړومبی سپاهي نور محمد سخت ژوبل شو خو کله چې هغه دعلاج په غرض روغتون ته ورسول شو نو هلته یې د زخمونو تاوان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه. له ډزو وروسته وسله وال دپېښې د ځائ څخه تښتېدلي دي اؤ سرچینې وایي چې پولیسو دهغوي د نیولو په موخه سیمه کې دلټونې عملیات پیل کړي دي. په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې. په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې ده اؤ ددې بریدونو زیاتره ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان اؤ داعش پغاړه اخلي. د روانې میاشتې په پیل کې دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز په نوم غیر دولتي سازمان پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې داپریل میاشت کې خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته اغېزمن کړې ده. رپورټ وایي ترهګرو په دې صوبه کې 33بریدونه کړي چې پکې 45 کسان وژل شوي اؤ په دغو وژل شوؤ کسانو کې 23 امنیتي عسکر،17 ترهګر اؤ پینځه عام وګړي شامل دي. دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز دا رپورټ ښایي دپښتونخوا قبایلي ضلعو کې داپریل میاشت کې دترهګرۍ پېښې 100 فیصدي سیوا شوي دي . په مارچ کې قبایلي ضلعو کې ټول اووه ترهګریز بریدونه شوي وؤ خو اپریل کې یې بیا شمیره 14 ته لوړه شوې ده.

18.05.2023 ډیوه

جنرال عاصم منیر:د نهم مئ د پېښو ذمه واران به د انصاف محکمې ته راکش کولی شي

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ویلي پاکستان کې د وروستي اړي ګړي ذمه واران به دانصاف محکمې ته راکش کولی شي. دچهارشنبې یا شورو په ورځ دسیالکوټ د پوځي مرکز څخه دلېدنې په مهال ښاغلي جنرال منیر ویلي په نهم مئ دیوې منصوبې لاندې داړي ګړي دردونکې پېښې رامنځته شوې وې اؤ تر دې وروسته به دداسې پېښو اجازت نه ورکول کیږي. دپوځ دمطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار دبیان له مخې په دې سفر کې جنرال منیر دپوځي شهیدانو په قبرونو دګلونو ګیډۍ ایښې دي اؤ ویلي یې دي بیا به څوک پرې نه ښودل شي چې دشهیدانو دیادګارونو سپکاوی وکړي. په 9م مئ پاکستان کې دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو پرضد دهغه دګوند پاکستان تحریک انصف پلویانو له قهره ډک احتجاجونه کړي وؤ اؤ دولتي اؤ پوځي ودانیو ته د اورونو اچولو ترڅنګ یې دپوځي شهیدانو یادګارونه هم رانړولي وؤ. خو عمران خان تور لګولی چې داحتجاج پرمهال دهغه دپلویانو منځ ته استخباراتي ایجنسیو خپل کسان ورخوشې کړي وؤ اؤ دهغه دګوند بدنامولو لپاره دا اړی ګړی دایجنسیو خپلو خلکو کړی دی. دایي ایس پي ار بیان کې ویل شوي،پوځي مشر وویل د9م مئ په توره ورځ چې کومو خلکو قام دشرم سره مخ کړی هغوئ به د انصاف په محکمه کې ودرولی شي. هغه ویلي چې پوځ خپل پام دمسکي مهارتونو ترڅنګ کورنیو اؤ بهرنیو چیلنجونو ته اړولی دی  اؤ دپروپېګنډې دلارې دکېدونکې جګړې مخنیوي ته بشپړه تیاري لري. دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ دجنرال عاصم منیر په مشرۍ دپوځ دکورکمانډرانو کانفرنس کې پرېکړه شوې چې د9م مئ دپېښو د ذمه وارانو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي. دپاکستان حکومت په 9م مئ ملک کې د رامنځته شوي اړي ګړي ذمه وار تحریک انصاف ګوند اؤ دهغې مشر عمران خان ګرځوي خو عمران خان بیا دریځ خپل کړی چې هغه هیڅکله خپل پلویان اړي ګړي ته نه دي لمسولي اؤ وایي ثبوتونه لري چې دا کار دایجنسیو کسانو پخپله کړی دی. په نهم مئ دپاکستان تحریک انصف پلویان دعمران خان دګرفتارۍ پرضد داحتجاج په مهال په پوځي ودانیو ورختلي وؤ اؤ اورونه یې ورته اچولي وؤ. په دغه مهال دپولیسو اؤ پي ټي ایي دفعالینو ترمنځ نښتو کې ګڼ کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي هم وؤ. دپاکستان دکورنیو چارو وزیر راناء ثناء الله مطبوعاتو ته ویلي د9م مئ دپېښې دټولو ذمه وارانو پېژندګلو شوې ده، زیاتره کسان پکې نیول شوي اؤ تر شا چې یې څوک ولاړ وؤ یا چا دامنصوبه جوړه کړې وه هغوي به هم دقانون منګولو نه بچ نه پاتې کیږي.

