ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عمران خان وایي هغه شک نه لري چې په ضد به یې پوځي عدالت کې مقدمه چلول کیږي اؤ زندان ته به اچول کیږي

 دپاکستان پخوانی وزیراعظم اؤ دحکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان وایي هغه په دې خبره کې هیڅ شک نه لري چې په ده به پوځي عدالت کې مقدمه چلولی اؤ زندان ته به اچولی شي. خبري شبکې رایټرز سره مرکه کې چې کله دعمران خان نه پوښتنه وشوه ،دهغه دګوند پرضد د روانو عملیاتو ترشا دچا لاس دی نو عمران خان وویل "دا اسټیبلشمنټ دی،ددې مطلب هم پوځي اسټیبلشمنټ دی چې اوس هیڅ پټ پناه نه دی،هغوي دا هرڅه ښکاره جاره کوي" په نهم مئ دعمران خان دګرفتارۍ په ضد دشوؤ قهرجنو احتجاجونو نه وروسته عمران خان تور لګولی چې دی اړي ګړي‌ کې داستخباراتي شبکو لاس ؤ اؤ مقصد یې هغه په نخښه کول وؤ. دنهم مئ احتجاجونو کې دبرخه لرونکو پرضد پوځي عدالتونو کې دمقدمو په اړه عمران خان وویل همدا یوه لاره یا طریقه ده چې هغه پرې نیول کیدای شي. هغه وویل سږکال د نومبر نه وړاندې ملک کې عام انتخابات کیدل دي اؤ تور یې ولګولو چې پوځ دالیکشن دلارې بیا اقتدار ته دهغه د رسیدو مخه نیول غواړي. عمران خان وویل هغه هیڅ شک نه لري چې پوځي عدالتونه دده لپاره جوړ کړی شول. پخواني وزیراعظم دملک دطاقتورې استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په نوم اخستو سره وویل ایي ایس ایي دده پرضد عملیاتو کې لاس لري . هغه وویل دګوند دوه مهم مشران یې مذاکراتو لپاره وبللی شول اؤ کله چې هغوئ لاړل نو هم هلته کښېنولی شول اؤ ورته وویل شول چې ترڅو هغوي د ګوند پرېښودو اعلان نه وي ګړی تر هغې نه شي تللی. عمران خان هیواد کې د روان سیاسي تاؤ تریخوالي دختمولو په اړه وویل ده د پوځ سره تماس نیولی ترڅو ملک دموجوده بحران نه وویستل شي خو وایي پوځ هغه ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی اؤ هغه نه پوهیږي چې دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ولې په مبینه توګه د هغه یوې ډډې ته کولو لپاره مټې رابډ وهلې دي. دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ دتېر کال راهسې پرله پسې دعوې کوي چې دهیڅ یو ځانګړي ګوند ملاتړ نه کوي بلکې په بې پلوه توګه دملک دایین په اساس دحکومت اوامر مني. بل لوري ته پاکستان کې واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ایم کې دشاملو ګوندونو مشران په عمران خان اؤ تحریک انصاف ګوند دغبن اؤ ملک کې د اړي ګړي جوړولو تورونه لګوي. عمران خان وویل په څنګه طریقه چې ایي ایس ایي چلول کیږي، د وزیراعظم په توګه هغه په دې خوښ نه ؤ خو نوموړي هغه چارې په ګوته نه کړې چې ده ورسره اختلاف لرلو. عمران خان وویل هم له دې امله یې موجوده پوځي سر لښکر جنرال عاصم منیر پخپل حکومت کې دایي ایس ایي د ډایریکټر جنرل دڅوکۍ نه لرې کړی ؤ . دخان په وینا کیدای شي دهغه(عاصم منیر) دخفګان وجه هم دا وي چې هغه ورته داستعفا ورکولو وینا کړې وه اؤ وایي هم دې(شي) عاصم منیر غصه دی پخواني وزیراعظم وویل جنرال عاصم منیر اوس باید خپل منصب نه د لرې کیدو اندېښنه ونه لري ځکه چې هغه اوس دپوځ سرلښکر دی اؤ پوښته یې وکړه چې اوس هغه ولې غصه پالي؟ ( د وي او ای ارډو په مننه)

