ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن د خېبرپښتونخوا په اووه ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کيږي

ویل شوي، خصوصي کمپاين به په نوښار، پېښور، مومندو، هنګو، خېبر، کوهاټ او چارسده کې کولی شي، او د پينځه و کالو عمر پورې 22 لکه او 12000 ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

19.06.2023 ډیوه

امریکا کې په ډزو کې ۱ تن وژل شوی او ۲۲ ټپي شوي

د متحده ایالاتو د ایلینوی ایالت د شیکاګو ښار یوې څنډې کې په سیمه ایز وخت یکشنبه سهار وختي د موټرو یو پارکنګ کې په یوې میلې کې په ډزو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه ویشتل شوی چې یو پکې وژل شوی او ۲۲ نور ټپي شویدي.

19.06.2023 امریکا غږ

نیتن یاهو د امریکا-ایران تر منځ د اتومي پروګرام په هکله په موقتي معاملې مخالفت وښود

د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو یکشنبه جون ۱۸ (غبرګولي۲۸) د موقتي موافقې په هکله چې د راپورونو له مخې د ایران د اتومي پروګرام په هکله د واشنګټن او تهران تر منځ پرې خبرې اترې کیږي، مخالفت څرګند کړ.

19.06.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د لوی اختر د مياشتې "ذي الحج" د ليدو دپاره کميټي نن کښېني

پاکستان کې د لوی اختر د میاشتې "ذي الحج" د ليدو دپاره د رويت هلال کمېټۍ غونډه نن په کراچۍ کې ترسره کيږي. په سعودي عرب کې د ذي الج میاشت ليدل شوې په 27 د عرفات ورځ او په 28 جون به لوی اختر نمانځل کيږي.

19.06.2023 ډیوه

دره ادم خېلو کې د ټي ټي پي د مطلوب کمانډر د وژلو دعوه شوې

د پاکستان امنيتي ځواکونو دعوه کړې د خېبرپښتونخوا په دره ادم خېل علاقه کې یې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] انتهايي مطلوبه ترهګر کمانډر سره د دوه ملګرو وژلی دی.

19.06.2023 ډیوه

پاکستان یونان کې د خپلو اتباعو ډوبیدو له کبله یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړ

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یکشنبه جون ۱۸ (غبرګولي۲۸) په یونان کې د کډوالو کښتۍ د ډوبیدو له کبله چې ګمان کیږي ډیری ډوب شوي کسان پاکستاني اتباع و، د یوې ورځې لپاره ملي ماتم اعلان کړ.

19.06.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

19.06.2023 امریکا غږ

چین او امریکا د اړیکو ثابتولو لپاره چمتوالی وښود: د بهرنیو چارو وزارت

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او چینایي سیال چین ګانګ تر منځ په مجلس کې دواړو لورو د اړیکو ثابتولو لپاره لیوالتیا څرګنده کړه.

19.06.2023 امریکا غږ

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

18.06.2023 ازادي راډیو

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

18.06.2023 ازادي راډیو

پاکستان کې قامي سوګ: یونان سره نږدې د کډوالو د یو جهاز د غرقېدو په پېښه کې ګڼ شمېر پاکستانیان هم مړه شوي