18.05.2023 ډیوه

پاکستانۍ غرختونکې د نړۍ تر ټولو جګ غره څوکې ته وختله

واشنګټن – پاکستانۍ غر ختونکې نایله کیاني د اتوار یا یکشنبې په ورځ د نړۍ تر ټولو جګ غره، مونټ اېوریسټ څوکې ته په ختلو سره دوهمه پاکستانۍ غر ختونکې شوه چې دغه هدف یې ترلاسه کړ. د پاکستان د الپاین کلب د معلوماتو له مخې، کیاني همدارنګه لومړنۍ پاکستانۍ غر ختونکې شوه چې پنځو هڅکو څوکو ته یې چې تقریبا ۸۰۰۰ متره لوړوالی لري وختله. تر دې مخکې، له ګېلګېت بلتستان څخه سمینه بېګ په ۲۰۱۳ کال کې هغه مهال تاریخ جوړ کړ کله چې د لومړنۍ پاکستانې غرختونکې په توګه مونټ اېوریسټ ته وختله.‌ مېرمن کیاني په اصل کې د پاکستان د راولپېنډۍ څخه ده او د عربي متحده اماراتو په دوبې کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي. د غرختنې د مینوالې په توګه د هغې د واده تصویرونه په ۲۰۱۷ کال کې د K2 غره په بېخ کې چې په نړۍ کې دوهم لوړ غر دی ویستل شوي. هغه انځورونه بیا وروسته په ټولنیزو رسنیو کې وایرل شول. کیاني په ۲۰۲۱ کال کې هغه وخت ټول خلک هک هیران کړل چې د ماشوم له زېږولو څو میاشتې وروسته د ۸۰۳۵ میټرو لوړ غره Gasherbrum II څوکې ته وختله. د پاکستان د الپاین کلب مشر کرار حیدري امریکا غږ ته وویل، کیان یوه زړوره مېرمن ده چې هیله لري په نړۍ کې ۱۴ جګو څوکو ته څومره ژر چې امکان ولري ځان ورسوي. حیدري وویل، کیان همدارنګه د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د Gasherbrum I څوکې ته چې ۸۰۶۸ میتره لوړه ده وختله او بیا ژر وروسته یې د ۹۰۹۱ میترو په لوړوالي سره د Annapurna  د غره څوکې ته ځان ورساوه. حیدري همدارنګه وویل، چې د ساجد صدپاره په نامه مشهور پاکستانی غرختونکی او برتانوۍ پاکستانۍ غرختونکې نادیه ازاد هم د ګل یا دوشنبې په ورځ مونټ اېوریسټ ته ختلي دي. صدپاره مونټ اېوریسټ ته په داسې حال کې پورته شو چې اکسیجن ته یې اړتیا پېښه نه شوه.‌ کیاني امریکا غږ ته په ۲۰۲۱ کال کې ویلي و چې هغې تل غوښتل چې غر ختونکې شي خو دا یې نشو کولای ځکه په غرنۍ سیمه کې نه اوسېدله. هغې وویل، د غر ختل هغو خلکو ته اسانه وي چې په غرنیو سیمو کې اوسېږي د دې په پرتله چې په ښارونو کې وي. کیاني وویل، د K2 غره په ختلو کې له ډېرو ننګونو سره مخ شوې وه ځکه غر ډېر نیغ دی او د ارام او اوبو څکلو لپاره پکې ځای نشته. کله چې د غر ختلو پر مهال د وېرونکو شېبو پوښتنه ترې وشوه نو کیاني د ۲۰۲۲ کال هغه شیبه رایاده کړه کله چې هغه د  K2غره په جګې غاړې باندې د ابي رنګه یخ له پاسه له نورو غر ختونکې سره ولاړه وه. هغې ویل، چې یو وېرونکی احساس یې وکړ چې څه به وشي که چېرې هغه خپلو لورګانو ته ژوندۍ بېرته و نه ګرځي؟ خو کیاني وویل، کله چې د غره له څوکې سره مخامخ شوه نو ټولې اندېښنې یې له منځه ولاړې او پرېکړه یې وکړه چې وېرې ته به اجازه ور نه کړي چې د دې پورته کېدل کنترول کړي.

