ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


منظور پښتین: تر هغې به علي وزیر لپاره مبارزه کوؤ چې له زندانه مو نه وي را خلاص کړی

پېښور _ دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي ترڅو چې علي وزیر له بنده نه وي راخلاص شوی پي ټي‌ ایم به دهغه لپاره خپله مبارزه روانه ساتي . یوې شخصي رسنۍ سره خبرو کې ښاغلي پښتین دپاکستان په مرکزي ایتلافي حکومت نیوکې کړي چې دعلي وزیر سره یې ډیر بد وکړل اؤ دهغه په ناروا بند یې سترګې پټې کړې دي. پخپلو خبرو کې ښاغلي منظور پښتین ویلي کله چې موجوده حکومت په اپوزیشن کې ؤ نو دوي ته به یې دانساني حقونو لویې لویې لیکچرې ورکولې خو وایي اوس چې دوي حکومت کې راغلي دي نو علي وزیر سره کیدونکی غیر انساني سلوک نه ویني. دهغه په وینا "دوي چې په اپوزیشن کې وؤ نو هره ورځ به یې دعلي وزیر د پراډکشن ارډر تپوس کولو چې ولې نه جاري کیږي نن د دوي خپل حکومت دی، نو دعلي وزیر سره کیدونکی زیاتې په نظر نه ورځي" د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير چې د کال 2020 نه د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی په کراچۍ کې د هغه پرضد جوړو څلورو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي دي. پي ټي اېم دعوه کړې چې علي وزیر اوس په غېر قانونه توګه بند دی خو د کراچۍ د جېل چارواکي وايي هغه په یوه بله مقدمه کې ګرفتار دی. د پي ټي اېم مشر منظور پښتین تیره اوونۍ پخپل یو يو ټیويټ کې دعوه کړې وه چې"په علي وزير چې په سيند صوبه کې څومره مقدمې وې په ټولو کې يې ضمانتونه شوي ضمانتي مچلکې جمع شوي او د خوشي کولو د ټولو قانوني تقاضو پوره کېدو 20 ورځې وروسته هم علي خوشی نه شو" منظور پښتین ویلي وؤ "د عدالتي ضمانتونو باوجود علي وزير دا وخت د سيند حکومت ماتحت کراچۍ جېل کې په مکمله توګه په حبس بې جا [غېر قانونه بند] کې دی" خو د کراچۍ د مرکزي جېل مشر [سپرنټنډنټ] حسن سهتو د وي او اې ډیوه خبریال فضل عزیز ته ويلي وؤ، "د عدالت ریمانډ زمونږ سره دی او که دوی (پي‌ټي ایم ) ته معلومه وي چې [علي وزير] عدالت ته نه دی پکار نو دوی بيا هلته د ضمانت دپاره ولي تلي دي" نوموړي زیاته کړې وه "عدالت مونږ ته ليکي چې هغه په دې مقدمه کې پکار دی نو مطلب دا چې هغه ګرفتار دی څو پورې چې د هغه ضمانت نه وي شوی. نو د خېبرپښتونخوا په يوه مقدمه کې د هغه ځای د جج زمونږ سره ریمانډ وارنټ دی نو هغه مونږ بيا څنګه داسې ساتلی شو او هغه بيا يو اېم اېن اې دی يو عام تن خو نه دی" علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی او په کراچۍ کې پرې څلور مقدمې چلېدلي چې په څلورو واړو کې يې عدالتونو ضمانتونه منظور کړي دي. علي وزير ته په کراچۍ کې په وروستۍ مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12نمبر عدالت په 13 ستمبر د ضمانت منظوري ورکړې وه. د نوموړی پرضد په کراچۍ کې د مقدمو اورېدنې هم روانې دي او د کال 2020 د دسمبر په مقدمه کې چې نوموړی نيول شوی په دغه مقدمه کې د وکيلانو په خبره وروستي او ختمي دلايل په شپږم اکتوبر پوره شوي او د فېصلې اورولو دپاره پکې 22 اکتوبر نېټه ټاکل شوې وه چې په دغه نیټه هم فیصله وا نه ورؤل شوه.

