ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایي ایم ایف او نړیوال بېنک په نړیوال اقتصاد کې د ښځو د برخې زیاتولو لپاره غږ کړی

واشنګټن ــــ په واشنګټن کې روان د ورلډ بېنک او د نړيوالې مالياتي ادارې (اېي اېم اېف) په غونډو کې  په اقتصاد کې د ښځو  د برخې زياتولو لپاره غږ شوی او اقتصاد پوهانو ويلي دي چې د جنسي توپير سره مخ هېوادونو د اقتصاد د ودې شرح به تل ټيټه وي. د ایي اېم اېف مشرې کرسټيلينا جارجيوف د نهې- سه شنبې په ورځ د پسرلنۍ غونډو د پرانیستې په وخت خپله وينا کې وويل “د جنسیتي توپير په کمولو اقتصادي تولید په اوسط ډول 35 فيصده زیاتېدی شي”.  ایي اېم اېف د خپلو تازه تګلارو په پاڼو کې ويلي چې ښځو ته په نړيواله کچه د تعليم ، روزګار اوصحت بنيادي اسانتياوو د کمي د وجې بد اقتصاد په دوي د سړو په پرتله ډېرې بدې اغېزې کړي دي.  د نړيوالې مالياتي ادارې يوې لوړپوړې چارواکې ګيتا ګوپي نات په خپله وروستۍوينا کې ويلې وو چې د کرونا له امله په نړۍ کې د 64 میلينه ښځو روزګارونه ختم شوي دي.  نړيوال بېنک وایي چې د نړيوالې تودوخې له امله که سل تنه بې کوره کېږي نو په دې کې اتيا به زنانه وي. د نړيوالو ادارو مشرانو د جنسي توپير ختمولو دا غږونه په داسې حال کې کړي چې په تازه مالي اټکلونو کې ويل شوي دي چې د نړۍ اقتصاد پېچلی دی او د کرونا وايرس وروسته د يوکراین جګړې نړيوال اقتصاد لا د نورو چېلنجوتو سره مخ کړی دی. په پاکستان کې جنسي توپيرونه د ملګرو ملتونو ترمخه پاکستان د جنسي نابرابرۍ په حساب د نړۍ په 156 هيوادنو کې په 145 نمبر دی او ښځو ته پکې د کار موقعې کمې تر لاسه کېږي. په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې جنوبي اېشیا ښځو ته په اقتصاد کې پوره ونډه ورکولو کې تر ټولو وروستو پاتې سيمه ده.  د رپوټ تر مخه ایران، پاکستان او مالدیپ ښځو ته د سړیو سره د يو شان روزګار په موقعو ورکولو کې د سیمې د نورو هيوانو نه هم وروستو پاتې شوي دي. شاندانه سعد په خېبرپښتونخوا کې د ښارونو د پرمختګ پروګرام ډایریکټره ده او په دغه موضوع یې د خبرو په وخت وي او اې ډیوه ته ويلي، "د ښه اقتصاد لپاره دا مهمه ده چې ښځو ته د کار موقعې برابرې شي".  په پېښور کې مېشتې سوداګرې افشانې وي او اې ډیوه ته په دغه موضوع ویلي “ د ښځو روزګارونه پکار نه ده چې د طب او تعليم د مدونو پورې محدود کړی شي، بلکې د دوی لپاره د دسوداګرۍ او نورو مدونو کې موقعې ورکول هم مهم دي”.  د نړيوال بېنک وروستۍ شمېرې ښي، په پاکستان کې ښځې په سلو کې صرف 23 رسمي روزګارونه لري. د نړيوال بېنک ترمخه دغه شرحه په پېښور کې نوره هم کمه ده او 13 فيصدي ده. د نړيوال بېنک څېړنه ښیي چې سړي د ښځو سره د کور کار نه کوي او يوه زنانه لږ تر لږه پنځنيم ساعته د کور کار کوي.  ملګري ملتونه، نړيوال بېنک، نړيواله مالي اداره يا ایي اېم اېف وایي په پاکستان کې زنانو ته د روزګار د موقعو پيدا کولو لپاره پکار ده چې دوي ته زدکړې، هنرونه او د صحت اسانتياوې پيدا کړی شي. 

