ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ازادي راډيويي مجله؛ د افغان ادبي بهير غونډې او لندن کې د یو کتاب مخکتنه

د ازادي راډيويي مجلې په دې پروګرام کې د افغان مېرمنو د ادبي بهير د غونډو حال درکول کېږي. په خپرونه کې له کندهار او بغلانه هم د ادبي غونډو او مشاعرو په اړه مالومات را اخيستل شوي دي. دغه راز د خپرونې په دوام به نظم واورئ او له دې به هم خبر شئ چې لندن کې د کيسو د يو کتاب مخکتنه وشوه. د مشترۍ سپوږمۍ ته پر تلونکې بېړۍ يو ليکل شوی شعر به هم واورئ. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

07.06.2023 ازادي راډیو

خوړو نړیوال پروګرام: یوازې څلورو میلیونو افغانانو ته مرستې برابرولی شو

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) وايي، چې د بودیجې د کمښت له امله افغانستان کې یوازې څلور میلیونو کسانو ته مرستې برابرولی شي.

07.06.2023 امریکا غږ

اروپايي ټولنه: د طالبانو حکومت دې د نجونو د مسمومیدو پیښې وپلټي

د سرپل په ولایت کې د نجونو په دوو ښوونځیو کې د لسګونو نجونو د مسمیدو پیښو په اړه د راپورونو د خپریدو وروسته افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د طالبانو له حکومت ددغو پیښو د پلټنو غوښتنه کړې ده.

07.06.2023 امریکا غږ

طالبان: پولیسو اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي وايي، چې پاکستاني پولیسو د تیرې میاشتې د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو کې د ګډون په تړاو د اسلام اباد او پینډۍ په پنځو مختلفو ساحو کې د افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

07.06.2023 امریکا غږ

واشنګټن د ایران د میزایلو په پروګرام باندې بندیزونه ولګول

واشنګټن – د تهران لخوا د یو نوي هایپر سانیک توغندي له اعلانېدو سره واشنګټن په چټکۍ سره د نهې یا سې شنبې په ورځ د ایران د بالسټیک میزایلو په پروګرام باندې تازه بندیزونه ولګول ځکه د سپینې ماڼۍ چارواکو د ایران دا اقدام بې ثباته کونکی بللی. د امریکا د ملي امنیت شورا د ارتباطاتو مشر جان کربي وویل، "د بایډن اداره ډېره ښکاره او کلک دریځ لري چې په سیمه کې د ایران بې ثباته کونکي فعالیتونو په شا وتمبوي، چې د ایران په دغو فعالیتونو کې د بالسټیک توغندیو د ودې او پرمختګ پروګرام هم شامل دی." کربي وویل، "زه ددغه هایپر سانیک میزایلو په اړه د ځانګړو راپورونو په اړه خبرې نه کوم خو مونږ په ډېر ښکاره بندیزونه لګولي چې ایران له هغه څه څخه په شا کړي چې په سیمه کې یې کوي او بیا هم چې د بالسټیک توغندیو پروګرام پکې شامل دی." د ایران دولتي ټي وي راپور ورکړی چې د فتح په نامه دغه توغندي ۱۴۰۰ کیلومټره واټن وهي چې دا د تهران او بیت المقدس ترمنځ د هوايي‌ واټن څخه لږ کم دی. د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي دغه نوې وسله د منځني ختیځ په سیمه کې د دوامداره سولې او امنیت لپاره یو پیغام رسونکې وبلله خو څېړونکي ورسره موافق نه دي او وايي، له دې سره تاوتریخوالی نور هم زیاتېږي. د امریکا د خزانې وزارت د نهې یا سې شنبې په ورخ وویل، چې دغه نوي بندیزونه په اوو کسانو او شپږو ادارو باندې لګول شوي کوم چې په ایران، چین او هانګ کانګ کې دي او د ایران د میزایلو پروګرام ته حساسې او مهمې پرزې برابروي. په دغو پرزو او سامانون کې سڼټرفیوژونه هم شامل دي کوم چې د اټومي وسلو لپاره د یورانیمو د غني کولو لپاره کارول کېږي.‌ د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن وویل، دغه بندیزونه د هغو فعالیتونو په وړاندې  زمونږ د غبرګون ښودلو ژمنتیا ښيي کوم چې د سیمې ثبات ګواښي او زمنږ د مهمو شریکانو او متحدینو امنیت ګواښي . د ایران ولسمشر ریسي ویلي، چې یاد نوی میزایل په بشپړه توګه د ایران لخوا ډیزاین شوی او جوړ شوی دی.‌

