امریکا د حماس په ډلې باندې نوي بندیزونه ولګول
په اسرائيل باندې د حماس د تېرې میاشتې له برید راهېسې دا درېیم ځل دی چې امریکا د حماس په ډلې او د هغې په ملاتړو بندیزونه لګوي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا نوي بندیزونه یې د بریتانیا سره په مشورې لګولي دي. په دغو بندیزونه هغه لارې چارې او میکانیزمونه په نښه کوي چې ایران پرې له حماس او اسلامي جهاد ډلې ته مرستې برابروي. د امریکا د مالیې وزیرې جنیت یلین وویل: «متحده ایالتونه د برتیانیا په ګډون زموږ له شریکانو سره دوامداره کار کوي، چې حماس پرېنږدي د خپلو ظلمونو لپاره د پېسو ټولولو او کارولو توان پیدا کړي.» د امریکا د بندیزونو په دغه لست کې د حماس او فلسطین د اسلامي جهاد ځینې مشران هم شامل دي. همدغه راز په لبنان کې د اسعارو د تبادلې یو شرکت «نبیل شومان او کمپني» یې او مشر او بنسټګر یې هم د امریکا د بندیزونو په لست کې شامل شوی دی. د امریکا د مالیې وزارت دغه شرکت تورن کړی دی چې حماس ته یې لسګونه میلیون ډالر استولي دي. امریکا په خپلې خاورې کې د ټولو هغو افرادو او شرکتونو جایدادونو او شتمنۍ ګنګولي چې د بندیزونو په لست کې دي. امریکا، چې حماس یوه ترهګره ډله بولي، تر دې مخکې یې هم په دغې ډلې باندې بندیزونه لګولي دي. اسرائيلي مقامات وايي چې د حماس په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي دي. مخکې یې دا شمېر ۱۴۰۰ ښودلی و. په غزې کې د روغتیا د برخې مسئولین وایي چې د اسرائیل په بریدونو کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي. د اسرائیل د دغو بریدونو له کبله د غزې د ۲.۳ میلیون نفوس دویمه برخې بې کوره او بې سرپناه شوي هم دي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
پاکستان څخه د کډوالو د شړلو بهیر - د اشنا د سهشنبې خپرونه
د پاکستان په سنا کې د افغان کډوالو د شړلو پر پرېکړې نیوکې، کلیفورنیا کې د امریکا او چین د مشرانو کتنې ته تیاری، غزه کې د جګړې وروستی حال، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په دې خبري ټولګه کې وګورئ.
افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو نجونو د زده کړو په اړه اندېښنې - اتصال
په داسې حال کې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه لاهم دوام لري، د بیرته ستنېدونکو کډوالو نجونو زده کړې به څنګه کېږي؟ د اتصال په خپرونه کې دا موضوع او د افغانۍ د ارزښت لوړېدو اغېز څېړل کېږي.
افغانستان له پاکستان څخه وغوښتل د کراچۍ بندر کې زرګونه بند پاتې کانټینرونه پرېږدي
افغانستان د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو د وارداتي توکو په زرګونو هغه کانټینرونه پرېږدي چې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.
د غزې په ستر روغتون کې ترینګلی وضعیت؛ بایډن له اسرائیل د احتیاط غوښتنه کړې
په داسې حال کې چې اسرائیلي ټانکونه د غزې تر ټولو لوی روغتون الشفا دروازو ته رسېدلي او په دغه روغتون کې د ملکي خلکو ژوند ته د ګواښ په اړه اندېښنې ښودل شوي، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پر اسرائیل غږ کړی چې د ملکي خلکو ساتنه وکړي.
ډنمارک د قران په سوځولو باندې په بندیز غور کوي
د ډنمارک پارلمان د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) د داسې قانون په اړه بحث کوي چې له مخې به یې په دغه هېواد کې د قران د نسخو سوځول جرم وبلل شي.
معترضې ښځې: د ښځو حقونو ته نه پاملرنه د افغانستان له نیم نفوس سره بشري جنایت دی
د افغان معترضو ښځو غورځنګ وايي چې په افغانستان باندې د طالبانو بیا واکمنیدل په دغه هیواد کې په سیستماتیک ډول د ښځو د جنسیت او هویت د حذفولو سبب شوي دي.
بحران نړیوال سازمان: له پاکستان څخه د افغان کډوالو ډلهییز ایستل سیمه بېثباته کوي
د بحران نړیوال سازمان له پاکستان څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر په اړه ویلي چې ددغه هیواد د کډوالو د ایستلو پالیسي به سیمه له نورو ګواښونو سره هم مخ کړي.
سرفراز بګټی: اسناد لرونکي افغان کډوال نه وباسو
په داسې حال کې چې د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر ستنیدونکو افغان کډوالو سره د دغه هیواد دامنیني منسوبینو ناسم چلند په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي ویلي دي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال نه شړل کیږي.
د برتانیې پخوانی صدراعظم د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل شوی
د برتانیې پخوانی صدراعظم ډیوډ کیمرون دوشنبه نومبر ۱۳ (لړم۲۲) د دې هیواد نوی د بهرنیو چارو زیر وټاکل شو.
د امریکا د حکومت ځینې برخې بیا د تړل کیدو د خطر سره مخ دي
د متحده ایالاتو د حکومت ځیني برخې ښایي د همدې راتلونکي جمعې نومبر ۱۷مه بیا د تړل کیدو د خطر سره مخ شي.
ملګرو ملتونو غزې کې د همکارانو وژل کیدو له کبله ټولۍ نړۍ کې خپل بیرغونه نیمه ځوړند کړي و
ملګرو ملتونو دوشنبه نومبر ۱۳ (لړم۲۲) د امریکا د نیویارک په ښار کې د مرکزي دفتر په ګډون په ټولۍ نړۍ کې پخپلو دفترونو کې په غزې کې د دې ادارې د څه باندې ۱۰۰ مامورینو وژل کیدو له کبله بیرغونه نیم ځوړند کړي و.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
انجلینا جولي: له پاکستان څخه د کډوالو شړل د بشري حقونو شاتګ دی - ستاسې غږ
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ پخوانۍ سفیره او فلمي ستورې انجلینا جولي له پاکستان څخه د افغان مهاجرو ایستل، د بشري حقونو نه شاتګ بللی دی. ستاسې غږ خپرونه کې د پاکستان برسېره د ایران او ترکیې نه د افغان کډوالو په ایستلو خبرې کوو. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