ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینې خبرې

په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی نیکولاس کې، د نړیوالې ټولنې او افغانانو نه غواړي چې په افغانستان کې او د افغانستان نه بهر د طالبانو د مخالفینو ملاتړ وکړي چی د طالبانو یو پیاوړی بدیل پیدا شي. د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو. تاسې کولای شئ خپلې پوښتنې او نظر دلته ولیکئ چې د خپرونې له میلمنو سره یې شریک کړو.

03.06.2023 امریکا غږ

اردوغان د لوړې مراسمو کې: ټولو هیوادوالو ته په 'بې طرفۍ' خدمت کوم 

رجب طیب اردوغان چې د شنبې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۳) د ترکیې د ولسمشر په توګه د دریم ځل لپاره لوړه وکړه، وویل چې دی به د خپل هیواد ټولو خلکو ته به په «بې پرې توګه» خدمت وکړي.

03.06.2023 امریکا غږ

رجب طيب اردوان د ترکي د صدر په حېث سوګند پورته کړو

رجب طيب اردوان پرله پسې په درېم ځل د ترکي د صدر په حېث سوګند پورته کړو. د نوموړي د سوګند پورته کولو په دستوره کې د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف سره د 21 هیوادونو مشرانو 13 وزیراعظمانو ګډون وکړو.

03.06.2023 ډیوه

د ایران او طالبانو لانجې

د مثلث په پروګرام کې د ایران او طالبانو تر منځ د اوبو پر سر د ناندریو په دوام او د سرحدي شخړو په اړه بحث شوی.

03.06.2023 ازادي راډیو

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې؛ د افغانستان په وضعیت په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې ګډه غونډه او په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار او د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي غوښتنه شوې. ددې موضوع سریبره د نړۍ او سیمې نور مهم خبرونه هم ځای کړای شوي دي.

03.06.2023 امریکا غږ

اوکراین د اندونیزیا د سولې پلان "عجیب" وباله او رد یې کړ 

د اوکراین د دفاع وزیر د شنبې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۳) له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل اندونیزیايي سیال وړاندیز "عجیب" وباله او رد یې کړ.

03.06.2023 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

03.06.2023 امریکا غږ

شمالي وزیرستان، بنو: نښتو کې یو پاکستانی پوځي او دوه ترهګر وژل شوي

د پاکستان پوځ وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا ناارامه شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې دوه ترهګر وژل شوي دي. او د بنو په جاني خېل سیمه کې هم د وسله والو او د پاکستان پوځ ترمینځ نښته کې یو پوځي عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

03.06.2023 ډیوه

د مصر پولې ته نږدې درې اسرائیلي سرتیري وژل شوي 

د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۳) وویل چې د مصر پر پوله په بې سارو ډزو کې دوه اسراییلي عسکر وژل شوي دي.

03.06.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

03.06.2023 امریکا غږ

اسټن: د شخړې د مخنیوي لپاره د چین سره د خبرو بیا پیل کول "اړین" دي 

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن د شنبې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۳) وویل چې د چین سره د خبرو اترو بیا پیل کول "ضروري" دي ترڅو د "غلط فهمۍ" مخنیوی وشي چې کیدای شي د دواړو زبرځواکونو ترمینځ د شخړې لامل شي.

03.06.2023 امریکا غږ

شمالي وزيرستان: پي ټي اېم د نیول شوو غړو خوشي کولو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړی او احتجاج ګډون وال صمد خان وي او اې ډیوه ته وایي دا احتجاجي پرلت یې وروسته له هغې پېل کړی چې د دوی درې فعال غړي عید رحمان، زکیم مداخېل او جلال وزیرستاني څلور ورځ وړاندې د شمالي وزیرستان کجوري سیمې څخه په چیک پوسټه پوځ نیولي دي.

03.06.2023 ډیوه

په هند کې د اورګاډي د اوښتو په پېښه کې نېږدې ۳۰۰ کسان مړه او ۹۰۰ نور ژوبل شوي

واشنګټن – ټاکل شوې ده چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به نن د خالي یا شنبې په ورځ هغه ځای ته ولاړ شي په کوم چې یو اورګاډی له خپلې لیکې وتلی نېږدې ۳۰۰ کسان پکې مړه شوي او ۹۰۰ نور پکې ژوبل شوي دي.‌ مودي‌ همدارنګه له هغه روغتون څخه هم لیدنه کوي کوم ته چې له پېښې څخه ټپیان رسول شوي دي. د ټایمز اف انډیا په راپور کې راغلي، چې له پېښې مخکې یو اورګاډی په غلطه پټلۍ برابر شوی. هند قربانیانو ته په درناوي د شنبې ورځ د ملي غم ورځ اعلان کړې. هندي چارواکو د فرانسې خبري‌ ادارې ته ویلي، چې په پېښه کې زیات کسان سخت ژوبل شوي دي. دغه پېښه د جمعې په شپه د کلکتې ښار په ۲۲۰ کیلومټرۍ کې شوې. د بیړنیو مرستو کارکونکي د اورګاډي په ډبو باندې پورته کېدل چې د پېښې قربانیان وژغوري او ځینو نورو بیا د ژغورنې لپاره د اورګاډي ډبې څېرولي. د انوبها داس په نامه یو مسافر رویټرز ته ویلي، چې دی به هېڅکه هغه څه هېر نه کړي چې ده ولیدل، "خلک ټول مات او ګوډ وو، ځینو کسانو نه لاسونه او پښې پرې شوې وې او په ډبو کې د وینو سېل و." د ټایمز اف انډیا راپور ورکړی چې عیني شاهدان وايي، ټکر دومره سخت وو چې ځینې خلک د اورګاډي له ماتو دروازو او کړکیو څخه غورځېدلي. چارواکي وايي، د اورګاډو د ټګر په دغه پېښه کې د ګڼو ډبو لرونکي درې اورګاډي ښکېل وو. د سیمې خلکو په چټکۍ سره د پېښې ځای ته ځان رسولی او ځینې نورو روغتون ته د وینې ورکولو لپاره تللي. په هند کې د اورګاډو د پټلیو د ډېر زړېدو له امله دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي. په هند کې هره ورځ تر ۱۲ میلیونو زیات خلک په اورګاډو کې سفرونه کوي.

03.06.2023 ډیوه

اقتصاد پوهان: د اسحاق ډار د اقتصاد ښه کېدو دعوه تشه هيله ده په عمل کې څه نشته

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار دعوه کوي ملک به نه ديواليه کیږي او اقتصاد ښه کېدو پله روان دی، دا تشه دعوه ده او دوی نه پوهیږي ډار په څه بنياد دغه دعوه کوي خو ښايي هغه خلکو ته هيله ورکوي، د اقتصاد ښه والی به د خلکو په ژوند کې د بدلون راتلو نه څرګنديږي او هغه څه نه ښکاري.

03.06.2023 ډیوه

ملخان، افغانستان کې زرګونه جریبه کروندو ته ننګونکی ناورین

له اونیو راهیسې د افغانستان په ځینو برخو کې کروندې د ملخانو له پراخ یرغل سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې خبرداری ورکړی چې دغه ناورین ممکن په افغانستان کې خوراکي امنیت وننګوي.

03.06.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more