ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د روسیې په تازه بریدونو کې د ګڼ شمیر اوکراینیانو بریښنا قطع شوې

روسیې د چهار شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) د اوکراین د بریښنا پر یوې تولیدي فابریکه د مزایلو برید کړی چې له امله یې د یو شمیر ښارونو بریښنا قطع شوې او د اوبو رسونې او عامه ترانسپورت جریان مختل شوی دی.

24.11.2022 امریکا غږ

لوګر: طالبانو د درېو ښځو په ګډون 14 کسانو ته په لوی مېدان سزاګانې ورکړي په درو يې وهلي

په افغانستان واکمنو طالبانو په لوګر ولايت کې درېو ښځو او 11 نارينه و ته په يو لوی مېدان کې سزاګانې ورکړي او په درو يې وهلي دي. د لوګر د طالبانو يو چاوراکي منلي چې دغو کسانو په غلا او اخلاقي جرمونو کې سزاګانې ورکړی شوي دي.

24.11.2022 ډیوه

اسپانیا د فوټبال د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې کوستریکا ته ستره ماته ورکړه 

د اسپانیا او بلجیم د فوټبال ملي لوبډلو په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په ډله ایز پړاو کې وکړای شول چې خپلو سیالو لوبدلو ته سختې ماتې ورکړي.

24.11.2022 امریکا غږ

طالبانو پر ۱۴ کسانو د شرعي حدودو د جاري کیدو پخلی وکړ

د طالبانو یو سیمه ایزو چارواکي د چهار شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) ویلي دي چې د یوې محکمې له حکم وورسته یې په دریو میرمنو او ۱۱ نارینه وو شرعي حدود جاري کړي‌ او په درو وهل شوي دي.

24.11.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

23.11.2022 امریکا غږ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر کې له افغان کډوالو سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په قطر کې د هغو افغان کډوالو له کمپ‌ نه لیدنه وکړه چې متحده ایالتو ته د تللو انتظار باسي.  

23.11.2022 امریکا غږ

په افغانستان کې د هالنډ پوځ هوايي برید غیر قانوني و- محکمه  

په هالنډ کې یوې محکمې نن چهارشنبه نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د هالنډ ځواکونو هغه هوايي برید غیر قانوني و،‌ چې په ۲۰۱۷ کال کې یې کړی و.

23.11.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

23.11.2022 امریکا غږ

امریکا کې له هغه جنین څخه غبرګوني زېږېدلي چې ۳۰ کاله یخچال کې ساتل شوی و  

امریکا کې له هغه جنین څخه غبرګوني زېږېدلي چې ۳۰ کاله یخچال کې ساتل شوی و

23.11.2022 امریکا غږ

قطر کې د فوټبال لوبغالو جوړولو کې د مړو شویو زرګونو کارګرانو کورنۍ ماتم کوي

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام لوبو په درشل کې امریکا غږ د هغو کارګرانو له کورنیو سره غږیدلی چې په تېره یوه لسیزه کې په قطر کې ددې لوبو دپاره د لوبغالو د جوړولو په وخت مړه شوي دي.

23.11.2022 امریکا غږ

د فوټبال نړیوال جام کې جاپان جرمني‌ ته ماتې ورکړه

په قطر کې د فوټبال د ۲۰۲۲ د نړیوال جام په سیالیو کې جاپان جرمني‌ ته ۱-۲ ماتې ورکړه.

23.11.2022 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

23.11.2022 امریکا غږ

جنرال باجوه:پوځ سیاست کې مداخلت کړی خو اوس یې نه کوي،دختیز پاکستان پېښه پوځي نه سیاسي ماتې وه