12.04.2023 ډیوه

ای اېف پي: ایراني پلاوی سعودي عرب ته رسېدلی چې د سفارتخانو په بیرته پرانېستلو خبرې وکړي

د ایران د خارجه وزارت ترجمان ناصر کنعاني وویل چې د سفارتي تعلقات د بیا شروع کولو معاهده د نافد کولو سره سم د ایران ټېکنيکل پلاوی د شورو په ورځ ریاض ته ورسېدلو او سعودي مامورینو يې هرکلی وکړو

12.04.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

12.04.2023 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

12.04.2023 امریکا غږ

مفتي سعيد: د بشرا بي بي سره د عمران خان لومړۍ نکاح غېرشرعي او غېرقانوني وه

نکاح کوونکي مفتي محمد سعيد چې د عمران خان او بشرا بي بي نکاح کړی وو، عدالت ته په جمع کړي بيان حلفي کې ويلي، "که د شرعي او قانوني نظره وکتل شي نو د عمران خان د کال 2018م د لومړۍ جنورۍ نېټې والا نکاح غېر شرعي او غېر قانوني وو".

12.04.2023 ډیوه

امریکايي مقام: د ملي امنیت مشاور له شهزاده سلمان سره د یمن په اړه وغږېده

په یمن کې د جګړې د ختمولو د هڅو په لړ کې له حوثي یاغیانو سره د سعودي عربستان د چارواکو له ملاقات وروسته، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مشاور جیک سولیوان د سعودي له شهزاد محمد بن سلمان سره په تیلیفون کې خبرې کړي.

12.04.2023 امریکا غږ

فرانسه نهه افغانان د انسانانو د قاچاقو په تور محاکمه کوي

په پاریس کې مقامات وايي د هغو نهو افغانانو محکمه پیل شوې ده چې له فرانسې څخه یې بریتانیا ته د اوبو په خطرناکو لارو د انسانانو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.

12.04.2023 امریکا غږ

امریکايي چارواکي د سعودي ولي عهد سره په یمن کې د جنګ په اړه خبرې کړې دي

یمن ته د سعودي سفارتکار الجبار د سفر نه مخکې سعودي عرب او ایران د چین په منځګريتوب سفارتي تعلقاتو په بحالولو متفق شول. د دواړو ملکونو په ۲۰۱۶ کې سفارتي تعلقات ختم کړي وو. ای پي وايي د یمن په خانه جنګۍ کې ایران د هوثیانو تر ټولو لوی غیرملکي مرسته کونکی ملک دی

12.04.2023 ډیوه

د هند پر یو پوځي مرکز په ډزو کې څلور پوځیان وژل شوي خو پولیس یې وایي د ترهګرۍ پېښه نه ده

