پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ ممبر په ګډون نور غړي هم د ګوند څخه وويستل
د پښتون ملت پاله ګوند [پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ] مشر محمود خان اڅکزي د ګوند څخه د صوبايي اسمبلۍ ممبر په ګډون د نورو غړو ويستلو وويل او زياته يې کړه دغو غړو د ګوند د ايين سرغړونه کړې ده. خو ويستل شوو مشرانو عهده دارو غړو د وړاندې نه ويلي دوی د غېر اييني لارې د ګونده ويستل شوي دي.
د افغانستان سوداګرۍ خونه: د ډنډ پټان لارې بندېدو خصوصي سکټور ته پراخ زیان اړولی
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسؤلین وايي، په پکتیا ولایت کې له پاکستان سره د ډنډي پټان لارې تړل کېدو له امله خصوصي سکتور پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
رپورټ: د پښتونخوا اسمبلۍ غړي طالبانو ته 12 لکه روپۍ قلنګ ورکړی
د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ يو غړي ويلي، د جولايي د میاشتې نه راپدېخوا يې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] ته 12 لکه روپۍ [5000ډالره] د قلنګ ورکړی دی.
ازادي راډيويي مجله؛ ورکشاپ، سمينار او سمپوزيم څه توپير لري؟
د ورکشاپ، سمینار او سپموزیم پر توپیر په ادبي غونډه کې بحث وشو، په دې خپرونه کې د دوو افغان شاعرانو نصر الله حافظ او معذوریار یاد تازه کوو. دا به هم واورئ چې هنرمنده الماس خانم نن سبا څه انځوروي او د یو شمېر نورو مطالبو ترڅنګ د نورستان د ودونو د دوود په اړه دلته اورېدلی شئ. ازادي راډيو مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
ایران د عراق سره ګډې پولې کې اضافي ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي
ایراني چارواکي وایي د عراق سره په شمال کې ګډې پولې ته یې د ځانګړو ځواکونو اضافي قطعې استولي چې هلته میشت ځواکونه لا قوي شوي.
ذبيح الله: د ملګرو ملتونو او غربي هېوادونو لخوا دُرو وهلو ته توهینوونکي ويل د اسلام بې احترامي ده
د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل چې په طالبانو د دُرو د وهلو سزاګانو بندولو غږ کړی او دغه عمل ته يې "ظالمانه، غېر انساني او بې احترامه کوونکې سزاګانې" ويلي، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه څرګندونې د دين بې احترامي بللې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغان ښځو لګول شوي محدودیتونه باید وڅېړل شي
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د بشریت پرضد له جنایتونو سره انډول شمېرل کېدای شي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپل تازه راپور کې چې پرون د لیندۍ په ۴مه خپور شو ویلي چې پر افغانستان د واکمنو طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه باید د نړیوالو قوانیو په رڼا کې د جنسیت پربنسټ د ځورونو په توګه وڅېړل شي. دې کارپوهانو چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ هم په کې شامل دی، د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو مثالونه یاد کړي او وايي چې دا اقدامات د بشریت پرضد له جنایتونو سره انډول شمېرل کېدای شي. راپور له تعلیم څخه د منځنیو ښوونځیو او لېسو د زده کوونکو نجونو بې برخې کولو، عامه ځایونو لکه پارکونو او سپورتخونو ته د ښځو پر ننوتو ممانعت، له کوره د بې محرمه ښځو پر راوتلو بندیز او ګڼو نورو مواردو ته اشاره کوي او وايي، په کور کې کېناستو ته د ښځو مجبورول له زندان سره انډول دی. راپور زیاتوي چې دا کار ښایي د کورني تاوتریخوالي او د ذهني ناروغیو کچه لوړه کړي. د ملګروملتونو کارپوهانو پر هغو مواردو هم اندېښنه ښودلې چې له کورونو د بې محرمه ښځو د راوتو په صورت کې طالبان د هغوی د کورنیو نارینه غړو ته سزا ورکوي. راپور یادونه کوي چې د دې کار هدف دا دی چې نارینه او هلکان دې ته اړ شي چې د طالبانو له اوامرو د سرغړونو په صورت کې ښځو ته جزا ورکړي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو راپور له میاشتو میاشتو راهیسې د بشري حقونو له فعالانو سره د ناوړه چلند، د هغوی د وهلو ټکولو او نیولو یادونه هم کوي. په راپور کې په ځانګړي ډول د ظریفې یعقوبي یادونه شوې چې د نومبر په درېیمه د مېرمنو د یوې مدني ټولنې د اعلان پرمهال په کابل کې ونیول شوه او له خپلو څلورو نارینه همکارانو سره لاهم په بند کې ده. دا کارپوهان وايي چې دوی د دې فعالانو د روغتیا لپاره خورا زیاته اندېښنه لري. راپور زیاتوي چې طالبان دا خلک د خپلو اساسي حقونو د غوښتنې لپاره نیسي په داسې حال کې چې دا کار غیرقانوني او د خپلسرو نیونو په معنا دی. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې په خپل راپور کې پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو نړیوالو اصولو او مکلفیتونو ته درناوی وکړي، د ښځو او نجونو د تعلیم او کار او همداراز په ټولنیز ژوند کې د ښځو د برخې اخیستو په ګډون د بشري حقونو ټول مقررات او معیارونه ومني. په راپور کې د بشري حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي او د هغې د څلورو همکارانو د سمدستي خوشې کېدو او یا په بند کې د هغو د دوامداره ساتلو لپاره د دلایلو د وړاندې کولو غوښتنه هم شوې. همداراز دې کارپوهانو له طالبانو غوښتي دي چې ښځو او نارینه وو ته له وېرې پرته د غونډو د جوړولو اجازه ورکړي، له اوامرو د ښځو د سرغړونې په خاطر نارینه وو ته جزا ورکول بند کړي، د نجونو منځني ښوونځي او لېسې پرانیزي او عامه ځایونو ته د ښځو پر ورتګ د بندیز پرېکړه بېرته واخلي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي دي چې طالبان د ښځو په اړه له دې پرېکړو راوګرځوي، په افغانستان کې د جنسیت په اساس د ښځو د ځورونو د عاملانو په اړه څېړنې او د بشري حقونو د فعالانو ملاتړ وکړي.
