ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


یونان کې د ډوبې شوې کښتۍ د پناه غوښتونکو د قاچاقو په تور ۱۰ پاکستانیان نیول شوي 

په پاکستان کې چارواکي وايي د یونان په سواحلو کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته یې په پاکستان کې لس تنه د انسانانو د قاچاقو په تور نیولي دي.

18.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

18.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

سیګار د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې طالبان د خپل واک د ساتلو لپاره د داعش، القاعدې او د طالبانو ضد مقاومت ډلو په ځانګړې توګه د ملي مقاومت جبهې له زیاتېدونکو امنیتي ننګونو سره مخ دي. د طالبانو حکومت د خپل واک د دوام او د امنیتي ننګونو د له منځه وړلو لپاره کوم انتخابونه لري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

18.06.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

18.06.2023 امریکا غږ

ولې افغانستان په بنګله دېش باندې په لوی توپیر لوبه وبایلله؛ نورو سیالیو ته لوبغاړي په کوم معیار ټاکل شوي؟

د افغانستان کرکټ بورډ په بنګله دېش باندې د ټست لوبې له لویې ماتې وروسته له دغه هېواد سره د یوې ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړو نومونه [سکواډ] اعلان کړ. افغانستان د جولاۍ په څلورمه نېټه له بنګله دېش سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي، دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې بنګله دېش د څه باندې ۵۰۰ منډو په توپیر سره افغانستان ته د ټسټ په لوبې کې ماتې ورکړه. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان له بنګله دېش سره سیالیو ته د لوبغاړو د ټاکلو په معیارونو، په بنګله دېش باندې د ټست لوبې د ماتې په مهمو علتونو او نورو اړوندو مسائیلو باندې غږېدلی دی. جعفر هاند ورسره مرکه کړې ده، مرکه یې دلته اورېدلای شئ:

18.06.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې، چین ته د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر د سفر جزیات وړاندې کوو. په البانیې کې د افغان کډوالو ستونزو ته کتنه کوو، او په سعودي عربستان کې د دوه سیالو ورزشي شرکتونو د اوږدې مودې سیالیو وروسته په ناڅاپي اتحاد او ګډ کار کولو راپور لرو.

18.06.2023 امریکا غږ

جونتینټ؛ په متحده ایالاتو کې د تورپوستو د مریتوب د پای نمانځل

امریکایان جونتینیټ، یا د جون د میاشتې ۱۹مه د تورپوستو د مریتوب او د متحده ایالاتو د تاریخ د ترټولو تور فصل د پای ته رسیدو په توګه نمانځي.

18.06.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

18.06.2023 امریکا غږ

امریکا ته د مودي سفر: د هند او امریکا تعلقات په تېزۍ سره مضبوطه کیږي، وجوهات یې څه دي؟