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال جاوید قمر باجوه دتېرو 70 کالو نه دهیواد په سیاست کې دپوځي مداخلت اعتراف کړی  اؤ ویلي یې دي په بیلابیلو شکلونو کې په سیاست کې پوځي مداخلت غیر اییني دی خو نوموړی وایي پوځ به راتلونکي کې په سیاست کې مداخله نه کوي اؤ ځان به دسیاست نه په بشپړ ډول په ډډه ساتي. دچهارشنبې په ورځ دپینډۍ په پوځي مرکز کې دشهیدانو اؤ ددفاع دملي ورځې په اړوندراجوړې شوې یوې دستورې ته خپله وروستۍ وینا کې هغه په ډيرو مهمو موضوعاتو په وړومبي ځل خبره کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دپوځي دمشر په توګه دا دهغه وروستۍ وینا ده. جنرال باجوه پخپله دې وینا کې دعمران خان لخوا پاکستان کې دشوي غیرملکي سازش بیانیه دروغ ګرځولې ده اؤ هم یې د1971 په جګړه کې دپاکستاني پوځي ماتې ته دسیاسي ماتې نوم ورکړی دی. جنرال قمر جاوید باجوه ویلي پوځ دفرورۍ په میاشت کې پرېکړه کړې ده چې سیاست کې به لاسوهنه نه کوي اؤ پخپله پرېکړه په سختۍ سره عمل کوي خو هغه وایي دپوځ په مشرتابه بې ځایه نیوکې وشوې اؤ هرڅوک دې دا خبره ذهن کې کښېنوي چې دصبر هم یو حد وي. دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان وزیراعظم عمران خان سږکال داپریل په میاشت کې دخپل حکومت ختمیدو ترشا دبهرني سازش جوړیدو دعوې کوي اؤ پوځ ته په اشاره وایي، دغه سازش سره دهیواد دننه هم مرسته شوې ده جنرال باجوه پخپله ننۍ وینا کې په څرګنده د عمران خان بیانیه په دروغو اډاڼه بللې ده اؤ ویلي یې دي "د دروغژنې بیانیې په جوړولو سره هیواد کې ناقراري پیدا کړل شوه  اؤ اوس ددې دروغژنې بیانیې نه دتېښتې لاره کتل کیږي،پوځي مشرتابه په غیر مناسبه نومونو یاد کړل شو،پوځي قیادت هرڅه کولی شي خو دملکي ګټو پرضد هیڅ کار نه شي کولی" هغه ویلي "داناممکنه بلکې ګناه کبیره ده چې ملک کې دې بهرنی سازش کیږي اؤ پوځ دې پښه په پښه اړولې وي اؤ ناست دې وي" دپوځ دسرلښکر وینا وه چې د پوځ اؤ ولس ترمنځ د فاصلو پیدا کوونکو هڅې به مدام ناکامه کیږي. هغه وویل "پوځ سره ددې یلغار دجواب ورکولو لپاره ګڼ فرصتونه اؤ وسیلې وې خو مونږ دهیواد په مفاد کې دحوصلې نه کار واخستو اؤ دمنفي بیان ورکولو نه مو ډډه وکړه خو هرڅوک باید دا خبره ذهن کې کښېنوي چې د صبر هم یو حد وي" هغه وویل دخپل ځان اؤ پوځ پرضد ددې نامناسبه اؤ جارحانه رویې نه تېریږي اؤ پر وړاندې تګ کول غواړي اؤ په وینا یې داسې ځکه کوي چې "پاکستان پر ټولو افضل دی ،افراد اؤ ګوندونه خو ځي راځي" هغه زیاته کړه دتیرو ډیرو کلونو راهسې په دې خبره غور کوي چې نړۍ کې دانساني حقونو تر ټولو زیاتې سرغړونې دهند پوځ کوي خو دهند ولس پخپل پوځ ډیر کم پخپل پوځ نیوکې کوي "خو ددې برعکس زمونږ پوځ شپه او ورځ دقام په خدمت بوخت وي خو بیا هم شېبه په شېبه دنیوکو سره مخ کیږي" دجنرال باجوه په خبره" زما په اند ددې غټه وجه د70 کالو نه