ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

16.07.2023 امریکا غږ

چین او روس د جاپان په سمندر کې مشترک فضایي او سمندري مشقونه پیل کوي

روئټرز  - د چین د سمندري قواوو یوه ډله جهازونه د اتوار/یکشنبې په ورځ د جاپان سمندر په لور حرکت وکړ چې هلته کې د روس د سمندري او فضايي قواوو سره په پوځي مشقونو کې برخه واخلي. د چین دفاع وزارت د دې مشقونو مقصد، "اوبو کې د سټراټېجیکو لارو د امن تحفظ" بللی دی. د دې مشقونو خفیه نوم "شمالي/انټر اېکشن-2023" دی او په اوکراین باندې د روس د یرغل نه پس، د بجینګ او ماسکو ترمنځ د پراخو پوځي همکاریو څرګندونه کوي. دواړه ملکونه په داسې حال کې دا مشقونه پیل کوي چې امریکا د چین سره د پوځي رابطو دپاره د چېنلونو غوښتنه کوي مګر چین په مکرره توګه دا مطالبه رد کړې ده. د چین د سمندري ځواکونو د جهازونو په دې ډله کې چې د مشق دپاره تللي دي، پنځه جنګي کښتۍ او څلور سمندري هلي کاپټرې شاملې دي. د چین دفاع وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې د دوی د سمندري ځواکونو دا ډله د چنګداو شرقي بندر څخه حرکت کړی او په یوه ځانګړې سیمه کې به د روسي جهازونو سره یوځای شي. د چین سرکاري اخبار، ګلوبل ټایمز د پوځي مشاهدینو له قوله لیکلي، دا به وړومبی ځل وي چې چین او روس په دغسې مشترکو مشقونو کې برخه اخلي. د روس دوو جنګي کښتیو د دې میاشتې په سر کې، په شانګهائی کې د چین له سمندري قواوو سره د حرکاتو، رابطې جوړولو، او په سمندر کې د ژغورنې د عملیاتو په برخو کې جدا مشق هم ترسره کړی و. د روس هماغه کښتۍ اوس د جاپان په سمندر کې مشترک پوځي مشق ته آمادګی نیسي. وړاندې له دې چې روس په اوکراین حمله وکړي، صدر پوټین او صدر شي جن پنګ اعلان کړی و چې د دوو ملکونو ترمنځ د پراخ شراکت مقصد، د امریکا د اثررسوخ سره مقابله کول دي. د دې شراکت یوه د پام وړ برخه، پوځي همکارۍ دي. په همدې جولای میاشت میاشت کې د چین دفاع وزیر لي شانګفو د روس د سمندري قواوو د مشر اډمېرل نیکولای یفمینوف سره وکتل او دواړو اړخونو وعده وکړه چې پوځي تعلقاتو ته به وسعت ورکوي.

16.07.2023 ډیوه

سپینې خبرې

روسیې طالبانو ته بلنه ورکړیده چې د مسکو فارمت په راتلونکې غونډه کې برخه واخلي. په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره ددې غونډې نه څه تمه کېدلی شي؟ د سپینې خبرې په پروګرام کې نن په همدې مسله بحث لرو. د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

16.07.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

16.07.2023 امریکا غږ

چین او روسیه ګډ پوځي تمرینونه پیلوي 

د چین د دفاع وزارت نن یکشنبه جولاۍ ۱۶ (سرطان۲۵) اعلان وکړ چې له روسیې سره ګډ هوايي او سمندري پوځي تمرینونه کوي. 

16.07.2023 امریکا غږ

د ایران داخله وزیر: طالبان دې د هلمند سیند ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي  

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د یکشنبې په ورځ جولای ۱۶مه (چنګاښ ۲۵مه) وویل چې د طالبانو حکومت د خپلو مسوولیتونوله مخې باید د هلمند له سیند څخه ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

