ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ترکیې ولسمشرۍ ته کاندید قلیچداراوغلو د ملتپالو د رایو خپلولو هڅه پیل کړې

د ترکیې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو په درشل کې ولسمشرۍ ته نوماند کمال قلیچداراوغلو د کډوالۍ ضد او قوي امنیتي دریځ سره هڅه کوي چې د ملتپاله رایه ورکوونکو پام ځان ته واړوي.

25.05.2023 امریکا غږ

لوکاشینکو: روسیې بلاروس ته د خپلو اټومي وسلو لیږل پیل کړي دي

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، نن پنجشنبې د مې ۲۵ (غبرګولي ۴مه) وویل چې، روسیې خپل لویدیځ ګاونډي او نږدې ټلوالي (بلاروس) ته د اټومي وسلو لیږل پیل کړی دی.

25.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

25.05.2023 امریکا غږ

ایران د زیارت په ورځ له مایع سون توکو څخه د جوړ کړي بلسټیک توغندي اعلان وکړ

واشنګټن – د ایران دولتي رسنۍ ویلي، چې دغه توغندي ۲۰۰۰ کیلومټره واټن وهي او کوپړۍ یې ۱۵۰۰ کیلوګرامه وزن لري. د ایران دولتي ټي وي کې ښودل کېږي چې په بریالۍ توګه ددغه توغندي ازموینه ترسره کېږي. د ایران د دفاع وزیر رضا اشتیاني ویلي، یاد میزایل د توغولو لپاره په لنډ وخت کې تیار کېدای شي. د ایران لخوا د څلورم جنېرېشن دغه بلسټیک توغندي ته د خیبر نوم وکړل شوی. د دې راپور ځینې برخې له اسوسيېټېد پریس او فرانس پریس خبري ادارو څخه اخیستل شوي.

25.05.2023 ډیوه

په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د ۳۰ نه زیاتو کسانو مقدمې پوځی عدالتونو ته سپارل کېږي

د انساني حقونو نړیوالو تنظیمونو په پاکستان کې په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو د مقدمو مخالفت کړی دی

25.05.2023 ډیوه

مصنوعي لاس ته د واقعي حس ورکولو لپاره د یو افغان ساینس پوه هڅه

د هغو کسانو لپاره چې د بدن کوم غړی  یې پرې شوې وي، د ساړه او تودوخې د واقعي حس بیرته ترلاسه کول لکه څنګه چې د بدن په نور روغو غړو کې یې حس کوي، یو ډیر هیله بښوونکې خبر دی.

25.05.2023 امریکا غږ

د تخار اعتراض کوونکې: ښځې له ټولنې نشي حذف کیدای

په تخار کې یو شمېر اعتراض کوونکي ښځې وايي، ښځې له ټولنې حذف کیدونکې ندي او له طالبانو یې غوښتي چې دوی ته د زده کړې او کار اجازه ورکړل شي. 

25.05.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

25.05.2023 امریکا غږ

اسحاق ډار: د محدود وخت له کبله مو له ای ایم ایف سره پروګرام د جون په اخر کې پای ته رسېږي

