ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان پوځ دعوه کوي د بلوچستان په کوهلو کې یې د بي ایل اې نهه وسلوال په عملیاتو کې وژلي دي

واشنګټن ـــــ د پاکستان پوځ په یو بیان کې دعوه کړې ده چې د بلوچستان په کوهلو سیمه کې یې د وسلوالو په ضد د پلټنې عملیات کړي دي، وایي نهه وسلوال یې وژلي او درې نور یې په ټپي حالت کې ژوندي نیولي دي. د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای ایس پي آر د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د وسلوالې ډلې بلوچ ریپبلکن آرمي د وسلوالو خلاف کړی دی. د بلوچ ریپبلکن آرمي په نوم تنظیم تر اوسه د پاکستاني پوځ د عملیاتو او په هغوی کې د دوی د نهو تنو وسلوالو د وژل کېدو یا ژوندي نیول کېدو د دعوو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د پوځ په بیان کې ویل شوي چې دغه وسلوال د کوهلو په «سیاه کوه» سیمه کې پټ وو او تور یې پورې کړی چې دوی په کوهلو، کاهان او میوند سیمو کې "د ترهګرۍ پلان" جوړاوه. وایي پوځ د شنبې- خالي په سهار وختي شپږ بجې د دوی خلاف عملیات پیل کړل او د دواړو اړخونو تر منځ د ډزو تبادله هم وشوه، خو دا یې نه دي ویلي چې د وسلوالو په ځوابي ډزو کې پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده که نه. د تېرې ستمبر میاشتې پر 30مه په کوهلو بازار کې د یو حلوایي پر دوکان بمي چاودنه شوې وه، چې پکې دوه تنه وژل شوي او شاوخوا 20 کسان پکې ټپیان شوي وو. که څه هم د هغې چاودنې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه وه اخیستې، خو پوځ یې ذمه واري پر بلوچ ریپبلکن آرمي وسلوالې ډلې ور اچولې او وایي په پرونیو عملیاتو کې وژل شویو کسانو پکې لاس درلود. پوځ پخپل بیان کې دا دعوه هم کړې ده چې وایي دغو وژل شویو وسلوالو د خلکو په تښتونو، په زوره له خلکو د پیسو په اخیستلو، پر امنیتي ځواکونو او د پرمختیایي چارو پر انجینېرانو او مزدورانو په بریدونو کې لاس درلود. د ای ایس پي آر په بیان کې ویل شوي چې په کوهلو سیمه کې یې په وسلوالو پسې عملیات لا هم روان دي، خو د هغوی یا د پوځي ځواکونو اړخ ته د زیان اوښتو په دې اړه یې نور تازه معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي. د بلوچ ریپبلکن آرمي په ګډون څو نور وسلوال تنظیمونه هم له تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو راهیسې د بلوچستان په مختلفو سیمو کې فعاله دي او د پوځ، پولیسو او ملېشه ځواکونو په ګډون یې پر سرکاري ودانیو او پرمختیایي منصوبو هم د ګڼ شمېر بریدونو ذمه وارۍ منلې دي. که څه هم د پاکستان پوځ او د بلوچستان حکومت دعوه کوي چې په صوبه کې یې ترهګري ځپلې ده او بشپړ امن یې راوستی دی، خو وخت پر وخت اوس هم وسلوال د بمي او نورو بریدونو په تر سره کولو کامیابه کېږي. پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور پورې کوي چې په بلوچستان کې د بلوڅو وسلوالو د فعالیت تر شا د ګاونډي هندوستان لاس دی او وایي د دې کار لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي خو دغو دواړو هېوادونو دا تورونه تل رد کړي دي.

