ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ازادي راډيويي مجله؛ د مېرمن قمرګلې د ژوند ناڅرګند اړخونه

د مېرمن قمرګلې په اړه دا ستاد شاولي احساسات، نورستان کې له ودونو موسيقي حذف شوې او کوچيانو شپېلۍ په دمبورې بدله کړې. دغه راز نننۍ خپرونه کې هلمند کې د نادعلي ادبي ټولنې په اړه راپور او د پښتو له نويو چاپ شويو کتابونو خبرېږئ. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

22.12.2022 ازادي راډیو

کرن ډیکر: د طالبانو پرېکړې هغوی پخپله منزوي کوي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پریکړه نړیوالې ټولنې په يوه خوله غندلې ده، خو ددې سره سره به افغانانو سره د امریکا د بشري مرستې دوام وکړي.

22.12.2022 امریکا غږ

يوازې د غندنو اعلاميې به د زده‌کړه پر وړاندې د طالبانو چلند بدل کړي؟

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د نجونو د تحصيل ځنډېدو پرېکړه باندې نړيوال غبرګونونه ښودل شوي دي. د نجونو او ښځو د تحصيل په برخه کې د طالبانو حکومت د وروستیو محدودیتو په وړاندې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د وروستي دریځ په اړه زموږ همکار مرسلین ارسلا، د ښځو د حقونو له فعالې ډیوې امرخیل، سره مرکه کړې. له ډيوې امرخېل لومړی پوښتنه شوې چې، ایا یواځې د اعلامیو ورکول او غندنې به وضعیت بدل کړي، که عملي اقداماتو ته اړتیا ده؟ د اغلې امرخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

22.12.2022 ازادي راډیو

کابل کې د ښځو د حقونو فعالانو پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل ځنډولو په ضد لاریون وکړ

په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د لوړو زده کړو ځنډېدو په اړه د طالبانو حکومت پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام، د ښځو حقوقو یو شمېر مدافعینو په کابل کې لاریون وکړ.

22.12.2022 امریکا غږ

د نجونو تحصیل ځنډولو ته غبرګون؛ کابل کې نجونو او مېرمنو لاریون وکړ

کابل کې نن سهار یو شمېر ښځو او نجونو د دوی پر مخ د پوهنتون د دروازو د تړل کېدو په اړه د طالبانو حکومت د پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ. یو شمېر معترضو مېرمنو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې طالبانو د دوی د لاریون او اعتراض مخه نیولې او په تاوتریخوالي اوښتی دی. دوی وايي، دغه لاریون یې نن سهار ۰۹:۳۰ بجې د دهبوري له څلور لارې، چې کابل پوهنتون ته څېرمه سیمه ده پیل کړی و او غوښتل یې د پل سرخ پر لور ولاړې شي چې د طالبانو رنجرو یې مخه نیولې او ځینې معترضې مېرمنې او هغه خبریالان یې نیولي چې دغه لاریون ته يې خبري پوښښ ورکاوه. ځینې معترضو مېرمنو ازادي راډيو سره په خبرو کې، ادعا وکړه چې د دوی له ډلې یې دوه معترضې زهرا ماندګار او انګېزه ګنش او د دوى په خبره د طلوع نیوز په نوم د خصوصي ټلوېزیون خبریالان نیولي، خو طلوع نیوز تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. معترضې مېرمنې وايي، چې دغه لاریون د افغانستان د ځواکمنو مېرمنو خوځښت او خودجوشه ښځو خوځښت له‌خوا په ګډه پلان شوى و، چې د دوی په وینا شااوخوا ۵۰ تنو په‌کې ګډون کړی و. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د دوى د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور او د کابل امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ په دې اړه تر اوسه د ازادي راډیو پوښتنې نه دي ځواب کړي. تېره ورځ د طالبانو حکومت د دغې پرېکړې په غبرګون د ننګرهار د طب پوهنځي محصلینو هم لاریون کړی و چې د دوی په اعتراض کې نارینه محصلینو هم ونډه اخیستې وه او د طالبانو له خوا يې د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه کوله. د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د سه شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې تر بل امر پورې به د نجونو پر مخ پوهنتونونه تړلي وي. د دوى دا پرېکړه پراخو غبرکونو سره مخ شوې ده.