سیاست کې په مختلفو صورتونو کې دپوځ مداخله ده چې غیر اییني ده،ځکه له ډير سوچ اؤ غور وروسته ما پرېکړه وکړه چې اینده به پوځ په هیڅ سیاسي معامله کې لاسوهنه نه کوي" خو ددې ترڅنګ جنرال باجوه دا هم وویل چې په ملک کې دهرې ادارې،سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې نه هم تېروتنې شوې دي. هغه وویل پاکستان دا مهال دسنګینو معاشي ستونزو سره مخ دی اؤ هیڅ یو ګوند هیواد په یوازې ځان ددې معاشي بحران څخه نه شي ویستلی . هغه وایي وخت راغلی دی چې ټولې خواوې له خپلې ذاتي انا  تیرې شي اؤ دماضۍ نه په سبق اخستو وړاندې تګ وکړي اؤ هیواد له بحرانه وباسي. دجنرال باجوه په خبره د وړاندې تګ لپاره به دعدم برداشت اؤ "زه منم "واله رویه پرېښودل وي. "د کال2018 په ټولټاکنو کې بریالي ګوند ته ځینو ګوندونو دسلیکټډ لقب ورکړو اؤ په کال 2022م کې دباور بایللو نه وروسته یو ګوند بل ته د امپورټډ لقب ورکړو ، دا رویه به پرېښودل وي" هغه وویل سیاسي ګوندونو ته به الیکشن کې ګټه اؤ تاوان منل وي ترڅو د راتلونکي الیکشن نتیجه کې هیواد کې دامپورټډ اؤ سلیکټډ پڅاي الیکټډ حکومت راشي. جنرال باجوه وویل هغه نن په داسې یوه موضوع هم خبره کول غواړي چې په هغې خبرو کولو نه ډډه کیږي "داخبره 1971 کې پخواني ختیز پاکستان کې زمونږ دپوځ دکارکردګۍ په هکله ده اؤ زه غواړم حقایق درست کړم" دجنرال باجوه په وینا تر ټولو دمخه پخواني ختیز پاکستاني کې ماتې یوه پوځي نه بلکې سیاسي ماتې وه. په جګړه کې دبوختو پاکستاني عسکرو شمیر 92 نه بلکې یوازې 34 زره ؤ ،نور پاتې خلک په بیلابیلو حکومتي محکمو کې وؤ. دباجوه په خبره  "په دې جګړه کې دپاکستان د34 زور پوځیانو مقابله د دوه نیمو لکو هندي پوځیانو اؤ دوو لکو روزل شوؤ مکتي باهني سره وه، زمونږ پوځ ورسره په بهادرۍ وجنګیدو اؤ بې مثاله قربانۍ یې ورکړې" دجنرال باجوه وینا وه چې "ددې اعتراف پخپله دهندي پوځ سرلښکر فیلډ‌ مارشل مانک شاه هم کړی دی خو ددې غازیانو اؤ شهیدانو دقربانیو اعتراف تر ننه قام ونه کړو اؤ دا ستر زیاتی دی . زه دغو ټولو غازیانو اؤ شهیدانو ته پیرزوینې وړاندې کوم" جنرال قمرجاوید باجوه خپله دا الوداعي وینا په داسې حال کې کړې ده چې ټاکل شوې ده په 29م نومبر دپوځ دسرلښکر په توګه دهغه موده پائ ته رسیږي اؤ دنوي پوځي مشر دټاکلو په اړه حکومت دمشورې عمل پیل کړی دی. دجنرال باجوه دې وینا ته په سوشل میډیا پاکستاني سیاستمدارانو هم بیلابیل غبرګونه ښودلي دي اؤ که چرته دپوځ دسیاست نه په ډډه دساتلو په هوډ یې جنرال باجوه ستایلی دی نو هلته ډيرو فعالینو هغه هم سیاسي چارو کې په لاسوهنه تورن کړی دی. ګڼ شمیر سیاسي اؤ ټولنیزو فعالانو دختیز پاکستان دتاریخي پېښې په اړه دجنرال باجوه څرګندونې دحقیقت نه لرې بللې دي اؤ وایي په هغه مهال هم پاکستان کې یو پوځي ډیکتاتور په واک ؤ اؤ جنرال نیازي تسلیمیدل دبنګله دیش دجوړیدو سوب وګرځيدو

