ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

20.06.2023 امریکا غږ

د هغه امریکایي مبلغ د ژوند قصه چې ۶ کاله افریقا کې وسله والو سره برمته و

جیف وو‌‌‍‌ډک‌ ‌۶۲ کلن دی او د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په میاشت کې په نایجر کې اسلامي افراطي وسله وال د خپل کور څخه وتښتاوه.

20.06.2023 امریکا غږ

د فلسطیني تندلارو ډلو مشران د ایراني مشرانو سره د ملاقات دپاره تهران ته تللي دي

واشنګټن   - د اسلامي جهاد او حماس تندلارو فلسطیني ډلو مشرانو د ګل/دوشنبې په ورځ په تهران کې د ایراني مشرانو سره په داسې حال کې ملاقاتونه وکړل چې د اسراییل د قبضې لاندې وېسټ بنک یا لوېديځه غاړه کې یو ځل بیا مهلکه تشدد راپارېدلی دی. د ایران صدر ابراهېم رئیسي د اسلامي جهاد د ډلې مشر زیاد النخله سره وکتل، او بل اړخ ته د حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه، د نورو جګپوړو چارواکو سره د لیدنې وړاندې، د ایران د قامي سلامتیا د کونسل له نوي ټاکل شوي سېکرېټري، علی اکبر احمدیان سره ملاقات وکړ. د ایران د قامي سلامتیا کونسل سره اړوند خبري ویب سایټ، نورنیوز ترمخه، په دې لیدنه کې احمدیان د حماس مشر اسماعیل هنیه ته ویلي: "د فلسطین د څه باندې پېنځه اویا (۷۵) کلنې قبضې د ختمولو تر ټولو موثره لاره، مزاحمت کول دي." د اسلامي جهاد د ډلې مشر النخله د تېرې هفتې راهېسي په ایران کې دی او د ایران د ستر مشر آیت الله علی خامنه یي او صدر ابراهیم رئیسي په شمول یې د جګپوړو ایراني چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي. د ګل/دوشنبې په ورځ، صدر رئیسي، زیاد النخله ته وویل چې اسراییل په دې مقصد د لا زیاتو عرب او مسلمانو ملکونو سره تعلقات معمولي کول غواړي چې "ځوان فلسطینیان د قبضه شوو علاقو د آزادولو نه مایوسه کړي." دا بیان د ایران د صدارتي دفتر په جاري شوي بیان کې راغلي دي. د بیان ترمخه، د ایران صدر د اسراییل په ضد د فلسطینیانو "مزاحمت" ستایلی دی. په کال ۲۰۲۰ کې اسراییل د متحده عربي اماراتو، مراکش (المغرب)، او بحرین سره د ابراهېم تړون لاندې چې د امریکا په وساطت دستخط شوی، سفارتکاري تعلقات به حاله کړل. د فلسطینیانو سره د اسراییل د رویي په سر، سعودي عرب د اسراییلي حکومت د تسلیمولو نه انکار کړی دی، مګر سعودي عرب چې یو قوي سني مذهبه مسلمان ملک ګڼلی کیږي او همدا شان ایران چې د سعودي رقیب بلل کیږي، په مارچ میاشت کې د چین په وساطت، پخپل منځ کې د تعلقاتو په بهتره کولو اتفاق وکړ. په داسې وخت کې چې د فلسطیني ډلو مشران ایران ته تللي او هلته ملاقاتونه کوي، د ګل/دوشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو د لویدیځې غاړې په جنین ښار کې یوه حمله ترسره کړله. په دې حمله کې پنځه فلسطینیان ووژل شول، چې یو یې د اسلامي جهاد ډلې غړی و. همدا شان د اسراییل د سرحدي پولیسو پېنځه تنه او دوه عسکر هم زخمي شوي دي. اسراییلي پوځ وویل، د دې حملې مقصد د دوو "مطلوبو ملزمانو" ګرفتاري وه، چې یو یې د حماس او بل یې د اسلامي جهاد ډلو پورې تعلق درلود. اسماعیل هنیه چې د ایران د سرکاري خبري اېجنسۍ – اېرنا – د رپوټ ترمخه د ګل/دوشنبې په سهار د یو لوی پلاوي په مشرۍ ایران ته ورسېد، د نورو چارواکو ترڅنګ به د ایران د صدر ابراهېم رئیسي او د ایران ستر مشر آیت الله علي خامنه یي سره وګوري. ایران د فلسطینیانو یو کلک ملاتړی دی او خپل سرسخت رقیب هېواد، اسراییل په رسمیت نه پېژني. بل اړخ ته اسراییل او همدا شان امریکا، حماس او اسلامي جهاد ډلې د ترهګرو ډلو په حیث پېژني.

