ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اوکراین: روس یو ځلي بیا په کیيف باندې د ایراني ډرونونو حمله کړې ده

واشنګټن  - د اوکراین چارواکو نن د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې په سرښار کيیف باندې روسانو د ایراني ډرونونو په وسیله تازه حمله کړې چې په کې دوه سرکاري ودانیو ته نقصان رسېدلی دی. د کيیف مېئر/ښاروال ویتالي کلېچکو ویلي چې دا چاودنې د کيیف په مرکزي سیمه، شیف چېن کېفسکي کې شوي دي او سمدستي د مړو او زخمیانو شمېر په کې ندی معلوم. د اوکراین پوځ ویلي چې د دوی د فضایي دفاع ځواکونو دیارلس (۱۳) شاهد ډوله ډرونونه رانسکوره کړي، او دا هغه قسم ډرونونه دي چې روسانو د اوکراین په مختلفو ښارونو کې ورنه په داسې حملو کې کار اخیستی چې ډرون د بم په توګه په یو هدف استعمالیږي، او پخپله هم چاودنه کې له منځه ځي. د اوکراین دفاع وزارت په یو ټویټ کې ویلي: "په کيیف باندې یوه بله ستره حمله. دا ښکاره خبره ده چې د روس پوځ صرف هغه وخت ډاډه احساس کوي چې پرامنه ښارونو باندې حملې وکړي." یورپي اتحاد په دې هفته کې په ایران باندې په دې وجه تازه پابندۍ ولګولې چې د اوکراین جګړې کې استعمالېدونکي ډرونونه یې جوړ کړي او روس ته یې ورکړي دي. د یادونې ده چې د برطانیې د دفاع وزارت د استخباراتو څانګې پر خپله ټویټر پاڼه په تازه معلوماتو کې دعوه کړې چې له کله راهیسې روس پر اوکراین یرغل کړی دی، ایران د ماسکو یو ستر پوځي ملاتړی ګرځېدلی دی. برطانیه وایي، کېدای شي د ایران له خوا د روس ملاتړ په زیاتېدو وي، ځکه چې وایي ماسکو هڅه کوي د سلګونو بېلسټیک میزایلو په ګډون نورې وسلې ترلاسه کړي. د اوکراین په ماحولیاتو باندې د جنګ اثرات د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د نیوزیلنډ نه غوښتي دي چې د امن د یو داسې پلان دپاره په ملاتړ راټولولو کې کردار ادا کړي چې ترکیز یې په اوکراین کې د روس د جګړې په ماحولي اثراتو باندې وي. صدر زېلنسکي چې د ویډیولېنک د طریقه د نیوزيلنډ پارلېمان ته خبرې کولې، ویې ویل چې د روس په جګړه کې د اوکراین سیندونه ککړ شوي، د کویلې درنګونه د اوبو ډک شوي، او د کیمیاوي موادو ذخیرې بربادې شوي دي. د زېلنسکي وینا وه چې د اوکراین د خاورې یو لک و څلور اویا زره (۱۷۴۰۰۰) کلومټره مربع کې ماینونه او ناچاودل شوي ګوله بارود تیت شوي دي. د اوکراین صدر پخپلو خبرو کې وویل: "ویجاړ شوي اقتصادونه او بنیادي اډانې د کلونو په تېرېدو، بېرته جوړېدلی شي، مګر ماحولیات چې وران شي، بیا جوړول کیږي نه." په دې وروستیو کې اوکراین سره د عالمي امداد دپاره دوه کنفرانسونه جوړ شول او قریب اویا (۷۰) ملکونو او ادارو په کې وعده وکړه چې اوکراین سره به څه باندې یو بلین ډالر نور امداد هم کوي. صدر زېلنسکي بېګاه شپه اولس ته پخپل تقریر کې د نړېوالو د دې امداد مننه وکړه. په دې امداد به د اوکراین هغه بنیادي اډانې بېرته جوړیږي چې د روسانو د وروستیو هفتو په حملو کې وران شوي او په وجه یې د میلینونو اوکرایني وګړو په کورنو باندې بجلي او اوبه بندې شوي دي. په دې کې، قریب څلور سوه میلینه ډالره صرف د اوکراین د توانایۍ یا انرجۍ سېکټر کې مصرف کېدلی شي.