23.10.2022 ډیوه

قاضي فایز عیسا: چې جج فشار ته غاړه نه شي اېښودلی، په منصب د پاتې کېدو هیڅ حق نه لري

دپاکستان د سپريم کورټ سینیر جج قاضي فاېز عيسا وایي چې کوم جج فشار ته غاړه نه شي اېښودلی هغه پخپل منصب دپاتې کیدو هیڅ حق نه لري. دخالي په ورځ دعاصمه جهانګیر په یاد راجوړ شوي کانفرنس ته خپله وینا کې قاضي فایز عیسا ویلي پاکستان نه جمهوریت ختمول دشانه د چړې منډلو برابر خبره ده ځکه چې دا هیواد په جمهوري انداز کې ترلاسه کړل شوی ؤ. دښاغلي عیسا وینا وه چې دهیواد په دستور کې دمقننې،انتظامیې اؤ عدلیې خپل،خپل کردار دی اؤ ځواکونه د انتظامیې یوه برخه ده. هغه وایي پاکستان کې په جمهوریت وړومبی برید یو بیورو کریټ غلام محمد کړی ؤ. دسبریم کورټ جج وویل په ماضي کې ذوالفقار علي بوټو ونیول شو اؤ پارلیمان ختم کړل شو،د بوټو قضیه په پوځي عدالت کې نه بلکې په عام عدالت کې پرمخ تللې وه اؤ ددې قضیې فیصله دتاریخ یوه اوږده ارزونه یا ججمنټ دی. دهغه په وینا دبوټو ټرایل تاریخ کې په وړومبي ځل هایکورټ کړی ؤ ګنې تر ننه د ټولو کیسونو ټرایل سیشن عدالتونه کوي. قاضي فایز عیسا وویل هغه مهال یې په سترګو کې اوښکې راغلې وي چې کله دسپریم کورټ یو جج وویل د ذوالفقار علي بوټو دفیصلې په معامله کې په هغه ډیر زیات فشار ؤ. نوموړی وایي هغه پخپله پینځه کاله چیف جسټس پاتې شوی اؤ په دغه موده کې ورته چا هیڅ نه دي ویلي . "که څوک په یو دفتر کې ناست وي اؤ وایي چې په هغه ډیر فشار ؤ اؤ دغه فشار ته یې غاړه نه شوه اېښودلی  نو هغه باید دغه دفتر پریږدي اؤ په فشار کې راتلونکي تن ته نه ده پکار چې د وکالت پېشه انتخاب کړي"   هغه وویل دپاکستان ایین پرله پسې پامال کړل شوی دی ،ترټولو وړاندې ضیاء الحق اؤ بیا پرویز مشرف دایېن سرغړونه کړې وه. دنوموړي وینا وه چې پاکستان جمهوریت ته اړتیا لري، عدلیې اؤ انتظامیې ته اړتیا لري اؤ دایګزیکټيو دبرخې په توګه پوځ هم دپاکستان لپاره ضروري دی.    

23.10.2022 ډیوه

عمران خان ویلي د جمعې په ورځ لانګ مارچ اعلانوي خو شهباز شریف وایي اسلام اباد ته به یې پرې نه ږدي

دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی دی چې دجمعې په ورځ به اسلام اباد ته دلانګ مارچ یا احتجاجي لاریون اعلان کوي خو په عین حال کې وزیراعظم شهباز شریف وایي په هیڅ حال کې به دده حکومت یو "منل شوي غل" ته اسلام اباد ته دننوتلو اجازه ورنه کړي. په عین حال کې د عمران خان دنااهلۍ په ضد اوړمه ورځ دتحریک انصاف ګوند لخوا دشوؤ احتجاجونو پسر دعمران خان په ګډون دهغه دګوند دسوؤنو فعالینو پرضد خیبر پښتونخوا اؤ اسلام اباد کې مقدمې درج کړل شوي دي. تیره ورځ خپل کور بني ګاله کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال عمران خان ویلي دي دهغه ګوند هیواد کې دجمهوریت دبحالۍ غوښتنه لري خو اوس دی ګڼي چې هیڅ نتیجه مخې ته نه راتلونکې ده ځکه نو دجمعې په ورځ به دلانګ مارچ اعلان کوي. هغه ویلي دا ځل به دبشپړې تیارۍ سره اوځي اؤ د ولس یو سمندر به ځان سره اسلام اباد ته بوځي . دعمران خان وینا وه" کله چې د ولس دا سمندر اسلام اباد ته ورسیږي نو هغوئ(حکومت) به پخپله پوهه شي" کله چې په دغه موقعه عمران خان نه دهغه دنیول کیدو دخطر په اړه پوښتنه وشوه نو وي ویل" که دوي ما ونیسي نو ایا لانګ مارچ به ونه شي؟ څومره سترې جلسې چې ما وکړې چیلنج ورکوم چې هیڅوک یې نه شي کولی اؤ که دوي داحتجاج مخه نیسي نو انتشار به خور اؤ ملک به بند شي" بل لوري ته دخالي په ورځ وزیراعظم شهباز شریف په عمران خان دغلا اؤ غبن تورونه تکرار کړي اؤ ویلي یې دي حکومت به یې هیڅکله یو "منل شوي غل" ته اسلام اباد ته دننوتلو اجازه ورنه کړي. مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې شهباز شریف ویلي عمران خان ته چې دوستو هیوادونو کوم سوغاتونه یا تحفې ورکړې وې هغې یې خرڅې کړي اؤ په ټوله دنیا کې یې دپاکستان نوم بدنام کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې دتوشه خانې په ریفرنس کې دجمعې په ورځ دپاکستان الیکشن کمیشن عمران خان نااهله ګرځولې اؤ دهغه دنااهلۍ پرضد اوړمه ورځ ګرد هیواد کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو سخت احتجاجونه کړي وؤ. ددې احتجاجونو پسر تیره ورځ داسلام اباد بیلابیلو تاڼو کې دعمران خان اؤ دهغه دګوند دنورو ۷۸ؤ مشرانو ترڅنګ پېښور کې هم دتحریک انصاف ګوند د ۷۰۰ پلویانو پرضد پولیسو داړي،ګړي، سرکاري ودانیو اؤ تنصیباتو ته دنقصان رسولو مقدمې درج کړې دي. سږکال داپریل په میاشت کې دبې باورۍ دتحریک دلارې دعمران خان دحکومت ختمیدو نه وروسته پخواني وزیراعظم عمران خان هیواد کې د بې وخته ټولټاکنو پرله پسې غوښتنې کوي اؤ ددې غوښتنې پسر یې داحتجاجونو لړۍ هم پیل کړې ده خو وزیراعظم شهباز شریف پخپل پروني پریس کانفرنس کې په غوڅه توګه ویلي دي انتخاباتو ته لا ۱۱ میاشتې وخت شته اؤ دمعیشت ښه کولو نه پرته دوئ دانتخاباتو کولو هیڅ اراده نه لري.

23.10.2022 ډیوه

عمران خان د انتخاباتو څخه د منع کیدو د پریکړې په خلاف اقدام کړی

د پاکستان د مخکني صدر اعظم عمران خان مدافع وکیل او ویاند ویلي چې شنبه اکټوبر ۲۲ (تلې ۳۰) یې د انتخاباتو د کمیسون د هغې پریکړې په خلاف اقدام کړی چې له مخې یې ښاغلی خان د پنځو کالونو لپاره نشي کولی د هیڅ ډول دولتي ادارې مشري وکړي.

23.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

22.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

22.10.2022 امریکا غږ

راشد خان او ابراهیم ځدراڼ سره مرکه

د انګلستان پر وړاندې د افغانستان ننۍ لوبې وروسته د کرکټ ملي لوبډلې دوو‌ مخکښو لوبغاړو، راشد خان او ابراهیم ځدران سره د امریکاغږ د خبریال جعفر هاند بشپړ مرکه دلته اوریدلی شئ.

