ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د عاشورا مراسمو په درشل کې یوې چاودنې سوریې کې شپږ تنه ووژل

د سوریې د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۷ (زمری پنځمه) وویل چې په دمشق کې د «السیده زینب» زیارت ته نژدې یوې چاودنې کې شپږ تنه وژل شوي دي.

28.07.2023 امریکا غږ

فعالانو امریکا ته د افغانانو د انتقال د پروازونو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه

له شاوخوا یوې میاشتې راهېسې قطر او ځینو نورو هېوادونو ته د هغو افغانانو، چې د مهاجرت د ځانګړې ویزې (SIV) په شرایطو برابر دي، د انتقال پروازونه ځنډول شوي او معلومه نه ده چې کله به بیا پیلېږي، خو فعالان غواړي چې دا پروازونه دې ژر تر ژر بیا پیل شي.

27.07.2023 امریکا غږ

د امریکا پخوانی پوځي: د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو په اړه معلومات پټ ساتل کیږي

د امریکا د هوايي ځواکونو یو پخواني استخباراتي چارواکي ویلي چې د امریکا حکومت د ناپېژانده بهرنیو الوتونکو اجسامو او یا په بل عبارت د "فضایي مخلوقاتو" په اړه کانګرس بې خبره ساتلی او ددې اجسامو په اړه یې معلومات نه دې خپاره کړي.  

27.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

27.07.2023 امریکا غږ

د المپیک نړیواله کمیټه فدراسیونونو ته: د اوکرایني لوبغاړو سیالۍ په حساسیت وارزوئ

د المپیک نړیوالې کمیټې د ورزشي فدراسیونونو څخه وغوښتل چې د اوکرایني ورزشکارانو او هغو روسي ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ چې په ناپیلي توګه لوبې کوي، په حساسیت وارزوي.

27.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

27.07.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

27.07.2023 امریکا غږ

ايران متحده قامونو ته د هغو دوو ځايونو تفصيل ورکړی چرته چې يورينيم موندل شوي

واشنګټن- ايران د شورو/چهارشنبې په ورځ ويلي متحده قامونو ته يې د هغو دوو ځايونو په اړه نوي معلومات ورکړي چرته چې پلټونکو ويلي دغلته د انسان جوړ کړي يورينيم نښانې موندل شوي. د سرښار تهران سره نزدې د دغو ځايونو په هکله پلټنې د ايران د ايټمي پروګرام د څار برخه ده چې ياد هېواد خپله منصوبه په مخ وړي او نړيوال پرې انديښنې لري. په دې هکله د ايران د سېويلين ايټمي پروګرام مشر محمد اسلامي وينا په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د کال 2015 د لوځنامې په سر د نړۍ د طاقتورو قوتونو انديښنې موجودې دي چې ګڼي ايران خپل يورينيم دومره غني کړي چې د وسلو جوړولو ته نزدې دي. د انټرنيشنل ايټامک انرجي ايجنسي پوښتنو ته د ايران ځواب دغه هېواد د نورو بندېزونو نه ساتلی شي او په اکتوبر کې ترې په بيلېسټېک ميزايلو جوړولو بندېز ختمېدلی شي. د کابينې د غونډې وروستو اسلامي وويل ايران د ايټمي پروګرامونو نړيوالې ايجنسۍ ته پوره تفصيل لېږلی او وايي “که دغه ځوابونه ونه منل شو او څه شک شوبه هم پاتې شوه نو څنګه چې مونږ تل ويلي مونږ به يې وضاحت وکړو او دې دستاويزاتو ته بيا کتنه وکړو”. هغه سرکاري ټيلي وژن ته ويلي چې ايران دا وخت په دې پړاو کې دی چې نړېوالې ادارې ته نور ثبوتونه او معلومات ورکړي او نور به هم ورکړو چې دا مرحله او مسله تېره شي. انټرنيشنل ايټامک انرجې ايجنسۍ د ايران د دريځ په اړه لا څه نه دي ويلي. البته د اسلامي بيان د ايران په لب و لهجه کې فرق ښيي چې وړاندې يې په محدود ډول مواد او څار ته موقع ورکوله او کلونو پس يې د امريکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په کال 2018 کې د ايران سره د شوې لوظنامې نه په يو طرفه توګه د وتلو وروستو په دې مسله څه ويلي دي. اسلامي د دغه ځايونو نومونه وانه خېستل خو نړېوالې ادارې دغه ځايونه ترکوزاباد او ورامين ياد کړي چې د تهران سره نزدې دي. د ورامين په اړه پلټونکو په مارچ کې په خپل رپورټ کې ويلي وو ايران دغه پلانټ د کال 1999 نه تر کال 2003 پورې د وړومبۍ پروژې په حيث د يورينيم د غني کولو د پاره کارولی و چې يورينيم يې ګيس ته اړول چې په سنټريفيوج کې چورلولو پس نور غني کيږي. اداره وايي ايران دغه ودانۍ په کال 2004 کې نړولې دي. ايران په دې ټينګار کوي پروګرام يې پرامن دی خو غرب او ايي ای اي ای وايي د کال 2003 پورې ايران يو منظم پوځي ايټمي پروګرام چلولی. په ترکوزاباد کې اداره باور لري ايران د وارامين نه څه مواد خوندي کړي وو. په کال 2018 کې د اسرايل ولسمشر نتن ياهو په متحده قامونو کې دعوه کړې وه چې ايران دغه پټ ځايونه د ايټمي وسلو جوړولو د پاره کاروي خو ايران دا رد کړي وو. البته د ايټمې نړيوالې ادارې د معلوماتو تر مخه د دوی د پلټنو ټيم دغلته د انسان جوړ کړي يورينيم نښانې موندلې وې.      