05.06.2023 ډیوه

رانا ثناء الله:د ریاست په ضد بغاوت کوونکي به نه بخښل کیږي اؤ نه به دسیاست حق ورکړل کیږي

دپاکستان دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله په حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف تور لګولی چې په نهم مئ یې د ریاست پرضد سرکشي اؤ بغاوت کړی دی اؤ وایي سرکشي اؤ بغاوت کوونکي به نه خو وبخښل شي اؤ نه به دسیاست حق ورکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان په نهم مئ د اړي ګړي دشوؤ پېښو ذمه واري په استخباراتي ایجنسو ور اړوي اؤ دریځ لري چې په دغو پېښو کې دتحریک انصاف بدنامولو مقصد دده په ګوند بندیزونه لګول یا یې مخه نیول دي. عمران خان وایي حکومت په دې پوهیږي چې الیکشن نه شي ګټلی نو ځکه دالیکشن نه دتېښتې لپاره یې تحریک انصاف ته د زیان رسولو لپاره دنهم مئ دپېښو منصوبه جوړه کړې وه. تېره ورځ دپنجاب فیصل اباد ښار کې یوې دستورې ته خپله وینا کې دکورنیو چارو وزیر ویلي الیکشن به په هر حال کې کیږي خو فتنه خان به دملک دسیاست نه مائنس (بهر) وي. په نهم مئ دغبن د تورونو په اساس درج یوه مقدمه کې دپخواني وزیراعظم عمران خان له نیول کیدو نه وروسته دتحریک انصاف پلویانو ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته یې اورونه لګولي وؤ. رانا ثناء الله وویل چا چې په دفاعي تنصباتو حملې کړي،جناح هاوس اؤ دکور کمانډر کور ته ننوتي اؤ اورونه یې لګولي وؤ،دشهیدانو دمجسمو سپکاوی یې کړی ؤ دهغوي ثبوتونه موجود دي. د هغه په وینا دا بغاوت کوونکي سرکشان که د زمکې اووم تل کې هم پټ شي،یا دعدالتونو نه ضمانتونه وکړي خو په هیڅ صورت نه پرېښودل کیږي.   هغه وویل د ریاست خلاف سرکشي کوونکو ته  ریاست کې دسیاست هیڅ حق نه شته. دکورنیو چارو وزیر دا هم وویل چې کوم خلک دنهم مئ دپېښو نه ځان په ډډه کوي اؤ دهغوي جرم یوازې د وینا تر حده وي نو بخښنه ورته کیدای شي خو دچا چې ویډیوګانې اؤ غږونه شته هغوي که په پوزه کرښې هم وباسي نو معافي به ورته نه کیږي. دا په داسې حال کې ده دنهم مئ دپېښو نه وروسته امنیتي ځواکونو ګرد هیواد کې دتحریک انصاف ګوند دمشرانو اؤ فعالینو دنیولو لړۍ پیل کړې ده اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دعوه کوي چې دهغه دګوند تر 10زرو زیات فعالین نیول شوي اؤ اوس هم د نورو مشرانو اؤ کارکنانو په کورونو چاپې وهل کیږي. دنهم مئ دپېښو نه راپدیخوا دتحریک انصاف هغو ګڼ شمیر مشرانو د ګوند پرېښودلو اعلانونه هم کړي چې چې حکومت نیولي وؤ اؤ یا یې هم دنیول کیدو هڅې روانې وې. تحریک انصاف ګوند تور لګوي چې دپي ټي ایي دغه مشران دفشار دلارې دګوند په پرېښودلو مجبوره کړی کیږي خو د ګوند نه چې تر اوسه څومره مشران وتلي هغوي مطبوعاتو ته ویلي چې هیچا پرې فشار نه دی راوړی اؤ پخپله خوښه دغه ګوند ځکه پریږدي چې سیاست کې د اړي ګړي‌ پلویان نه دي

05.06.2023 ډیوه

پاکستان نیویارک کې خپل لګژري هوټل "روز ویلټ" د دریوؤ کالو په اجاره دنیویارک ښاري انتظامیې ته ورکړو

