شاته

پاکستاني طالبان د ګازو او تیلو پر زېرمو د ولکې هڅه کوي - شنونکي

په پاکستان کې شنونکي وايي پاکستاني وسله وال طالبان د حکومت په وړاندې د خپل دریځ د پیاوړتیا دپاره په خیبر پښتونخوا او بلوجستان ایالتونو کې د تیلو او ګازو د زیرمو د ولکې هڅه کوي.

وسله والو د مۍ په ۲۳مه د پښتونخوا په هنګو کې د هنګري د تېلو او ګازو په شرکت برید وکړ چې په ترڅ کې یې شپږ امنیتي ساتونکي ووژل شول. له دې پېښې یوه ورځ وروسته په شمالي وزیرستان کې په یو ځانمرګي برید کې څلور کسان ووژل شول.

چارواکي وايي په روان کال کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو په بریدونو کې د سلو نه زیات پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پارلمان غړی احمد کونډي وايي وسله وال هڅه کوي د تیلو او ګازو لرونکو سیمو کې پر امنیت ساتونکو باندې د بریدونو په زیاتولو سره له حکومت سره په خبرو کې خپل دریځ پیاوړی کړي.

ښاغلي کونډي امریکا غږ ته وویل: "د خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیمې د ګازو او تېلو ګڼې زېرمې لري او ترهګر غواړي چې ددغو زېرمو تر نیولو وروسته د حکومت سره په خپلو شرایطو مذاکرات وکړي."

خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونه د پاکستان د انرژۍ ذخیرې ګڼل کیږي او په نړۍ کې د طبیعي ګازو یو له تر ټولو سترو زېرمو د بلوچستان په سبي کې موقعیت لري.

په اسلام اباد کې د شخړو او امنیت د مطالعې د څېړنیزې ادارې شمېرې ښيي چې د روان کال د جنوري نه د اپرېل تر پای پورې په یادو ایالتونو کې نږدې ۱۹۰ ترهګریز بریدونه شوي دي چې تر ټولو ستر یې په جنوري کې په پېښور کې د پولیسو په جومات و چې د ۱۰۰ نه زیات کسان پکې ووژل شول.

حکومت او پوځ د اکثره دغو بریدونو پړه پر پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو باندې اچوي.

په وزیرستان کې مېشت خبریال انوارالله خان وايي، پر امنیتي ځواکونو باندې د حکومت مخالفو وسله والو د بریدونو موخه پر پوځ فشار اچول او د خپلې وړتیا ښودل دي.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د وسله والو پاکستاني طالبانو مرکزي قومانده په افغانستان کې میشته ده او تور لګوي چې دغه ډله په افغانستان کې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې پیاوړې شوې او زیاتوي چې دا کار په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتېدو لامل شوی دی.

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د حکومت په وروستي کال کې په حکومتي کچه د پاکستاني طالبانو سره مذاکرات پېل شول او څو ځله پدې هدف افغانستان ته پلاوي ولېږل شول، خو اوسني حکومتي او پوځي مشرانو دغه تګلاره رد کړې ده.

خبریال انوارالله خان وايي، ددغو مذاکراتو د پرېښودلو یو لامل د مدني ټولنو فشار و چې له حکومته یې همدا غوښتنه کوله.

پاکستاني پوځ وايي، د خپلو استخباراتي معلوماتو پربنسټ د وسله والو خلاف چاڼیز عملیات کوي. پوځ تېره میاشت وویل چې پدغو عملیاتو کې یې تراوسه نږدې ۱۴۰۰ مشکوک ترهګر نیولي او ۱۷۰ نور یې وژلي دي.