ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د عمران خان له نیول کېدو وروسته په پاکستان کې وضعیت کړکیچن شوی 

د سه شنبې په ورځ مۍ نهمه (غوايي۱۹) د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران خان له محکمې څخه واېستل شو او ونیول شو. د هغه له نیول کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې کړې.

09.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

09.05.2023 امریکا غږ

قطر د افغانستان  ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کوي

د قطر د پراختیا صندوق د روغتیا له نړیوال سازمان سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې په اساس به یې قطر د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرستې کوي. د دواړو لوریو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې قطر به د هلمند، دایکندي، غور، فراه، سمنګان، زابل، تخار، بغلان، میدان وردګ، پکتیکا او نورستان په ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو سره د درملو او صحي ابتدايي مراقبت مرستې کوي. د قطر د مرستو اندازه نه ده ښودل شوې.  اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا درمل او صحي امکانات به د ولادي ناروغیو، د زېږون په مهال د مور او ماشوم د مړینې او نویو زېږېدلیو ماشومانو د مرګ د مخنیوي لپاره کارول کېږي.   د روغتیا سازمان به همدغه راز د قطر په دغو مرستو سره د صحي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخو کې هم کار وکړي.  د قطر د پراختیا د صندوق مشر خلیفه بن جاسم الکواري ویلي دي: «د قطر دولت د افغانستان د خلکو سره د مرستې په لومړۍ کرښې کې درېږي... سترګې په لار یو چې د روغتیا په برخه کې د مرستې په واسطه د افغانانو په ژوند کې ملموس تغیرات ووینو.»  په افغانستان کې د روغتیا سازمان استازي لو دپینګ ویلي دي چې د قطر دا مرستې به ډېرو خلکو او په ځانګړي ډول «ښځو، ماشومانو او مسنو خلکو ته چې د ټولنې تر ټولو اسیب پذیر خلک دي،» روغتیايي خدمتونه برابر کړي.  د روغتیا سازمان څه موده مخکې خبرداری ورکړ که د میندو روغتیا ته ډېر بام ونشي، په راتلونکو دریو کلونو کې به ډېرې میندوارې ښځې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.  د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې هره میاشت ۲۴زره ښځې ماشومان زېږوي، چې مسلکي قابلې او نرسانې نلري، په تېره بیا په اوسني بشري بحران کې یې اړتیا ډېره لیدل کېږي.   په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د اضطراري دلې مشر الا ابو زید وویل: «د افغانستان په هغو سیمو کې چې صحي خدمتونه کم ور رسېدلي دي، روغتیايي خدمتونه د میندو، ماشومانو او ځلمیانو د مړینې کچه کمولای او هغوی صحي وضعیت پام وړ ښه کولای شي.»  ابو زید ویلي دي چې د قطر په نویو مرستو سره به د څه باندې یو میلیون ناروغانو باکیفیته صحي درملنه وشي. 

09.05.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.05.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

09.05.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: ایران په اوسط ډول په اوونۍ کې تر ۱۰ ډېر کسان اعداموي 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر ولکر ترک نن سه شنبه مۍ نهمه (غوايي۱۹) وویل چې ایران تېرکال ډېر خلک اعدام کړي چې په اوسط ډول په اوونۍ کې تر لسو کسانو ډېر وو.

09.05.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

09.05.2023 امریکا غږ

د فېسبوک مالک په رزمي لوبو کې د سرو زرو مډال وګټه

د فېسبوک بنسټ ایښودونکی مارک زکربرګ وايي د شنبې په ورځ یې د جو جیټسو رزمي لوبو په سیالیو کې په لومړي ځل برخه واخیسته او د سپینو او سرو زرو له مډالونو سره کور ته لاړ.

09.05.2023 امریکا غږ

طالبانو څلور افغان 'خبریالان نیولي'

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې طالبانو د خوست په ولایت کې څلور افغان خبریالان او د رسنیو مسئولین نیولي او بندیان کړي دي.

09.05.2023 امریکا غږ

کرکټ؛ افغانستان له سري لانکا سره درې لوبې لري

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د جون په لومړیو کې به د سري لانکا له ملي لوبډلې سره درې یوه ورځنۍ لوبې کوي.

09.05.2023 امریکا غږ

هند کې یو بس له پله څخه لاندې غورځېدلی او ۲۱ تنه مړه شوي

په هند کې له پله څخه د یو مسافر وړونکي بس د لوېدو په پېښه کې لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي دي. چارواکو وویل چې د بس چلوونکی ښايي ویده شوی و.

09.05.2023 امریکا غږ

د پاکستان پولیسو عمران خان ونیوه

د پاکستان پولیسو تایید کړې ده چې ددغه هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان یې نیولی دی.

09.05.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا د حقونو سرغړونې، ښکاره سزاګانې او د پخوانیو چارواکو وژنې روانې دي