واشنګټن ــــ د هندوستان په پنجاب صوبه کې په یوه پوځي مرکز کې ډزې شوې دي چې څلور پوځیان پکې وژل شوي دي خو د ټپیانو په اړه یې څه نه دي ویلي، چارواکي وایي دا د ترهګرۍ پېښه نه ده. دا پوځي مرکز د نوي ډیلي شمال لوېدیځ لور ته د شاوخوا 280 کیلومیټره په فاصله دی، چې اکثر پکې د پوځیانو کورنۍ دي. دا مرکز د پاکستان له پولې هم د شاوخوا 100 کیلومیټره په فاصله دی. د دې هېواد پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې د ډزو دا پېښه د چارشنبې- شورو په سهار وختي شوې او څلور عسکر ټپیان شوي وو چې وروسته یې ساه ورکړه. د هند د دفاع وزارت یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښکاره کولو په شرط رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې د بټیندا ښار له پوځي اډې ډزې کوونکي تښتېدلي دي چې وایي شمېر یې معلوم نه دی. پوځ په خپل بیان کې د پېښې د څرنګوالي او نورو معلوماتو په اړه څه نه دي ويلي او نه هم د پېښې ذمه واري تر اوسه چا پر غاړه اخيستې ده. د هندوستان د پنجاب صوبې د پولیسو یوه اعلی چارواکي ایس پي ایس سریندر پال سینګ پرمار رویټرز ته ویلي چې دا پېښه "د ترهګرۍ حمله نه وه" او په یوه کېنټین کې دننه شوې ده. د پوځ په بیان کې ویل شوي چې دا پوځي اډه یې بنده کړې ده او د سیمې له پولیسو سره په ګډه یې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو وایي په پېښه کې چاته نور کوم ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی: "په پېښه کې هر اړخ څېړل کېږي چې په هغه کې د یوه ټوپک او د 28 مرمیو ممکنه استعمال هم شامل دي چې دوې ورځې مخکې یې د ورکېدو رپوټونه ورکړل شوي وو." له پاکستان سره په پوله لرونکي هندي پنجاب کې دا پېښه په داسې وخت کې شوې ده چې په صوبه کې د بېساکي په نوم کلتوري رسم ته د تیاریو په لړ کې سخت امنیتي تدابیر اخیستل شوي دي. د وي او اې اردو د رپوټ له مخې د هندوستان په پوځي چاوڼیو کې مخکې هم د ترهګرۍ او د پوځیانو د خپلمنځي شخړو په نتیجه کې د ډزو پېښې شوې دي. د تېر کال په جون کې د هندي پنجاب په پټان کوټ ضلع کې یو پوځي په چاوڼۍ کې دننه دوه عسکر په ډزو وژلي وو. د 2018م کال په فرورۍ کې د هند تر ولکه لاندې کشمیر په سنجوان چاوڼۍ کې هم د ترهګرۍ په یوه برید کې دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.

12.04.2023 ډیوه

څېړونکي: تحریک انصاف ځکه په پوځ پسې خبرې کوي چې ملاتړ یې ورله پرېښودی

 سياسي چارو کار پوهان وايي، پاکستان تحریک انصاف ګوند چې په واک کې وو، وزيراعظم عمران خان به یې د پوځ او پوځ د مشر صفتونه کول خو اوس چې ترې پوځ لاس اخستی، ياد ګوند په پوځ پسې خبرې کوي چې پوځ په سياست کې لاسوهنه کوي.

12.04.2023 ډیوه

 د امریکې صدر جوبایډن شمالي ایرلېنډ ته رسېدلې، د برطانيې وزیراعظم سره به ملاقات کوي

صدر بایډن ابا او اجداد د ایرلېنډ نه امریکې ته تللي او هغه همېشه د خپل ایرېش نسب ذکر کوي او د ایرلېنډ د سفر په مهال به پلارنۍ علاقې بالینا ته هم ورځي

12.04.2023 ډیوه

ویسټ په افغانستان باندې د خبرو لپاره قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۱ ( حمل۲۲) قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ د تازه سفر د پیلیدو خبرورکړی دی.

12.04.2023 امریکا غږ

ذبیح الله مجاهد: د ملګرو ملتونو کار ته خنډ نه جوړېږو خو د ښځو پر کار بندیز یوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده

واشنګټن ـــــ د طالبانو حکومت وایي د ملګرو ملتونو کارونو ته خنډ نه جوړوي خو د ښځو پر کار کولو یې چې د دې ادارې په دفترونو کې بندیز لګولی دا د افغانستان کورنۍ ارزښتي موضوع ده او باید ټول اړخونه ورته درناوی ولري. ملګرو ملتونو لا د طالبانو دې تازه خبرو ته څه جواب نه دی ویلی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښځو پر کار د بندیز د پرېکړې دا معنا نه ده چې ګوندې له هغوی سره "توپیري چلند" کېږي یا د ملګرو ملتونو فعالیت ته خنډ جوړېږي: "موږ د خپلو ټولو هيوادوالو ديني، کلتوري او هر ډول ګټو په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو حقوقو ته ژمن يو". په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د نهې- سه شنبې په روځ يو ځل بیا د طالبانو د چارواکو هغه پرېکړه په کلکه غندلې ده چې له ملګرو ملتونو سره د افغانو ښځو پر کار کولو یې بندیز لګولی دی. ملګرو ملتونو ویلي وو د طالبانو "دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نه شي منلی" او خبرداری یې ورکړی چې که په افغانستان کې کارونه ودروي ذمه وار به یې طالبان وي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې چې د افغانستان اوسنی بشري حالت د نړیوالو بندیزونو او  فشارونو له کبله دی چې وایي لا هم دوام لري او د ده په وینا اصلي ذمه واري يې هم پر هغه چا ده چې د افغانستان پر مالي او بېنکي سيسټم يې بنديزونه لګولي دي: "د افغانستان بیړني حالت ته په کتو ضروري ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه ژر تر ژره د افغان شتمنیو کنګل کولو، بانکدارۍ، سفري بندیزونو او نورو محدودیتونو مسئله حل کړي چې افغانستان وکولی شي په اقتصادي، سیاسي او امنیتي ډګرونو کي پرمختګ وکړي". ذبیح الله مجاهد د شتمنۍ د کنګل کولو او پر بېنکي نظام د بندیزونو په اړه د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو د 2021م کال د اګست پر 15مه چې طالبان په افغانستان واکمن شول امریکې د دې هېواد شاوخوا اووه اربه ډالر کنګل کړل او د طالبانو حکومت ته له سپارلو یې انکار وکړ. د تېر کال 2022م کال په فرورۍ کې صدر جوبایډن وویل چې د دې شتمنۍ نیمایي به د یوولسم ستمبر د پېښې اغېزمنو کورنیو ته وساتل شي او نیمې به یې له افغان ولس سره د بشري مرستو لپاره د سویټزرلېنډ یو ټرسټ ته واستول شي. خو د نیویارک د منهېټن ښار قاضي جورج ډېنیل په تېره فرورۍ میاشت کې وویل، دی د امریکې "د اییني پابندیو" په بنیاد طالبان د افغانستان قانوني حکومت نه ګڼي او دا پیسې د افغانستان بېنک شتمني ده، وایي که د یوولسم ستمبر اغېزمنو کورنیو ته د دې شتمنۍ د ورکولو اجازه ورکړي د دې معنا به دا وي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت قانوني جواز لري. ذبیح الله مجاهد په خپله تازه اعلامیه کې د طالبانو پر مشرانو سفري بندیزونو ته هم اشاره کړې او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د نجونو پر اعلی تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز یو سبب یې همدا وي چې غواړي امریکا او ملګري ملتونه یې مشرانو ته اجازه ورکړي چې له نړیوالو سره د اړیکو جوړولو لپاره په ازادۍ سره سفرونه وکړي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي، اداره یې په افغانستان کې 3,300 کارکوونکي لري چې 2,700 نارینه او 600 ښځې دي او دوی ټول د اپرېل له پینځمې راهیسې په کورونو کې دي خو وایي کار ته دوام ورکوي او تنخا به ورکول کېږي. دوجاریک وایي په افغانستان کې له افغانانو پرته د ملګرو ملتونو 600 پیاوړي نړیوال کارکونکي هم کار کوي، چې په هغوی کې 200 ښځې دي خو وایي د طالبانو بندیز د دوی کار نه دی اغېزمن کړی.

12.04.2023 ډیوه

طالبان وايي د ملګرو ملتونو ادارو کې د ښځو د کار د بندیز په اړه یې له یوناما سره خبرې کړي

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) د کورني سیاست او اقتصادي چارو د څانګو چارواکو د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د دفتر د عمومي رئیس محمد ذاکر سره د طالبانو له خوا د "ملګروملتونو په دفترونو کې له کار څخه د افغان میرمنود منع کیدو" په مسله خبرې کړي دي.

12.04.2023 امریکا غږ

ازادي راډيويي مجله؛ پېشلمي ته د ډول له لارې د خلکو وېښولو دود اوس هم ژوندی دی؟

پېشلمي کې د ډول وهلو له لارې د خلکو د وېښولو پر دود راپور، د ډاکټر محب زغم پر ناول "دوزخ په جنت کې" خبرې. د "انسان ناپېژندل شوی مخلوق" کتاب له ژباړن سره مرکه مو هم همدې خپرونه کې را اخيستي. دغه راز په زابل کې د يو شمېر لرغونو سيمو د تثبيت په اړه راپور، شعر او کيسه هم درته د خپرونې په جريان کې وړاندې کېږي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

12.04.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more