07.06.2023 ډیوه

جنوبي وزیرستان:د ځمکني ماین چاودنه کې دوه خویندې وژل شوي دي

دافغانستان دپولې سره نزدې دخېبر پښتونخوا په قبایلي سیمه بر جنوبي وزیرستان کې دماین په یوه چاودنه کې دوه خویندې وژل شوې دي. دسیمې څخه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه تېره ورځ د بر جنوبي وزیرستان په تونده دره نومې سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینې وایي د زمکني ماین په دې چاودنه کې دسیمې دیو استوګن جانان خان دوه لوڼه وژل شوي چې دیوې عمر 8کاله اؤ بلې 15کاله ښودل ښودل شوی. سرچینو ډیوه ته ویلي چې جانان خان دسیمې یو غریب استوګن دی چې دڅاروؤ په څرولو خپلو بچو له ډوډۍ پیدا کوي. جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت د زمکنیو ماینونو په چاودنو کې دخلکو د وژنو رپورټونه مخې ته راځي اؤ تر دې پېښې وړاندې داپریل په میاشت کې هم دسراروغه تحصیل په جنته ویشتني سیمه کې یو دولس کلن ماشوم دماین په چاودنه کې وژل شوی ؤ. همدا شان په مارچ میاشت کې  په بره جنوبي وزیرستان کې د زمکنيو ماینونو د چاودنو درې پېښې شوې وې. ځایي خلک وایي په علاقه کې د پوځي عملیاتو وروسته په ځمکه کې خواره ماينونه پاتې شوي چې د عامو خلکو ترڅنګ پکې په څاروو چاودنې کیږي او ګڼې مرګ ژوبلې یې اړولي دي. ځايي خلک وايي، د علاقې څخه ماينونو پاکولو دپاره یې احتجاجونه کړي او حکومتي چارواکو ته خواستونه کړي خو د ماینونو صفایی د پاره څوک ګامونه نه اخلي. تېر کال د ځمکني ماین چاودنو ښکار شوي کسانو د یوې میاشتې پورې احتحاجي پرلت کړی وو، او دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې ختم کړی شوی وو چې ځایي انتظامیه دوی ته په علاقه کې د ماینونو پاکولو او د ماین ښکار شوو کسانو ته د مرستې ورکولو باور په لیکلې بڼه ورکړی وو. پي ټي اېم په اولنو غوښتنو کې د ماینونو پاکول شامل دي خو وایي چې تراوسه دا غوښتنه نه ده منل شوې. د پي ټي اېم د شمېرو تر مخه د ځمکني ماین چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې په وزیرستان کې شوي چې پکې د علاقې 400 کسان د ماين چاودنو ښکار شوي دي په دغه شمېرو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي. په حکومتي کچه دا شمېرې نه دي تايید شوي خو انتظامیه وایي په ځمکني ماین چاودنو کې د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو ته د مرستو لړۍ پېل کړی شوې ده. د پاکستان د پوځ مخکني ویاند مېجر جنرل بابر افتخار تېر کال ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي. په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه د

07.06.2023 ډیوه

د امریکا د ورجینیا په ایالت کې په ډزو کې ۲ تنه وژل شوي

د متحده ایالاتو د ورجینیا ایالت په مرکز رچمونډ ښار کې دوه تنه هغه وخت ووژل شول او درې نور ټپي شول چې یو نولس کلن شخص د موټرو په تمځای کې د خلکو په یوې ډلې ډزې وکړلې.

