ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په بنگله دېش کې د افغان لوبډلې هيلې

افغانستان د سپتمبر له ٢٥ مې ڼېټې له بنگله دېش سره د هغوى په کور کې درې يو ورځنۍ لوبې لري. پخوا د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ په يوازينۍ لوبه کې چې د بنگالي لوبډلې په کور شوې وه افغانستان بريالى شوى و.

24.09.2016 BBC

"افغان طالبان یواځې پر ۱۰٪ نفوس کنټرول لري"

د امریکا چاپ واشنگټن پوست په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مشر جنرال نيکولسن هغه وينا مهمه بللې چې وايي، طالبان د دغه هېواد پر ١٠ سلنې نفوس ولکه يا کڼترول لري.

24.09.2016 BBC

"د مسکو او واشنګټن پلان د سوریې د کړکېچ یواځنۍ حل لار ده"

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، په سوریه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدلو سره سره په دغه هیواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مسکو او واشنګټن ترمنځ پر شوي تړون درېدل اړین دي او له دې پرته بله لار نشته.

24.09.2016 BBC

د واشنګټن په یوه پلورنځي کې د ډزو له امله ۴ کسان ووژل شول

د امریکا په واشنګټن ایالت کې پولیس وايي، د دغه ایالت د برلنګټن ښار په یوه پلورنځي کې د ډزو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. تراوسه معلومه نه ده چې یوه که څو کسانو دا ډزې کړې او موخه یې څه وه.

24.09.2016 BBC

د روزګان امنیه قومندان او امنیت امر له دندې ګوښه شوي دي

د روزګان چارواکي وایي، چې د دغه ولایت امنیه قومندان او د امنیت آمر عبدالقوي له دندو ګوښه شوي او کابل ته غوښتل شوي دي. د روزګان ولایتي ویاند دوست محمد نایاب وايي سیداقا ثاقب د روزګان د نوي امنینه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

23.09.2016 BBC

د سوریې پر حلب ښار له پوځي برید سره هممهاله درنې بمبارۍ شوې

ترکیې حلب ښار کې د سوریې پوځ د خپلو مخالفانو تر ولکې لاندې سیمو نیولو لپاره پرمختګ پیل کړی او ورسره پر دغه ښار د جنګي الوتکو سخت ګوزارونه شوي دي.د سوریې پېښو څارونکي وايي دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.

23.09.2016 BBC

د عراق موصل ښار نيولو هڅې

عراقي ځواکونه وايي د دغه هېواد شمال کې د الشرقاط ښارګوټي منځ ته ورننوتلي، چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې منګولو کې و. له هغه وروسته چې دا تېر جون مياشت "اسلامي دولت" ډله له فلوجې ښاره په شا تمبول شوې.

23.09.2016 BBC

کشمير کې تاوتريخوالی: د هند او پاکستان اړيکي

کشمير کې د تاوتريخوالي پر سر د پاکستان او هند ترمنځ د ترينګلتيا له پيله د دواړو هېوادونو خپلمنځۍ ناندرۍ هم ګرمې روانې دي. دا اوونۍ د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د نړۍ مشرانو ويناوې کولې، د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په کې خپله وينا کې پر هند تور لګولی.

23.09.2016 BBC

مصر کې د ګډوالو ډوبه بېړۍ

له هغې بېړۍ ژونديو پاتې شويو، چې دا تېره چارشنبې (۲۱) د مصر له سمندرغاړي سره واوښته، بي بي سي ته ويلي چې پېښه کې سلګونه کسان ښايي ډوب شوي وي. دې بېړۍ تر ۶۰۰ پورې کډوال لېږدول، چې د سمندرغاړي ۱۲ کيلومترۍ کې واوښته.

23.09.2016 BBC

عوامي نیشنل ګوند د افغان کډوالو په تړاو کميټي جوړه کړې

په خيبر پښتونخوا کې له واکمن تحريک انصاف ګوند وروسته اوس عوامي نيشنل ګوند هم د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره يوه کمیټه جوړ ه کړې. دغه ګوند وايي موخه د کډوالو د ستونزو په اړه معلومات یو ځای کول او پر حکومت ددغو ستونزو د حل لپاره فشار اچول دي.

23.09.2016 BBC

ولسمشر اوباما ته د شپږ کلن ماشوم لیک

یوه شپږ کلن امریکایی هلک ولسشمر اوباما ته لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې په حلب کې ټپي شوی عمران نومي سوریايي هلک یې کورته ور وغواړي.

23.09.2016 BBC

''پاکستاني هنرمندان دې ۴۸ ساعتونو کې له هنده ووځي''

هند مهاراشټر ایالت کې د یوه ځايي ګوند مسوولینو مهاراشټر نو نرمان سینا ' ایم این ایس ' په هند کې مېشتو ټولو پاکستاني هنرمندانو ته خبرداری ورکړي، چې باید له دغه هېواده ووځي.

23.09.2016 BBC

پاکستان کې روسي ځواکونه

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، د روسیې یوه ډله ځمکنی پوځ په لومړي ځل له پاکستاني ځواکونو سره د ګډو مانورو لپاره دغه هېواد ته ورسېد.

23.09.2016 BBC

نړیوالو رسنیو کې د حکومت او حزب اسلامي د هوکړې په اړه غبرګون

د نړۍ ډېرو ورځپاڼو افغانستان کې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ پر پرونۍ هوکړې ليکنې کړې - ځينو دا د دغه هېواد اوسني وضعيت ته په پام کې نيولو سره مناسب ګام بللی خو ځينو نورو بيا د مجاهدینو خپل منځيو جګړو ته اشاره کړې او اندېښنه يې څرګنده کړې.

23.09.2016 BBC

په ننګرهار کې چارواکي د ۳۰ مخالفو وسله والو د وژلو ادعا کوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په کوټ، نازیانو او حصارک ولسوالیو کې یې لسګونو مخالفو وسله والو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

23.09.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more