22.12.2022 ازادي راډیو

طالبان وايي، هلمند او پکتیکا کې ۱۵ کسان په درو وهلي

د طالبانو حکومت سترې محکمې په هلمند او پکتیکا ولایتونو کې د «بېلابېلو جرمونو په تور» په عام محضر کې د ۱۵ کسانو په درو وهلو خبر ورکړی دی.

22.12.2022 امریکا غږ

د طالبانو په واکمنۍ کې په افغان ښځو او جينکو کوم کوم بنديزونه لګول شوي؟

په افغانستان کې چې طالبان تير کال په 15 اګست واکمن شوي له دغې وروسته د جينکو د ثانوني تعليم په زده کړو، اوس په وروستيو کې د جينکو په پوهنتونونو او د دې نه علاوه د ښځو په ګرځېدو او پارکونو ته په تلو هم بنديزونه لګولي دي.

22.12.2022 ډیوه

نیپال هغه متکرر قاتل آزادوي چې په افغانستان او نورو هیوادونو کې یې قتلونه کړي

نیپال له زندان څخه د چارلس صبحراج په نامه هغه متکرر فرانسوی قاتل آزادوي چې په نوموړي هیواد کې له مجرم ګڼل کیدو وروسته په عمري بند محکوم شوی وو.

22.12.2022 امریکا غږ

د امریکې د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر سره ليدلي

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د امریکې د بهرنيو چارو مرستیالې وزير وېنډي شېرمن د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري سره ليدلي، په پاکستان د سېلابونو نه د بيا بحالۍ، ترهګرۍ او افغانستان کې د جينکو د پوهنتونونو تړلو په موضوعاتو يې ورسره خبرې کړي دي.