واشنګټن  - د هند وزیراعظم نریندر مودي دا هفته امریکا ته سفر کوي، او د دواړو ملکونو چارواکي خوشبیني څرګندوي چې دا سفر به د هند او امریکا ترمنځ تعلقات لا نور هم مضبوطه کړي. د هند خارجه وزیر سوبرامنیام جی شنکر وویل چې د هند او امریکا ترمنځ تعلقات ډېر مخې ته تللي دي. هغه زیاته کړه: "تاسو کولی شئ د دې تعلقاتو د ټېکنالوجۍ اړخ ته نظر وکړئ، کولی شئ د تجارت برخې ته یې نظر وکړئ، کولی شئ سیاسي هماهنګۍ ته وګورئ، او تاسو کولی شئ سټراټيجیکو مفاداتو ته نظر واچوئ. نو زه فکر کوم چې د هند-امریکا د لا زیات قوي تعلقاتو د جوړېدو دپاره یو ډېر مضبوطه کېس موجود دی." څېړونکي وایي، تر ټولو مضبوطه دلیل، د چین پیاوړي کېدل دي. مودي په داسې وخت کې د واشنګټن دوره کوي چې د چین او هند ترمنځ د هېمالیا سرحدونو په سر درې کاله پوځي تعطل نه پس، بجېنګ سره د نوې ډیلي اړیکې خرابې شوي او هند دې ته اړ شوی چې په ایشیا کې د امریکا سره نږدې کار وکړي. هند او امریکا دواړه غواړي چې په ایشیا کې د بجېنګ د جارحانه رویې مخه ونیسي. په نوې ډیلي کې د آبزرور ریسرچ فاونډېشن د خارجي پالیسۍ او مطالعاتو د څانګی یو مشر هرش پانټ وایي: "په انډو-پسفیک کې سټراټیجیک منظر ډېر په تېزۍ سره بدل شوی دی او واشنګټن او ډيلي کې دا خبره منل شوې چې دوی ته په کار ده د حالاتو د استحکام دپاره تر هر بل وخت ډېر نږدې سره کار وکړي." هرش پانټ زیاتوي چې د همدې وجې هندوستان د امریکا غوندې ملکونو سره تعلقات مضبوطه کول غواړي چې د سټراټیجیک پلوه د ډیلي سره یې نظر شریک وي. داسې توقع ده چې واشنګټن ته د مودي د سفر په ترڅ کې به، امریکا دې ته آماده شي چې ترقي یافته دفاعي ټېکنالوجیو دپاره هند ته رسایي ورکړي او همدا راز د هند سره د وسلو مشترکه جوړېدو منصوبې منظورې کړي. رویټرز خبري اداره وایي چې په دې کې ممکن دا هم وي چې د امریکا د جنرل اېلکټرېک کمپنۍ لخوا، په هند کې د پوځي جېټ جهازونو د انجنونو د جوړېدو لوظنامه دستخط شي. همدا راز د هند لخوا د امریکایي اسلحې د ممکنه اخېستو په موضوع به هم خبرې وشي. څېړونکي وایي، واشنګټن غواړي چې د هند پوځي صلاحیتونه سېوا کړي، او دې سره به د دوو ملکونو ترمنځ په پوځي تعلقاتو کې ډېر بدلون راشي. د جېندال نړېوالو تعلقاتو د پوهنتون مشر شري رام چاولیا وایي: "امریکاییان غواړي د چین سره د تولې برابرولو دپاره، هندوستان قوي کړي. نو له دې امله غواړي چې د هندي پوځ د جدید کارۍ مرسته وکړي. همدا وجه ده چې دواړو اړخونو ځیني شبهات یوې خوا ته کړي او وایي، زمونږ دښمن مشترک دی او مونږ ته په کار ده چې د دغه مشترک دښمن د ځپلو دپاره ډېره زیاته همکاري وکړو." هغه زیاتوي چې تر اوسه خو د هند د پوځ زیاتره وسلې او وسایل د روس نه اخېستل کېدل، مګر اوس چې روس د مغربي ملکونو د بندیزونو له امله کمزوری شوی، نو هند ته دا پوښتنې پیدا شوي چې آیا روس به وکړی شي هند ته جدیدې او ترقي یافته وسلې ورکړي او که نه. واشنګټن ته د مودي د راتګ نه وړاندې، د امریکا جګپوړو چارواکي هند ته تللي او هلته یې د دې سفر په اړه خبرې کړي دي. د امریکا د دفاع وزیر لایډ آسټن وايي، هند او امریکا د دفاعي صنعت په همکارۍ کې یو روډمېپ جوړوي. طمع کیږي چې نریندر مودي به په واشنګټن کې له سترو تجارتي کاروباریانو سره هم وګوري او امریکایي کمپنۍ دې ته وهڅوي چې د چین په ځای، په هند کې سرمایه کاري وکړي.

18.06.2023 ډیوه

په هند کې د ګرمۍ له کبله۹۶ کسان مړه شوي 

په هند کې چارواکي وايي د سختې ګرمۍ له کبله د دغه هېواد د بیهار او اتراپردېش په ایالتونو کې لږ تر لږه ۹۶ تنه مړه شوي او صحي مقاماتو ۶۰ کلنو او تر هغه ورپورته عمر لرونکو ته سپارښتنه کړې چې د ورځې له کور څخه ونه وځي. 