پاکستان ویلي دامریکې په نیویارک ایالت کې یې د ورز ویلټ په نوم خپل لګژري هوټل دنیویارک ښاري انتظامیې ته د دریوؤ کالو په اجاره ورکړی دی. د1025 خونو یا کمرو لرونکی دا قیمتي هوټل دپاکستان دقامي‌ هوایي شرکت پي ایي ای ملکیت دی اؤ د خالي په ورځ لاهور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته دهیواد دهوابازۍ وزیر خواجه سعد رفیق ویلي دنیویارک ښاري انتظامیې نه به د هوټل دهرې خونې یا کمرې پسر د ورځې 200 ډالر اخستل کیږي. هغه وویل دتړون له مخې دهوټل نور ټول مامورین اؤ کارمندان به ګوښه کولی اؤ یوازې 77 به په دندو ساتلی شي.  روز ویلټ هوټل زیاتره وختونو کې دپاکستان په سیاسي اؤ صحافتي حلقو کې هم د بحث موضوع پاتې شوې ده اؤ په دې وروستیو کې داسې رپورټونه هم په مطبوعاتو کې خپاره شوي وؤ چې ګنې دپاکستان حکومت دا مهمه ملي پانګه پلورل غواړي. خواجه سعد رفیق  وویل  د روز ویلټ هوټل په اجاره د ورکولو سره ددې د خرڅون کیسې ختمې شوې دي اؤ اوس دا هوټل دتل لپاره خوندي شوی دی. هغه وویل په تېرو 18 ورځو کې د هوټل 600 کمرې دنیویارک ښاي انتظامیې ته ورکړل شوي اؤ راتلونکې یوه میاشت کې به ورته باقي پاتې کمرې هم وسپارل شي اؤ هغوي به پکې دبهر نه ورغلي کډوال ساتي. دامریکې دپخواني صدر ډانلډ ټرمپ په تېر حکومت کې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې ټرمپ ددې تاریخي ودانۍ په اخستلو کې خوښي لري‌ خو نه هغه وخت ډانلډ ټرمپ یا دهغه انتطامیې په دې هکله څه ویلي وؤ اؤ نه دپاکستان حکومت تر دې مهاله په غوڅه توګه ددې هوټل دخرڅولو اعلان کړی دی. د روزویلټ هوټل تاریخ داستوګنې دپاره غوره اسانۍ لرونکی دا هوټل د نیویارک ښار په ختیز کې دمیډیسن ایونیو اؤ په45مه کوڅه کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه یوازې یو څو کوڅې وراخوا پروت دی. دنیویارک ښار ځلېدونکی ټائم اسکوایر هم ددې هوټل سره نزدې دی اؤ له دغه ځایه یې واضحه ننداره کیږي. ددې هوټل پرانسته په کال 1924کې شوې وه اؤ دا اوس د مهمو ډپلوماټانو اؤ سیلګرو د استوګنې دپاره مشهور دی ځکه چې دې هوټل کې پاتې کیدونکي میلمانه هر ډول عصري اسانتیاوې لري. دلرګیو دفرنیچر نه جوړ دا هوټل یو زر اؤ 25 خونې لري اؤ ددې ترڅنګ پکې پراخه 25 دفلیټونو په څېر خونې یا کوټې هم دي چې ددې هوټل ارزښت یې سیوا کړی دی. ددې خونو تر څنګ په روز ویلټ هوټل کې یو صدارتي وداني یا اپارټمنټ هم شته چې په څلورو خونو،یوه اشپزخانه اؤ یوه حجره