ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ مهم پړاو ته ننوتلې دي

په داسې حال کې چې د ترکیې ټاکنو ته یوه اونۍ پاتې ده، دغو ټاکنو ته کاندید اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه مخکښ سیال کمال قلیچداراوغلو چې د اپوزیسیون د ټاکنیز ایتلاف مشر دی، په استانبول کې د خلکو لویو غونډو ته ویناوې کړې دي.

08.05.2023 امریکا غږ

د طالبانو خارجه وزیر د خپل حکومت د تګلارې دفاع وکړه او وایي چې د جېنکو د تعلیم بندیز "دایمي نه دی"

واشنګټن   - د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي ویلي دي چې د دوی حکومت په افغانستان کې د جېنکو تعلیم "دایمي" نه دی بند کړی او ښځې اوس هم په مختلفو برخو کې کار کوي. متقي چې د څلور ورځېني سفر په مقصد پاکستان ته تللی و، او په دې کې یې د چین او پاکستان خارجه وزیرانو سره هم وکتل، د خپلې دورې په آخري ورځ، ګل/دوشنبه یې د پاکستان په سرښار اسلام آباد کې یو سیمینار ته خبرې وکړې. هغه په دې سیمینار کې وویل: "مونږ اوس مهال [په افغانستان کې] په ابتدایي کچه او همدا راز د پوهنتونونو په کچه، لس میلینه طالب علمان لرو. نهه میلینه یې د تعلیم هر قسمه طریقو ته رسایي درلودلی شي. په دې کې تر شپږم جماعته جېنکۍ هم شاملې دي. په تعلیمي ادارو کې شاوخوا درې لکه استاذان سبق ورکوي چې په دې کې دوه نیوي زره یې زنانه دي." طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان قبضه ولګوله او له هغه وخت راهیسي یې په دې جنګ ځپلي هېواد کې ګڼ شمېر محدودیتونه نافذ کړي چې د اسلامي قوانینو څخه د دوی سختدریځه شناخت څرګندوي. د طالبانو د حکومت لاندې افغانستان کې ګڼ شمېر ښځې د حکومت په زیاتو ادارو، غیردولتي تنظیمونو، او آن د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار کولو نه منعه کړی شوي دي. همدا راز ځیني عامو ځایونو، لکه پارکونو ته هم د ښځو جېنکو په تګ بندیز لګولی شوی دی. جېنکیو ته هم دا حق نشته چې په سکولونو کې د شپږم جماعت نه پورته تعلیم وکړي. نړېوالو د طالبانو نه په کراتو غوښتي دي چې په ښځو او جېنکو دې محدودیتونه لېرې کړي، مګر طالبان یې نه مني او وایي چې دا د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلت دی. بل اړخ ته د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي د ګل/دوشنبې په ورځ پخپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې په زرهاوو ډاکټرانې او نرسانې اوس هم د صحت په برخه کې په کارونو لګیا دي. هغه دا هم وویل چې په اسلامي مدرسو کې ښځې جېنکۍ تعلیم کوي او سبق ورکوي. متقي زیاته کړه: "مونږ هېڅکله دا نه دي ویلي چې د ښځو تعلیم غیراسلامي دی یا په افغانستان کې په دایمي توګه بند دی. په حکم کې په واضحه توګه ویلی شوي چې د زنانه و تعلیم تر امر ثاني پورې ځنډېدلی پاته دی." د حکم نه د متقي مقصد، د طالبانو د مشر ملا هبت الله آخندزاده حکم و چې تېر کال یې نافذ کړی او جېنکۍ د شپږم جماعت نه پورته تعلیم کولو نه منعه ګرځوي. هغه همدا راز په پوهنتونونو کې د جېنکو تعلیم هم ځنډولی دی. امیرخان متقي د ګل/دوشنبې په ورځ، بغیر د دې چې جزئیات وړاندې کړي، په اسلام آباد کې وویل: "مونږ په دې مسئلې باندې تر یوه ډېره حده پورې پرمختګ کړی دی، او د افغانستان حکومت به خپل کوششونه جاري وساتي چې د دې مسئلې په اړه باقي مشکلات هم په دوستانه توګه حل کړي." بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ماهرینو یوه ډله چې په اووه ورځېني مېشن افغانستان ته تللې وه، د تېرې جمعې په ورځ یې خپله دوره پای ته ورسوله او ویې ویل چې په افغانستان کې "د جنسیت په بنیاد د اداره جاتي تفریقي چلند شدید حالت" روان دی چې مثال یې تر اوسه ندی لیدل شوی. د ملگرو ملتونو لېږل شوي پلاوي پخپل ابتدایي موندنو کې وویل: "مونږ په افغانستان کې د جنسیتي مبینه ظلم په اړه ډېر ژور فکرمند یو، کوم چې د بشري حقونو یو سیسټماټیک او شدیده خلاف ورزي او د بشريت په ضد یو جرم دی." د پلاوي وینا وه چې طالب چارواکو د دوی سره په ملاقاتو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د جېنکو د سکولونو په بیا پرانېستلو کار کوي، مګر واضحه یې ندي ویلي چې سکولونه به څه وخت بېرته پرانېستل شي. درې اړخیزې خبرې امیر خان متقي چې نوم یې د ملګرو ملتونو په هغه لېست کې دی چې د سفر حق نلري، د سیکوریټي کونسل یوې کمیټې ورته اجازت ورکړ چې پاکستان ته سفر وکړي او د خالي/شنبې په ورځ د چین د خارجه وزیر چن ګانګ او د پاکستان له خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري سره په یوه درې اړخیزه ناسته کې برخه واخلي. بجېنګ او اسلام آباد دواړو د طالبانو له پلاوي نه وغوښتل د هغو ترهګرو ډلو په ضد اقدامات وکړي چې د افغانستان په خاوره کې دننه فعالیتونه کوي او د خطې استحکام ته خطره پېښوي. د طالبانو خارجه وزیر، چې حکومت یې تر اوسه هېڅ ملک په رسمیت ندی پېژندلی، د ګل/دوشنبې په ورځ یوې پوښتنې ته په جواب کې وویل: "مونږ به هېچا ته اجازت ورنکړو چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد استعمال کړي. مونږ پخپلو فیصلو کې کامیابه پاته یو، او مونږ به په آینده کې هم خپلې ژمنې باندې درېدلي اوسو چې افغان خاوره د هېچا په ضد استعمال نکړی شي." پاکستان د ګل/دوشنبې په ورځ د درې اړخیزې ناستې په اړه یو مشترک بیان خپور کړ او ویې ویل چې ګډون کوونکو عزم ښودلی چې د امنیت، ترقۍ، او سیاسي چارو په برخو کې به خپل ترمنځ همکارۍ پراخوي.   دا د وي او اې د انګریزي څانګې خبریال ایازګل رپوټ دی چې له انګریزي ژبې پښتو ته ژباړل شوی دی. 

