سږ کال بلوچستان کې کانګو ویروس د ۱۱ کسانو ژوند اخیستی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن یکشنبه له کانګو ویروس ناروغۍ یو بل ناروغ مړ شوی، چې ورسره په روان کال کې له یادې ناروغۍ د مړو شوو ناروغانو شمېر یوولس تنو ته ورسېد.
'هند به پاکستان په ګرده نړۍ کې ګوښه کولو ته اړباسي'
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي کشمیر کې د هند پر پوځي اډې له برید وروسته ویلي، پاکستان به په ټوله نړۍ کې ګوښه کېدو ته اړباسي. پاکستان وايي، هند په کشمیر له روان زورزیاتي د نړیوالو د پام اړولو په پار دا خبرې کوي.
د عکسونو البوم: افغان ماشومان؛ یو انځور زر خبرې
د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ماشومان د سبق ترڅنګ کارونه هم کوي، خو ځینې یې د بې وزلۍ له کبله ښوونځی نه وايي. ازاد عکاس میلاد حمیدي پرې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته دا انځوریز راپور چمتو کړی.
اوباما د افریقايي امریکایانو موزیم پرانیست
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د لومړني تورپوستي ولسمشر په توګه په واشنګټن ډي سي کې د افريقايي امریکايانو تاریخ موزيم رسماً پرانیست. دا موزيم ۵۴۰ ميلیونه ډالره شاوخوا ارزښت لري.
'ښايي حکمتیار ولسمشرۍ ته ځان ونوموي'
پاکستان چاپې اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د افغان حکومت او حزب اسلامي گوند ترمنځ د سولې شوې هوکړې په تړاو تحليلي مطلب ليکلى او ويلي دي چې د حزب اسلامي گوند مشر گلبدين حکمتيار ښايي په راتلونکو ټاکنو کې ځان د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند کړي.
امارات: ایران یو شېبه هم د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي
د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان ویلي، ایران د برجام له لاسلیکولو وروسته ''یوه شېبه هم د سیمې له ناامنه کولو لاس نه دی اخیستی''.
د ستایش قریشي قاتل 'دوه ځلې په اعدام' محکوم شوی
د ایران رسنیو ویلي، په ایران کې د وژل شوې افغان ماشومې شپږ کلنې ستایش قریشي قاتل 'دوه ځلې په اعدام' محکوم شوی دی. د ایران قضايي بنسټ تر اوسه دغه حکم نه دی تایید کړی.
د واشنګټن د یوه پلورنځي مشکوک بریدګر نیول شوی
د امریکا واشنګټن ایالت د برلینګټون ښار پولیس وايي، د خرڅلاو په یوه مرکز کې یې هغه مشکوک ډزې کوونکی نیولی، چې لږترلږه پنځه کسان یې ووژل. د نیول شوي هویت نه دی په ډاګه شوی، خو وايي شاوخوا ۲۰ کلن ځوان دی.
د نقشبندي انځورګري
د افغانستان له بلخ ولايت څخه يوه انځورګر محمد صابر نقشبندي خپل جوړ کړي په زړه پورې انځورونه رالېږلي دي.
کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
د دې اوونۍ د ټکنالوژۍ خبرونه، يو داسې روبوټ چې احساس لري او له لوړو ژور سره چلن کولی شي، د ټکنولوژۍ له نورو خبرونو سره يې کلېک کې کتلی شئ.
سوريه کې تازه بمبارۍ
د سوریې حلب کې د ملکي دفاع خپلې خوښې کارکوونکي وايي د حکومت مخالفو ډلو تر ولکې لاندې سيمو کې هوايي بريدونه بيا پيل شوي دي. ملګري ملتونه وايي د حلب لروبر نژدې دوه ميليونه خلک اوبه نه لري.
پاکستان کې عصبي ناروغان
پاکستان کې څه د پاسه ۱۵ ميليونه وګړي له رواني ناروغيو رنځېږي. خو د دغه هېواد ۱۸۰ ميليونو وګړو لپاره د روانې ناروغويو يوازې پنځه روغتونونه چلېږي. د پنجاب زړه کې بيا د صوفيانو يو زيارت د رواني ناروغانو په استوګنځي اوښتی، چې ځينې يې زندان بولي.
د ترکي ښوونځيو د تړلو ننګونې
ترکيه کې د تېر جولای ناکامې کودتا پر سر راپورته شوې شخړه کې زرګونه کسان نيول شوي او ګڼ شمېر نور له حکومتي دندو لرې کړی شوي دي. پر دوی تور دی چې د امريکا مېشتي ترکي ملا فتح الله ګولن د پټې شبکې غړي دي.
جنرال نېکولسن: د افغان او امنيتي ځواکونو جګړه په ټپه ولاړ حالت کې ده
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نېکولسن ويلي چې د افغان او امنيتي ځواکونو جګړه په "ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې" ده. دی وايي چې د داعش پر ضد خپلو عملياتو ته به دوام ورکړي.
په بلوچستان کې د پښتني کلتور نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه او نورو سیمو کې د پښتني کلتور د ورځې لمانځلو لپاره مختلفې غونډې او مراسم جوړ شول. د دې ورځې په مناسبت په کوټه کې پښتو اکېډمۍ هم یوه غونډه جوړه کړې وه.