یا بیټک سمباله ده اؤ ډائننګ روم هم لري. روز ویلټ هوټل په کال1947 کې دنیویارک ښار د هغه وړومبي هوټل ویاړ هم لري چې په ټولو خونو کې یې ټي وي ګان لګیدلي وؤ. په تاریخي توګه دا هوټل د1943 نه کال 1955 پورې د نیویارک د ګورنر تهامس ډیوي د ارام خونه یا سرکاري دفتر هم پاتې شوی دی. هغه د کال1948 دټولټاکنو پایلې هم ددې هوټل په1527 نمبر خونه کې اوریدلې وې، دغه ټاکنو کې هیري ټرومین هغه ته په غیراحتمالي ډول په ماتې ورکولو دامریکا صدر جوړ شوی ؤ. نیویارک کې دنیمې پیړۍ راهسې دمیشت خبریال افتخار علي له مخې ملګرو ملتونو کې د چین د شاملولو په مهال د چین پلاوي هم په دې هوټل کې استوګنه لرله اؤ هغه مهال به روزانه ددې هوټل مخې ته د چین په پلوۍ اؤ مخالفت کې مظاهرې کیدلې . روزویلټ کله دپاکستان ملکیت شو؟ دپاکستان هوایي شرکت پي‌ ایي ای دخپلې پانګونې دڅانګې دلارې روز ویلټ هوټل په کال1979 کې په ټېکه ترلاسه کړی ؤ، هغه مهال د شوي تړون له مخې پي‌ ایي ای دا حق لرلو چې شل کاله وروسته دا هوټل په بیعه واخلي اؤ بیا یې همدغسې وکړل. پي ايي‌ ای کال 1999 کې په درې کروړه اؤ 56لکو ډالرو دا هوټل واخستو، دهوټل تر اخستو وړاندې پي‌ایي ای دهوټل دمالک پال ملسټین نه دا عدالتي جګړه هم ګټلې وه چې هغه محکمې ته عریضه کړې وه چې د هوټل بیعه اوس دمارکیټ له حسابه ډیره لوړه شوې ده. هوټل کې دسعودي شهزاد برخه کال 1979کې چې کله پي ایي ای دا هوټل واخستو نو هغه مهال د سعودي شهزاده فیصل بن خالد بن عبدالعزیز هم په دې کې پانګونه کړې وه. پي ايي ی بیا په کال 2005م کې په څلور کروړه ډالرو اؤ دسعودي ریاض ښار کې دخپل ملکیتي هوټل هالي ډي په بدل کې دا هوټل په بشپړ ډول ترلاسه کړو، اوس دې هوټل کې 99 فیصده دملکیت برخه دپاکستان اؤ یو فیصد دسعودي شهزاده ده. کال 2008م کې پي ایي ای ددې هوټل په ډول سینګار شپږ نیم کروړه ډالر مصرف کړې وې اؤ هوټل کې یې ټولې عصري اسانۍ برابر کړې وې. دهوټل دانتظامي واک د پي‌ ايي‌ ای لاسو ته له ورتلو وروسته چې د ملګرو ملتونو غونډو کې دپاکستان نه دلوړې کچې څومره هییتونه امریکا ته سفر کوی نو په دغه هوټل کې پاتې کیږي. کال 2020م کې ددې هوټل د راتلونکي په اړوند هغه مهال شخره راولاړه شوې وه چې دپاکستان دهغه وخت د مرکزي کابېنې د نجکارۍ یا شخصي څانګې کمیټې ددې هوټل دپلورلو دپاره یوه ډله وټاکله . خو دهیواد دهوابازۍ دمحکمې لخوا دقانوني اعتراضونو راپورته کولو وروسته دغه کاري ډله بیا ختمه کړل شوه.