20.06.2023 ډیوه

طالبان د ښځو او جینکو سره "جنسیتي اپارټایډ" عملي کوي - د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ماهرین

واشنګټن  -- د انساني حقونو دپاره د ملګرو ملتونو هائي کمېشنر وولکر تورک وایي چې په ټوله نړۍ کې انساني حقونه خطرناک حالت ته رسېدلي، ځکه ریاستونه د انساني حقونو په عالمي اعلامیې کې درج شوو بنیادي حقونو او آزادیو ته په احترام ساتلو کې ناکامه شوي دي. ښاغلي وولکر تورک چې د ګل/دوشنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د کونسل په غونډه کې پرانېستونکې وینا کوله، وویل، انساني حقونه چې د ملګرو ملتونو سنګ بنیاد دی، اوس یو ډېر اهم پړاو سره مخ دي. د هغه وینا وه چې د دې وجه، د هغو ظالمو حکومتونو خودغرضه مفادات دي چې د نوموړي په باور، د بشري حقونو د فروغ دپاره چې کومې عالمي همکارۍ کیږي، تر هغو سېوا کېدونکې دي. ښاغلي تورک چې د لسو نه زیاتو ملکونو کې د بشري حقونو ناوړه حالات په ګوته کول، ډېرو هغو ظلمونو او جرمونو ته یې اشاره وکړله چې د نړۍ په بېلابېلو خطو کې ترسره کیږي. هغه وویل چې په افغانستان کې د انساني حقونو د خرابېدونکي حالت په اړه ډېر پرېشانه دی، چېرته چې واکمنو طالبانو "د انساني حقونو تر ټولو بنیادي اصول، په خاص ډول د ښځو او جېنکو حقونه تروړلي دي." په غونډه کې وروستو د انساني حقونو ماهرینو، په افغانستان کې د ښځو او جینکو د حالاتو په یوه بشپړه ارزونه کې، په طالبانو تور ولګولو چې د "جنسیتي اپارټایډ" یوه بڼه عملي کوي. د ښځو او جینکو په وړاندې د تفریقي چلند په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې مشرې ډوروټي اېسټراډا-ټنک وویل چې ښځې او جینکۍ په افغانستان کې حذف کیږي. هغې زیاته کړه چې "ښځو او جینکو سره د هغو د ژوند په هره برخه کې په سیسټماټیک ډول تفریقي چلند کیږي... ښځې په عمومي توګه په عوامي او سیاسي ژوند کې له برخې اخېستو محرومه کړی شوې دي." هغې وویل، د هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک اختیار ترلاسه کړی دی، طالب چارواکو یو په بل پسې احکامات جاري کړي چې "اکثریت یې د ښځو او جینکو حقونه محدوده کوي، په شمول د هغو حقونو چې تعلیم، کار، صحت، انصاف، تګ راتګ، جامې او رویې پورې اړه لري." د نړۍ په نورو برخو کې د انساني حقونو حالات د ملګرو ملتونو د انساني حقونو هائی کمېشنر وولکر تورک د انساني حقونو د کونسل څلور اونیزه غونډې ته پخپلې پرانېستونکې وینا کې د نورو ملکونو ترڅنګ، د ایران یادونه هم وکړه او په هغه هېواد کې یې د انساني حقونو د پراخو خلاف ورزیو په اړه فکرمندي څرګنده کړله. وولکر وویل چې په ایران کې انساني حقونه تروړل کیږي، او مثال یې "د تېزندۍ کولو په شمېر کې وروستی زیاتوالی، او همدا راز د ښځو په وړاندې تفریقي چلند" یاد کړ. په یو رپوټ کې چې صرف یو څو ریاسته ترې پاته و، هغه د هندوراس د انساني حقونو په حالاتو سخت تنقید وکړ، او د ځمکې په اړوند د شخړو په سر او "د انساني حقونو او ماحولیاتو په دفاع کوونکو باندې حملو" په باب یې فکرمندي څرګنده کړله. هغه همدا راز د نیکاراګوا چارواکي په دې ملامته وګرځول چې ګني "د سېول سوسایټي په سختو چقولو او د شهري [حقونو] د فضا په تنګولو سره" د خپلو ملکونو انساني حقونو ته نقصان رسوي. په اوکراین کې د روانې جګړې په اړه، وولکر تورک په روس غږ وکړ چې د هغه همکارانو ته دې حق ورکړي چې پخپله د روس خاورې دننه او همدا شان د روس د قبضې لاندې د اوکراین سیمو ته سفرونه وکړي "چې کم از کم غیرپوځي قیدیان، جنګي اسیران، او هغه اوکرایني ماشومان او معذوران وګوري چې دغو سیمو ته لېږدولی شوي دي. وولکر په جنوبي سوډان کې د خرابېدونکو حالاتو په اړه خفګان وښود. جنوبي سوډان کې د خانه جنګۍ له امله، د هغو پېښو په شمار کې چې عام خلکو باندې اثر کوي، په اولو درېیو میاشتو کې د کال، تر دوولس (۱۲) فیصدو اضافه راغلې ده. د ملګرو ملتونو د انساني حقونو هائی کمېشنر وویل چې د جنوبي سوډان چارواکو د مجرمینو په وړاندې د اقدام په برخه کې پوره اقدام ندی کړی او د حکومت جګپوړي چارواکي پخپله په ځینو سنجیده جرمونو کې لاس لري او پخپلو عهدو پاته دي.

