شاته

امریکا کې په ډزو کې ۱ تن وژل شوی او ۲۲ ټپي شوي

د متحده ایالاتو د ایلینوی ایالت د شیکاګو ښار یوې څنډې کې په سیمه ایز وخت یکشنبه سهار وختي د موټرو یو پارکنګ کې په یوې میلې کې په ډزو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه ویشتل شوی چې یو پکې وژل شوی او ۲۲ نور ټپي شویدي.

په سیمې کې پولیسو ویلي چې خلک د موټرو پدې پارکنګ کې د تور پوستو امریکایانو د مریتوب د پای نمانځلو (جونتینټ) د مراسمو لپاره راټول شوي و چې ناڅاپه یو شمیر کسانو ډزې پیل کړلې.

د پولیسو په اعلامیې کې د ۲۲ کسانو ټپي کیدل او یو تن وژل کیدل تائید شوي او پولیسو ویلي چې ځیني کسان په ټیل ماټیل کې ژوبل شوي هم دي خو شمیر او د ټپي کیدو په هکله یې نور معلومات ندي ورکړل شوي.

پولیس د دې مراسمو امنیت ساتلو لپاره ورغلي و خو د ډزو پر وخت په سیمه کې موجود نه و ځکه چې د دې مراسمو څخه لږ لیرې د خلکو تر منځ جګړه شوې وه خو د ډزو څخه وروسته په سمدستي توګه بیرته د پیښې ځای ته ورستانه شول.

تر اوسه د ډزو انګیزه نده معلومه او د ډزو په تړاو څوک نیول شوي هم ندي.

د سیمې یو اوسیدونکي ویلي چې د ډزو پر مهال د موټرو په پارکنګ کې لږ تر لږه ۳۰۰ تنه موجود و.