سوریه کې د امریکایي ځواکونو په اډې توغندي وار شوي ؛ مرګ ژوبله نلري
د متحده ایالاتو پوځ وایي د سوریې په شمال لویدیځ کې په یوې نظامي اډې کې چې امریکایي ځواکونه پکې میشت دي، دوه توغندي لګیدلي خو ځواکونو ته پکې هیڅ ډول مرګ ژوبله نده اوښتې.
مجاهد: د شرعي احکامو په تطبیق د لویدیځو هیوادونو انتقاد اسلام ته "بې احترامي" ده
مجاهد: د شرعي احکامو په تطبیق د لویدیځو هیوادونو انتقاد اسلام ته "بې احترامي" ده
د ملګرو ملتونو کارپوهان: ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ښايي د بشریت ضد جرم وي
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوه ډله وايي چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ښايي د بشریت ضد جرم وي او باید د نړیوالو قوانینو له مخې وڅېړل شي او قانوني تعفیب شي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
افغانستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د بیټنګ کولو پریکړه وکړه. دا ځل میدان ته رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران راښکته شول او دواړو لوبغاړو د لومړۍ ویکټې لپاره د ۸۴ منډو ملګرتیا وکړه. رحمان الله ګربز لومړی لوبغاړی وو چې د ۵۳ منډو جوړولو وروسته د دي سلوا لخوا اوټ شو. د ګربز له اوټ کیدو سره سم رحمت شاه میدان ته راغی او دویمې ویکټې لپاره یې له ابراهیم ځدران سره د ۱۱۶ منډو ملګرتیا وکړه او ۵۲ منډو جوړېدو وروسته وسوځید. افغانستان لپاره تر ټولو ډیرې، ابراهیم ځدران په ۱۲۰ توپونو باندې د ۱۱ څلوریزو په مرسته ۱۰۶ نمرې وکړې. نجیب ځدراڼ په ۲۵ توپونو ۴۲ او ګلبدین نایب په ۲۴ توپونو ۲۲ منډې وکړې. د سریلانکا لخوا هسرنګا په لسو اوورونو کې د ۴۲ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول. راجیتا، لکشن، لاهیرو کمارا او مهیش ټیکشانا په خپل وار یو یو کسان وسوځول. افغانستان په ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۲۹۴ منډې جوړې کړې او کله چې د سریلانکا لوبغاړي د دغه هدف پوره کولو لپاره میدان ته ښکته شول نو د دغې لوبډلې دوه لوبغاړي په ۳۵ منډو کې سوځیدلي و. د سریلنکا لپاره نشانکا په ۸۳ توپونو ۸۵ او هسرنګا په ۴۶ توپونو ۶۶ منډې جوړې کړې. د افغانستان توپ اچوونکو له ډلې فضل فاروقي څلور . ګلبدین نایب ۳، یامین احمدزي ۲ او راشد خان یو لوبغاړی وسوځولو. د سریلانکا لوبډله په ځوابي بیټنګ کې په ۳۸ اورونو کې یواځې ۲۳۴ منډې وکړې او خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدران وټاکل شو چې دا یې شپږمه یو ورځنۍ لوبه وه.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
زیلینسکي: روسیې 'زمونږ د ماتې' لاره نده موندلې او راتلونکې کې به یې هم ونه مومي
د اوکراین پخواني ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۲۴ مه (لیندۍ ۳) وویل چې روسیه تر اوسه د داسې لارې په موندلو کې چې "مونږ ته ماتې راکړي" ناکامه ده او او همداسې به ناکامه پاته شي.