08.05.2023 ډیوه

افغان سوک وهونکي نجیم ولي خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

د ګډو رزمي لوبو (ایم ایم اې) افغان لوبغاړي نجیم ولي، د سوک وهنې په خپلې لومړنۍ سیالۍ کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه.

08.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.05.2023 امریکا غږ

د چین د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره د اړیکو ثبات غواړي 

چین وايي چې د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ یې نن دوشنبه مۍ اتمه (غوايي ۱۸) په بیجینګ کې د متحدو ایالتونو له سفیر نیکولا برنیز سره لیدلي او ویلي دي چې «عالي لومړیتوب» د دواړو سیالو هېوادونو [چین او امریکا] ترمنځ د اړیکو ثبات دی.   د فبرورۍ په میاشت کې د متحدو ایالتونو هوايي ځواک په خپل فضايي قلمرو کې د چین «د جاسوسۍ یو بالون» ووېشت او نسکور یې کړ، چین ادعا کوي چې بالون یې د سایسني معلوماتو ټولولو لپاره استول شوی و چې لاره یې غلطه کړې وه.  له دې پېښې وروسته، دا لومړی ځل دی چې د دغو هېوادونو دوه دپلوماتان په دې کچې سره ګوري.  د چین د دولتي رسنیو په حواله وزیر چین ګانګ سفیر نیکولاس برنیز ته ویلي دي: «عالي لومړیتوب دا دی چې د چین او امریکا روابط ثابت شي، د مخ په ځوړ کېدو او د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ د پېښو مخه ونیول شي.»  هغه زیاته کړې ده: «دا باید د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه اساسي اجماع وي او دا باید د دولت په کچه، په ځانګړي ډول د دوو سترو هېوادونو ترمنځ په روابطو کې یوه مهمه کرښه وي.»   په چین کې د امریکا سفارت لا د دغه ملاقات په اړه جزیات نه دي ورکړي او نه هم واشنګټن کې امریکايي مقاماتو لا په دې اړه څه ویلي دي.  فرانس پرس راپور ورکړی دی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د متحدو ایالتونو سفیر ته دا خبره هم کړې ده چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ روابط اغیزناک وو خو «ځینو څرګندونو او د امریکا  له لورې ځینو اقداماتو» د دغو اړیکو پرمختګ ګمزوری کړ.   د چین او  امریکا ولسمشرانو د تېرکال د نومبر په میاشت کې هم سره لیدلي وو.  په پام کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به اروپا ته ته ځي او هلته د جرمني، فرانسې او ناروې له مقاماتو سره ګوري. امریکا او چین دوه لوی اقتصادي هېوادونه دي.  د بالون د وېشتلو له پېښې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې شوې او هغه وخت د متحدو ایالتونو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چین ته خپل پلان شوی سفر هم لغوه کړی و. 