07.06.2023 امریکا غږ

کراچۍ: پینځو میاشتو کې د شوکو او ډاکو په مهال 61 کسان وژل شوي دي

دپاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې ورځ تر بلې دشوکو اؤ ډاکو پېښې په سیوا کیدو دي اؤ‌ پاکستاني مطبوعات وایي د روان کال په وړومبیو پینځوؤ میاشتو کې د شوکو اؤ ډاکو په مهال دغه ښار کې 61 کسان په مزاحمت کولو وژل شوي اؤ 289 نور ژوبل شوي دي. دپاکستان جیو ټي وي پخپل یو رپورټ کې ویلي په روان کال کې کراچۍ د ډاکوانو اؤ شوکمارو په رحم و کرم پاتې ده اؤ که د شوکې یا ډاکې په مهال یو څوک لږ شان مزاحمت هم کوي نو ډاکوان ترې دز وباسي . دکراچۍ دپولیسو مشر عالم اوډهو مني چې په کراچۍ کې  دشوکو پېښې زیاتې شوي خو وایي چې دهدفي وژنو پېښې ختمې شوي اؤ دقلنګ غوښتنې اؤ تاوان لپاره دخلکو تښتونې پېښې کمې شوې دي. دنهې په ورځ دپاکستان جیو ټي وي پخپل یو رپورټ کې ویلي چې په تېرو پینځوو میاشتو کې دکراچۍ دننه دشوکو اؤ ډاکو 29 زره اؤ 171 پېښې شوي دي. د رپورټ له مخې دجنورۍ میاشت کې د 7 نه زیاتې اؤ په فرورۍ کې 6 زره د شوکو اؤ ډاکو پېښې ریکارډ کړل شوې دي. دغه رپورټ وایي دکراچۍ په لارو کو څو کې په مارچ کې 7 زرو نه زیاتې ، اپریل کې 7 زره اؤ 278 اؤ مئ کې پینځوؤ زرو نه زیاتې پېښې شوې دي. رپورټ کې دچارواکو له خولې ویل شوي دي چې په پینځوؤ میاشتو کې 9464 وګړو نه موبایل فونونه اؤ 17125 نه موټر سایکلې د وسلې په زور تروړل شوې دي. رپورټ کې ویل شوي چې پروسکال په کراچۍ کې د وړومبیو پینځوو میاشتو په مهال 23651 دشوکو پېښې شوې وې. د روان کال په پیل کې د کراچۍ دپولیسو مشر جاوید عالم اوډهو دټي وي یو پروګرام کې دخبرو په مهال ویلي وؤ په لارو کې شوکې کول اسان کار دی ځکه دکراچۍ دننه شوکو کې اضافه شوې ده خو هغه دعوه کړې وه چې په دې ښار کې بیا هدفي وژنې ختمې شوي اؤ دقلنګ غوښتنې اؤ پیسو لپاره دخلکو تښتولو پېښې کمې شوې دي. دپولیسو مشر منلې وه چې پروسکال هم کراچۍ کې دشوکو په مهال 111 کسان وژل شوي وؤ اؤ دشوکو پېښې د24 زرو نه 28 زرو ته لوړې شوې وې. دپولیسو مشر وایي سږکال کراچۍ کې دجرمونو دمخنیوي په غرض لګول شوؤ کیمرو کې دپینځوو زرو نورو کمیرو اضافه شوې ده . دنوموړي په وینا د ملزمانو دنیولو اؤ لټولو عمل غوره دی خو دانویسټي ګیشن یا پلټنو عمل بیا زیات پیاوړی نه دی 

07.06.2023 ډیوه

پېښور: په اچیني پولیس چوکۍ نیمه شپه کې ترهګرو برید کړی خو پولیس وایي ترهګر یې په شا تمبولي