26.11.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر ښځو د طالبانو بندیزونه د انسانیت خلاف جرم دی

واشنګټن ـــــ په ملګرو ملتونو کې د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو او ازادیو د طالبانو بندیزونه د "بشریت خلاف جرم" ګڼل کېدای شي. دغو کارپوهانو د جمعې په ورځ په یوه ګډ بیان کې غوښتنه کړې ده چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو سلوک باید د نړیوال قانون له مخې "د جنس په بنیاد د ځورونې په توګه وڅیړل شي". د 2021م په اګست کې له واکمنېدو وروسته طالبانو ښځو ته امر کړی چې خپل مخونه د خلکو په منځ کې پټ وساتي او له نارینه خپلوانو پرته اوږد سفر ونه کړي. طالبانو په سرکاري دفترونو کې ډېرو ښځینه کارکوونکو ته هم امر وکړ چې په کور کې پاته شي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بنیادي حقونو او ازادیو سرغړونې په تېزۍ سره زیاتې شوې دي چې وایي دا په نړۍ کې تر ټولو سختې او د نه منلو وړ ګڼل کېږي: "په خپلو کورونو کې د ښځو محدودول د قید برابر دی او کېدای شي [د طالبانو] دا کار د کورني تشدد او نفسیاتي ناروغیو د زیاتوالي چېلنجونه را مخې ته کړي." د ملګرو ملتونو له خوا ګومارل شويو کارپوهانو دا څرګندونې وروسته له هغه کړې دي چې د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ د لوګر ولایت د لوبو په یو میدان کې طالبانو د سلګونو خلکو مخته د درو ښځو په ګډون 12 کسان په دُرو وهلي دي. طالبانو هم دا ښکاره سزا تایید کړې ده. د ملګرو ملتونو دغه کارپوهان د خپلو پلټنو او څېړنو په اړه ملګرو ملتونو ته رپوټ ورکوي. دوی په خپل تازه بیان کې ویلي، طالبانو هغه نارینه چې له ښځو سره ملګري وو او هغوی رنګارنګ جامې اغوستې وې یا یې مخونه ښکاره وو په ناترسۍ وهلي دي: "موږ پر کار ژوره اندېښه لرو، دا کار د دې لپاره کېږي چې نارینه او هلکان مجبور کړي چې هغوی د طالبانو په وړاندې درېدونکو ښځو او نجونو ته سزا ورکړي، له له خپلو حقونو یې نورې محرومه کړي او پر هغوی تشدد عام کړي." د ملګرو ملتونو دا بیان وروسته له هغه راغی چې طالبانو د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، چارواکو یې د افغانستان په ختیځ کې د فوټبال په یوه میدان کې د سلګونو خلکو مخته د درو ښځو په ګډون 14 کسان د "اخلاقي جرمونو" په تور په دُرو وهلي دي. دا تر دوو اوونیو په کمه موده کې دویم ځل دی چې طالبانو د زنا، د زنا او غلا د درواغجنو تورونو په بنیاد کسانو ته سزا ورکړې ده. د نومبر پر 11مه د تخار ولایت په مرکز تالقان کې 10 نارینه او نهه ښځې د جمعې تر لمانځه وروسته د ښار په مرکزي جامع جومات کې د مشرانو، علماوو او عامو خلکو په مخ کې هر یو 39 دُرې ووهل شول. پر دوی د زنا، غلا او له کوره د تېښتې تورونه لګېدلي وو. د ګڼ شمېر خلکو په منځ کې عامې سزاوې د طالبانو له خوا د شريعت په نوم د هغوی د خپل تفسیر بڼه ده، چې د افغانستان په ځینو برخو کې تازه پیل شوې دي. طالبانو له 1996م تر 2001م کال پورې پخپله لومړۍ واکمني‌ کې هم د ښځو په ګډون خلکو ته عامې سزا ورکولې. طالبان پر خپلو حکومتي تګلارو خصوصاً د ښځو په اړه د تېر کال په فرمانونو باندې نیوکې ردوي او وايي د دوی تګلارې له افغاني دود دستور او شریعت سره سمې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وي او اې ته په لیکلي ډول د ملګرو ملتونو د کارپوهانو تازه خبرې رد کړې دي او په بدل کې یې له ملګرو ملتونو غوښتي، د هغو "جنګي جرمونو" پلټنه دې وکړي‌ چې د امریکې په مشرۍ بهرنیو ځواکونو په تېرو شلو کلونو د افغانانو خلاف کړي دي. د طالبانو په اوسني حکومت کې شاملو اکثرو چارواکو او مشرانو باندې د ملګرو ملتونو له خوا سفري او مالي بندیزونه له هغه وخته راهیسې لګېدلي دي چې دې ډلې د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې جګړه کوله. پر طالبانو بندیزونو، د افغانستان بېنکي نظام په نړیواله توګه یواځې کېدو او د بهرنیو مالي مرستو بندېدو د دې هېواد اقتصاد له شدید بحران سره مخ کړی، چې بې روزګاري یې زیاته کړې او لکونه خلک یې کډه کېدو ته مجبور کړي دي.

