شاته

زیلنسکي امریکایي قانون جوړونکو ته: اوکراین سره ستاسې مرسته خیرات نده

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ ۳۰) د امریکا په کانګرس کې امریکایي قانون جوړونکو ته د وینا پرمهال وویل چې له اوکراین سره د امریکا مرستې خیرات ندي.

ښاغلي زیلنسکي زیاته کړه:"ستاسې پیسې خیرات ندي، دا په نړیوال امنیت او دیموکراسۍ کې پانګه اچونه ده چې موږ یې په ښه مسولیت سره پر مخ وړو."

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه چې هیواد به یې هیڅ وخت روسیې ته تسلیم نشي او په دې جګړه کې به بریالي شي.

تر دې وړاندې، د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن له ښاغلي زیلنسکي سره وکتل او ویې ویل چې کیف به هیڅ وخت یوازې پاتې نشي.

ښاغلي بایډن له زیلنسکي سره د خبري غونډې پرمهال وویل چې د اوکراین جګړه"د یو لوی څیز جز دی" هغه ژمنه وکړه چې متحده ایالات به تر هغه د روسیې د زور زیاتیو په وړاندې ودریږي او د اوکراین ملاتړ به وکړي څو چې اړتیا وي.

زیلنسکي وویل هیڅ ډول جوړجاړي ته به غاړه کینږدي چې پکې د اوکراین خاوره له لاسه ولاړه شي.

روسیې له دې وړانندې د اوکراین په ختیځ کې د هغه هیواد څو سیمې له خپل هیواد سره یوځای کړي دي.

د اوکراین ولسمشر وویل هغه ته نه یوازې سوله، حاکمیت، آزادي او ځمکنۍ بشپړتیا مهمه ده بلکې هغه خسارات هم مهم دي چې روسیې رامنځ ته کړي دي.

زیلنسکي له واشنګټن څخه د پټریوټ راکټي دفاعي سیستم د برابریدو له امله مننه وکړه، دا له اوکراین سره د امریکا د ۱.۸۵ میلیارد ډالري‌ نظامي مرستې یوه برخه ده.

د اوکراین ولسمشر وویل ددغې کمکي بستې مهم عنصر د پټریوټ سیستم بطرۍ دي، هغه څه چې د اوکراین هوایي دفاع ته د پام وړ قوت ورکوي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل، ډاډمن دی چې غربي هیوادونه به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي. خو هغه زیاته کړه چې له اوکراین سره د متحدینو د مرستو په برخه کې چې پر سر به یې هوکړه وشي، محدودیتونه موجود دي.