08.05.2023 امریکا غږ

ای پي: په خرطوم کې د ګل، دوشنبې، په ورځ امن و

د 15 اپرېل نه چې کله نه په خرطوم کې د پوځ او د RSF ترمنځ دغه جګړه شروع شوي نو په غټه کچه د نورو ملکونو اوسېدونکې او سفیران د سوډان نه وتل شروع شوي. د سوډان د صحت وزارت وايي، تر اوسه پورې په جګړه کې لږترلږه 550 کسان وژل شوي 5,000 ته نزدی په کې زخمیان دي

08.05.2023 ډیوه

د امریکي خارجه وزیر ته امر شوی چې افغانستان نه د انخلا په اړه خفیه دستاوېزات دې کانګرس ته ورکړي

په تېره یوه میاشت کې سټېټ ډپارټمنټ د مېکال دفتر ته د یاداشتونو خلاصه ورکړې ده خو د جمعې په ورځ خپل خط کې هغه وویل د خارجه وزارت چې کوم معلومات شریک کړي دا ناکافي دي او مارچ په ۲۸ نېټه د هاوس د خارجه چارو د کمېټۍ د حکم یا سپينا د غوښتنه نه مطمينیوي

08.05.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

08.05.2023 امریکا غږ

پوهان: مذهب د سپکاوي په مسله کې احتياط او قانون په لاس کې اخستل نه دي پکار

ديني پوهان عالمان وايي، پاکستانۍ ټولنه کې يواځې په مذهبي معاملاتو کې د تشدد پېښې نه کيږي دا يوه مجموعي مسله ده، پاکستان کې دا قومي مزاج جوړ شوی دی چې په واقعاتو تشدد کيږي. خو په داسې مسلو کې احتياط او قانون په لاس کې اخستل نه دي پکار.

08.05.2023 ډیوه

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د طالبانو له خوا په عام محضر کې پر بدني سزاګانو د یوناما کلکه نیوکه در اوروو. د یوناما وروستی رپوټ وایي د تیر میلادي کال د نومبر او د روان کال تر اپریل پورې طالبانو د ښځو او هلکانو په ګډون ۳۳۲ کسانو ته بدني سزاګاني ورکړي. بیا به مو راولپينډۍ ته بوځو او د پاکستاني پوځ له لوی درستیز سره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د ملاقات مهم ټکي به درسره شریک کړو. د طالبانو پلاوي د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم درې اړخیزه غونډه درلوده چې بشپړحال یې د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خپرونه کې کتلای شئ.

08.05.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

08.05.2023 امریکا غږ

د امریکا د قامي سلامتیا مشیر د سعودي ولي عهد سره اهم ملاقات کړی

د سعودي عرب سرکاري مطبوعات وايي چې د جدې په ساحلي ښار کې شوي دغه ملاقات کې په سټرټیجیکي تعلقاتو هم بحث شوی دی

08.05.2023 ډیوه

ایران دوه کسان مذهب د سپکاوي په الزام تېزندي کړي

د روېټرز ترمخه، ميزان وویل دواړو کسانو په انټرنېټ ګڼ شمېر پاڼې چلولې چې په کې د اسلام نه کرکه، مذهب نه منلو ته وده ورکول کېده او د مقدساتو سپکاوی کېدلو

08.05.2023 ډیوه

له ټولپوښتنې وروسته د اوزبیکستان ولسمشر له وخت څخه مخکې ټاکنې کوي 

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له خپل ټاکلي وخت څخه مخکې د انتخاباتو نېټه اعلان کړه. 

08.05.2023 امریکا غږ

متقي: د نجونو او ښځو زده کړې مو حرامې نه دي ګڼلي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې طالبان د نجونو او ښځو زده کړې حرامې نه ګڼي، بلکې افغانستان کې یې د امر ٍثاني پورې زده کړې ځنډولي دي.

08.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more