26.11.2022 ډیوه

عمران خان د اسلام آباد په لور خپل لاریون لغوه کړ

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د شنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۵) د اسلام آباد په لور د خپلو پلویانو لاریون لغوه اعلان کړ.

26.11.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

26.11.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

26.11.2022 امریکا غږ

د جرمني حکومت غواړي د تابعیت ورکولو قوانین ساده کړي 

د جرمني سوسیال لیبرال حکومت غواړي د اروپایی اتحادیې په ډیر نفوس لرونکي هیواد کې د تابعیت د ترلاسه کولو مقررات آسانه کړي، خو ددې هیواد محافظه کاره اپوزیسیون ددې کار مخالف دی. 

26.11.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

26.11.2022 امریکا غږ

د پاکستان مرکزي بانک په ۲۰۲۳ کال کې ۲۳ فیصدو ته د ګرانۍ د زیاتېدو اټکل کړی

د پاکستان مرکزي بنک د سېلاب له کبله د فصلونو تباهي، اقتصادي وروالې او په ملکي او نړيواله کچه د رسد د ستونزو له امله په هېواد کې د لا نورې ګرانې اندېښنه ښودلې او په یوې خپره کړې اعلاميه کې یې ویلي چي د خوراکي توکو د مخ په سېوا کېدونکو بېعو له امله مالي کال 2023 کې د ګرانې کچه 23 فيصدى ته زياتېدې شي. د پاکستان مرکزى بنک ددې ترڅنګ د روپۍ کمزوري او د فنانسنګ خرابه وضع هم د هېواد لپاره يوه ستره ننګونه بللې ده. د پاکستان مرکزي بېنک د سود په کچه کې يو فيصد اضافه پداسې حال کې کړې ده چې د هېواد د بهرنۍ زر مبادلې ذخيره 7.8 ارب ډالره ته ښکته شوې چې د يوې مياشتې د درامداتو لپاره ناکافي بلل کېږي.  بلخوا په بېنک کې د ډالر قدر هم په پرلپسې توګه په زیاتېدو دی او د مرکزى بېنک ترمخه په انټر بېنک کې پرون د يو امريکايي ډالر نرخ 223.92 روپۍ او په پرانستي مارکېټ کې 231 روپیو ته پورته شوې دې. د پاکستان مرکزى بېنک د زري پاليسې کمېټۍ د جمعې د ورځې په خپله غونډه کې د سود شرح د 15 فيصدى څخه 16 فيصدى ته پورته کړې چې ځنې اقتصاد پوهان یې غوره او ځینې یې ناسمه پرېکړه بولي. د اقتصادي چارو کارپوه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه پدې اړه ډيوه سره خبرو کې وايي په پاکستان کې د ګرانې درې څلور علتونه دي. ده ویلي پدې کې يو په نړيواله کچه د تېلو لوړې بېعې، د خوراکي توکو زيات طلب او د امريکايي ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ د قدر کمېدل شامل دي. ښاغلې سلمان شاه وویل کله چې د سود کچه لوړه شي نو له دې سره روپې قدر مومي او ګراني قابو کېږي خو دې دا اندېښنه هم ښيي چې ددې په نتیجه کې اقتصاد ورو کېږي او چې وروسته د غربت او بې روزګارې علت جوړېږې. د پاکستان د حکومت لخوا د سېلابونو له امله د اوښتې نقصان په جاېزه رپورټ کې ویل شوي چې په مالي کال 2023 کې به د اقتصادي ودې کچه 2 فيصدى وي او د جارى کهاتې خساره هم د کل قامي امدن 3 فيصدى ته د رسېدو امکان دې. یاده دې وي چې د پاکستان حکومت د ورستيو سېلابونو له کبله د هېواد اقتصاد ته د اوښتي زيان اندازه 30 ارب ډالره لګولې ده. اخوا ځنې اقتصادي ماهيرين د مرکزى بېنک لخوا د سود په کچه کې د يو فيصد اضافې پرېکړه غېر متوقع ګرځوي. د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر اشفاق حسن خان له ډيوه سره خبرو کې د مرکزى بېنک دا فېصله غندلې ده او وايي دا يوه غلطه پرېکړه ده چې له امله به یې ګراني، غريبي او بې روزګاري زياته شي. نوموړي وويل د سود په کچه کې له زیاتوالي سره ګراني نه شي قابو کېدې ولې چې د ښاغلي په قول د ګرانې ستونزه د طلب سره تړلې ده او بله پداسې حال کې ګراني نشي کېدې چې حکومت هره مياشت د بجلۍ او ګېس بېعې په خپله زياتوي. هغه وايي، د سود په کچه کې له اضافې سره به په پاکستان د ورپورې قرضو پېټې نور دروند شي، بجټ خساره به هم سېوا شي چې نتیجه به یې لا زيات غربت او بې روزګاري وي. په عېن حال کې د شمارياتو محکمې په خپلو تازه جارى کړي شمېرو کې ویلي چي د هېواد دننه د خوراکي توکو بېعې پرله پسې زیاتېږي او په اونيزه کچه ګراني 0.48 فيصدو څخه زياته شوې ده. د محکمې ترمخه د ګرانې مجموعي کچه 30.16 ته لوړه شوې ده.