19.06.2023 ډیوه

عمان د کرکټ نړیوال جام د غوراوي‌ سیالیو لومړۍ لوبې کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

عمان په زمبابوې کې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو د غوراوي سیالیو په لومړۍ لوبې کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه. عمان د کرکټ د نړیوالې شورا دویم درجه هېواد دی او ایرلنډ لومړی درجه هېواد. ایرلنډ عمان ته د ۲۸۲ منډو هدف وټاکه چې عمان پوره او لوبه یې وګټله. د ایرلنډ کپتان اندي بالبرني د خپلې لوبډلې دا ماتې مایوس کوونکې وبلله. د همدغو سیالیو په بلې لوبې کې سري لانکا متحدو عربو اماراتو ته ماتې ورکړه. د غوراوي سیالیو په دغو لوبو کې،‌ چې په زمبابوې کې دي، لس لوبډلې لوبېږي‌ او د سر دوې لوبډلې به یې نړیوال جام ته ځي. په دغو لسو لوبډلو کې ویسټ انډيز، زمبابوې او سکاتلنډ هم شامل دي. افغانستان دغه نړیوال جام سیالیو لار موندلې ده. د نړیوال جام دا لوبې په هند کې کېږي.

19.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.06.2023 امریکا غږ

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

19.06.2023 ازادي راډیو

سېو دي چېلډرن: په افغانستان کې غنمو څلورمه برخه فضل ملخان تباه کولی شي

طالبانو د ښځو په تعلیم او کار زورګار قدغنونه لګولي خو وايي د اسلام او افغان دود دستور سره سم به ښځو د زدکړو او کار روزګار دپاره حالات برابروي. د متحده قومونو چارواکي وايي ښځو په اړه د طالبانو د تعصب چلند د افغانستان اقتصادي او بشري حالات نور هم خراب کړي دي

19.06.2023 ډیوه

خبرها و گزارش‌های

خبرها و گزارش‌های

19.06.2023 ازادي راډیو

د ټرمپ د تورن کېدو له کبله د ځینو جمهوري غوښتونکو ترمنځ اختلافات پارېدلي

په امریکا کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې، د محرمو اسنادو د مدیریت اړوند د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تورنېدلو د جمهوري غوښتونکو ترمنځ اختلافات رامنځ ته کړي دي.

19.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.06.2023 امریکا غږ

سور صلیب: اذربایجان قره باغ ته د مرستو رسولو مخه نیولې 

په ارمنستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې اداره وايي چې اذربایجان په داسې حال کې قره باغ ته ورتګ محدود کړی چې په دغې نا ارامه سیمې کې د بشري وضعیت په اړه  اندېښنې زیاتې شوې دي. 

19.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

19.06.2023 امریکا غږ

بلېنکن: امریکا د چین سره ټولې شخړې په پرامنه طریقه حل کول غواړي

اېنتني بلېنکن دا هم وضاحت وکړلو چې د چین حکومت سره یې د بشري حقونو، سنکیانګ کې د خلکو سره روان سلوک، د تبت ، هانګ کانګ او د امریکايي وګړو د نیول کېدلو مسلې هم راوچتې کړي دي

19.06.2023 ډیوه

په پاکستان کې به لوی اختر د جون په ۲۹ نېټه وي، د رویت هلال کمېټۍ اعلان

په سعودي عرب کې د ذي الج میاشت ليدل شوې، په 27 د عرفات ورځ او په 28 جون به لوی اختر نمانځل کيږي

19.06.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more