سري لانکا له افغانستان څخه د کرکټ د دریو لوبو لړۍ وګټله
د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ د دریو لوبو لړۍ د کوربه هېواد په بري پای ته ورسېده.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ترکیې د کاخوفکا بند د ویجاړیدو په اړه د نړیوالې پلټنې غوښتنه کړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ جون اومه (غبرګولي ۱۷) له خپلو روسي او اوکرایني سیالانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د کاخوفکا د بند د ویجاړیدو د څیړلو لپاره یې د یوه نړیوال کمیسیون د جوړولو غوښتنه وکړه.
امریکايي او سعودي چارواکو ترهګرۍ د مخنیوي او په یمن کې د امن په موضوع خبرې کړي
د سعودي خارجه وزیر سره د ملاقات نه مخکې بلېنکن په جده کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کې د انساني حقونو په اړه خبرې وکړې او سوډان نه د امریکايي شهریانو په راوېستلو کې د سعودي عرب د مرستې يې شکریه ادا کړې
کاناډا کې د ځنګلي اور لوګي په امریکا کې د هوا د ککړتیا د خبرداري زنګ وغږاوه
په کاناډا کې د ځنګلونو د اور اخیستلو په نتیجه کې د لوګي د خپریدو وروسته د متحده ایالاتو په ختیځ او شمال ختیځ کې په ۱۵ ایالتونو کې د هوا د ککړتیا خبرداری ورکړل شوی.
اردوغان د لویدیځو متحدینو او روسیې ترمنځ د انډول ساتلو هڅه کوي - شنونکي
د سیاسي چارو شنونکي وايي، په ترکیې کې د ټاکنو له ګټلو وروسته ددغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې او لویدیځو متحدینو سره د خپلو اړیکو د توازن د ساتلو له ننګونې سره مخامخ دی او په شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) کې د سویډن د غړیتوب مسئله دغه تړون ته د انقرې د وفادارۍ یوه مهمه ازموینه ده.
په امریکا کې د بایډن محبوبیت زیات شوی – نظرپوښتنه
د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن محبوبیت یو څه ښه شوی، خو د اقتصاد د مدیریت په اړه اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.
د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ اشنا ټلوېزیون د چهارشنبې په خپرونه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو پر دوام، په اوکراین کې د اوبو د یوه بند د ماتېدو او له غېرقانوني لارو امریکا ته د افغانانو د مهاجرت په اړه مهم رپوټونه لرو.
د لوبو له میدانه؛ افغان لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وبایلله
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وبایلله. دغه راز افغان کرکټ بورډ د بنګلهدېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړی دی. د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه د انګلستان په اوول لوبغالي کې پیل شوې ده. د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړو ښې لوبې کړي چې ۲۹ مقام ته رسېدلي او د سعودي عربستان په پرولیګ سیالیو کې فرانسوي فوټبالر کریم بینزیما له الاتحاد لوبډلې سره تړون کړی دی. په خپرونه کې درته دا ځل د ځانګړو مرکو په ترڅ کې د ازادي راډيو خبریال بختیار ساحل له پخواني لوبغاړي او روزونکي دولت خان احمدزي سره د سریلانکا پر وړاندې د افغان لوبډلې د وروستیو ماتو په تړاو مرکه کړې ده. د دې خپرونې د اورېد لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
ځانګړې مرکه
د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.
د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر، جمهوري ریاست ته نوماند شو
د متحده ایالاتو پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس د چهارشنبې په ورځ جون اومه (غبرګولي ۱۷) د امریکا د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست ټاکنو ته ځان نوماند کړ او پدې توګه د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ودرید.
امریکايي سېنېټر غوښتلي چې په اسرایل کې د امریکايي فلسطينۍ خبریالې د وژنې په اړه رپورټ دې عام کړی شي
وان هالن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د ابوعاقله د وژل کېدو په باره کې يې اسرایل سره د امنیت په اړه د امریکايي رابطه کار یو اېس سېکیورټي کوارډينېټر فار اسرایل اېنډ دي پلېسټېڼین اتارټي، یو اېس اېس سي، هغه رپورټ کتلی چې سټېټ ډپارټمنټ د هغه په غوښتنه قانون سازانو ته تېره میاشت ورکړو
د بشري حقونو کارکوونکي: پښتونخوا کې اوس هم د خلکو د جبري بې درکۍ لړۍ روانه ده
د بشري حقونو کارکوونکي وايي خېبر پښتونخوا کې اوس هم د خلکو د جبري بې درکه کولو لړۍ روانه ده، درې مياشتې وړاندې د مومندو رشيد خان بې درکه شوی وو د کورنۍ غړې يې تور لګوي په وردۍ او ساده جامو کې راغلو کسانو رشيد خان د خپلوانو د کور نه اوچت کړی او تراوسه یې هيڅ درک نشته.