22.10.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

22.10.2022 امریکا غږ

فايق: افغان طالبان کال وروسته هم په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي

نيويارک: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصيراحمد فايق ويلي افغان طالبانو د کال نه زياته موده وړاندې په زوره واک ترلاسه کړ خو نن هم هغوي افغانانو ته اولسي، سياسي او ثقافتي حقونه نه ورکوي. د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر په ورستيو رپورټونو کې هم د دې پخلی شوی دی. د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 77مې غونډې په مهال د بشري حقونو په اړه غونډي ته د وينا په مهال نصيراحمد فايق ويلي، دا وخت د افغانستان نه داسې رپورټونه راروان دي چې هلته بې له عدالته وژنې روانې دي، خلک نيول کيږي، د امنيتي ځواکونو پخواني غړي، کارمندان، خبريالان، د بشري حقونو فعالان او نور يو شمېر خلک په لاقانونه توګه نيول کېږي. داسې رپورټونه هم دي چې طالبانو په يوه لويه شمېره کې قېديان بې له مقدمې يا عدالتي فېصلې وژلي دي. د دې ترڅنګ د بغلان، پنجشېر، تخار، سری پل او بدخشان دننه يوه خصوصي ټولنه په نښه شوې او له خپلو کورونو ويستل شوي دي. فايق تور لګولی چې دا وخت په افغانستان کې انجونې او افغان مېرمنې بنيادي حقونه او ازادي نه لري او دوي په يوه منظمه توګه د ټولنيز، سياسي او معاشي دايرې څخه ويستل کېږي. د کال نه زياته موده وشوه چې په نجونو د شپږم ټولګي نه بره زده کړې بندې دي. د حجاب، محرم په نامه د مېرمنو شخصي ازادي تروړل کېږي او د هغوي په ازاده توګه تګ راتګ باندې هم بندېزونه لګول شوي دي. فايق ويلي د اندېښنې بله خبره دا ده چې په افغانستان کې مذهبي او تعليمي مرکزونه په نښه کېږي، شيعه، هزاره، هندوان، سکهان او د صوفي ټولنې غړو باندې بريدونه کېږي. هغه وايي په دې ورستيو کې 100 زده کوونکې انجونې چې پکې زياتره د هزاره ټولنې سره تعلق درلود، په کاج تعليمي مرکز کابل کې په نښه کړی شوې. فايق په غړو هېوادونو غږ کړی چې د هزاره ټولنې د وژنې دې پلټنې وشي او يوه پلټنيز مشن يا کميټي دې جوړه کړی شي چې پکې د هزاره نسلي او نور اولس د وژنې ترڅنګ د افغانستان نه د خلکو د وتلو په اړه پلټنې وکړي. هغه ويل بايد ټول غړي هېوادونه او نړيواله ورورلي د افغانستان د اولس ملاتړي شي او بايد په افغان طالبانو فشار روان وساتل شي چې داسې هغوي په افغانستان کې د بشري حقونو او په خصوصي توګه د نجونو او مېرمنو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي. هم داسې بايد ټولې وسيلې په کار راوستل شي چې په افغانستان کې د قانون د پياوړتيا، حکمرانۍ او انصاف نظام جوړ کړی شی. که څه هم د فايق په دې تورونو او وينا د افغان طالبانو له خوا کوم غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی خو افغان طالبانو د ملګرو ملتونو لپاره د قطر د دفتر وياند سهېل شاهين خپل استازی نومولی ؤ خو لا هم د ملګرو ملتونو له خوا د هغې منظوري نه ده ورکړل شوې او نصير احمد فايق (د ډاکټر اشرف غني له وخته راهیسې) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب موجود دی. د نجونو د تعليم په اړه په دې وروستیو کې افغان طالبانو ويلي وو د شپږم ټولني نه پورته نجونو لپاره دوي جامع پاليسي جوړوي او له هغې وروستو به ښوونځي پرانيزي خو لا هم په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

22.10.2022 ډیوه

زیلنسکي: روسیې پر اوکراین د «پراخ برید» په ترځ کې ۳۶ توغندي ورولي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې ۳۰) چې روسیې له بیګاه شپې راهیسې پر هغه هیواد "پراخ برید" پیل کړی دی.