18.06.2023 امریکا غږ

د سیګار رپوټ ته د طالبانو غبرګون: افغانستان کې هیڅ بهرنۍ وسله واله ډله فعاله نده 

د طالبانو حکومت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د راپور په ردولو سره ویلي چې په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ وسله واله ډله فعالیت نه لري.

18.06.2023 امریکا غږ

پېنځه کاله پس، د امریکا خارجه وزیر چین ته تللی دی - توقعات څه دي؟

واشنګټن  - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن، چين ته د خپلې دورې په لړ کې بجېنګ ته رسېدلی دی. د ۲۰۱۸ کال راهېسي، دا چین ته د امریکا د خارجه وزیر لومړنی سفر ګڼل کیږي. بلېنکن په بجېنګ کې د چین له خارجه وزیر چن ګانګ، د چین د کمونېست ګوند د خارجه چارو د مرکزي کميټې مشر وانګ یي، او په ډېر امکان سره، د چین له صدر شي جن پنګ سره وګوري. امریکا او چین دواړو دا منلې ده چې د دوو ملکونو ترمنځ د تعلقاتو د مستحکم کولو ضرورت راوړاندې شوی دی. خو دا توقعات کم دي چې ګني امریکا او چین دې د بشري حقونو، ټایوان، ټېکنالوجۍ او امنیتي مسایلو باندې کشیدګۍ بېرته له منځه یوسي. د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د جمعې په ماښام، مخکې له دې چې د چین په لور سفر وکړي، په واشنګټن ډي سي کې یو خبري کنفرنس ته وویل چې امریکایي چارواکي به د خپلو چینایي هم منصبانو سره د یو لړ مسئلو په اړه "د حقیقي فکرمندیو" په سر، سپینې خبرې وکړي. بلېنکن چې د سېنګاپور د خارجه وزیر ویویان بالاکرېشنان سره په مشترکه خبري کنفرنس کې غږېده، وویل چې امریکا غواړي دا یقیني کړي چې "د چین سره کوم ځغل/سیالي چې مونږ لرو، هغه په مقابلې یا جګړې بدله نشي." بل طرف ته د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ وېنبن د جمعې په ورځ وویل: " امریکا چین ته د خپل اصلي رقیب او تر ټولو اهم جیوپوليټکل چلېنج په سترګه ګوري. دا یوه ستره سټراټیجیکه غلط فهمي ده." ترجمان دا هم وویل چې د چین سره د امریکا سیالي یا ځغل، "ذمه وارانه سیالي نه ده، بلکې غیرذمه وارانه سرزوري ده. دا به دواړه ملکونه صرف د مقابلې په خوا بوزي او یوه تقسیم شوې دنیا به جوړه کړي." د امریکا خارجه وزارت د شورو/چهارشنبه په ورځ په یو بیان کې وویل: "بلېنکن به په بجېنګ کې [د چین] له جګپوړو چاروکو سره ملاقات وکړي او د رابطو د پرانېستو لاینونو د ساتنې په اهمیت به خبرې وکړي چې د امریکا-چین تعلقات په ذمه وارانه توګه سمبال کړی شي. هغه به د دوه اړخیزو فکرمندیو په مسئلې، نړېوالې او سیمه ییزې مسئلو، او په مشترکو بین الاقوامي چلېنجونو کې په ممکنه همکاریو باندې بحثونه وکړي." تر دې وړاندې، د نهې/سې شنبې په ورځ ښاغلي بلېکن د چین خارجه وزیر چن ګانګ سره خبرې وکړې. بل په بجېنګ کې چینایي چارواکو د شورو/چهارشنبې په ورځ د امریکا نه وغوښتل چې، د هغوی په باور، د چین امنیتي او د ترقي مفاداتو ته نقصان رسول بند کړي، مګر زیاته یې کړه چې دواړه ملکونه کولی شي خپل اختلافات په قابو کې وساتي او همکاریو ته فروغ ورکړي. د روانې میاشتې په سر کې چین د امریکا د دفاع وزیر سره ملاقات رد کړی و، خو د جمعې په ورځ د امریکا دفاع وزیر لويډ آسټن خوشبیني څرګنده کړه چې هغه به د خپل چینایي هم منصب سره بالاخره ملاقات وکړي، خو لا تر اوسه هغه موقع نده رارسېدلې.