05.06.2023 ډیوه

سرپل ولایت کې د ښوونځیو ۸۰ زده کوونکې مسمومې شوي

د سرپل په ولایت کې د پوهنې ریاست ځایي مسؤلین وایي په دوو جلا پیښو کې پدې ولایت کې د ابتدائیه ښوونځیو نږدې ۸۰ زده کوونکې تر مسموم کیدو وروسته په روغتون کې بستر شوېدي.

05.06.2023 امریکا غږ

بر دیر اؤ شمالي وزیرستان کې په پوځ بمي برید اؤ نښته کې درې پوځیان اؤ دوه وسله وال وژل شوي

دخېبر پښتونخوا په بره دیر اؤ قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپاکستان په پوځ بمي برید اؤ ډزو کې درې پاکستاني پوځیان اؤ دوه ترهګر وژل شوي اؤ دوه نور پوځیان ژوبل شوي دي. امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دخالي یا شنبې په ورځ دبره دیر براول سیمه کې د یو امنیتي چیک پوسټ ترڅنګ دپوځ  ګاډی ترهګرو په چاودیدونکو موادو الوځولی چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي. دپاکستان پوځ لا په رسمي توګه ددې برید په اړوند څه نه دي ویلي خو امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته دبرید پخلی کړی دی. د دیر نه دصوبایي اسمبلۍ پخواني غړي عنایت الله خان هم په ټویټر ددې برید پخلی کړی اؤ په یاده پېښه یې دخفګان څرګندونه کړې ده چاودنه کې د وژل شوي پوځي پېژندګلو جماء الله اؤ د ژوبلو عسکرو پېژندګلو د مبار اؤ رضوان په نومونو شوې ده. سرچینې وایي پېښه کې ژوبل شوي عسکر د علاج لپاره په هیلي کاپټر کې پېښور ته رسول شوي اؤ‌ په سیمه کې دچاودنې نه وروسته پوځ دلټونې عملیات پیل کړې دي. تر اوسه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې. په عین حال کې دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پی ار ویلي په شمالي وزیرستان کې ترهګرو سره نښته کې دوه پوځیان اؤ دوه ترهګر وژل شوي دي. دپوځ بیان کې نه ده څرګنده کړل شوې چې دا نښته دشمالي وزیرستان په کومه سیمه کې شوې ده . پوځ وایي ویلي نښته کې دوه پوځیان اؤ دوه ترهګر ژوبل شوي هم دي . د وژل شوؤ پوځيانو نومونه ظهیرعباس اؤ معراج الدین ښودل شوي دي. پوځ دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې نه یې وسله اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي. اوړمه ورځ هم پوځ ویلي وؤ په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې دوه وسله وال وژلي دي شوي دي هم په دغه ورځ دبنو په جاني خېل سیمه کې د وسله والو او د پاکستان پوځ ترمینځ نښته کې یو پوځي عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وؤ. تر دې دوه ورځې وړاندې د جون په لومړۍ نېټه هم پوځ د شمالي وزیرستان په دوسلي سیمه کې د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه. د مئ  په څلورمه پوځ په دوسلي سیمه کې په یو وسله وال برید کې د خپلو شپږو عسکرو وژنه هم تایید کړې وه. په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان او داعش خراسان پغاړه اخستې ده د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سکیورټي اسټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال د وړومبیو پینځوو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځوو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي،وژنو کې 39 فیصدي اؤ ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه شوې ده. رپورټ وایي د تېرې مې میاشت کې د پاکستان دننه 40 ترهګریزو بریدونو کې48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي دي. د رپورټ شمیرې ښایي چې د تېرې مې میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي. د رپورټ له مخې د پاکستان دننه د مې میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر ترنیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي دي.

05.06.2023 ډیوه

واشنګټن کې د غټې چاودنې غږ اوریدل شوی ؛ د کورني امنیت وزارت وایي هیڅ ګواښ نشته

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د پایتخت واشنګټن ډي سي اوسیدونکو په سیمه ایز وخت یکشنبه ماسپښین د غټې چاودنې غږ اوریدلی خو د کورني امنیت وزارت وایي هیڅ ډول ګواښ نشته.