دپېښور دسربند تاڼې په اچیني‌ پولیس چوکۍ بیګاه دشپې ترهګرو یوه درنه حمله کړې ده خو پولیس وایي چې په جوابي کارروایۍ کې یې ترهګر پشا تمبولي اؤ حمله کې پولیسو ته هیڅ ځانې زیان نه دی اوښتی. دپېښور دپولیسو دعملیاتو دڅانګې مشر یا ایس ایس پي هارون رشید بیلابیلو رسنیو ته ویلي د نهې اؤ شورو په منځ شپه کې داتوؤ نه تر لسو ترهګرو په اچیني پولیس چوکۍ د دوؤ اړخونو نه حمله کړې ده. ایس ایس پي‌ ویلي ترهګرو په دغه پولیس چوکۍ ناتاره ډزې کړي‌ خو پولیس دهغوي برید ته په وخت کوټلی ځواب ویلي اؤ په ځوابي کارروایۍ کې یې دغه ترهګر پشا تمبولي دي.  هغه ویلي د برید په مهال دواړو خواؤ تر څه وخته په یو بل ناتاره ډزي کړي خو په دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې دپېښو رکیپټل سټي پولیس پخپله ټویټر پاڼه لیکلي،دبرید په وخت پولیس بیدار ولاړ وؤ ځکه ورته کوم ّځاني زیان نه دی اوښتی. پولیس وایي دبرید نه وروسته پولیسو په سیمه کې په پراخه کچه د لټونې عملیات پیل کړي دي. په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې په پېښور  یا دپښتونخوا په نورو برخو کې په پولیسو څومره بریدونه شوي دي هغې کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان یا هم وسله والې ډلې داعش قبوله کړې ده. تر دې پېښې یوه شپه وړاندې دپېښور په متنو سیمه کې پولیسو د عملیاتو په مهال د یو تندلاري د وژلو دعوه کړې وه . دپېښور دپولیسو لخوا مطبوعاتو ته په جاري کړل شوي یو بیان کې ویل شوي وؤ دصدر سرکل دپولیسو مشر یا ایس پي پرون د نهې په شپه دپولیس ځواک په ملتیا په متنو سیمه کې عملیات کول چې تندلارو پرې برید وکړو. پولیس وایي په دغه برید کې ایس پي اؤ نور پولیس خوندي پاتې شوي خو دپولیسو په ځوابي برید کې یو تندلاری وژل شوی دی. په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو  دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې چې پکې ګڼ شمیر پولیس عسکر وژل شوي‌ اؤ ژوبل شوي دي. دخېبر پښتونخوا پولیسو دتېرې مئ په میاشت کې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې یې دبیلابیلو عملیاتو په مهال 39 ترهګر وژلي اؤ 158 یې نور ژوندي نیولي دي. رپورټ کې ویل شوي وؤ چې سږکال دفرورۍ میاشت کې په صوبه کې دترهګرۍ زیاتې پېښې رامخې ته شوي اؤ په مارچ کې بیا په دې پېښو کې واضحه کمی لیدل شوی دی. رپورټ کې دعوه شوې وه چې داپریل میاشت کې دصوبې دننه دترهګرۍ پېښو کې 11.9فیصدي کمی شوی دی. دپولیس محکمې دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې صوبه کې د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد داستخباراتي اطلاعاتو په اساس ټول 711 عملیات شوي چې پکې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 نور ژوندي نیول شوي دي. خو په دې رپورټ کې بیا دا نه دي ویل شوي چې د روان کال په اوږدو کې دترهګرو لخوا څومره پولیس وژل شوي یا په څومره پولیس تاڼو اؤ څوکیو بریدونه شوي دي؟

07.06.2023 ډیوه

د اردوغان انځور ته د بریتونو اضافه کولو له کبله ترکیه کې یو هلک بندي شو

په ترکیه کې چارواکو سه شنبه جون ۶ (غبرګولي۱۶) یو شپاړلس کلن هلک پدې تور نیولی او بندي کړی چې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یو انتخاباتي انځور کې یې هغه ته بریتونه ور اضافه کړي.

07.06.2023 امریکا غږ

امریکا په پاکستان کې د خپلې یوې بندي تبعې سره د لیدو غوښتنه کړې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د یوې امریکایۍ سره د لیدو غوښتنه کړې چې د تیرې مې میاشتې په ۹ مې د مخکني صدراعظم عمران خان تر نیول کیدو وروسته یې د حکومت ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه او وروسته چارواکو ونیوله او بندي یې کړله.