26.11.2022 ډیوه

خامنه یي ‌د اعتراض کوونکو د ځپونکي بسیج ځواک ستاینه وکړه 

د ایران مشر د شنبې په ورځ د نومبر د میاشتې په ۲۶ (لیندۍ ۵) په یوه ټلویزیوني وینا کې د هغو نیمه پوځي رضاکارانو ستاینه وکړه چې دنده یې د مخالفینو او حکومت ضد مظاهره چیانو ځپل دي.

26.11.2022 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

26.11.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

26.11.2022 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

26.11.2022 امریکا غږ

ایټالیا کې د ځمکې د ښوېدو له امله اته کسان وژل شوي

په ايټاليا کې چارواکو د شنبې په ورځ نومبر ۲۶  (لیندۍ ۵) وويل چې د ايسکيا په ټاپو کې د سختو بارانونو په نتیجه کې د ځمکې د ښوېدو له امله اته کسان وژل شوي دي.

26.11.2022 امریکا غږ

لکي مروت: وسله والو سره په نښته کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعې  لکي مروت کې د وسله والو سره جګړه کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوي او د یو افسر په ګډون دوه نور ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان په پوځ د برید زمه واري منلې ده.

26.11.2022 ډیوه

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ ممبر په ګډون نور غړي هم د ګوند څخه وويستل

د پښتون ملت پاله ګوند [پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ] مشر محمود خان اڅکزي د ګوند څخه د صوبايي اسمبلۍ ممبر په ګډون د نورو غړو ويستلو وويل او زياته يې کړه دغو غړو د ګوند د ايين سرغړونه کړې ده. خو ويستل شوو مشرانو عهده دارو غړو د وړاندې نه ويلي دوی د غېر اييني لارې د ګونده ويستل شوي دي.

26.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more