18.06.2023 ډیوه

معترضې ښځې ملګروملتونو ته: طالبانو باندې باید نوراو موثر فشار واچول شي

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د ۵۳ کلنۍ غونډې په درشل کې د افغانستان معترضو ښځو د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو سره د طالبانو د چلند پر وړاندې ددغې شورا د عملي اقداماتو او ددغې ډلې په حکومت باندې د موثر فشار اچولو غوښتنه کړې ده.

18.06.2023 امریکا غږ

پېښور هایکورټ د څلورو پاکستاني مېرمنو افغان مړونو ته د پاکستاني شناختي کارډونو جوړولو امر کړی

پېښور هایکورټ د پاکستان د شناختي کارډونو جوړولو محکمې نادرا ته امر کړی چې په دریوؤ میاشتو کې دننه باید د څلورو بیلابیلو پاکستاني مېرمنو افغان مړونو ته د پاکستاني شناختي کارډونه ورکړي. څلورو پاکستاني مېرمنو جمالې بي بي، حمیدې، صایمې اؤ قیسې ګل پېښور هایکورټ ته په بیلابیله توګه عریضې کړې وې چې هغوي په افغانانو واده شوي دي خو مړونه یې ژوند ژواک په پاکستان کې کوي اؤ اوس اولادونه هم لري ځکه نو د شناختي کارډونو جوړولو محکمه باید د دوي مړونو ته دپاکستان شناختي کارډونه ورکړي. د خالي په ورځ پېښور هایکورټ کې د دغو یو شان عریضو اوریدنه په جسټس ایس ایم عتیق شاه اؤ جسټس ارشد علي مشتمل دوه کسیز بینچ کړې ده . په دغو څلورو واړو قضیو کې د یادو مېرمنو وکالت دپېښور یو نامتو قانوندان سیف الله محب کاکاخیل ایډوکیټ کړی دی. ښاغلي محب کاکاخیل عدالت ته دخپلو دلیلونو ورکولو په وخت ویلي، وړومبی به د پاکستان د قوانینو له مخې یوازې د پاکستاني سړو بهرملکي مېرمنو ته دپاکستان شناختي کارډونه ورکول کیدل خو بیا دپاکستان دوګړتوب دقانون 1951 دغه ماده توپیري وبلل شوه ځکه نو پکار ده چې دقانون له مخې دپاکستاني مېرمنو بهرملکي خاوندانو اؤ اولادونو ته هم دپاکستان شناختي کارډونه ورکړل شي. وکیل سیف الله محب کاکاخیل عدالت ته ویلي چې عریضه کوونکو مېرمنو د اړونده پاکستاني محکمو اؤ چارواکو سره دخپلو مړونو دشناختي کارډونو جوړولو لپاره تماسونه نیولي دي خو هغوي دې افغانانو ته دشناختي کارډونو ورکولو نه انکار کوي. ښاغلي کاکاخیل وویل خواست کوونکو مېرمنو سره دقانون مطابق سلوک نه کیږي بلکې توپیري چلند ورسره روان دی عدالتي بینچ د نوموړي وکیل له دلیلونو اوریدو نه وروسته دپاکستان دشناختي کارډونو جوړولو محکمې نادرا ته امر کړی دی چې دیادو مېرمنو مړونو ته دې دریوو میاشتو کې دننه دپاکستان شناختي کارډونه جاري کړي د یادو مېرمنو وکیل ښاغلي سیف الله محب کاکاخیل وي او ای ډیوه ته ویلي په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې ډیرې داسې پاکستانۍ میرمنې شته چې هغوئ دخپلو افغان مړونو لپاره دپاکستان په تابعیت ترلاسه کولو کې دستونزو سره مخ دي.