22.10.2022 امریکا غږ

د چين مشر د اقتصاد سمولو او پيداوار زياتولو د ازمېښت سره مخ دی

‎واشنګټن- د چين صدر ژي جېنپېنګ په ژوند کې ډېرې لوړې ژورې ليدلې دي او د کم عمرۍ ورځې شپې يې د پلار د وژل کېدلو وروستو د ملک په کليواله سيمه کې تېرې کړي. هغه واک ته د رسېدو د پاره اوږد مزل کړی او د اداري فساد خلاف يې په لويه کچه کار کړی چې په نتيجه کې يې ځان ته ډېر دښمنان هم جوړ کړي دي. خو اوس په دريم ځل د واک ګټلو د پاره تياری نيسي چې د چين په حکومتي تاريخ کې ساری نه لري. د هغه ګران ازمېښت د چين د څلوېښتو کالو د تېز رفتاره اقتصادي ترقۍ په ځای ساتل دي چې د دونيا دويم غټ اقتصاد لرونکی هېواد ډېر ژر د نړۍ د ټولو غټ اقتصاد ولري. البته اقتصاد پوهان وايي دا حيثيت موندل به د ژي د پاره اسان نه وي او د دې په نه موندلو کې به هغه پخپله د خپلې لارې خنډ وي. په هانګ کانګ کې د چين د اقتصادي چارو کارپوه اينډريو کوليير وايي “په بنيادي توګه چين د خپلې ترقۍ بام ته ختلی دی چې زيات تره برخه يې د قرضونو ده. نتيجه دا چې د دې هدف تر لاسه کولو د پاره د اصلاحاتو ضرورت دی او هغه داسې نه ښکاري چې د اصلاحاتو راوړلو پلان لري”. په تېر څلوېښت کاله کې د کله نه چې چين د بهر نړۍ سره کاروبار پيل کړی د ياد هېواد اقتصاد اتلس چنده سېوا شوی او د کال 1978 د پيداوار کچه يې د 149.5 بيلين ډالرو نه تېر کال 17.7 ټرېلين ته رسېدلې ده چې د نړۍ د اقتصاد 18.5% برخه جوړيږي. د ژي په کال 2012 کې د واک اخستلو وروستو د چين د اقتصاد کچه يو په دوه سېوا شوې چې تېر کال د يورپين يونين نه هم مخکې شوی دی. خو د پيداوار او په خصوصي توګه د مال په جوړولو او د ابادۍ په برخو کې بدې اغېزې هم شوي ځکه چې غير ضروري غټ ښارونه او ترقياتي کارونه يې رامنځ ته کړي. دې نه يواځې ماحوليات اغېزمن کړي بلکې د هېواد دننه د قرضونو يو امبار يې هم لګولی. د مسلې يوه نخښه د ودانيو کولو د کاروباريانو نه راښکاره شوه چا چې د سرکاري بنکونو نه قرضې اخستلي او په کاروبار کې يې زيان کړی. په نتيجه کې يې د خلکو د پاره جوړونکي کورونه نيمګړي پاتې دي چې قهرجنو مالکانو يې په تېرو ورځو کې مظاهرې هم کړي. داسې نه ښکاري ژي به په دې قابو ومومي که هر څو يې دا مقبول شعار ورکړی چې د اوسېدو کورونه حقيقت دی تشه وينا نه ده. د ژي د واک په تېر لس کاله کې د ودانيو کاروبار ډېر غټ شوی. په شينګهايي کې يو ازاد اقتصاد پوه اينډي ژي وايي “دا مخکې هم يوه بوربوړقۍ وه خو اوس ډېره پړسېدلې ده ځکه چې څه ويل کيږي هغه په عمل کې نشته”. د هغه د شمارو ترمخه د جايدادونو د کاروباريانو قرضې کم نه کم لس ټريلين ډالره دي.

22.10.2022 ډیوه

د طالبانو له واکمنۍ راپدېخوا د افغانستان اؤ پاکستان دوه اړخیزه تجارت کښې اضافه شوې