04.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

04.06.2023 امریکا غږ

که چین او امریکا په جنګ شي، دا تباهي به نړۍ ونشي زغملی - د چین دفاع وزیر

واشنګټن  - د چین دفاع وزیر په سنګاپور کې د شنګریلا ډایلاګ په نوم د اېشیا سترې امنیتي غونډې ته په وینا کې ویلي، که چرې امریکا او چین یو بل سره په جنګ شول نو دا تباهي به نړۍ ونه زغملې شي. دغې غونډې ته دی نه مخکې د امریکا دفاع وزیر لایډ آسټن هم وینا کړې وه او ویلي یې وو د شخړو په ځای به خبرو ته ترجیح ورکوي. په پوځي یونیفارم کې د چین دفاع وزیر دغه غونډی ته وویل، امریکا او چین جدا نظامونو باندې چلېږي او د یو بل نه نور هم ډېر مختلفه دي. خو دا چې دغه اختلاف دي دوی دې نه منع نه کړي چې د یو بل سره د دوه اړه خیزه تعلقاتو او جورې همکارۍ دپاره لارې ولټوي. د اتوار/یکشنبې په ورځ د سنګاپور په غونډه کې لي شانګفو وویل، امریکا ته به د چین سره په تعلقاتو کې ثبات راوستلو دپاره اخلاص ښودل وي. هغه پخپلو خبرو کې وویل: "چین د امریکا سره یو نوي قسم تعلقات جوړول غواړي. خو امریکا ته به د اخلاص ښودل وي، عمل او بیان یو شان کول وي، او نه یوازې چین بلکه د یو بل د پوځونو سره په شراکت داسې مربوط ګامونه اخستل وي چې په رابطو کې ثبات راشي او خرابوالې ختم شي. په تېرو څو کلونو کې د امریکا او چین تعلقات ډېر کمزورې شوي دي. او تاسو ټول به د دې حالاتو د اسباب نه خبر یې. دا دنیا دومره لویه ده چې د چین او امریکا په شان ملکونه په کې یو ځای وده کولی شي." نن سبا د چین او امریکا ترمنځ روابط په لسیزو کې تر ټولو کمزوري دي. د دواړو ترمنځ د تایوان د خودمختارۍ د مسلې نه تر د جاسوسۍ او په جنوبي چین سمندر کې د واکدارۍ په مسله، په ټولو معاملو ډېر ژور اختلافات دي. په دې کې ترټولو ستر اختلاف د تایوان په مستقبل دی. تایوان یوه خودمختاره علاقه ده خو بیجنګ یې د خپل اختیار دلاندې راوستل غواړي. او دې یرو هم زور نیولی چې چین په تایوان حمله کولی شي او امریکا به جنګ ته راوکاږي. امریکا دفاع وزیر سېکرټري لایډ اسټن د خالي/شنبې په ورځ د سنګاپور دې امنیتي غونډې ته په وینا کې ویلي وو، واشنګټن به د چین لخوا د خپلو ملګرو او ایتلافیانو سره د زور او جبر پرضد ودرېږي. او چین ته یې هم دا باور ورکړو چې امریکا د تایوان د حېثیت په هکله ژمن دی او د شخړو په ځای به خبرو ته ترجیح ورکړي. ښاغلي آسټن وویل: "د امریکا په دې یقین دی چې چین سره او په خاصه توګه د پوځونو ترمنځ د خبرو اترو لاری خلاصې ساتل ضروري دي. د ذمه واره دفاعي مشرانو دپاره هر وخت د خبرو دپاره مناسب وي. چې څومره زیاتې خبرې کیږي نو غلط فهمیانې به ختمېږي." چین او امریکا دواړو په دې سیمه کې د خپل اثر زیاتولو دپاره کوششونه روان کړي دي. او دواړه د یو بل سره ژور اختلافات هم لري. د دې غونډې په موقع هم د چین دفاع وزیر د خپل امریکي هم منصب سره د لیدو خواست رد کړو. خو د جمعې په ورځ دواړو یوبل سره جوړتکړه ضرور کړي خو پېنټاګون وايي د دواړو ترمنځ هیڅ اهمې خبري ونشوې. د شنګریلا ډایلاګ دا 20 غونډه د جمعې په ورځ په سنګاپور کې شروع شوه. او د دې مقصد د اېشیا پېسیفک په سیمه کې د چېلنجونو په ګوته کول او د امنیتي مسلو حل موندل وو.

04.06.2023 ډیوه

د سګرټ نه څکول د سږو سرطان له کبله د مرګ خطر کموي- څیړنه 

د سږو سرطان په نړۍ کې د دغې ناروغۍ وژونکې بڼه او سګرټ څکول د سږو سرطان د پیدا کېدو لوی عامل بلل کېږي. 

04.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

پاکستان خبر ورکړی چې غواړي د افغانستان، ایران او روسیې سره د (بارټر) یا جنس په جنس راکړه ورکړه پیل کړي. د بارټر سوداګري د افغانستان لپاره څه ګټه لري؟ نن د امریکاغږ اشنا راډیو په سپینې خبرې خپرونه کې پدې موضوع د میلمنو نظرونه اخلو. تاسو هم کولی شئ خپل نظر یا پوښتنه دلته شریکه کړئ.

04.06.2023 امریکا غږ

د ناټو مشر له ترکیې څخه وغوښتل چې ناټو کې د سویډن غړیتوب ویتو نکړي 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د یکشنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۴) له انقرې وغوښتل چې د امریکا په مشرۍ دفاعي تړون کې د سویډن د شاملیدو له غوښتنې سره خپل مخالفت پریږدي. هغه هیله څرګنده کړه چې د ناټو تړون سره د سویدڼ د یوځای کیدو پروسه "ژر تر ژره" نهايي شي. 