اسلام اباد / واشنګټن ــــ د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي د حکومت د هڅو هدف یې د هیواد په تاریخ کې د ایف ای ایم  دوهم پروګرام بشپړول دي، خو وایي د محدود وخت له کبله دا پروګرام د جون په 30مه پای ته رسیږي. اسحاق ډار د چهارشنبې- شورو په ورځ اسلام اباد کې د سوداګرو سره وینا کې وویل، هیواد یې د نهمې بیا کتنې ټولې تخنیکي چارې بشپړې کړي دي او ټینګار یی وکړ چې هیواد د ډیفالټ یا دیوالیه کېدو څه خطره نه ویني. د اقتصاد پوهان وایي هیواد د وړاندې ستونځو سربیره پاکستان د ای ایم ایف سره پروګرام سر ته رسول غواړي او په دې اړه د امریکا په شمول د نورو هیوادونو مرستو ته هم په تمه دی. په اسلام اباد کې د انټرنېشنل اسلامک یونیورسټۍ د اقتصاد د څانګې پروفیسر معراج الحق وي او اې ډیوه سره خبرو کې وایي، د ډیفالټ څخه د بچ کېدو د پاره پاکستان د ای ایم ایف پروګرام ته اړتیا لري، وایي په دې لړ کې د امریکا څخه د مرستې خواست هم شوی دی: "پاکستان د نړیوال مالیاتي فنډ شاوخوا ټوله شرطونه پوره کړي او امریکا به هم نه غواړي چې پاکستان ډیفالټ اړخ ته ولاړ شي، ځکه چې له امله یې دوی ګڼي د ای ایم ایف د پروګرام امکان اوس هم شته". پاکستان د کال ۲۰۱۹م په جولای کې د نړیوال مالیاتي فنډ ای ایم ایف سره د شپږ اربه ډالرو پور د ۳۶ میاشتو پورې تر لاسه کولو تړون لاسلیک کړی وو. نړیوالې مالیاتي ادارې د هغه وخت د خزانې د وزیر مفتاح اسماعیل په غوښتنه دغه پروګرام د ۲۰۲۳م کال د جون تر ۳۰مې نېټې وغزاوه او پروګرام هم ۶.۵ اربه ډالرو ته لوړ شو. په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې دغه پروګرام لږ تر لږه څلور ځله ځنډول شوی دی چې دوه ځله د اوسني ایتلافي حکومت په موده کې هم شامل دي. د پاکستان حکومت له اړخه د ای ایم ایف سره لوظنامه نه ترسره کېدو په نتیجه کې مخې ته د راتلونکي ممکنه اقتصادي بحران د مخنیوي د پاره تر اوسه څه تګلاره مخې ته نه ده راغلې، چې له امله یې له تېرو څو ورځ راهسې د امریکایي ډالر په مقابله کې د روپۍ ببه د تاریخ کښته کچې ته رسېدلې ده. په اوپن مارکیټ کې دا مهال یو ډالر د ۳۰۸ څخه تر ۳۱۳ روپو پورې سودا کیږي. سوداګر د ای ایم ایف په پروګرام کې د ځنډ تر څنګ روان سیاسي او اقتصادي حالات هم د دې سبب ګڼي. د کرنسۍ ډیلر راجا عمر شاهد وې او اې ډیوه ته وایي، مهمه خبره دا ده چې خلکو ډالر د ځان سره ساتلي دي، ځکه چې وایي د ډالر بیه ورځ تر بله زیاتیزي: "بل په هیواد کې سیاسي بې ثباتې خلک د سرمایه کارۍ څخه وېرولی دي. تر دې حده چې د بهر هیوادونو څخه د خلکو د پیسو د رالیږلو په عمل کې هم کمي لیدل شوې ده". د پاکستان د سټېټ بینک د معلوماتو له مخې د روان مالي کال په لومړيو لسو مياشتو کې د تېر مالي کال په نسبت د بهرنیو هیوادونو څخه د پيسو د رالېږلو په عمل کې ١٣ فیصد کموالى راغلى دى. د تېر مالي کال په لومړيو لسو مياشتو کې د بهرنیو هیوادونو څخه د لېږونکو پیسو کچه ۲۶.۱١ اربه ډالره وه، چې د روان کال په همدې موده کې ۲۲.۷ ارب ډالرو ته راټيټه شوې ده. تېره اوونۍ بروکریج هاوس عارف حبیب لیمیټډ د پاکستان اقتصاد په نوم خپل یو رپوټ کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د ای ایم ایف سره د پرمختګ د نشتوالي له امله د پاکستان د دیوالیه کېدو خطر خورا ډېر شوی دی.

25.05.2023 ډیوه

د پاکستان د پخواني وزیراعظم پلوي دویم خبریال بې درکه شوی

د اېشیا او پېسېفېک سیمې دپاره د ار اېس اېف مشر ډېنییل بېسټا پېرس نه د وي او ای ډیوه سره مرکه کې د پاکستان موجوده صورتحال خبریالانو دپاره د تشویش وړ وبللو

25.05.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت شورا وایي، طالبان د واکمن قدرت په توګه په رسمیت نه پيژني. په همدې ترڅ کې په تخار کې میرمنو د طالبانو د بندیزونو په وړاندې لاریون کړی. د ماتېدو له خطر سره مخامخ، په پاکستان کې د پي ټي آی د ګوند راتلونکې ارزوو. د اوسني حکومت د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، حکومت پر تحریک انصاف د بندیز لګولو سوچ لري. او په کډوالۍ کې د دوه مسلکي سندرغاړو ستونزې هم راسپړو.