واشنګټن  - په پاکستان کې مېډیا د اتوار/یکشنبې په ورځ رپوټونه ورکړل چې یونان ته څېرمه په اوبو کې د کډوالو د جهاز په ډبېدو کې باور کیږي چې قریب درې سوه (۳۰۰) پاکستانیان هم مړه شوي دي. د مړه شوو کډوالو رشته دارانو د خپلو عزیزانو د مړه کېدو تصدیق وکړ. په دې بدقسمته بېړۍ کې د پاکستان، شام، او مصر ګڼ شمېر کډوال سپاره و چې پخپلو ملکونو کې د خرابو اقتصادي حالاتو د وجې یې یورپ ته د غیرقانوني تګ هڅه کوله. د  کښتۍ د ډوبېدو نه پس، د یونان چارواکو تر اوسه یو سل او څلور (۱۰۴) کسان ژغورلي، اته اویا (۷۸) جسدونه یې موندلي، او د نورو د موندنې امید کمزوری شوی دی. ویل کیږي چې په جهاز کې په سلهاوو کسان سپاره و. د پاکستان خارجه وزارت تر اوسه د دې تصدیق کړی چې په ژوندي ژغورل شوو کسانو کې صرف دوولس (۱۲) تنان یې د پاکستان شهریان دي. د پاکستان حکومت دا هم ویلي چې په مړه شوو او لاپته شوو کسانو کې د پاکستاني شهریانو د تعداد او پېژندګلو د معلومولو هڅه کوي. د اتوار/یکشنبې په ورځ د پاکستان ټي وي چېنلونو د مړه شوو کډوالو د غم ځپلو رشته دارانو مرکې خپرې کړې او رپوټ یې ورکړ چې د جهاز د ډوبېدو په دې پېښه کې لږ تر لږه دوه کم درې سوه (۲۹۸) پاکستانیان مړه شوي دي. د محمد عکاش په نوم یوویشت کلن پاکستانی چې هغه هم په دې جهاز کې موجود و، یورپ ته د تګ په لاره کې د خپلې کورنۍ سره یې دوامداره ټلیفوني رابطه ساتلې وه او په آخري ځل یې هغه وخت رابطه شوې وه چې د دوی کښتۍ خپل مزل پیل کولو. د هغه تره، امانت علي د اتوار/یکشنبې په ورځ اې اېف پي خبري ادارې ته وویل: "هغه (عکاش) د خپل ورور سره په ټلیفون باندې جذباتي خبرې وکړې او وړاندې تر دې چې کښتۍ کې سپور شي، د خپلې کورنۍ یې وغوښتل چې ورته دعاګانې وکړي." د عکاش تره وایي، دوی وروسته خبر شول چې وراره یې د کښتۍ په ډوبېدو کې مړ شوی دی. دا یوه وړه د ماهي نیولو بېړۍ وه چې د ګنجایش د حد نه زیات کسان په کې سپاره و. امانت علي وایي، د دوی کورنۍ په ګډه شاوخوا اووه زره (۷۰۰۰) ډالر برابر کړي و او یو سمګلر ته یې ورکړي و چې عکاش د دوبی، مصر او لېبیا د لارې یورپ ته ورسوي. د کډوالۍ نړېوال تنظیم (او آی اېم) او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د جمعې په ورځ وویل: "د جون په څوارلسمه نېټه چې کومه بېړۍ د یونان ساحل سره نږدې غرقه شوله، هغې کې د سپرو کسانو شمېر واضحه ندی، مګر داسې باور کیږي چې د هغوی شمېر د څلور سوه او اووه نیم سوه (۷۵۰-۴۰۰) کسانو ترمنځ و. د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف دفتر وویل چې پاکستان به د ګل/دوشنبې په ورځ په هغې پېښې کې د مړه شوو او لاپته شوو کسانو په غم کې، د سوګ قامي ورځ اعلان کړي. وزیراعظم شهباز شریف همدا راز امر کړی چې د انساني سمګلنګ په کاروبار کې شامل اېجنټانو په خلاف دې سمدستي اقدامات وشي. د مرکزي حکومت چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د غرقې شوې بېړۍ په کېس کې یې لس (۱۰) تنان ګرفتاره کړي دي. ناقدین د انساني سمګلنګ په خلاف د پاکستان کوښښونو ته خوشبینه نه ښکاري او وایي دغه غیرقانوني کارونه د حکومتي چارواکو په مرسته ترسره کیږي، او مجرمین اکثره له اثررسوخ داره سیاستوالو سره د خپلو تعلقاتو په نتیجه کې، د سزا نه بچ پاته کیږي. امریکا تېره هفته خپل کلنی رپوټ خپور کړ چې ترمخه یې پاکستان په هغو ملکونو کې شامل دی کوم چې د انساني سمګلنګ د ختمولو دپاره یې هغه تر ټولو کم معیارات هم نه دي پوره کړي.

18.06.2023 ډیوه

فیفا د ښځینه فوټبالرانو په اړه د انلاین تبعیضي او ناوړه تبصرو د مخنیوي هڅه کوي

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د یکشنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) وویل چې د ۲۰۲۳ کال د ښځو د فوټبال ټولې لوبډلې به له تبعیض څخه د ډکو او نا مطلوبه انلاین تبصرو او موادو څخه خوندي وي. فیفا وویل چې د ټولنیزو رسنیو یوه بسته چې انلاین د ناوړه تبصرو د مخنیوي لپاره ډیزاین شوې په ټولو ټیمونو ووېشي. د ټولنیزو رسنیو د ساتنې خدمات (SMPS) چې د فیفا او د لوبغاړو د اتحادیې FIFPRO لخوا رامینځته شوي، په ټولنیزو رسنیو کې کرکچنې ویناوې څاري او زیان رسوونکي مطالب له لوبغاړو څخه پټوي. د فیفا رئیس ګیاني انفانتینو وویل: "تبعیض یو جرمي عمل دی." هغه زیاته کړه چې، "د دې وسیلې په مرسته به موږ عاملین وپیژنو او مقاماتو ته به یې رپوټ ورکړو، چې هغوی د خپلو اعمالو سزا ومومي." فیفا وویل، په روان کال کې د ښځو د فوټبال په نړیوال جام کې یو شمیر ټیمونو چې د جولای له ۲۰ څخه د اګست تر ۲۰ پورې په استرالیا او نیوزیلینډ کې سره سیالي کوي موافقه کړې چې دا خدمات سمدستي پلي کړي چې په اتوماتيک ډول د آنلاین ناوړه ګټه اخیستل محدود شي. فیفا نن د یکشنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي چې دا وسیله په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د نارینه وو د فوټبال په نړیوال جام کې لوبغاړو ته وړاندیز شوې وه. په دغه نړیوال جام کې د انګلنډ او فرانسې ترمینځ په کوارټر فاینل کې لوبه کې «له ټولنیزو رسنیو څخه ډېره ناوړه» ګټه اخیستل شوې وه او دا کچه زیاته وه. فیفا همداشان ویلي دي چې د دغې ناوړه ګټې "اخیستو ۳۸ سلنه یې په اروپا کې کې د ټولنیزو رسنیو د حسابونو څخه وه او ۳۶ فیصده یې د سویلي امریکا څخه راغلې وه." د ټولنیزو رسنیو د ساتنې خدماتو SMPS په قطر کې د نړیوال جام په ترڅ کې په فیسبوک، انسټاګرام، ټیک ټاک، ټویټر او یوټیوب کې له ۲۰ میلیون څخه ډیر پوسټونه او تبصرې سکین کړې وو. همداشان په قطر کې د نړیوال جام په ترڅ کې په تخصصي مصنوعي ځېرکتیا د وسیلو په مرسته په ټولنیزو رسنیو کې د ناوړه تبصرو او تحلیلونو شا وخوا ۲۰ زره له تبعیض ډک او یا ګواښونکي پوستونه په نښه شوي وو.