07.06.2023 امریکا غږ

سوداګرو د پاکستان حکومت لخوا له افغانستان، ایران او روس سره د مال په بدل کې د مال (بارټر) تجارت د پرېکړې هرکلی کړی

د افغانستان او پاکستان تاجرانو، د پاکستان لخوا د افغانستان، ايران او روس سره د مال په بدل کې د مال تجارت [بارټر تجارت] پېلول یوه ښه پرېکړه بللې ده خو وايي چې د دې دپاره يو غوره مېکانزم يا طريقه کار باید جوړ شي. د پاکستان حکومت له افغانستان، ایران او روسیې سره د بارټر تجارت کولو پرېکړه کړې او د جون په لومړۍ نیټه یې یو رسمي نوټیفیکیشن خپور کړی چې پکې د دې سیسټم لاندې د 26 شیانو د سوداګرۍ اجازه ورکړل شوې او د دې سوداګرۍ څارنه به د FBR لخوا کېږي. د چمن د سوداګرو له خوا د پاکستان او افغانستان د ګډې خونې پخواني مرستیال محمد قسيم اڅکزي ویلي، چې د نړیوالو بندیزونو له امله پاکستان اړ شوی چې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د مالونو په تبادله تجارت وکړي. په دې تجارت کې د ډالرو کارولو د بنديدو هڅي دي. دده په وينا دغه یو ښه ګام دی خو دواړه هیوادونه باید خپل سرحدي ګمرکي سیستم بدل کړي او سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې ورکړي. د دې تجارت په اړه تر دې دمه د پاک افغان چیمبرز تر منځ په کابل کې درې غونډې او په اسلام اباد کې دوه غونډې شوې دي. له دې غونډو وروسته د پاک ایران چیمبرونو تر منځ په دې تجارت خبرې شوي دي، چې باید په صادﺭاتو او واﺭداتو کي جی ډي فائل کولو په مهال د بانکي چینل نه کار وانه خیستل شي. د پیسو تصفیه باید اسانه شي یا د افغانستان لخوا ثبت شوي CCD باید په سرحدي ګمرکونو کې وښودل شي او د منلو وړ وي بيا ددغو دواړو دستاويزاتو له لاﺭې د مالونو قميت وټاکل شي. د ۲۰۲۲-۲۳ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، له افغانستان سره د پاکستان صادرات له ۵۰۰ میلیون ډالرو څخه ۶۵۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي چې ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي. په داسې حال کې چې واردات ۲۴ سلنه زیات شوي او ۵۴۴.۱۷ میلیون ډالرو څخه ۶۷۵.۰۱ میلينو ډالرو ته لوړ شوي، چې په دغه تجاﺭت کې د افغانستان برخه ﺯياته شوې ده.  د چمن د سوداګرۍ خونې پخوانی رییس حاجي عبدالباري اڅکزی وايي، پاکستان د بارټر سوداګرۍ په برخه کې اکثره خوراکي توکو ته د سوداګرۍ اجازه ورکړې ده. دی وایي، پاکستان باید د افغانستان څخه خام مال ﺭاوغواړي بيا ګټه تر لاسه کولی شي. "که مونږ هغه اضافي اموال ګاونډیانو ته ورکړو او له هغو څخه د خامو موادو، ګازو، تیلو، ډبرو سکرو یا سنګ مرمر په شکل کې چې لري یې له هغوی څخه تر لاسه کړو، نو کولای شو له دې څخه زیاته ګټه پورته کړو او ﺯمونږ ډون شوی اقتصاد بیرته پر مخ بوځو او خپل کاروبار ته دوام ورکړو." د پاکستان حکومت دا ګام په هیواد کې د بهرنیو اسعارو د کنټرول لپاره اخلي چې د بهرنیو اسعاروﺯخيره د څلور ملیارد ډالرو څخه هم کمه شوې ده. دا مهال په پاکستان کې د ګرانې کچه ۳۸٪ ته لوړه شوې ده. د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د حکومت دې پرېکړې ته غبرګون نه دی ښودلی او نه هم دا معلومه ده چې د طالبانو حکومت به له پاکستان سره د بارټر سوداګرۍ لپاره څه ډول میکانیزم جوړ کړي. د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس خان جان الکوزي امریکا غږ ته ویلي وو چې له پاکستان سره د افغانستان د