14.12.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په افغانستان کې د مېرمنو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په افغانستان کې د ښځو د وضعيت په اړه اندېښمنه ده. پروانه د دوو ماشومانو مور او اوس بیا اميندواره ده، نوموړې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې، خپل خاوند سره يو ځای کار کاوه او خپلې کورنۍ اړتياوي يې پوره کولې. پروانه چې له يو کال څخه ډېره موده کېږي اوزګاره ده، وايي، زه حتی دومره اقتصادي توان نه‌لرم چې په اميندوارۍ کې ډاکتر ته لاړه شم. پروانه دغه شان ادعا کوي، چې خپله ټوله ګاڼه يې د خپلې ۵ کلنۍ لور د درملنې لپاره خرڅه کړې ده. نوموړې وايي: "زه دې ته اړه شوم چې د اولادونو د ناروغۍ او د کورنۍ د اقتصاد لپاره خپله ټوله ګاڼه خرڅه کړم، سره زر، سپين زر، هر څه مې چې درلودل د ناروغ د درملنې لپاره مو خرڅ کړل، زما په پنځه کلنې لور په اونۍ کې دوه ځلې حمله راځي او بايد روغتون ته يې بوځو، موږ اړ يو، چې هغه ډاکټر ته ورولو، چې ښه شي." د پروانه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د جنیستي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان( يوان اومن) د افغانستان د ښځو د نا سم وضعیت په اړه څو ټويټونه کړي دي. په ځينو ټویټونو کې داسې راغلي: "ښځې او نجونې وروستني کسان دي چې خوړو، اوبو، خوندي سرپناه او روغتیا پاملرنې ته لاس‌رسی لري." په دغو ټويټونو کې دا هم ويل شوي چې: "په افغانستان کې له ښځو دا تمه کېږي، چې د کورنۍ د نورو غړو لپاره قرباني ورکړي، په دې مانا چې ښځې دې لږ وخوري او له ټولو وروسته دې ډوډۍ وخوري." د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په دې ټويټونو کې يوه بله مسله هم ياده شوې، چې په افغانستان کې ښځې حتی تذکرې هم نه‌لري چې له حياتي خدمتونو او بشري مرستو څخه برخمنې شي. د ملګرو ملتونو د ښځو دغه سازمان د خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره د خپلو شتمنیو پلورلو ته د ښځو د مجبوریت او د واده په نوم د کورنیو له‌خوا د نجونو د پلور په اړه هم لیکلي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه ولګول. د طالبانو د حکومت له‌خوا د دغو محدودیتونو پر بنسټ، ښځې او نجونې په ډېری دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو کې د کار حق نه‌لري، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه‌شي تللی او د حجاب اغوستل کوم چې د طالبانو له‌خوا ټاکل شوی دی هم پرې اجباري شوي دي. دوی له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه‌شي کولای. په راورسته کې بیا تفریحي پارکونو، ښځینه حمامونو او لوبغالو ته هم د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو په تګ بندیز ولګول شو. د بشري حقونو فعاله نظیفه جلالي له دې امله د طالبانو په حکومت نیوکه کوي، خو ټینګار کوي چې نړیوال سازمانونه باید د راپورونو او اعلاميو تر بریده د ښځو حقونو ته د دوی د حقونو د ورکړې په برخه کې خپلې هڅې محدودې نه‌کړي. نوموړې وايي: "په افغانستان کې نه یوازې ښځې خپل ابتدايي حقونه ته نه، بلکې خپلو اساسي حقونو، بشري حقونو او هغه حقوقونه چې اسلام ورته ورکړي دي، هم لاس‌رسی نه‌لري. په داسې حال کې چې طالبان وايي چې زموږ جګړه اسلامي ده، خو په اسلام کې ښځو ته د ميراث حق، د شتمنۍ حق، د زده‌کړې حق او د کار حق ورکړل شوى او دا څلور حقونه په افغانستان کې له ښځو څخه اخيستل شوي، اسلام ښځو ته د سياسي ونډې حق ورکړى، خو طالبانو ترې واخيستی." پر افغان ښځو او نجونو د دغو بندیزونو لګولو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي. که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي، چې د اسلامي شریعت له‌مخې د ښځو او نجونو حقوق مراعتوي، خو نه یې واضح تعریف په اړه وړاندې کړی او نه یې د دې محدودیتونو د کمولو لپاره کوم عملي ګام پورته کړی دی.

14.12.2022 ازادي راډیو

شمالي وزیرستان:په پوځ ځانمرګي برید کې دڅلورو پوځي افسرانو په ګډون 12کسان ژوبل شوي،یو وژل شوی

دشمالي وزیرستان دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او ښاغلي فرحان خان وي او ای ډیوه ته پخلی کړی چې دا یو ځانمرګي برید ؤ اؤ برید کوونکي خپل ځان دپوځیانو دګاډي ترڅنګ الوځولی دی