22.12.2022 ډیوه

نړيوالو سازمانونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو د تحصيل ځنډولو پرېکړه بېرته واخلي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدل د نجونو او ښځو لپاره د یوه وحشناکه او بې رحمانه اقدام په توګه یاد کړی دی. وولکر توسک پرون (د ډيسمبر په ۲۱) په یوه اعلامیه کې وویل چې، د طالبانو دغه پرېکړه په افغانستان کې د ټولو لپاره د مایوسۍ وړ په شاتګ دی. هغه زیاته کړه چې د ژوند له ټولو برخو په سیستماتیک ډول د نجونو او ښځو محرومول په نړۍ کې بې‌سارې ده. په عین حال کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورل ويلي چې دا ټولنه په افغانستان کې د محصلو نجونو په اړه د طالبانو پرېکړه غندي. بوریل پرون په یوه ټویټ کې وويل چې، په نننۍ نړۍ کې دغه بې‌ساری اقدام، د افغانانو له حقونو او هیلو څخه سر غړونه ده او افغان ښځې په ټولنه کې له ونډې اخیستو بې برخې کوي. د بوریل په خبره جنسیتي ځورونه د بشریت په وړاندې جرم دی. د بشري حقونو د څار سازمان له طالبانو غوښتي چې د پوهنتونونو او د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازوې په فوري توګه د نجونو پر مخ پرانیزي. د دې سازمان د تېرې ورځې په اعلامیه کې ويل شوي چې، افغانستان ته بسپنه ورکونکي هېوادونه او نړېواله ټولنه باید له طالبانو سره د دغه ټپ په اړه چې د بشري حقونو د څار سازمان په وينا نه یوازې ښځې او نجونې بلکې ټول افغانان یې زیانمن کړي، خبرې وکړي. سحر فطرت چې له دې سازمان سره د څېړونکې په توګه کار کوي، تېر ماښام ازادي راډیو ته وويل چې، د طالبانو دغه اقدام یو وار بیا وښوده چې دوی د ښځو ضد دي. نوموړې وويل: "د نجونو د زده کړو بهیر د روان کال په پسرلي کې چې طالبانو نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې، زیانمن شوی و. موږ پوهېدو چې یو یا دوه کاله وروسته به چې هیڅ د ښوونځې فارغانې ونه لرو، نو د ښځو لپاره به هم هیڅ پوهنتون نه وي. خو دا چې طالبانو اوس دغه پرېکړه کړې، دا په دې معنا ده چې یوه کلکه څپیړه یې د ښځو او نړېوالې ټولنې پرمخ وهلې ده." د بخښنې نړېوال سازمان هم په یوه ټویټ کې ويلي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو له اساسې حقونو څخه انکار کولو ته دوام ورکوي او اوس یې د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل. په عین حال کې د اسلامي همکارۍ سازمان د طالبانو پر دغې پرېکړې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د دې سازمان رئيس حسن ابراهیم طه پرون په یوه اعلامیه کې وويل چې، د طالبانو دغه اقدام چې د پوهنتونونو دروازوې یې د نجونو پرمخ وتړلې، د اسلامي همکارۍ سازمان ته ډېر مایوسونکی دی. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم پرون په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي. په اعلامیه کې ويل شوي چې د طالبانو دغه اقدام ټول اسلامي هېوادونه حیران کړي دي. قطر چې د طالبانو او امریکا تر منځ یې خبرو ته زمینه برابره کړې وه، د طالبانو دغه اقدام مایوسونکی بللی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وينا دغه ډول اقدامات به د افغانستان پر بشري حقونو، اقتصاد او پرمختیا جدي اغېزه وکړي. د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تر امرثاني پورې بندې وي. نړیوال د طالبانو د دې پرېکړې په وړاندې غبرګونونه داسې مهال څرګندوي چې له دې مخکې نړيوالو د طالبانو له‌خوا ښوونځیو ته له شپږمو ټولګیو د پورته نجونو پر تګ، د ښځو پر کار، سفر، پارکونو، لوبغالو او حمامونو ته پر تګ، اجباري حجاب او پر اعتراضونو یې د لګول شویو جدي محدودیتونو په اړه تل انتقادونه کړي او هغه یو له هغو لاملونو بلل کیږي چې د نړۍ هیڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

22.12.2022 ازادي راډیو

د جينکو په پوهنتونونو د بندیز په سر طالبان په نړیواله کچه د نيوکو لاندې دي

په افغانستان کې واکمنو طالبانو چې د جينکو دپاره پوهنتونونه تړلي، د دغه پرېکړې وروسته طالبان په نړيواله کچه د سختو نيوکو لاندې دي، اسلامي هيوادونو ترې د دغه پرېکړې بیرته اخستو غوښتنه کړې ده.

22.12.2022 ډیوه

زیلنسکي امریکایي قانون جوړونکو ته: اوکراین سره ستاسې مرسته خیرات نده

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ ۳۰) د امریکا په کانګرس کې امریکایي قانون جوړونکو ته د وینا پرمهال وویل چې له اوکراین سره د امریکا مرستې خیرات ندي.

22.12.2022 امریکا غږ

د امریکا په ګډون،ګڼو هیوادونو د نجونو د زده کړو د ځنډولو پریکړه په کلکه وغندله

د متحدو ایالتونو په ګډون د نړۍ ګڼ شمیر حکومتونو د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ ۳۰) په یوې مشترکه اعلامیه کې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کیدو په اړه د طالبانو پریکړې ته جدي غبرګون ښودلی دی.