18.06.2023 امریکا غږ

سږکال څه باندې ۱۰زره پناه غوښتونکي بریتانیا ته اوښتي 

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه جون ۱۸ (جوزا ۲۸) وویل، په روان کال کې څه باندې ۱۰زره کسان په ناقانونه توګه دغه هېواد رسېدلي دي. 

18.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

18.06.2023 امریکا غږ

د امریکا رپوټ ته د طالبانو غبرګون: هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله په افغانستان کې فعالیت نلري

واشنګټن  - په افغانستان کې واکمنو طالبانو د امریکا د یو تازه رپوټ په غبرګون کې دعوه کړې ده چې په افغانستان کې هېڅ کومه بهرنۍ وسله واله ډله فعالیت نه لري او د دوی (طالبانو) حکومت په ټول افغانستان باندې پوره کنټرول ساتلی دی. وړاندې تر دې د افغانستان د بیارغونې دپاره د امریکا د سرڅارونکي دفتر (سیګر) د ۲۰۲۳ کال خپل د لومړیو درېیو میاشتو رپوټ خپور کړ او په هغه کې یې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د خپل واک اختیار ساتلو دپاره، د مختلفو ډلو لخوا امنیتي چلېنجونو سره مخ دي. سیګر پخپل رپوټ کې د داعش، القاعده، او همدا راز د مسلحو مزاحمتي ډلو، په خاص ډول د ملي مقاومت د ډلو یادونه کړې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اتوار/یکشنبې په ورځ د سیګر دې رپوټ ته په غبرګون کې یو بیان جاري کړ او د سیګر رپوټ یې پروپګېنډه وبلله. د طالبانو په بیان کې راغلي: "موږ د سیګار دغه ډول پروپاګند په کلکه ردوو، د افغانستان اسلامي امارت په وضعیت باندې بشپړ کنترول لري او اجازه به ورنه کړي چې هيڅ کومه ډله یا جهت افغانستان بي امنه کړي او یا د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي." د طالبانو ویاند بیا هم ټینګار کړی چې افغانستان هېڅ کوم ملک ته خطره نه پېښوي او په شمول د امریکې، د ټولې نړۍ سره ښه تعلقات ساتل غواړي. طالبانو په امریکا غږ کړی چې د افغانانو سره "خپله کینه او دښمني پای ته ورسوي." سیگر پخپل رپوټ کې ویلي چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د القاعده په موجودیت باندې نظر ساتي او ترڅنګ یې په طالبانو باندې فشار راوړي چې د دوحې لوظنامې ترمخه دې د ترهګرۍ سره په مقابله کې خپلې وعدې پر ځای کړي. د سیګر (د افغانستان په بیارغونې د امریکا سرڅارونکې ادارې) په وینا، القاعده اوس هم دا ژمنه لري چې د امریکا په مفاداتو باندې حملې وکړي. تېر کال امریکا په یو هوایي برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل کې ووژلو، خو طالبانو د دې خبر تصدیق تر اوسه ندی کړی. د سیګر په رپوټ کې راغلي چې داعش په افغانستان کې خپلې حملې جاري ساتلي او د طالبانو واک اختیار ته تر ټولو لوی ګواښ دی. د رپوټ ترمخه، اوس مهال په افغانستان کې داعشیانو شمېر د زرو نه واخله تر درې زره (۳۰۰۰-۱۰۰۰) کسانو پورې دی. سیګر دا هم ویلي چې طالبانو په جنوري او فبروري میاشتو کې د داعش په ضد د نهو عملیاتو د ترسره کولو دعوه کړې ده. بیان کې، طالبانو د داعش ډله "یوه استخباراتي پروژه" بللې ده او دعوه یې کړې چې دوی داعش سخت چقولی او هغه ډله اوس ګني تباه کېدونکې ده. (د وي او اې افغان سروس نه په مننه)

18.06.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more