14.12.2022 ډیوه

یوناما: افغانستان ته د نړۍ پاملرنه په کمېدو ده

د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو د دولسمې غونډې له تر سره کېدو سره هم مهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګر ملتونو استازولۍ د ښاغلي پوتزل له قوله لیکلي چې مهمه ده افغانستان د منځنۍ اسیا په اجنډا کې ځای ولري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال ویلي: "نړیواله پاملرنه کمیږي او موقعیتونه لا سخت کیږي. د سیمې همکاري او تعامل ډير مهم دی." دا په داسې حال کې ده چې د منځنۍ اسیا هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو غونډه د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه د مرکزي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر لخوا د ترکمنستان په ملاتړ په عشق اباد کې تر سره شوه. ملګرو ملتونو ویلي چې له دغه ناستې څخه هدف په منځنۍ اسیا کې د هغو بدلونونو او بهیرونو په اړه د نظرونو تبادله ده چې په منځنۍ اسیا کې په سولې او امنیت ګټور اغېز کوي او همدارنګه د دغو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې کول دي. په مرکزي اسیا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر ناتالیا ژرمن په دغې ناستې کې ویلي چې اوس مهال په نړۍ کې د رامنځته شوو ستونزو سره هم مهاله، د سيمي هيوادونو په بېلابيلو برخو کې منظم تماسونه چې له هغه جملې په لوړو سياسي برخو، امنيتي همکاريو، انرژۍ اقليمي تغيراتو او نورو برخو کې خپل همکاري ساتلې ده٠ د ملګرو ملتونو په اعلاميه کې ويل شوي چې د دغې غونډې ګډونوالو د سيمه ييز مرکز د ګټورو فعاليتونـو او د" افراط ګرايي مخنيوي او تروريزم سره د مقابلې، اقليمي تغيراتو او د اوبو د دپلوماسۍ" او همدارنګه په خپلو خبرو کې د "ښځو، سولې او امنيت او ځوانان، سوله او امنيت" څخه ملاتړ اعلان کړ٠ د منځنۍ اسيا لپاره د ملګرو ملتونو دغه مرکز د دغه ناستې په چوکاټ کې د دولتونو او مرکزي اسيا د ځوانانو تر منځ د خبرو کوربتوب هم کړى و٠ دا ناسته په داسې مهال تر سره شوې چې افغانستان د د څه باندي يو کال را پدېخوا د طالبانو تر حاکميت وروسته په سياسي، امنيتي، او اقتصادي برخو کې له ستونزو سره مخ دى٠نړيوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسميت پيژندلو لپاره د ټول شموله حکومت جوړېدو، د اقليتونو او قومي لږکيو تر څنګ د نجونو او ښځو د حقوقو پر تامين باندي ټينګار کړى دى٠ د افغانستان په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي تيره اونۍ په دوبۍ کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت له سرپرست ملا محمد يعقوب مجاهد سره ليدنه کې ويلي و چې د طالبانو مشروعيت په افغانستان کې د نجونو او ښځو سره د هغوى د چلند په څرنګوالي پوري تړلى دى.

14.12.2022 امریکا غږ

اقتصاد پوهان: د ايي اېم اېف نه د پور ترلاسه کولو دپاره به حکومت ته نوي ټېکسونه لګول وي

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، په روان مالي کال 2022 او 23 کې د ټېکسونو يا ماليې په هدف کې د کمي په وجه امکان څرګنديږي چې مرکزي حکومت په هنګامي بنيادونو د ماليې د هدف پوره کولو دپاره اضافي ټېکسونه ولګوي يا وړوکی بجټ وړاندې کړي د کوم اغېزې چې به د ګرانۍ په شکل کې په عام ولس پرېووځي.

14.12.2022 ډیوه

افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې په کابل کې په هوټل باندې د برید په اړه د څیړنو هرکلی کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما او د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیرې په کابل کې پر یوه هوټل د تیرې دوشنبې ورځې برید غندلی  دی.

14.12.2022 امریکا غږ

امریکا غواړي اوکراین ته پیټریټ مزایل ورکړي - رسنۍ

امریکایي رسنیو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) راپور ورکړ چې پنټاګون اوکراین ته د پاتریوت مزایلو د ورکړي د پلان په نهایي کولو کار کوي، هغه سیستم چې کولی شي اوکراین ته راتلونکي مزایل نسکور کړي.

14.12.2022 امریکا غږ

ايراني عدالتونو 400 مظاهره چيانو ته د بند سزاګانې اورولي

د تهران عدليې د نهې/ سه شنبې په ورځ د مهسا اميني د مړینې د پېښې وروسته پېل شوو مظاهرو په مهال د بېلابيلو تورونو په سر 400 کسان سزا کړي جېل ته يې لېږلي او د لسو کالو بند پورې سزاګانې یې ورته اورولي دي.