25.05.2023 امریکا غږ

حامد کرزي شمالي وزیرستان کې د نجونو پر سکولونو بمي حملې وغندلې، میرعلي کې یې په ضد احتجاج شوی

واشنګټن ــــ د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي په شمالي وزیرستان کې د نجونو پر دوو سکولونو بمي حملې غندلې دي او دا یې یو "غیرانساني عمل" بللی دی. په میرعلي ښار کې د دغو سکولونو د تباهۍ خلاف احتجاجي مظاهره شوې ده. حامد کرزي د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر او فېسبوک لیکلي، پر ښوونځیو بریدونه "له علم او پوهې سره ښکاره دښمني ده"، چې د ده په وینا د پرمختګ دښمنان یې تر سره کوي. د شمالي وزیرستان د میرعلي په دوو جلا سیمو هیسوخېل او موسکي کې د مې پر 22مه د شپې وسلوالو د نجونو دوه سرکاري سکولونه په بمونو الوځولي وو. په بریدونو کې چاته کوم زیان نه وو رسېدلی. د ځایي خلکو په وینا په دغو سکولونو کې شاوخوا 500 نجونو تعلیم کاوه، چې د سکولونو تر تباه کېدو وروسته یې زدکړې متاثره شوې دي. د نجونو پر دغو دوو سکولونو د بمي بریدونو په خلاف د پنجشنبې- زیارت په ورځ په د شمالي وزیرستان په مرکز کې د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ په لسګونو کسانو احتجاج هم کړی دی. این ډي ایم پر خپله رسمي ټویټر پاڼه د دې احتجاج عکسونه خپاره کړي، چې پکې لیدل کېږي احتجاج کوونکو په لاسونو کې شعارپاڼې هم را اخیستې دي او پرې لیکل شوي دي "نجونې هم د تعلیم حق لري"، "په وزیرستان کې دې د نجونو تعلیم و ژغورل شي". حامد کرزی وایي د داسې بریدونو مقصد دا دی چې "زموږ بچیان په خاصه توګه نجونې د علم او کمال خاوندانې نه شي او ټولنه مو تل د پردو محتاجه پاتې وي"، وایي ډاډمن دی چې دا ډول بریدونه به په پښتونخوا کې د نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي: "د مخربینو دغه شوم اعمال به هېڅکله هم زموږ د بچیانو د درس او تعلیم خنډ نه شي او زموږ بچیان به په قوي هوډ او پراخه حوصله د علم او پوهې عالي درجو ته ځان رسوي". د شمالي وزیرستان د نجونو پر سکولونو د بمي حملو خلاف د پاکستان د وزیراعظم او د پښتونخوا د حکومت له خوا د غندنې څه بیان تر اوسه مخې ته نه دی راغلی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د حکومت پر دغه رویه نیوکه کړې او پر ټویټر یې لیکلي: "دا هم سرکاري ودانۍ وې خو د وزیراعظم په ګډون د هیڅ سیاسي مشر زړه هم د وینو اوښکې ونه څڅولې، نه پرې عدالتونو افسوس وکړ او په مېډیا کې هم ورباندې ماتم نه لیدل کېږي، د پښتون وطن د بربادیو ذمه وار همدا ریاست دی". د منظور پښتین وروستي تور ته لا کومې ریاستي ادارې جواب نه دی ویلی، خو پوځ او حکومت د پي ټي ایم هغه تورونه تل رد کړي چې وایي په شمالي وزیرستان کې یې په پوځي عملیاتو کې تر ترهګرو پر ځای عام خلک وژلي او د خلکو کورونه یې وران کړي دي. په میرعلي کې د نجونو پر سکولونو د بریدونو ذمه وارۍ تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دي اخیستې، خو په دې سیمه کې تحریک طالبان پاکستان وسلواله ډله فعاله ده چې په وروستیو کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي. په افغانستان کې چې د طالبانو حکومت له تېرو تقریباً دوو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي او له تېر دسمبره وروسته یې په پوهنتونونو کې هم د هغوی اعلی تعلیم ځنډولی، دا لومړی ځل دی چې د پښتونخوا په دې قبایلي ضلع کې د نجونو سکولونه په بمونو تباه کړل شوي دي.

25.05.2023 ډیوه

راین کراکر: د ایران او طالبانو ترمنځ ناندرۍ به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي

په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر راین کراکر وايي، د هلمند سیند د اوبو د وېش (حقابې) پر سر د ایران او طالبانو ترمنځ ناندرۍ به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي.

25.05.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

25.05.2023 امریکا غږ

پاکستاني طالبان د ګازو او تیلو پر زېرمو د ولکې هڅه کوي - شنونکي

په پاکستان کې شنونکي وايي پاکستاني وسله وال طالبان د حکومت په وړاندې د خپل دریځ د پیاوړتیا دپاره په خیبر پښتونخوا او بلوجستان ایالتونو کې د تیلو او ګازو د زیرمو د ولکې هڅه کوي.

25.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more