وزیرستان کې ۸ تنه تښتول شوي، د مڼو موټرو ته اور اچول شوی
د قبايلي سیمې سوېلي وزیرستان له مرکز واڼه سره څېرمه نامعلومه وسله والو د مڼو څلورو ټرکونو ته اور ورته کړی او د موټروانانو په شمول اته تنه يې تښتوولي دي.
لاریونوالو د تګ راتګ بندیز له پامه وغورځاوه
د شمالي کارولینا ایالت په شارلوټ ښار د پولیسو په لاس د یوه تورپوستي د وژنې په اعتراض کې لا هم مظاهرې روانې دي. د وژل شوي کورنۍ وايي، نوموړي د وژل کېدلو پرمهال وسله نه درلوده.
د روسیې پوځیان د کډو مانورو لپاره پاکستان ته ورسېدل
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، د روسیې یوه ډله ځمکنی پوځ په لومړي ځل له پاکستاني ځواکونو سره د ګډو مانورو لپاره دغه هیواد ته ورسېد.
د سوریې پوځ په حلب کې تازه عملیات پیل کړل
د سوریې پوځ د حلب ولایت په ختیځ کې د یاغیانو تر واک لاندې سیمو د نیولو لپاره د عملیاتو پیلول اعلان کړل، چې تر دوه لکه پنځوس زرو پورې خلک پکې کلابند دي.
درې کلن ماشوم د سایبیریا له ځنګلونو ستون شو
د روسیې د لرې پرتې سیمې سایبیریا په ځنګلونو کې ورک شوی درې کلن ماشوم له ۷۲ ساعتونو هڅو وروسته ومومندل شو. د روسیې دا سیمه په لېوانو او یږو مشهوره ده.
پر یاهو ویبپاڼې انټرنیټي برید ۵۰۰ میلیونه کاروونکي اغېزمن کړي
د انټرنیټي برید دغه پېښه د ۲۰۱۴ کال وروستیو کې رامنځته شوې او غلا شویو معلوماتو کې د پېژندګلوۍ اړوند پوښتنې او ځوابونه او شخصي معلومات شامل وو. یاهو منلې، چې دغه انټرنیټي برید له هغې کچې پراخ و، چې مخکې یې په اړه فکر کېده.
له حزب اسلامي سره هوکړه به پر سولې څه اغیز ولري؟
د بي بي سي ستاسې غږ خپرونه کې پردې موضوع خبرې وشوې چې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت هوکړه به د دغه هېواد پر سولې پروسې او سیاست څه اغیز ولري.
''د هرې پېښې پړه پر پاکستان اچول د هند تګلاره که یې د واکمنو عادت؟''
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه هېواد لخوا په دې وروستیو کې هوايي تمرینونه د معمول برخه ده، خو وايي پاکستانیان د خپلې خاورې دفاع لپاره چمتو دي.
بندیز پای ته ورسېد، د ترکیې دوې فوټبال لوبډلې پنځه کاله وروسته مخامخ کېږي
په ترکیې کې د ګلاتاسارای فوټبال لوبډلې مینه وال د خپلې خوښې وړ لوبډلې یوې کم سارې لوبې نندارې ته چمتووالی او خوښي کوي.
افغان حکومت او حزب اسلامي د خپلمنځۍ سولې او روغې هوکړه لاسليک کړه
دغه تړون د افغان سولې شورا مشر، پیر سید احمد ګېلاني، د افغانستان ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار په استازيتوب محمد امين کريم لاسليک کړ.
کرزی: له حزب اسلامي سره د سولې خبرو پر بریالیتوب خوښ یم
د افغانستان مخکينى ولسمشر حامد کرزى وايي د حکمتيار له حزب اسلامي سره د سولې خبرې د ده په واکمنۍ کې پيل شوې وې او په دې خوښ دى چې اوس دا خبرې بريالۍ شوې.
د ګلبدین حکمتیار ژوند لیک
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان مشهوره سیاسي څېره ګڼل کېږي. نوموړي له پخواني شوروي اتحاد سره د جګړې پرمهال د پخوانیو جهادي مشرانو پرتله توند دریځ او سیاست درلود.
بلوچستان کې د ماشوم په ګډون پنځه کسان د پت په نامه وژل شوي
د پاکستان د بلوچستان ایالت په لسبېله سیمه کې په دوو بېلو پېښو کې د پت په نامه پنځه کسان وژل شوي دي. د سیمې پولیسو بي بي سي ته ویلي، په دواړو پېښو کې د پت په نامه وژنې شوې دي خو لا يې هم په دې تړاو څوک نه دي نیولي.
افغانستان کې د ګازي برېښنا د تولید چارې پیل شوې
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له یوه خصوصي شرکت سره بلخ ولایت کې د ګازي برېښنا لومړۍ پروژې کار پیل کړی، چې ۵۰ مېګاواټه برېښنا به تولیدوي. ددغې پروژې ارزښت ۷۵ میلیونه ډالره دی.
د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه
د افغانستان د دولت او حزب اسلامي د مرکچي پلاوي ترمنځ د پنجشنبې په ورځ 'تلې لومړۍ' د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو. دویم پړاو کې به ولسمشر غني او د حزب پر دې سند لاسلیک کوي او بیا به خپله حکمتیار هم کابل ته راځي.