شاته

ولسمشر بایډن د اوکراین صدر ته وویل: امریکایان په ویاړ د اوکراین له خلکو سره ولاړ دي

واشنګټن ـــــ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي امریکې ته په راتګ سره له ولسمشر جوبایډن سره تر لیدو وروسته ګډې خبري غونډې ته د امریکې د حکومت، کانګرس او خلکو مننه وکړه چې وایي له اوکراین سره یې مرسته کړې ده.

ولسمشر جو بایډن د شورو- چارشنبې په مازیګر د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي ته په سپینه ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایه او تر لیدنې وروسته یې له هغه سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې د امریکې خلک له اوکراینیانو سره "په ویاړ" ولاړ دي. صدر بایډن وویل:

"د اوکراین خلک پرله پسې نړۍ متاثره ورکوي، دوی نه یواځې موږ متاثره کوي بلکې نړۍ ته یې پخپله زړورتیا سره الهام ورکړی چې دوی څنګه د خپل راتلونکي لپاره له لچک او عزم څخه کار واخیست."

د روان کال د فرورۍ پر 24مه په اوکراین باندې د روس تر یرغل تقریباً لس میاشتې وروسته کوم بهرني هېواد ته د ولسمشر زېلینسکي دا لومړنی سفر دی.

صدر زلینسکي- چې په انګرېزي ژبه یې خبرې کولې- د امریکې د دوه اړخیز ملاتړ له کبله د ولسمشر جوبایډن ستاینه وکړه او ویې ویل:

"زه له خپل زړه، د اوکراینیانو له زړونو، د ټولو اوکراینیانو او زموږ د عام ولس له خوا ستاسې د عامو خلکو، د عامو امریکایانو مننه کوم".

ولسمشر زلنسکي وویل ډېر مخکې یې لا غوښتل چې امریکې ته سفر وکړي خو ویې نه کړای شول، ځکه چې وایي په هېواد کې یې جګړه لا نه ده ختم شوې او له روسیې سره د جګړې له کبله له ډېرو چېلنجونو سره مخ دی.

صدر زیلینسکي بایډن ته د «کراس فار میلیټري مېرټ» په نوم میډل هم د سوغات په توګه ورکړ چې د اوکراین د هغه پوځي وو، کوم چې د امریکې له خوا اوکراین ته د ورکړل شوو همارس راکټ سیسټم کېپټن وو. اوکرایني پوځ زلنسکي ته ویلي وو چې دا میډل "ډېر زړور ولسمشر" ته ورکړي.

ولسمشر بایډن له دې فرصته په ګټې اخېستلو سره یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې امریکا نه یواځې په تېرو وختونو کې له اوکراین سره مرسته کړې، بلکې نن به یې هم کوي او په راتلونکې کې تر هغو چې ورته اړتیا وي.

که څه هم زېلینسکي د جګړې د پیل راهیسې تر اوسه پورې له هېواد څخه د باندې نه وو وتلی خو د هېواد دننه یې ډېر سفرونه کړي او د نهې- سې شنبې په ورځ یې په ختیځ کې د بخموت ښار لیدنه کړې چېرې چې د دواړو لوریو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

زېلینسکي په وار وار له امریکا او نورو څخه غوښتي دي چې هوايي دفاعي سیستمونه دې ورته ورکړي چې پرې د روسانو له خوا د توغندیو او ډرون بریدونو مخه ونیسي.

واشنګټن ته د ولسمشر زلنسکي تر رسېدو مخکې امریکا له اوکراین سره د یو ارب ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه چې د هوايي دفاع پرمختللي پېټریاټ توغندیو بېټرۍ هم پکې شاملې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پاکستان اقتصادي حالت کوم اړخ ته روان دی ؟‌
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00