18.06.2023 ډیوه

پېښور اؤ خېبر کې په پولیسو د وسله والو بریدونو کې درې عسکر ژوبل شوي دي

د پېښور په کلیواله سیمه پیربالا کې د وسله والو لخوا په مچني ګیټ پولیس تاڼه د لاس بم برید قبایلي ضلعه خېبر کې په پولیس پوسته ناتاره ډزو کې درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي. د اتوار/یکشنبه په شپه د پېښور پیر بالا سیمه کې نامعلومو وسله والو په مچني ګیټ پولیس تاڼه د لاسي بم برید کړی خو په دې برید کې پولیسو ته څه ځاني زیان نه دی رسیدلی. پولیس سرچینې وایي چې وسله والو دغه بم دشپې په تیاره کې په تاڼه غورځولی اؤ بیا تښتېدلي دي. په عین حال کې د قبایلي ضلعې خېبر په برقمبرخیل سیمه کې هم نامعلومو وسله والو په قیمت خان پولیس پوسته برید کړی چې پکې درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي. سرچینې وایي دغلته وسله والو په پولیسو ناتاره ډزې کړي اؤ بیا تښتېدلي دي. په برید کې ژوبل شوي پولیس عسکر د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي . وي او ای ډيوه ته امنیتي سرچینو ویلي له برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کې د لټونې عملیات پیل کړي دي. په سمدستي توګه ددې بریدونو پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې په خېبر اؤ نورو قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده. په نهم جون هم خېبر ضلعه کې وسله والو په پولیسو برید کړی ؤ چې د فضل حیات په نوم یو عسکر پکې وړومبی ژوبل شوی اؤ په سبا مړ شوی ؤ. په 27م مئ هم دخېبر ضلعې د تېراه په متهری علاقه کې وسله والو دایف سي ځواکونو یوه پوسته په راکټ لانچر ویشلې وه چې پکې دایف سي ځواک یو عسکر وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل شوي وؤ. تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې دخېبر په دوجنګي سیمه کې هم وسله وال دایف سي ځواکونو په یو کاروان برید کړی ؤ چې پکې پینځه عسکر ژوبل وؤ. په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دترهګرو لخوا دبریدونو لړۍ چټک شوې چې دهغې په ترڅ کې پوځ هم وایي دترهګرو پرضد یې دخپلو روانو عملیاتو لړۍ چټک کړې ده اؤ په دې بریدونو کې یې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړې دي. په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې چې پکې ګڼ شمیر پولیس عسکر وژل شوي‌ اؤ ژوبل شوي دي. دخېبر پښتونخوا پولیسو دتېرې مئ په میاشت کې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې یې دبیلابیلو عملیاتو په مهال 39 ترهګر وژلي اؤ 158 یې نور ژوندي نیولي دي. رپورټ کې ویل شوي وؤ چې سږکال دفرورۍ میاشت کې په صوبه کې دترهګرۍ زیاتې پېښې رامخې ته شوي اؤ په مارچ کې بیا په دې پېښو کې واضحه کمی لیدل شوی دی. رپورټ کې دعوه شوې وه چې داپریل میاشت کې دصوبې دننه دترهګرۍ پېښو کې 11.9فیصدي کمی شوی دی. دپولیس محکمې دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې صوبه کې د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد داستخباراتي اطلاعاتو په اساس ټول 711 عملیات شوي چې پکې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 نور ژوندي نیول شوي دي. خو په دې رپورټ کې بیا دا نه دي ویل شوي چې د روان کال په اوږدو کې دترهګرو لخوا څومره پولیس وژل شوي یا په څومره پولیس تاڼو اؤ څوکیو بریدونه شوي دي؟

18.06.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more