16.07.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

16.07.2023 امریکا غږ

یو فلسطیني په مقبوضه لویدیځه غاړه کې پر یو ګاډي ډزې کړي، درې تنه یې ټپیان کړي دي

واشنګټن  - اسرایلي چارواکي وایي، یو فلسطیني وسله وال د اتوار/یکشنبې په ورځ د اردن سیند د لویدیځې غاړې/وېسټ بنک په مقبوضه سیمه کې په یو ګاډي ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې د دوو جینکو په شمول، درې اسرایلي وګړي زخمیان شول. چارواکو زیاته کړې ده چې د حملې نه وروستو، وسله وال فلسطینی تښتېدلی دی. د اسرایل او فلسطنیانو ترمنځ د تشدد پېښې په دې وروستو کې زیاتې شوي او څه موده مخکې په لویدیځه غاړه کې دومره تشدد پېښ شو چې په نږدې دوو لسیزو کې هلته نه و لیدلی شوی. د اسرایل پوځ ویلي چې وسله وال کس د اتوار/یکشنبې په ورځ دا حمله د یو بل ګاډي نه وکړه چې د تګ په حال کې و. ویل شوي چې په پېښه کې یو تن ډېر سخت ټپي شوی او دوه نورې جینکۍ چې یوه یې 9 کلنه او بله یې 14 کلنه ده، برسېرنې زخمیانې شوي دي. د اسرایل پوځ وایي چې د دوی عسکر د حمله کوونکي په لټون وتلي دي. د اېسوشیټډ پرس خبري ادارې ترمخه، سږکال په لویديځه غاړه او بیت المقدس کې د تشدد له امله، څه باندې یو سل او پېنځوس (150) فلسطینیان د اسرایلو په ډزو کې وژلی شوي دي. اسرایل وایي چې اکثره دا وژل شوي کسان، تندلاري وو، مګر د دې ترڅنګ یو شمېر کم عمره کسان چې په اسرایلي عسکرو یې کاڼي غورځول او همدا راز ځيني نور چې هېڅ په مقابلو کې شامل نه و، هم وژل شوي دي. بل اړخ ته په همدې موده کې لږ تر لږه شپږویشت (26) اسرایلي وګړي د فلسطینیانو له خوا وژلی شوي دي. اسرایل په کال 1967 کې په لویدیځې غاړې، غزه تراډې او مشرقي بیت المقدس باندې قبضه ولګوله. فلسطینیان د خپلو دغو سیمو آزادي او ځانله د یو آزاد ریاست جوړېدل غواړي.

16.07.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

16.07.2023 امریکا غږ

د مکسیکو په سویل کې د سلګونو کډوالو یوه ډله د امریکا په لور خوزیدلې

نږدې یو زر کډوال چې په دې وروستیو کې له ګواتیمالا څخه مکسیکو ته اوښتي د شنبې په ورځ په ډله ییزه توګه د مکسیکو په شمال کې د متحده ایالاتو سره پولې ته د رسیدو په هیله روان شوي دي.

16.07.2023 امریکا غږ

د امریکا د مالیې وزیره د اړیکو د ښه والي او نړیوالو اقتصادي ستونزو سره د مقابلې لپاره هند ته تللې 

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیره جنیت یلن چین ته له خپل سفر وروسته هند ته تللې او هلته به د ۲۰ هېوادونو ډلې د مالیې له وزیرانو سره د پورونو ورکولو د زیاتېدونکي ګواښ په ګډون، چې کم عاید لرونکي هېوادونه ورسره مخامخ دي، د نړیوال اقتصادي ننګونو په اړه خبرې وکړې.  

16.07.2023 امریکا غږ

خواجه اصف: افغانانو ته پخپله خاوره د استوګنې اجازه ورکول د پاکستان لویه تېروتنه وه