27.07.2023 ډیوه

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

27.07.2023 امریکا غږ

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ په نننۍ خبري‌ خپرونه کې په قطر کې د طالبانو سره د امریکایي چارواکو د لیدنې پر موخو رڼا اچوو. دوی‌ په روانه اونۍ کې د طالبانو له استازو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو سره ګوري. د افغانستان په اړه د برتانیا د یوه څېړنیز مرکز د علمي سیمینار مهم ټکي څېړو او په آخر کې به د لاسي صنایعو په ډګر کې د میرمنو د شمیر پر زیاتوالي‌ هم رپوټ وړاندې شي چې هیله ده د خپرونی تر پایه موږ سره مل پاتې شئ.

27.07.2023 امریکا غږ

روسیې د هاګ محکمې دریم چارواکی د خپل تعقیب لاندې کسانو لست کې شامل کړ

وروسته له هغې چې د جرمونو نړیوالې محکمې (د هاک محکمې) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې په جنګي جرمونو تورن کړ، روسیې ددې محکمې دریم چارواکی د خپل تعقیب لاندې کسانو په لست کې شامل کړ.

27.07.2023 امریکا غږ

روسانو د اوکراین په اودیسا سیمې توغندیز برید کړي

واشنګټن – د اوکراین یو چارواکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، روسي ځواکونو د اوکراین په جنوبي سیمې اودیسا کې د شپې لخوا توغندیز برید کړی چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی. د سیمې والي اولې کېپر ویلي، په برید کې یوه وړه امنیتي ودانۍ، ځینې وسایل او دوه موټرې ویجاړې شوې دي. کېپر وویل، دغه برید په توره بحیره کې له سمندري کښتۍ څخه د میزایلو په ویشتلو ترسره شوی. د اوکراین هوايي ځواک ویلي، دوی په اودیسا باندې له دوو ویشتل شویو میزایلو څخه یو شنډ کړی او په ورته وخت کې یې هغه اته ډرونونه هم غورځولي چې روسانو د شپې لخوا برید ته استولي وو.   د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په ټولنیزې رسنۍ ویلي، چې هغه د اوکراین په جنوب ختیځ کې د ډېنېپرو له سیمې څخه لیدنه کړې چې د هوايي دفاع د ځواکمنتیا او اکمالاتو په اړه له پوځي قومندانانو سره خبرې وکړي. د ملګروملتونو غونډه: د روسانو په بمبارونو کې د اوکراین په ګڼ شمېر کلتوري ځایونه ویجاړ او د غلو دانو د لېږلو چارې ټکنۍ شوي. په دې اړه د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې په پرلپسې توکه خبرې شوي. د یونیسکو د راپور له مخې، په اوکراین کې د ۲۰۲۲ کال په فیبروۍ کې د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین لږ تر لږه ۲۷۴ کلتوري ځایونه ویجاړ شوي چې ۱۱۷ پکې مذهبي ځایونه وو. په ملګروملتونو کې د تمدونونو د اتحاد (U.N. Alliance of Civilizations) د څانګې مشرې نېهال سعد امنیت شورا ته په خپلو خبرو کې وویل، "مذهبي ځایونه باید د عبادت ځای وي نه د جګړې ځای." خو په ملګروملتونو کې د روس د دایمي استازي مرستیال دیمیټري پولینسکي وویل، د زېلینسکي حکومت په اوکراین کې د ارتوډاکس د ویجاړولو کمپاین پرمخ وړي. هغه په اودیسا کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ په یو Transfiguration Cathedral باندې چې د یونیسکو د کلتوري ځایونو څخه دی د روسانو د توغندیو برید و نه غنده او وویل، چې دا د اوکراین غلطي وه. پولینسکي د امنیت شورا ته وویل، "که د روسانو میزایل په کتیدرل لګېدلی وای لکه څنګه چې یې زېلینسکي ادعا کوي نو له کتیدرل څخه به هېڅ هم نه و پاتې." هغه زیاته کړه، "هغه زیانمنه شوې خو په بشپړه توګه ویجاړه شوې نه ده." بل پلو د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش ویلي، دی په دوامداره توګه کوښښ کوي چې له اوکراین څخه د غلو صادرولو د تړون بېرته پرځای کولو ته لاره ومومي. د دې راپور ځینې برخې د اسوشېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري رسنیو څخه اخېستل شوي.

27.07.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

27.07.2023 امریکا غږ

کویټ د ۲۰۱۵ کال په بمي برید د تورن کس په ګډون پنځه تنه اعدام کړل

کویټ د ۲۰۱۵ کال د بمي برید د عامل په ګډون پنځه تنه اعدام کړل

27.07.2023 امریکا غږ

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر: حکومت مو د قرآن په سوځولو سترګې نه پټوي

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر ټوبیاس بیلسټروم د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري ۵) وویل چې د سویډن دولت د قرآن په سوځولو نه بندیز لګوي او نه هم پدې کار سترګې پټوي، خو دوی د هیواد د بیان د ازادۍ د قوانینو له مخې اجازه لري.

27.07.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more