ټول   پښتو BBC ازادي راډیو د امریکا غږ اشنا رادیو


ارګ بیا له جمعیت سره واک ویشي؟ 

ډاکټر عبدالله په غیرمستقیم غبرګون کې ویلي چې هیله کوي چې عطا محمد نور به خپلو آرزوګانو ته ورسیږي.‌

25.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

په هند کې د تور بازار شپږ تجاران و نیول شول

دهند پولیسو نن د مهاراشترا په غربي ایالت کې دوه کیلوگرامه سره زر، درې نیم ملیونه روپۍ او شپږ تجاران نیولي دي.

25.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

د روسیې د پوځي الوتکې په غورځیدو کې ٩٢ تنه مړه شول

د روسیې د دفاع وزارت وایي چې په نظامي الوتکه کې ټول ٩٢ تنه سپاره و او د سوچي څخه یې د سوریې په لور پرواز کړی و خو ډېر ژر په توره بحیره کې راوغورځیدله. چارواکې وایي د الوتکې ټوټې او د څو مړي د روسیې د ساحل په یو نیم کلومترۍ کې موندل شوي دي چې اویا متره په اوبو کې ډوب شوي و. په ټي یو- ١٥۴ الوتکه کې د روسیې مشهوره پوځي ارکسترا یا د موسیقۍ غړي هم سپاره و چې په سوریه کې نظامي اډې ته تلل. ولسمشر پوټین د الوتکې غورځیدل ستره غمیزه وبلله او په ملي تلویزیون یې سبا د دوشنبې په ورځ په ټوله روسیه کې د ملي ماتم اعلان وکړ. ولادیمیر پوټین زیاته کړه "موږ به ددې پیښې په اړه بشپړ تحقیقات وکړو چې الوتکه څنگه وغورځیدله؟" د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم پر پیښه خواشیني څرگنده کړه او پوټین ته یې په خپل استول شوي پیغام کې ډاډ ورکړ چې د الوتکې غورځیدل به د یاغیانو پر ضد پر روانې جگړې هیڅ منفي تاثیر ونکړي. بشارالاسد پوټین ته ویلي دي "دعاوې درته کوو........ موږ په غم او ښادي کې سره گډ یو" ټي یو -١٥۴ الوتکه چې والوتله څو شیبې وروسته یې له رادار سره اړیکې پرې شوې. الوتکه د سهار په پنځه بجې او څلویښت دقیقې په سوریه کې د روسۍ پوځي اډې پر لور الوتي وه. د الوتکې د غورځیدلو د علت په اړه تر اوسه هیڅ نه دي ویل شوي او چارواکې وایي چې د پیلوټ لخوا کنټرول ټاور ته هیڅ ډول زیگنال نه و رسیدلی. د موندنې او ژغورنې عملیات روان دي خو چارواکې وایي د چا د ژوندي موندلو هیله نشته. په الوتکه کې د پوځي ارکسترا الکساندروف شپیته غړي سپاره و چې په هیواد کې یې خورا ډېر محبوبیت درلود. د پوځي ارکسترا د شپیتو غړو تر څنگ په الوتکه کې یوه مشهوره روسۍ ډاکټره هم سپره وه چې په سوریه کې طبي کارونه کول. ډاکټره یليزاویتا گلینکا تر دې مخکې هم سوریې ته تللې وه. په الوتکه کې شپیته تنه د موسیقۍ د ارکستر غړي، نهه تنه د رسنیو غړي، اته تنه د الوتکې عمله، یوه ډاکټره او نور سرتیري شامل و.  

25.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

افغان وتلې پیلوټې امریکا کې پناه غوښتې

نیلوفر رحماني په ۲۰۱۵ کال کې د زړه ورې ښځې جایزه وګټله خو اوس په افغانستان کې پر خپل ژوند ډاریږي.

25.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

د افغانستان دفاع وزارت: ۲۰۱۶ کال کې لس زره وسله‌وال طالبان وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، په روان میلادي کال کې د افغانستان د دولت وسله‌والو مخالفینو ته د سر درانه زیانونه اوښتي دي.

25.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

لښکرګاه – کندهار لار د نهرسراج ولسوالۍ کې بیا تړل شوې

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو د هلمند او کندهار ترمنځ د لويې لارې پر سر دوه پُلچکونه په ماین الوزولي او پر دغه لار یې د ترافیکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.

25.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

اسرائیل: اوباما په ملګرو ملتونو کې مونږ ته کمین نیولی و

د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د متحده ایالاتو په جمهور رئیس براک اوباما سخت انتقاد کړی او ویلي دي چې د ټرمپ سره ګډ کار کولو ته سترګې په لار دی.

25.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

د اسرائیلو پر وړاندې د م.م. پریکړه لیک؛ امریکا سپینه رایه وکاروله

ملګرو ملتونو د یوه پریکړه په تصویب سره په اشغالي سیمو کې د اسرائیلو لخوا د ښارګوټو جوړول غندلي دي.

24.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

کرزی: د ډیورنډ په رسمیت نه پیژندل له پاکستان سره د دښمنۍ په معنی نه ده

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د ډیورنډ کرښه د بهرني استعمار له خوا پر افغانانو تپل شوې، چې له امله یې د کرښې دواړو خواوو ولسونو زیات کړاو ګاللی دی.

24.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

ملا ضعیف: له برید مخکې ناپیژاندو کسانو ګواښلی وم

په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، تیره شپه شاوخوا اوه بجې د هغه پر کور وسله‌وال برید شوی چې په نتیجه کې یې یو ساتونکی وژل شوی دی.

24.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

په کینیا کې د دولتي روغتونو ډاکټرانو د کار نه کولو اعتصاب کړی

ډاکټرانو او د روغتون کار کوونکو ویلي دي چې تر هغه وخته به کار ته حاضر نشي چې حکومت یې تنخواګانې لوړې نکړي.

24.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

طالبان: تر څو چې بهرني ځواکونه موجود وي، د سولې خبرې نه کوو

طالبانو ویلي دي تر هغه چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه موجود وي د سولې د خبرو امکان نشته.

23.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

کابل – کندهار -هرات د لارې ترانسپورټي شرکتونو اعتصاب کړی

احمدشاه ابدالي ترانسپورټ رئیس حاجي احمدالله نن اشنا راډیو ته وویل، تر هغې چې افغان حکومت ورته دا ستونزې هوارې نه کړي په دغه لار د مسافرو د لیږد رالیږد څخه به ډډه وکړي.

23.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

د سوریې حکومت د ټول حلب کنټرول تر لاسه کړ

د سوریې د ختیځ حلب نه ټول ملکیان او وسله وال مخالفین ووتل او حکومت یې کنترول په لاس کې واخیسته. حکومت وایي دا یې تر ټولو غټه کامیابي ده.

23.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ

​د ډیورند له کرښې اخوا نه د کندهار او کونړ په ولسوالیو باندې د پاکستاني پوځیانو او ملیشو د راکټي حملو په تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.

22.12.2016 د امریکا غږ اشنا رادیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more