ملګرو ملتونو سوریې ته د مرستو ټول کاروانونه ځنډولې
ملګرو ملتونو ویلي، حلب ته څېرمه د دوی د مرستو پر کاروان له برید وروسته یې سوریې ته د خپلو مرستو رسولو ټول کاروانونه ځنډولي دي.
د پاکستان- هند ستونزو اواري کې د امریکا رول مهم دی
د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف هیله من دی چې د اسلام اباد او نوي ډېلي ترمنځ ستونزو او مسلو په اواري کې به د امریکا حکومت او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر همکاري وکړي.
د نیویارک ایالت افغان توکمه مشکوک بریدګر رسماً تورن شو
د نیو جرسي ایالت د یونین سیمې یوې څارنوالې (Grace H Park) رسنیو ته وویل، په نیویارک او نیوجرسي ایالتونو کې د بمونو د ځای پرځای کولو په شکمن احمد خان رحمي یې د نورو ترڅنګ د پولیسو د وژلو د هڅې پنځه تورونه پورې کړی.
مسلمانه استرالیایۍ د بورکیني له کبله له سمندرغاړې وشړل شوه
یوه مسلمانه استرالیایۍ مېرمن د فرانسې له یوه سمندرغاړي د لامبو وهلو د مشهور بورکیني اغوستلو له کبله ایستل شوې ده. ۲۳ کلنه زینب الشلح له مسلمانو مېرمنو سره د خواخوږۍ لپاره فرانسې ته تللې وه.
د سوریي په حلب کې مرستندویه کاروان په نښه شو
د سوري پوځ لخوا د یوې اونۍ د اوربند د پای له اعلانه وروسته حلب ته نژدې د یاغیانو تر ولکې لاندې یوې سیمې ته په لار یو مرستندویه کاروان په یوه هوايي برید کې ویشتل شوی دی.
کابل کې بیا اور لګېدلی
د افغانستان پلازمېنې کابل ختیځ د تېلو په یوه سرای کې اور لګېدلی دی. سیمې ته د اوروژنې ګاډي او مامورین رسېدلي دي. دوه ورځې وړاندې هم د کابل لرګیو په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی و، چې ډېر مالي زیانونه یې واړول.
ټرمپ: کډوال یو موټی او د امریکایانو پر ضد بریدونه کوي
د نړۍ د نن ورځې د ډېرو ورځپاڼو پر لومړيو مخونو، د نیویارک د بریدګر عکسونه چاپ شوي چې لاس یې تړلی او پر کټ پروت دی.
ازاده جرګه: د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنې او نيمګړتياوې
په افغانستان کې د ملي وحدت پر اوسني حکومت دوه کاله اوړي. دا حکومت له لانجمنو ټاکنو وروسته واک ته ورسېد. خو دا چې عام ولس د دې حکومت لاسته راوړنې څه گڼي او په کومو برخو کې يې پاتې بولي په همدې تړاو د بي بي سي ازاده جرگه جوړه شوې ده.
د ملاوي لوبيزه ستورې
د پارالمپیک په سیالیو کې د ملاوي، تونیري باندا د خپل هېواد په تاریخ کې لومړنۍ لوبغاړې شوه چې د ښځو په ځغاسته کې یې برخه واخیستله. د دغې ۲۰ کلنې لوبغاړې سترګې سم لید نه کوي
د هرات انګور
د افغانستان په لوېديځ هرات کې کروندګر وايي، نړيوال کيفيت لپاره د تصديق پاڼو نشتوالي له افغانستانه بهر ته د ميوو د صادرولو چاره ټکنۍ کړې دی. هرات سږ کال ۸۰ زره ټنه انگور توليد کړي خو وايي بهرنی بازار نه لري او په کور دننه دومره انگور نه خرڅېږي.
د روسيې پارلماني ټاکنې
په روسیه کې د ولسمشر ولاديمیر پوتین ګوند، یوناټید رشیا یا متحده روسیه، په پارلماني ټاکنو کې پرېکنده بری تر لاس کړی. خو په ټاکنو کې د خلکو برخه د پخوا پرتله ډېره کمه وه تر نیمایي لږ خلکو رایې ورکړې او تر څنګ یې د درغلی رپورټونه هم ورکړل شوي دي.
د پارالمپيک سياليو د پای مراسم
د پارالمپيک سيالۍ چې د برازيل په ريو ښار کې ۱۱ ورځې وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې. د پای مراسم يې په مراکانه سټېډيم کې ترسره شول، چې د بېلابېلو هېوادونو هنرمندانو په کې برخه اخيستې وه او خپل هنرونه يې نندارې ته وړاندې کړل.
نیویارک کې د چادونو په تړاو پوليس یو افغان پسې گرځي
د امریکا پولیسو په نیویارک کې د شنبې د ماښام د چاودونو په تړاو د یو سړی عکس خپور کړی چې وايي افغان الاصله امریکایي ۲۸ کلن احمد خان رحیمي دی.
ولې خلک په ټوولنیزو رسنیو کې ښکنځل کوي؟
شفیقه خپلواک په دې لیکنه کې دې ته کتنه کړی چې ولې د مختلف نظر زغم نه لرو او په لویه او کوچنۍ خبره ښکنځل کوو، ستونزه په چلند کې ده او که پوهاوی نه شته؟
نیویارک چادونه: د امریکا پولیس د مشکوک "افغان" لټون کوي
د نیویارک چارواکو هغه شکمن کس پېژندلی چې د چیلسي سیمې چاودنې شک پرې کېږي. په دغه چاودنه کې ۲۹ کسان ټپیان شوي وو. پولیس وايي دغه کس په خټه افغان دی.