"له طالبانو سره د بد چلند له امله د ځينو بريتانوي سرتېرو محاکمه"
د بریتانیا چاپ ټېلېګراف ورځپاڼې خبر ورکړی، یو شمېر هغه بریتانیايي سرتېري چې افغانستان کې یې دنده ترسره کړې کېدی شي طالبانو سره د بد چلند په تور محاکمه شي.
هرات کې په سپکو وسلو بار موټر نیول شوی
د افغانستان لوېدیځ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یو موټر یې نیولی، چې ۱۴۱ میله سپکې وسلې پکې بار وې چې په وینا یې له ختیځ خوست ولایه هرات ته لېږدول کېدې.
د افغانستان جګړې اور ته لمن وهل!
له بهره چا د افغانستان جګړې اور لمبو ته لمن وهلې، چا پرې تیل شیندلي او چا یې د وژلو هڅې کړې؟ د نورمحمد سعید لیکنه
د سوریايي ماشومانو لپاره د ندین کیسې
سوریایي لیکواله ندین کادان له اته کلنۍ راهېسي کېسې لیکي او انځوروي يي. ندین له بي بي سي سره په خبرو کې وايي هېله لري کیسي به یې له سوریايي ماشومانو سره مرسته وکړي چې خپل هېواد کې پر روانې کورنۍ جګړې او روان حالت پوه شي.
روسیه کې د آیچ آي وي وایرس خپرېدا
روسیه کې د آیچ آي وي وایرس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او هغه ډلې چې د دغه مېکروب د خپرېدو د مخ نیوي په برخه کې کار کوي وايي له ستونزو سره مخامخ دي.
یمن قحطۍ ته نږدې کړی دی
یمن کې روانې کورنۍ جګړې د منځني ختيځ دغه هېواد قحطۍ ته نږدې کړی دی. د بي بي سي د عربي څانګې نوال ال مشافي داسې یوې سېمې ته ورغلې چې مرستندویه ټولنې پکې نور کار نه شي کولی.
بلوڅ بېلتونپال: ټول مشران به هند ته زړه ښه نه کړي
د بلوڅ بېلتونپالو یو مشر حربیار مري وايي که څه هم هند د بلوڅانو غږ پورته کړي چې دی یې ستاینه هم کوي خو وايي د دوی ټول مشران به له هنده سیاسي پناه و نه غواړي.
بلوڅ بېلتونپال: اشرف غني باید نرېندرا مودي ته ورته اقدام وکړي
بلوڅ بېلتونپال مشر حربيار مري وايي له افغان ولسمشر نه هیله کوي، چې د هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي په څېر اقدام وکړي او له بلوڅانو سره مرسته د خپلې بهرنۍ پالیسي یوه برخه کړي.
"د سولې شورا له حزب اسلامي سره په پنجشنبه هوکړه کوي"
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي پلاوي ترمنځ د سولې هوکړه لیک سبا پنجشنبه د افغانستان پر وخت ۱۱ بجې لاسلیکېږي.
تورخم: د ویزې له شرط وروسته ټرانسپورټرانو د کاروبارو درولو ګواښ کړی
د افغانستان او پاکستان ټرانسپورټ اتحادیو د تورخم له لارې د باروړونکو ګاډو چلوونکو لپاره د پاکستان ویزې موضوع پر سر د خبرو له ناکامۍ وروسته ګواښ کړی، چې له راتلونکي میاشتې وروسته به د مالونو لېږد رالېږد پرېږدي.
د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو نوملړ کې د پاکستان شاملولو غوښتنه
د امریکا متحدو ایالتونو د کانګریس دوو غړو د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو په لست کې د پاکستان شاملولو په تړاو طرحه کانګریس ته وړاندې کړې ده. دا وروستیو میاشتو کې پر پاکستان فشار ډېر شوی دی.
مصر کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې له ۲۰ ډېر ګډوال مړه شوي
مصر کې د ساحلونو چارو کارکونکي وايي د کډوالو یوې کښتۍ اوښتو له کبله لږ تر لږه ۲۹ کسان ډوب شوي دي. د مصر دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې په کښتۍ کې نژدې ۶۰۰ کسان ناست وو، چې وايي ۱۵۰ تنه یې ژغورل شوي دي.
د سوریې حلب ته نژدې بمبارۍ کې روغتیايي کارکونکي وژل شوي
سوریې حلب ښار ته نژدې پر یوه کلینیک د بمبارۍ پایله کې د یوې نړیوالې خیریه طبي موسسې څلور کارکونکي وژل شوي دي. د طبي مرستو اتحادیه ' یو او اس اس ایم ' وايي داسې معلومېږي، چې دا یو هدفي برید و.
"افغانستان کې روانه شخړه په جګړې اواري ته نه رسي"
د پګواش د دارلانشا مشر، پروفیسر پاولو کوتا راموسینو بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روانه شخړه په جګړې اواري ته نه رسي.
افغان کریکټ ملي لوبډله د سیالیو لپاره بنګلدېش ته لاړه
د افغانستان د کریکټ بورډ چارواکي وايي، د کریکټ ملي لوبډله په هند کې له ازمایښتي لوبو د بنګلدېش په لور وخوځېدله، چې له کوربه لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.