د پاکستان د دفاع وزیر ښاغلي خواجه اصف ویلي چې افغان کډوالو ته د پاکستان په خاوره کې د میشته کیدو اجازه ورکول د پاکستان یوه ستره تېروتنه وه اؤ په موجوده وضعیت کې دلته افغان کډوالو ته ورکړل کیدونکو اسانتیاؤ یو لړ اندېښنې پیدا کړې دي. خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د قایمه کمیټۍ چیرمین اؤ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ بیا وایي، پاکستان کې چې کوم ورانی شوی دا د افغان کډوالو له وجې نه دی شوی بلکې دا د پاکستان د ریاست د هغو پالیسیو نتیجه ده د کومو پالیسیو لاندې چې به دوی د جګړو ټیکې اخستې . د  خالي په ورځ‌ د پاکستان د شخصي ټي وي ایکسپریس نیوز په یو پروګرام کې د خبرو په مهال د دفاع وزیر ویلي "پاکستان تر دې وړاندې هم افغان کډوالو ته د سرپناه ورکولو اؤ د هغوي د کوربه توب نتیجې زغملي دي". هغه یو ځل بیا افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو د شتون دعوه وکړه اؤ ويې ویل"مونږ افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو اؤ د هغوي د فعالیتونو نه ښه خبر یو ". تر دې یوه ورځ وړاندې هم د دفاع وزیر خواجه اصف پخپل یو ټویټ کې ویلي وؤ د تېرو څلور یا پینځوؤ لسیزو راهسې د 50 نه نیولي تر60 لکو افغانانو ته پاکستان د ټولو حقونو ترڅنګ پناه ورکړې ده خو د دې برعکس افغانستان هغو ترهګرو ته پخپله خاوره کې پناه ورکړې ده چې د پاکستانیانو وینې تویوي. د پاکستان د دفاع وزیر تور لګولی ؤ چې افغانستان نه د ګاونډیتوب، نه د ورور هیواد حق ادا کوي اؤ نه هم د دوحې تړون ته غاړه ږدي. خو د خواجه اصف دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي‌ د وسله والو د شتون تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان که د خپلو دعوؤ ثبوتونه لري نو باید افغان حکومت یې ورکړي هغوی به پرې اقدام وکړي. د دفاع وزیر پخپلو تازه څرګندونو کې د عمران خان تیر حکومت د ریاست پرضد په جرمونو کولو تورن کړی دی اؤ ویلي یې دي د پي‌ ټي‌ ایي تېر حکومت کې د افغانستان نه تر دریوؤ لکو زیات کسان راوستی اؤ دلته میشته کړی شول اؤ تر دې دمخه هم پینځه لکه افغان کډوال په پاکستان کې میشت وؤ. هغه وویل "په تېرو څلور کلونو کې مونږ څه وکړل ؟ اوس به مونږ ته پاکستان کې دافغان کډوالو دستونزې هواری لټول وي " دهغه په خبره "په ماضي کې یو ځانمرګي برید کې ککړ ترهګر د یو مریض د خدمتګار په شکل کې دلته ناست ؤ اؤ اوس پاکستان کې افغان کډوال هم په دغسې پېښو کې ککړ شوي دي چې دا هیڅکله مونږ ته دمنلو وړ نه ده" خواجه اصف زیاته کړه هغه کابل ته د خپل سفر په مهال یې خپلې دا اندېښنې دطالب چارواکو سره هم راپورته کړې وې خو وایي له بده مرغه بیا هم پاکستان کې دناامنۍ دپېښو مخه ونه نیول شوه. "مونږ په لاس کې بیلابیل اپشنز لرو اؤ کابل ته به ددې ستونزو د هواري په لړ کې مونږ سره خبرې کول وي". خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د قایمه کیمټې مشر ښاغلی محسن داوړ بیا ددفاع د وزیر دې تازه څرګندونو ته خپل غبرګون کې وایي ،د افغانستان د ورانولو کومه ټیکه چې پاکستان اخستې وه اوس د افغانستان د ورانولو ملبه پخپله په پاکستان راغورځېدلې ده. وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ وویل د خواجه اصف دا تور بې منطقه دی چې ګنې پاکستان کې د امنیت وضعه افغان کډوالو ته د استوګنې د اجازې ورکول کید له امله خرابه شوې ده. "حقیقت دا دی چې دلته دا ټولې کیسې د هغه پالیسۍ دلاسه خرابې شوې دي د کومې پالیسۍ لاندې چې دوی د څه د پاسه څلویښتو کالو نه دامریکې په وینا،دهغوي‌ په ډالرو،دسعودي په ریالونو دلته نه جنګ شورو کړو،دلته نه یې خلک بهرتي کول اؤ افغانستان ته بې لیږل اؤ هلته یې میدان جنګ جوړ کړو" ښاغلی داوړ وایي، د ناین الیون نه وروسته هم دلته دوي(پاکستان) شل کاله ترهګر وساتل،په هغوی یې مصرفونه کول،خوندي ځالې یې ورکړې وې اؤ افغانستان یې پرې ورانولو . په پاکستان وخت په وخت تر دې وړاندې هم دامریکې، افغانستان اؤ هند لخوا ترهګرو ډلو ته دپناه ورکولو اؤ د هغوي د سرپرستۍ تورونه لګول شوي خو پاکستان دا تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي د ترهګرۍ پرضد جګړه کې یې تر ټولو زیاتې اؤ درنې قربانۍ ورکړې دي. محسن داوړ وویل ،کله چې افغانستان په دویم ځل طالبانو ونیولو په هغه وخت کې دلته پاکستان کې ډولونه غږیدل اؤ خلکو خوشحالۍ کولې ،هغه وایي "مونږ په هغه وخت هم دوي ته ویلي وؤ چې دا کیسه به درباندې راګرځي" "دا هم هغه خواجه اصف ؤ چې کله دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ په دوحه کې مذاکرات کیدل نو ده به ورته ویل چې طاقتونه ستاسو دي خو خدایې زمونږه دی،پرون چې طالب افغانستان ورانولو نو دوي به ورته چړچکې وهلې نن دا هم هغه طالب دی کوم چې پاکستان ورانوي" د محسن داوړ په خبره په طالبانو کې نه مخکې کوم توپیر ؤ ، نه په کې اوس شته اؤ نه به پکې راتلونکي کې وي هغه وایي په طالبانو کې دا توپیر دپاکستان ریاست جوړ کړی ؤ چې له دې لارې یې خپلو خلکو ته دوکه ورکوله اؤ ټوله دنیا یې هم په دې خبره تېر ویستله چې دا یو خلک جدا دي اؤ دا بل خلک جدا دي،معنا په افغانستان کې چې کوم خلک(طالبان) لیګیا دي دا جدا دي اؤ پاکستان کې بیا جدا دي . خو محسن داوړ وایي دوي وړومبی هم یو خلک وؤ اوس هم یو دي اؤ بیا به هم یو وي اؤ نن چې په پاکستان کې دا څه روان دي ، دا مکافات عمل دی ، پرون چې دوي هلته څه کول نن هغه څه په پاکستان کې کیږي.