18.05.2023 ډیوه

امریکا په نایجریا کې د خپل سفارت په کاروان برید غندلی، برید کې ۷ تنه وژل شوي

د ناجریا او امریکا مقامات د متحدو ایالتونو د سفارت په یو کاروان باندې د هغه برید په اړه تحقیقات کوي چې د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي په کې ووژل شول او دوه پولیس او موټر چلوونکی وتښتول شول.

18.05.2023 امریکا غږ

مایکل مککال طالبانو ته: تر څو مو چې له ښځو سره چلند بدل شوی نه وي، په رسمیت مو نه پېژنو

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال په خپلو تازه څرګندونو کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره په دوو عمده شرطونو ټېنګار کړی دی.

18.05.2023 امریکا غږ

م.م : د میانمار پوځ له کودتا وروسته د یو بلین ډالرو په ارزښت وسلې ترلاسه کړي

واشنګټن – د میانمار لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د میانمار پوځ په دغه هېواد کې د ۲۰۲۱ کال په فیبرورۍ کې د ډیموکراټیک حکومت د پرځولو راهیسې لږ تر لږه د یو بلین ډالرو په ارزښت وسلې ترلاسه کړي چې زیاتره یې له روس څخه دي. ټام انډریوز وویل، "روس او چین د میانمار پوځ ته د پرمختللیو وسلو د اصلي ورکونکو په توګه دوام ورکړی چې له کودتا وروسته یې په ترتیب سره د ۴۰۰ میلیونو او ۲۶۰ میلیونو په ارزښت وسلې ورته استولي او زیاتره سوداګري د حکومتي بنسټونو لخوا کېږي." هغه د ملګروملتونو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د روس لخوا ورکړل شوې وسلې د جنګي جرمونو او په میانمار کې د بشريت پرضد جرمونو کې کارول شوي دي. هغه وویل، "دا وسلې او هغه مواد چې د نورو وسلو جوړولو کې کارول کېږي، په دومداره توګه بې له کوم ځنډ څخه د میانمار پوځ ته روانې دي، که څه هم زیات شواهد دي چې په جرمونو کې ترې کار اخېستل کېږي." په میانمار کې د ۲۰۲۱ کال په فیبروۍ کې پوځ واک ترلاسه کړ او ادعا وکړه چې په ټاکنو کې پراخه درغلۍ شوې ده ځکه د پوځ سیاسي ګوند پکې د پارلمان د ۴۹۸ څوکیو څخه یواځې ۳۳ ګټلې وې. له هغې راهیسې، د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چې لږ تر لږه ۳۰۰۰ ملکیان وژل شوي، تر ۱۷۵۰۰ زیات بندیان شوي او تر یو میلیون زیات بې ځایه شوي دي. ملګروملتونو ویلي، په میانمار کې لږ تر لږه ۱۷.۶ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.‌ د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي په دغه راپور کې له ځانګړو او عامو دواړو سرچینو څخه  کار اخیستی او همدارنګه د سوداګرۍ ډیټابېس یې هم کارولی تر څو چې یې وموندله چې د میانمار جانتا ته تر ۱۲۵۰۰ ځله زیات د وسلو سودا شوې ده. جانتا چې د میانمار د وسلو ډیلران ګڼل کېږي او د پوځ په استازیتوب کار کوي. هغه چې کومې شبکې او کمپنیانې ښودلي، هغه په په روس، چین، سینګاپور، تایلېنډ او هندوستان کې کار کوي. انډریوز خبریالانو ته وویل، "ما پیدا کړه چې جنګي جېټ الوتکې، جنګي هیلې کوپټرې، څارګرې، برید کونکي ډرونونه، د میزایلو سیستمونه، د ټانکونو نوي کول، د راډیو او کمیونېکېشن وسایل، رادار او د سمندري کښتیو پرزې اخېستل شوي دي." د روس وسلې: ماسکو میانمار ته له شک پرته چې د وسلو تر ټولو ستر ورکونکی هېواد دی چې تر ۴۰۰ میلینو ډالرو زیاتې وسلې یې د ۲۸ روسي بنسټونو لخوا میانمار ته رسولي دي. راپور وايي، د وسلو د راکړې ورکړې له دغې ډلې څخه ۱۶ یې په اوکراین باندې د روس لخوا د یرغل راهیسې له بندیزونو سره مخ دي. راپور زیاتوي، تر نیمايي زیاتې وسلې چې له روس څخه د میانمار جانتا ترلاسه کړي دي هغه د روس د دولت پورې تړلې د روزو بورون ایکسپورټ کمپنۍ لخوا رسیدلي دي. دغه ډول چینايي کمپنۍ چې په هغو کې دولتي کمپنۍ هم شاملې دي د میانمار پوځ ته د وسلو ورکونکو په کتار کې دوهم ځای لري چې د ۲۶۷ میلیونو ډالرو په ارزښت میزایل، ټانکونه، جنګي الوتکې او جنګي پرزې یې میانمار ته استولي دي. دغه ډول له روس او چین وروسته،‌ سینګاپور، تایلېنډ او ګاونډي هندوستان هم میانمار ته وسلې لېږلي دي. ټام انډریوز همدارنګه له هېوادونو غوښتی چې د میانمار د پوځ بهرنۍ پیسې باید تر هدف لاندې راولي کوم چې یې هغوی د وسلو اخېستلو لپاره کاروي، په ځانګړي توګه د تېلو او ګازو ګټوره برخه یې او د بهرنۍ سوداګرۍ پر بانک دې بندیز ولګول شي.