22.12.2022 امریکا غږ

ولسمشر بایډن د اوکراین صدر ته وویل: امریکایان په ویاړ د اوکراین له خلکو سره ولاړ دي

واشنګټن ـــــ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي امریکې ته په راتګ سره له ولسمشر جوبایډن سره تر لیدو وروسته ګډې خبري غونډې ته د امریکې د حکومت، کانګرس او خلکو مننه وکړه چې وایي له اوکراین سره یې مرسته کړې ده.  ولسمشر جو بایډن د شورو- چارشنبې په مازیګر د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي ته په سپینه ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایه او تر لیدنې وروسته یې له هغه سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې د امریکې خلک له اوکراینیانو سره "په ویاړ" ولاړ دي. صدر بایډن وویل: "د اوکراین خلک پرله پسې نړۍ متاثره ورکوي، دوی نه یواځې موږ متاثره کوي بلکې نړۍ ته یې پخپله زړورتیا سره الهام ورکړی چې دوی څنګه د خپل راتلونکي لپاره له لچک او عزم څخه کار واخیست." د روان کال د فرورۍ پر 24مه په اوکراین باندې د روس تر یرغل تقریباً لس میاشتې وروسته کوم بهرني هېواد ته د ولسمشر زېلینسکي دا لومړنی سفر دی.   صدر زلینسکي- چې په انګرېزي ژبه یې خبرې کولې- د امریکې د دوه اړخیز ملاتړ له کبله د ولسمشر جوبایډن ستاینه وکړه او ویې ویل: "زه له خپل زړه، د اوکراینیانو له زړونو، د ټولو اوکراینیانو او زموږ د عام ولس له خوا ستاسې د عامو خلکو، د عامو امریکایانو مننه کوم". ولسمشر زلنسکي وویل ډېر مخکې یې لا غوښتل چې امریکې ته سفر وکړي خو ویې نه کړای شول، ځکه چې وایي په هېواد کې یې جګړه لا نه ده ختم شوې او له روسیې سره د جګړې له کبله له ډېرو چېلنجونو سره مخ دی. صدر زیلینسکي بایډن ته د «کراس فار میلیټري مېرټ» په نوم میډل هم د سوغات په توګه ورکړ چې د اوکراین د هغه پوځي وو، کوم چې د امریکې له خوا اوکراین ته د ورکړل شوو همارس راکټ سیسټم کېپټن وو. اوکرایني پوځ زلنسکي ته ویلي وو چې دا میډل "ډېر زړور ولسمشر" ته ورکړي. ولسمشر بایډن له دې فرصته په ګټې اخېستلو سره یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې امریکا نه یواځې په تېرو وختونو کې له اوکراین سره مرسته کړې، بلکې نن به یې هم کوي او په راتلونکې کې تر هغو چې ورته اړتیا وي.   که څه هم زېلینسکي د جګړې د پیل راهیسې تر اوسه پورې له هېواد څخه د باندې نه وو وتلی خو د هېواد دننه یې ډېر سفرونه کړي او د نهې- سې شنبې په ورځ یې په ختیځ کې د بخموت ښار لیدنه کړې چېرې چې د دواړو لوریو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.   زېلینسکي په وار وار له امریکا او نورو څخه غوښتي دي چې هوايي دفاعي سیستمونه دې ورته ورکړي چې پرې د روسانو له خوا د توغندیو او ډرون بریدونو مخه ونیسي.  واشنګټن ته د ولسمشر زلنسکي تر رسېدو مخکې امریکا له اوکراین سره د یو ارب ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه چې د هوايي دفاع پرمختللي پېټریاټ توغندیو بېټرۍ هم پکې شاملې دي. 

22.12.2022 ډیوه

محصله هوا جبارخیل: فکر کوم د داسې یو جرم سزا راکول کیږي چې نه مې دی کړی

یوشمېر محصلانې وایي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وروستۍ پریکړې ناهیلې کړي او بوږنولي دي. د طالبانو د حکومت لوړو زده کړو وزارت د سه شنبې په ماښام د یوه فرمان له مخې د نجونو پوهنتونونه تر دویم اعلان پورې وځنډول. د طالبانو دغې پریکړې په دننه او بهر کې غبرګونونه پارولي دي. فریدې سیال د ننګرهار پوهنتون له محصلې هوا جبارخیل سره په دې تړاو خبرې کړي.

21.12.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more