16.07.2023 ډیوه

ګلکت بلتستان کې د سېلګرو ګاډی ګړنګ ته لویدلی، 5کسان په کې مړه شوي، 12 ژوبل

د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې د سېلګرو یو ګاډی ګړنګ ته لویدلی دی چې د پولیسو له مخې په کې پینځه سیلګر مړه شوي اؤ 12 نور ژوبل شوي دي. پولیس وایي دا پېښه د دیامر ضلعې په تهلیچي سیمه کې په قراقرم شاهراه یا سړک رامنځته شوې ده. ډاڼ ورځپاڼې د دیامر د پولیسو د مشر یا ایس ایس پي محمد ایاز له خولې ویلي چې پېښه کې درې مېرمنې، یو ماشوم اؤ یو سړی مړه شوي اؤ دولس نور ژوبل شوي چې د علاج لپاره د سیمې روغتون ته رسول شوي دي. د پولیسو مشر ویلي د پېښې سره مخ سیلانیان د لاهور نه ګلګت ته په یو هائ روف ګاډی کې روان ؤ چې په تهلیچي سیمه کې یې ګاډی د ډرایور نه بې قابو اؤ یو ژور ګړنګ ته ولویدو. تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې هم په هنزه کې په دوؤ ټرافیکي پېښو کې پینځه سېلګر مړه شوي اؤ 13 نور ژوبل شوي وؤ . په دغو پېښو کې یو ګاډی ژورې کندې ته غورځولی دی ؤ اؤ بل د غره سره جنګیدلی ؤ. په 12م جولایي د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات ګبین جبه کې هم د سېلانيانو يو ګاډی ژورې کندې ته غورځېدلی ؤ چې په کې 11 تنه مړه شوي او د شپږو پورې نور ژوبل شوي وؤ. د روانې مياشتې په سر کې د بلوچستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د مسافرو وړونکی یو بس ژورې کندې ته لوېدلی و چې پکې 19 تنه مسافر مړه شوي او څلور نور ټپي شوي وو. د پاکستان په اکثره غرییزه سیمو کې د ټریفک داسې قسمه پېښې رامنځته کیږي چې څېړونکي یې هم علتونه دسړکونو تنګوالی، د ګاډو خراب حالت، د موټر چلوونکو بې خوبي، بې لائسنسه موټر چلول اؤ د ټریفک اصول نه مراعاتول ښایي.