18.05.2023 ډیوه

د ایکوادور ولسمشر د استیضاح له امله د هغه هېواد کانګرس منحل کړ

د اکوادور ولسمشر ګیرمو لاسو، چې د درغلیو د تورونو له امله یې د هغه هېواد په پارلمان کې د استیضاح بهیر روان دی، د چهارشنبه په ورځ د مې ۱۷مه (غوايي ۲۷) د هغه هېواد د مقننه قوې (کانګرس) د منحلولو فرمان صادر کړ.

17.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

17.05.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

17.05.2023 امریکا غږ

د عرب لیګ عمومي منشي:د سوریې د بیرته راستنېدو هرکلی کوو

په داسې حال کې چې نن چهارشنبې د مې ۱۷مه (غوایی ۲۷) د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیران په سعودي عربستان کې ددغه لیګ د سرمشریزې د جوړیدو په موخه راټول شوي دي، ددغه ټولنې عمومي منشي احمد ابوالغیط، دغه اتحاد ته د سوریې د بیرته راستنیدو هرکلی وک

17.05.2023 امریکا غږ

سوات: د سکول په ګاډي د ډزو د پېښې ضد او بې طرفه پلټنو د غوښتنې دپاره احتجاج شوی

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په چارباغ تحصيل کې احتجاجي مظاهره شوې، په سنګوټه پبلک سکول کې پرونۍ د ډزه په پېښه اندېښنه څرګنده کړی شوې او د پېښې د بې طرفه پلټنو غوښتنه شوې ده. د سوات د وکیلانو اتحادیې هم د يادې پېښې غندنه کړې ده.