04.06.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

نن د امریکاغږ اشنا په خبري خپرونه کې د سیمې له هېوادونو سره د پاکستان په اقتصادي راکړه ورکړه راپور لرو. د طالبانو د واکمنۍ په اړه د ناټو د پخواني استازي څرګندونې، د سیمې او نړۍ خبرونه او د افغانستان د دودیزو ګاڼو د انلاین نندارې او سوداګرۍ په اړه معلومات هم لرو.

04.06.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

04.06.2023 امریکا غږ

یوګېنډا وایي په صومالي کې د مسلمانو تندلارو په حمله کې یې 54 امن ساتونکي وژل شوي

واشنګټن  - د یوګېنډا صدر یووېري موسیویني وایي، تېره هفته چې کله د الشباب ډلې اسلامي تندلارو په صومالي کې د افریقايي اتحاد په یوې اډې باندې حمله وکړه، څلور پنځوس (54) یوګېنډایي امن ساتونکي عسکر په کې ووژل شول. دا په جنګ ځپلي صومالي کې د الشباب جګړه مارانو یو تر ټولو مهلک برید بلل شوی دی. د یوګېنډا صدر د خالي/شنبې په ماښام پخپل ټوېټر کې ولیکل: "مونږ د 54 وژل شوو عسکرو جسدونه وموندل، چې په کې یو کمانډر هم شامل و. د تېر اګست میاشتې راهېسي، د صومالي د حکومت ملاتړو ځواکونو، د افریقایي اتحاد د ځواکونو په مرسته چې اې ټي اېم آی اس نومیږي، د الشباب ډلې په ضد حملې شروع کړي دي. خو د الشباب د تېرې هفتې برید، د تېر اګست میاشتې راهیسي تر ټولو مهلکه برید بلل شوی دی. بله نوې خبره په کې دا ده چې د افریقایي اتحاد یو غړي هېواد په نایابه توګه د خپل ګڼ شمېر عسکرو د وژلو تصدیق کړی دی. الشباب، چې د څه باندې یو کال راهېسي د صومالي کمزوره مرکزي په وړاندې یې مهلک بغاوت مخ ته وړی دی، د مې میاشتې د 26 نېټې د حملې ذمه واري منلې ده او دعوه یې کړې چې د افریقایي اتحاد په پوځي اډې یې یرغل وروړی او 137 عسکر یې وژلي دي. مګر الشباب ډله همیش د خپلو حملو په باب مبالغه آرائي کوي او د پروپګېنډه په توګه یې کاروي. بل پلو د افریقایي اتحاد ملکونه چې خپل امن ساتونکي عسکر یې صومالي ته لېږلي، ډېر کم وختونه د خپلو عسکرو د وژل کېدو خبرونه تصدیق کوي. ځایي اوسېدونکو او د صومالي د پوځ یو کمانډر د اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي چې دمې په 26مه نېټه د الشباب جګړه مارانو د صومالي په بولومارېر سیمه کې په پوځي اډې باندې یو موټربم ورووست، او د چاودنې وروسته، وسله والو په پوځي اډې باندې یرغل ورووړ. د یوګېنډا صدر دعوه کړې چې په دې حمله کې شاوخوا اته سوه (800) د الشباب جګړه مارانو برخه اخېستې وه او په اډې کې دننه ځيني عسکر ډېر وارخطا شوي و او هسې چې توقع یې کېدله، هسې ونه جنګېدل. د یوګېنډا صدر وویل، هغه دوه کمانډران چې عسکرو ته یې د شاته تګ امر کړی و، د هغو خلاف به په پوځي عدالت کې کاروایي وشي. په هغې پوځي اډې باندې د الشباب ډلې د حملې نه یوه ورځ وروستو، امریکا هم هغه ځای ته نږدې هوایي بمبارۍ وکړې. امریکا وویل چې په دې حمله کې یې هغه وسلې او پوځي وسایل چې په غیرقانوني توګه الشباب ډلې اخېستي و، تباه کړي دي.

04.06.2023 ډیوه

امریکا او سعودي عربستان د سودان جنګي ډلې سولې ته وهڅولې 

متحدو ایالتونو او سعودي عربستان یو ځل بیا د سودان جنګي ډلې د سولې خبرو اترو او اوربند کولو ته وهڅولې.

04.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more