16.07.2023 ډیوه

هند ته یو ځلي بیا د امریکې د خارجه وزیرې سفر: په نړېوالو ستونزو او د تعلقاتو په مضبوطه کولو خبرې کوي

واشنګټن  -  د امریکې د خزانې وزیره جنېټ یلېن، چین ته د خپل تازه سفر په پای کې هند ته سفر کړی        چې هلته کې د نړۍ د شلو ملکونو د خزانې وزیرانو سره وګوري او ورسره په نړېوالو اقتصادي ستونزو، لکه غریبو ملکونو ته د دېوالیه کېدو د زیاتېدونکې خطرې په هکله خبرې وکړي. په ګاندهي نګر کې د اوسېدو په وخت به مېرمن یلېن کوښښ وکړي چې د هند او امریکا ترمنځ تودېدونکي تعلقاتو ته لا زیات فروغ ورکړي. دا په تېرو نهو میاشتو کې هندوستان ته د مېرمن یلېن درېیم سفر دی. هغه همدا راز په پام کې لري چې د هند نه پس، د ویټنام په هانوی ښار کې د سپلائی چېن په موضوع، صفا انرجۍ ته د بدلون او نورو اقتصادي موضوعاتو باندې خبرې وکړي. هند ته د امریکې د خزانې وزیرې د دې ځلي دورې مقاصد دا ښودل شوي چې په ناوړه اقتصادي حالاتو کې، د ترقي پسنده ملکونو دپاره د قرضو د انتظام په نوي کولو ټینګار وکړي، عالمي ترقیاتي بنکونه جدید کړی شي چې هغوی لا ډېر موسمي بدلون ته توجو وکړي، او د هند سره د امریکا تعلقات چې تر بل هروخت یې وسعت پیدا کړی، نور هم پسې مضبوطه کړي. هندوستان ته د مېرمن یلېن پرله پسې سفرونه دا څرګندوي چې د چین سره د کشیدګیو په دې وخت کې، د هند او امریکا تعلقاتو څومره ارزښت پیدا کړی دی. په همدې وخت کې، د اوکراین د جګړې په تناظر کې روس باندې د امریکا او اتحادیانو له اړخه د لګول شوو اقتصادي پابندیو باوجود، د ماسکو سره هم د هندوستان تعلقات مخ په وسعت ښکاري. هندوستان په روس باندې د بندیزونو په لګولو کې برخه نه ده اخېستې او لا هم د هغه ملک سره یې د انرجۍ په برخه کې خپل تجارت جاري ساتلی دی. خو بیا هم امریکا په زیاتېدونکي توګه په هند باندې زړه تړلي او د هغه ملک د مشرانو هرکلی کوي. په جون میاشت کې صدر جو بایډن په وایټ هاوس کې د هند د وزیراعظم په ویاړ د سټېټ په کچه مېلمستیا وکړه چې مقصد یې د واشنګټن او نوې ډیلي ترمنځ د تعلقاتو پیاوړي کول و. دواړو مشرانو وویل چې د امریکا او هندوستان ترمنځ تعلقات تر بل هر وخت زیات قوي دي. هغو د خپلو ملکونو ترمنځ د تجارت په برخه کې هم نوې معاملې اعلانې کړلې. امریکا کې د سټراټېجیکو او نړېوالو مطالعاتو په مرکز کې د هند-امریکا د پالیسۍ یو ماهر رېمونډ ویکري وایي، د چین د دورې نه سمدستي وروستو، هند ته د امریکې د خزانې وزیرې جنېټ یلېن تګ له دې اړخه اهم دی چې هندي چارواکي په هغو جزئیاتو خبریږي چې بجېنګ کې د چینایي چارواکو او یلېن په ملاقاتونو کې په څه موضوعاتو خبرې شوي او هند یې په تناظر کې د چین سره خپل اقتصادي تعلقات څنګه جوړ کړي. ویکري زیاتوي: " هغوی (هند) به کوښښ وکړي په دې پوهه شي چې آیا امریکا په دې اړه سنجیده ده چې خپل ځيني کاروبارونه د چین نه هندوستان ته انتقال کړي او که نه."

16.07.2023 ډیوه

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

16.07.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more