17.05.2023 ډیوه

د چيټ جي پي ټي مشر د مصنوعي ذهانت د اندېښنو په لړ کې کانګرس ته پېش شوی

واشنګټن - د مصنوعي ذهانت لا ارټيفيشل اېنټېلېجنس (ای ايي) چيټ جي پي ټي جوړوونکې کمپنۍ مشر د نهې- سې شنبې په ورځ د امريکا کانګرس ته ويلي د زياتېدونکي طاقتور مصنوعي ذهانت د خطرو د لرې کولو د پاره به د حکومت مداخلت ډېر مهم وي. د اوپن ای ايي مشر سام الټمين د سينټ اورېدنې ته په خپل بيان کې ويلي، “څنګه څنګه چې دا ټېکنالوژي په مخکې ځي مونږ پوهېږو خلک انديښمن دي چې دا به يې په ژوند کې څه قسم بدلون راولي. مونږ هم انديښمن يو”. د هغه د سان فرانسېسکو نوښت هغه وخت د خلکو پام ځان ته ؤاړولو کله چې يې تېر کال چيټ جي پي ټي پيل کړو. چيټ جي پي ټي د سوال ځواب يوه ازاده آله ده چې ځوابونه يې د منلو تر حده انساني کړه وړه ته ورته دي. د چيټ جي پي ټي پيلولو په تعليم ښودونکې طبقه کې ويره خؤره کړې چې زده کوونکي به د دې چيټ په استفاده د کور د پاره ورکړل شوي کار (هوم ورک) کولو کې درغلي وکړي. خو دا اوس په لويه کچه اندېښنې خؤروي چې کېدلی شي د دې نوی ايجاد جېنريټيو ای ايي خلک غلطولی شي، دورغ خؤرولی شي، د کاپي رايټ خلاف ورزي کولی شي او ځينې روزګارونه اغېزمن کولی شي. داسې خو نه ښکاري چې کانګرس به د مصنوعي ذهانت په اړه په تادۍ کوم قوانين جوړ کړي لکه چې يورپي قانون سازان په بيړه کې دي خو د ټولنې اندېښنو الټمين او نور د ټېکنالوژي کمپنيانو مشران دې مياشت وايټ هاوس ته راوستلي وو او د امريکايي ادارو سره يې ژمنې کړي چې د ای ايي د هغه ضرري موادو مخنيوی به کوي کوم چې د بشري حقونو او د صارفين د حقونو خلاف وي. سنيټر رچرډ بلومېنتهل چې د کنېکټېکټ نه د ډيموکريټس ګوند غړی دی او د سينټ د انصاف د کمېټۍ د ضمني کمېټۍ د شخصي راز، ټېکنالوجي او قانون مشر دی د اورېدنې پرانیسته وکړه. د هغه وينا د سنېټر د وينا په رنګ وه خو په اصل کې د وايس کلون لا په شان غږ د لارې په ايوان کې د سنېټر د شوو ويناګانو په اساس د وايس کلون د تربيې نه وروستو ثبت کړل شوې وه چې دا وينا چيټ جي پي ټي پس له هغې ليکلې وه کله چې چيټ بوټ ته هغه وويل “زه به د دې اورېدنې پرانیسته څنګه کوم”. بلومېنتهل وويل “پايله يې اغېزمنه وه. خو دا به څنګه وه که ما پوښتلی وی او ده راته په ځواب کې د اوکراين تسليمېدل تايید کړی وی او لا دا پوښتنه د ولاديمير پوټين د قيادت په اړه وی”. بلومېنتهل وويل چې ای ايي کمپنيانو له پکار ده خپل سېسټمونه د کومو موادو د خؤرولو نه وړاندې وازموي او د معلومو خطرو په اړه معلومات ورکړي.

17.05.2023 ډیوه

عمران خان: پولیسو مې کور محاصره کړی، ښایي ونیول شم 

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان نن د مۍ په ۱۷ (غوايي ٢٧) وويل، پوليسو یې کور محاصره کړى او ښايي هغه بيا ونيول شي.

17.05.2023 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ، اشنا ټلوېزیون د چهار شنبې په خپرونه کې پر افغانستان د امربکا د هوایي څار د زیاتېدو، د سترو صنعتي هېوادونو دسرمشریزې او امریکا ته د کډوالو د راتګ په اړه مهم رپوټونه لرو.

17.05.2023 امریکا غږ

د بلوچستان په شېراني ضلع کې زیاترو ماشومانو ته په سکولونو کې د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي

هغه وویل دلته د ليشمېنيا کېسونه زيات دي. ځکه نو خلک دا اندېښنه او ګيله لري، چې حکومت د دوی اساسي ستونزه نه حل کوي، خو پوليو کيمپېن پرله پسې کوي. بايد چې حکومت د ليشمېنيا د علاج لپاره هڅې وکړي، چې پوليو کيمپېنونه په سمه توګه سرته ورسېږي

17.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more