بارټر سوداګرۍ په برخه کې ستونزې شته چې مونږ ورته ګوته نیولې که د طالبانو حکومت یې حل کړي او ستونزې هواﺭولو دپاﺭه تدابیر ونیسي، ښايي دا تجارت بریالی شي. د افغانستان او پاکستان د ګډ چېمر اف کامرس اېنډ انډسټري شريک مشر خان جان الکوزی تر دې مخکې ډیوې ته ویلي وو چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته دوی [پاکستان] تېر کال د مال په بدل کې د مال د تجارت وړانديز کړی وو خو وایي امارت [واکمنو طالبانو] نه وو نهايي کړی، په دې نظر چې داخلي کرنسۍ ته پکې ضرر ونه رسيږي: ښاغلي الکوزي زياته کړه "د افغانستان په اوسني حالت کې چې په بېنکونو یې بنديزونه دي، ډالر نه انتقاليږي، اوس دا تجارت د افغانستان دپاره هم ګټه لري خو بايد يو مېکانزم ورته جوړ شي". په پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مرستيال مشر شاهد حسېن ویلي، اول د دې ضرورت ولې پېښ شو چې بارټر تجارت وشي؟ د هغه په وينا "ځکه چې نړیوال بنديزونه ولګېده، د ايران په بېنکونو د وړاندې نه بنديزونه وو، په افغانستان کې د طالبانو د راتګ وروسته بنديزونه ولګېده او په روس د اوکراين د جګړې وروسته د نړيوال سياست وروسته بنديزونه ولګېده هغه د خپلو پېسو انتقالات د بېنکونو د لارې نه شو کولی". وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دا کار ډېر وړاندې پکار وو ډېر وخت ضايع شو"، هغه زياته کړه پکار وه پاکستان "د ايران سره د مال په بدل کې تجارت کړی وی، دغه شان د افغانستان سره هم دوه کاله پوره کيږي چې دغه مشکلات شته، نو د دې به ډېر ښه اثرات وي تجارتي بنديزونه به ورسره حل شي، تجارت به تېز شي او قانوني به شي". د شاهد حسېن په خبره، "پخوا هم د روس سره د افغانستان دغه ډول تجارت کېدو، اوس دا عمل بيا راتازه شو او د مجبوريت د وجې دغه فېصلې وشوې". د پاکستان د تجارت د وزارت تر دې مخکې په اعلامیه کې ویلي و، چې د پاکستان نه به افغانستان، ايران او روس ته د خوراکي توکيو سره، کېمکل، د ودانيو جوړولو څيزونه، برقي او اوسپني او لوبو پورې 26 توکي صادرولی يا برامد کولی شي. په اعلاميه کې ویل شوي، د افغانستان نه به تازه او وچې مېوې، سبزيانې، دالونه، معدنيات، کوله يا سکاره، څرمنې او اوسپنه واردولی يا برامد کولی شي. او د ايران نه به هم د مېوو ترڅنګ د معدنياتو، کولې، پټرولیم خام تېلو، اېل اېن جي، اېل پي جي، کيميايي سره د نورو توکيو راغوښتو او د روس نه به د دالونو، غنمو، کولې، پټرولیم خام تېلو، اېل اېن جي، اېل پي جي، معدنياتو، او اوسپنې درامد کولو اجازت وي.       

07.06.2023 ډیوه

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد لوی زیان لیدلی او دوامداره بحران یې وده کمزورې کړې

نړیوال بانک وايي چې د سیمې هېوادونه او په ځانګړي ډول افغانستان له اقتصاد پلوه لوی زیان ګاللی او دوامدار بحران د دغه هېواد وده او پرمختګ کمزوري کړي دي.

06.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

06.06.2023 امریکا غږ

د ټرمپ پرونی ملاتړی او نننی سیال؛ کریسټي د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید کیږي

د نیو جرسي پخوانی والي کریس کریسټي په پام کې لري چې د سه شنبې په ماښام جون شپږمه (غبرګولي ۱۶) د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته خپله نوماندي په رسمي توګه اعلان کړي.

06.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more