23.11.2022 ډیوه


امريکا د ترکي او شامي کردانو تر منځ د روانې جګړې د ودرولو غږ کړی

واشنګټن- امريکا د ترکي او په شام کې د امريکا پلوه کردانو تر منځ په زياتېدونکې جګړې انديښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي د جګړې ګټه بل چاته نه بلکې داعش ته رسيږي. لوړ پوړي امريکايي چارواکي دا مني چې ترکي د خپلې دفاع حق لري خو وايي په کردانو د ترکي هوايي بمبار او د کردانو لخوا ويشتل شوي توغندي هغه کوښښونو ته زيان اړوي کوم چې د داعش د کمزوري کولو د پاره روان دي. د امريکا د سنټرل کمانډ وياند کرنل جو بوسينو وي او ای ته ويلي “مونږ د هر هغه پوځي عملياتو مخالفت کوو کوم چې په شام کې حالات خرابوي”. هغه ويلي “دا اقدامات زمونږ شريکو ګټو ته خطر پېښوي چې پکې د داعش خلاف جګړه هم راځي. مونږ له دا يقيني کول دي چې ياده ډله بيا کله داسې ونه توانيږي چې سيمې ته خطره پېښه کړي”. د امريکا په مشرۍ کې جوړ پوځي اتحاد چې د داعش خلاف جنګيږي هم په سوشل ميډيا پيغام خپور کړی او په يو ټويټ کې يې ليکلي “دا حملې د ولس ژوند په خطر کې اچوي، په سيمه کې په ګرانه راوستل شوی امن ؛ګواښي او زمونږ د داعش خلاف شريک جنګ ته زيان رسوي”. اتحاد ويلي امريکا په ترکي او شام کې د وژل شوو ولسي وکړو د کورنو سره غمرازي کوي او په دواړو خواوو غږ کوي چې جګړه دې ودروي چې د عامو خلکو ژوند وژغورل شي او شريک دښمن داعش ته ماتې ورکړل شي. “مونږ په عراق کې هم د بې ترتيبه پوځي عملياتو مخالفت کوو”. په واشنګټن کې دفاعي چارواکو ويلي چې امريکايي چارواکي هم د ترکي او هم د کردانو په مشرۍ کې د سيرين ډيموکرټېک فورسز سره په رابطه کې دي. که هر څو د امريکا او ترکي تعلقات په وروستنو څو کالو کې خراب شوي خو دواړه هېوادونه بيا هم زاړه اتحاديان دي او په نيټو کې يو ځای دي. ترکي د کردانو دوه ډلې ايس ډي ايف او وايي پي جي په انقره کې د شوي ترهګر بريد په تور تورنې کړي خو دواړو ډلو د بمي چاودنې ذمه داري نه ده منلې

23.11.2022 ډیوه

دپاکستان حکومت ګرد هیواد کې خلکو ته په اسانونو قسطونو دموبایل فونونه ورکولو اعلان کړی