د تورخم په پوله موجود پاکستانی د ګمرک (کسټم) چارواکو دعوی کړې چې په تیرو څلورو میاشتو کښې د تورخم د لارې افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت کښې تیر کال هم ددغو میاشتو په پرتله ډیره اضافه شوې اؤ امکان څرګندولی شي چې دواړه ګاونډی هیوادونه به د یو بل په مرسته دغه تجارت له نوره هم وده ورکړي.  په تورخم کښی د ګمرک د ادارې دمرستیال مشر یا دکسټم د ډپټي کلکټر امجد الرحمان په وینا د پاکستان له اړخه افغانستان ته پاکستاني تجارتي توکیو لیږلو اؤ د افغانستان له اړخه د هغوئ تجارتی توکي پاکستان ته راوړلو کښې اسانۍ راوستلو سره سم نوی لاګو کړل شوی عصري ویب بیسډ ون کسټم  VBOC نظام نور فعاله کولو سره په دوه اړخیزه تجارت کښې اساني اؤ تیزي راغلې ده. د هغه په وینا د پاکستان اړخ ته نوي عصري کسټم ټرمینل جوړولو سره هم په دغه کاروبار کښې اساني راغلې اؤ ددغه ټرمینل په مکمله توګه جوړیدو سره به تاجرانو اؤ ټرانسپورټرانو ته نورې هم اسانۍ هم په لاس ورشي. د پاکستاني کسټم چارواکو نه دتر لاسه شؤو معلوماتو له مخې تیر کال داګست په میاشت کښې افغانستان کښې د طالبانو یو وارې بیا په واک کې  له راتلو وروسته په سمدستي توګه دوه اړخیزه تجارت اغیزمن شوی و اؤ تیر کال د جولایي نه تر اکتوبر میاشتې پورې د پاکستان خزانې ته د کسټم محصولاتو په مد کې دوه بیلینه روپۍ راغونډې شوې وې خو سږکال په هم دغو میاشتو کښې د محصولاتو کچه تر ۳۰۹ بیلینه روپو رسیدلې ده.  د کسټم محکمې د شمیرو له مخې پروسکال د افغاني تجارتي توکیو د وارداتو کچه اوولس زره اؤ اووه سوه میلینه روپۍ وه  چې اوس  پکې په تیرو څلورو میاشتو کښې درې چنده اضافه شوې ده. ددغو حکومتي شمیرو له مخې افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه د ۸۹ میلینه امریکایي ډالرو نه تر ۱۶۱ امریکایي ډالرو اوچته شوې ده. تورخم کښې د کسټم ادارې یو بل چارواکی یاور حیات ګڼي چې د عصري اسانیو ورکولو تر څنګ د هغوئ اؤ د هغوئ دفغان هم منصبانو تر منځه شؤو پرله پسې غونډو هم په دوه اړخیزه تجارت کښې مخې ته پرتو خنډانو لرې کولو کښې مرسته کړې اؤ اوس د دواړو ګاونډی هیوادونو ذمه واره چارواکي په چټکتیا سره د راپېښو لانجو، کشالو د هواري هڅې کوي چې دغسې کاروبار کښې اسانۍ رامنځته شي. هغه زیاته کړه چې دپاکستان له اړخه افغانستان نه د ټماټرو اؤ پیازو په واردولو د کسټم ډیوټۍ ختمولو سره هم کاروبار کې اضافه شوې د کومې نه چې ځایي تاجرانو هم مالي ګټې تر لاسه کړې دي.  هم په تورخم کښی موجود یو ځوان ځایي تاجر ابلان علی ومنل چې اوس ورته په کاروبار کښې یو څه اسانۍ راوستل شوي اؤ د هغوئ دتجارتي توکیو کسټم کلئیرنس اوس د پخوا په پرتله په اسانۍ اؤ چټکۍ سره کولی شي. د ځایي تاجرانو په وینا دا مهال د افغانستان نه د کولې یا سکرو په شمول تازه میوې چې پکښی مڼې, انار اؤ انګور شامل دي راوړلی شي اؤ ورسره ټماټر اؤ پیاز هم په لویه کچه راوړل کیږي . د هغوئ په وینا دپاکستان له اړخه سیمټ, کیلا, د پلاسټک شیټونه اؤ د تعمیر دنورو سامانونو تر څنګ د ورځني استعمال ګڼ شمیر شیان افغانستان ته وړل کیږي.

22.10.2022 ډیوه

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

22.10.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

22.10.2022 امریکا غږ

کرکټ نړیوال جام اتمه ورځ؛ افغانستان او استرالیا لوبې وبایللې

په استرالیا کې د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د سیالیو په ترڅ کې نن شنبه اکتوبر ۲۲ (تله ۳۰) انګلنډ افغانستان او نیوزلنډ کوربه هېواد استرالیا ته ماتې ورکړې.

22.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more