14.12.2022 ډیوه

پاکستان اوس هم د ديواليه کېدو د خطر سره مخ دی؟

د پاکستان وزیراعظم ويلي، ملک به نه دیواليه کيږي، خو د خزانې مخکني وزیر ويلي د ديواليه کېدو خطره سېوا شوې، او اقتصاد پوهان وايي د پاکستان د ديواليه کېدو خطره د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره تړلې ده.

14.12.2022 ډیوه

ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون، نړۍ کې د نجونو او میرمنو د ملاتړ لپاره ۱.۲ میلیارد ډالر غوښتي

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) د افغانستان او جګړه ځپلي اوکراین په شان هیوادونو کې میرمنو او نجونو ته د صحي خدماتو د وړاندې کیدو په هدف د ۱.۲ میلیارده ډالرو غوښتنه وکړه.

14.12.2022 امریکا غږ

پاکستان کې سږ کال 157 او بلوچستان کې 89 کان کيدونکي مړه شوي

د سکرو يا کولې د مزدورانو د حقوقو لپاره د کار کوونکي تنظيم "پاکستان سينټرل ماينز لېبر فېډرېشن" ترمخه په ملک کې سږ کال ټول 157 او يواځې بلوچستان صوبه کې 89 کان کيدونکي مړه شوي دي

14.12.2022 ډیوه

امریکا پنځه روسان او دوه امریکایان روسیې ته په قاچاق تورن کړل

د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) پنځه روسان او دوه امریکایان د استونیا له لارې روسیې ته د الکترونیکي قطعاتو او سنایپر ټوپکونو د مرمیو په لیږد کې د لاس لرلو له امله، تورن کړل.  

14.12.2022 امریکا غږ

د مېسي ټیم، ارجنټینا د فټبال فاینل کې

د فټبال تر ټولو مشهور لوبغاړي لیونل مېسي په مشرۍ کې د ارجنټینا لوبډله د 2022م فټبال نړیوال کپ پای لوبې یا فاینل ته اووتله. ارجنټینا په قطر کې نن د سېمي فاینل په لوبه کې کرواېشیا ته په 0-3 ګولونو ماتې ورکړه. په ننۍ لوبه کې د مېسي او د پنډوس (بال) تر منځ ملګرتیا د لوبې ماهرینو ستایله. د فټبال د نړیوال کپ د لوبو خپرولو لپاره د امریکا د ټي وي لپاره د لوبو یو شنونکي مېسي لپاره یو وخت د “جادوګر” کلمه وکاروله. د سېمي فاینل په لومړۍ برخه کې د کرواېشیا د ګولي د خطا په سر رېفري ارجنټینا ته پېنلټي ورکړه او مېسي د پېنلټي د لارې لومړی ګول وکړو. دوېم ګول د ارجنټینا بل لوبغاړي جولین الوریز په يواځې سر وکړو.  او دریم ګول د لوبې په دویمه برخه کې د مېسي په ‘پاس’ بیا الوریز خپل دویم او د ارجنټینا لپاره دریم ګول وکړو. کرواېشیا ته د ګول لپاره څو وارې چانس په ګوتو ورغلی وو خو د ارجنټينا په دفاع ماتولو کې تر اخېره ناکامه پاتې شول. لوبه زیاتره یو اړخیزه وه او چې کله بهدهم بال د ارجنټینا لوبغاړي اخستلو نو په میدان کې به شور جوړېدو. دا شپږم ځل دی چې ارجنټینا د فټبال د نړیوال کپ فاینل ته اووځي. تر اوسه ارجنټینا دوه ځله، په 1978 او 1986 کې د فټبال نړیوال کپ ګټلی دی. د ډېيګو مېراډونا وروسته، مېسي د ارجنټينا سره بل لوی نړیوال لوبغاړی دی. دا ځل د فټبال ماهرین په خپلو څېړنو کې اکثره وايي چې مېسي کېدای شي د راتلونکي اتوار په ورځ د فاینل لوبه وګټي او کپ اوچت کړي. د ډسمبر په 13مه د فرانس او مراکش تر منځ د سېمي فاینل وروسته به معلومېږي چې فاینل کې به د ارجنټینا مقابله چا سره وي. د امریکا د فاکس ټي وي لپاره د فټبال څېړونکو د کرواېشیا پر ضد د مېسي د ښې لوبې د یو څو نمونو وړاندې کولو وروسته وېل چې د فټبال اکثره مینه وال نړیوال کپ د مېسي په لاسونو کې لیدل غواړي. که د فاینل نتیجه هر څنګه وي خو د مېسي لپاره اوسنی نړیوال کپ د هغه د فټبال د لوبغاړي په توګه اخیري سیالۍ یا ټورنامنټ دی.  

13.12.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

13.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

13.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more