دپاکستان دانفارمیشن ټیکنالوژۍ مرکزي وزیر سید امین الحق پلازمینه اسلام اباد کې "سمارټ فون دټولو لپاره "په نوم دپروژې پرانسته په داسې حال کې کړې ده چې دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو کې لا هم خلک انټرنیټ ته لاس رسی  نه لري. دانفارمیشن ټیکنالوژۍ وزیر اعلان کړی دی چې حکومت به ګرد هیواد کې دکمې امدنۍ لرونکو وګړو ته موبایل فونونه په اسانو قسطونو ورکوي. دحکومتي شمیرو له مخې دپاکستان په 22 کروړه ابادۍ کې دامهال د19 کروړو نه زیات وګړي موبایل فونونه استعمالوي اؤ دانټرنیټ داستفاده کوونکو وګړو شمیره 11نیم کروړه شاوخوا ده. مرکزي وزیر سیدامین الحق ویلي دپروژې په اساس به ګرد هیواد کې خلکو ته په اسانو قسطونو اسمارټ فونونه ورکړل کیږي اؤ ددې غرض لپاره په ټول ملک کې مرکزونه پرانستل کیږي. هغه ویلي چې په دې پروسه کې به خلکو ته د20زرو روپو نه نیولي تر د یو لک روپو پورې دنرخ موبایلونه یوازې دشناختي کارډ په ذمه وارۍ خلکو ته ورکول کیږي. مرکزي وزیر ویلي دموبایل فونونو لپاره به د دریوؤ قسطونو نه نیولي تر 12پورې قسطونه تړل کیږي اؤ کوم څوک چې دهر نرخ موبایل اخستل غواړي دهغې دټول رقم د20 نه نیولې تر30 فیصدو پورې رقم به په ایډوانس کې جمع کوي. هغه ویلي که چرې یو څوک فون ترلاسه کړي اؤ بیا میاشتني قسطونه نه جمع کوي نو دهغوي موبایل فون به لاک کولی شي اؤ دغه فون به بیا دپاکستان دننه یا بهر په یو هیواد کې هم کار نه کوي. مرکزي وزیر ویلي ددې ترڅنګ حکومت هڅه کوي چې انټرنیټ هم دهیواد ټولو برخو ته وغځوي اؤ حکومت خپلو وګړو ته دسمارټ فونز ترڅنګ دتیز ترین انټرنیټ اسانۍ ورکړي. په پېښور کې میشت دشمالي وزیرستان قبایلي ضلعې سره تړاؤ لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي دسمارټ فونز اؤ انټرنیټ خلکو ته د رسولو منصوبې د ستایلو دي خو هغه وایي مرکزي حکومت دا نه ده په ډاګه کړي چې دا سمارټ فونز به دهغو قبایلي ضلعو وګړو ته هم ورکول کیږي کنه چرته چې تر اوسه حکومت ولس ته انټرنیټ ته دلاس رسي اسانۍ نه ورکوي؟ ناصر داوړ وایي یو لوري ته حکومت دعوې کوي چې ټول ملک ته دتېز ترین انټرنیټ اسانۍ رسوي اؤ بل لوري ته دقبایلي ضلعو خلک دتېرو څو کالو نه غوښتنې اؤ احتجاجونه کوي چې دوي ته دې دفورجي انټرنیټ اساني ورکړل شي خو وایي حکومت د پرله پسې ژمنو باوجود هم قبایلي وګړو ته تر اوسه دا اساني ورنه کړه. ناصر داوړ وایي انټرنیټ ته دلاس رسي نه لرلو له امله دقبایلي ضلعو وګړي نه یوازې په انلاین زده کړو،کاروبار اؤ نورو فعالیتونو کې دستونزو سره مخ دي بلکې دا مهال چې دهیواد نه بهر دخلکو سره کومې رابطې دانټرنیټ دلارې ویړیا کیدای شي قبایلي وګړي دا رابطې د ګران نرخه ټیلي فون کالونو د لارې په زرګونو روپو کوي. په نړۍ کې د زیاتې ابادۍ لرونکی پاکستان پینځم هیواد دی اؤ شمیرې ښایي چې ددې هیواد 22 کروړه ابادۍ کې تر 80 فیصدو زیات وګړي موبایل فونونه لري. سږکال دجون په میاشت کې دانفارمیشن ټیکنالوژۍ د وزیر امین الحق په مشرۍ ترسره شوې دریسرچ اؤ پرمختیایي پنګې اؤ پالیسۍ دکمیټې دغونډې په مهال ویل شوي وؤ چې دامهال ګرد هیواد کې دټيلي کام صارفینو شمیر 19 کروړه اؤ30 لکو ته رسېدلې ده اؤ دتهري جي اؤ فورجي انټرنیټ کاروونکو شمیره 11 کروړو اؤ40 لکو نه اوښتې ده. همداشان د براډبینډ خدماتو نه داستفاده کوونکو صارفینو شمیره 11 کروړه اؤ 70 لکه ښودل شوې وه.

23.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more