واشنګټن ــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» وایي د روان کال د فرورۍ، مارچ او اپرېل په میاشتو کې هم په دې هېواد د بشري حقونو سرغړونې روانې وې او اندېښنه یې ښکاره کړې چې واکمنو چارواکو د مخالفو غږونو د غلي کولو لړۍ روانه ساتلې ده، خو طالبانو دا دعوې رد کړې دي. یوناما د مې پر نهمه په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه په یو تفصیلي رپوټ کې د ښځو او نجونو د حقونو، د ملکي وګړو د ساتنې، د مخیکني حکومت د ملکي او پوځي پخوانیو چارواکو، بدني سزاګانو، مدني فضا، له زورزیاتي د کار اخیستلو او پر رسنیو د نوو لګېدلو بندیزونو په اړه خپلو ارزونو ته ځای ورکړی دی. د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقونه یوناما ددې رپوټ په سر کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان مېرمنو پر کار د طالبانو د حکومت بندیز د ملګروملتونو د منشور خلاف او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده. یوناما وایي: "تر دې دمه د ملګروملتونو ډېرې ښځینه کارکوونکي د ځورونې، ډارولو او نیولو په ګډون د تګ راتګ د محدودیتونو سره مخامخ شوي دي. د همدې له امله د ملګروملتونو ټولو افغان کارکوونکو ته لارښونه شوې، چې د مې تر پینځمې دې دفترونو ته نه ورځي". د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر "یوناما" په دغه رپوټ کې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیل یادونه هم کړې ده او ویلي دي، په نوي تعلمي کال کې هم د نجونو اعلی تعلیم ځنډول شوی دی: "د سړونو ولایتونو ښوونځي د مارچ په 21مه بیا پرانیستل شول، خو د نجونو منځني ښوونځي په ټول هېواد کې تړلي پاتې دي. د پوهنتونونو نوی تعلیمي کال د مارچ په شپږمه پیل شوی، خو واکمنو چارواکو ښځو ته د زدکړو د بیا پیلولو حق نه دی ورکړی". د مخکیني حکومت او ځواکونو چارواکي: یوناما وايي له پخواني حکومت سره د تړاو لرونکو کسانو "ښکاره وژنې" روانې دي. د ملګروملتونو دغې ادارې د مثال په توګه ویلي، په کندهار کې د مارچ په پینځمه د طالبانو د امنیتي ځواکونو د پولیسو یو مخکینی عسکر له خپل کوره نیولی او بیا یې په ډزو وژلی دی. یوناما وایي د مارچ په 12مه د بلخ ولایت یو پخوانی پوځي چارواکی هم په خپل کور کې نامعلومو وسلوالو وژلی دی. یوناما د فبرورۍ او اپریل ترمنځ میاشتو کې د پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو د خپلسره نیولو او بند د دوام یادونه کړې او وایي: "یوناما د واکمنو چارواکو یوه بېلګه لیدلې، چې یو شمیر کسان یې د ملي مقاومت له جبهې سره د تړاوپه تور نیولي، چې د نیولو ډېر اقدامات د کابل او پنجشیر په ولایتونو کې شوي دي". یوناما وایي په فبرورۍ او اپرېل په میاشتو کې طالبانو په ښکاره د خلکو بدني سزاګانې روانې ساتلې وې او وایي د پکتیا په مرکز کې یې د یوې ښځې په ګډون پینځه کسانو ته د غلا، له کوره د تېښتې، غیراخلاقي کړنو او په ټولنیزو رسنیو کې د فحشا خپرولو په تور بندیان کړي او په دُرو وهلي دي. یوناما په دغه رپوټ کې ویلي په افغانستان کې مدني فضا تنګه شوې او طالب چارواکي د مخالفو غږونو د غلي کولو لړۍ ته دوام ورکوي، وایي‌ په ځانګړي توګه هغه خلک نیسي، چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کوي. یوناما وايي واکمنو طالب چارواکو د فبروری او اپریل میاشتو ترمنځ د خپلواکو رسنیو د محدودولو لپاره نورګامونه اخیستي او د فبرورۍ په نهه د افغانستان د مخابراتو د تنظیم ادارې مخابراتي شبکو ته امر وکړ، چې د امریکا غږ او ازادۍ راډیو ویب پاڼو ته د خلکو لاسرسی بند کړي. د طالبانو دریځ: د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل حکومت له خوا خلکو ته د بدن سزاګانو ورکولو په اړه د یوناما رپوټ رد کړی او دعوه یې کړې چې په افغانستان کې عدالتی نظام تر پخوا پیاوړی شوی او عدالت پر ځای شوی دی. مجاهد د نهې- سه شنبې په ورځ په څو ټویټونو کې لیکلي چې حکومت یې په عدالتونو کې د اسلامي احکامو په رڼا کې د خلکو حقونه خوندي کړي دي: "په افغانستان کې د عدالتونو د فعالیت او د شریعت د عملي کېدو په اړه د یوناما وروستۍ دعوې او اندېښنې بې بنیاده دي، دا انصاف نه دی که څوک دغه پرمختګونه او لاسته راوړنې له پامه غورځوي او بې باوري پیدا کوي". د طالبانو پر حکومت نه یواځې ملګري ملتونو د حقونو د سرغړونو تور پورې کوي، بلکې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو نور نړیوال تنظیمونه هم ترې غواړي چې د ښځو او نجونو د کار او اعلی تعلیم حقونه ورکړي او ټولشموله حکومت جوړ کړي او همدا لوی خنډ دی چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې مخه یې نیولې ده خو طالبان دا د افغانستان داخلي موضوع ګڼي او وایي نور څوک باید پکې لاسوهنه ونه کړي.

09.05.2023 ډیوه

د یوناما راپور ته د طالبانو غبرګون: افغانستان کې 'عدالت او شفاف قضايي سیستم' شته

د طالبانو حکومت د خپلو محکمو له خوا د فزیکي سزاګانو د پلي کیدو په اړه د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" راپور رد کړی او ویلي دي، چې که چیرې په دې برخه کې "پرمختګونه او لاس ته راوړنې" له پامه غورځول کیږي دا به بې انصافي وي.

09.05.2023 امریکا غږ

یوناما: طالبانو د مخالفو غږونو غلي کول روان ساتلي

یوناما په افغانستان کې د روان کال د فبرورۍ، مارچ او اپریل په میاشتو کې د بشري وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې په دغه هیواد کې د بشري حقونو څخه سرغړونو په دوام اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې واکمن چارواکي د مخالفو غږونو د غلي کولو لړۍ ته دوام ورکوي

09.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more