د خوشال خټک غږيز کتاب - ۲۲ مه برخه
د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو خوريږي.
۲۰ کاله وړاندې پر همدې ورځ؛ طالبانو کابل ونیو
له نن نه ۲۰ کاله وړاندې، پر همدې ورځ (د ۱۳۷۵ لمریز کال د تلې پر شپږمه) نېټه طالبانو خپل سپین بیرغ د کابل پر ارګ ورپاوه او د واک واګي یې په لاس کې واخیستې.
افغان سوداګر د اوبو بند پر برېښنا ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي الکوزي ګروپ د کابل ښار ختیځ کې پر دویم سروبي د ۱۸۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي.
'کابل کې د خونړي ځانمرګي برید مخنیوی وشو'
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې یې د یوه خونړي ځانمرګي برید مخه نیولې ده. پولیس وايي، یو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر یې نیولی او ځانمرګ برید کوونکی یې هدف ته له رسېدو وړاندې وژلی دی.
'توکمپال ټویټ' پاکستانی ممثل له بریتانیايي ډرامې وشاړه
د بریتانیا له یوې مشهورې 'کورونېشن سټریټ' ډرامې نه پاکستانی ممثل مارک انور له دې کبله شړل شوی، چې د هندیانو په اړه یې له توکمپالنې ډک ټویټ پیغامونه خپاره کړي دي.
'پکتیکا کې د پاکستاني طالبانو ویاند وژل شوی'
پاکستان چاپې ډان ورځپاڼې د پاکستاني طالبانو د غورځنگ پخواني وياند اعظم طارق د وژنې په تړاو خپاره شويو رپوټونو ته کتنه کړې، چې وايي د پکتيکا په ولايت کې د افغان او ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
امریکا روسیه په حلب کې په 'بربریت' تورنه کړه
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې روسیه د سوریې په حلب ښار کې د خونړیو بمباریو له کبله په 'بربریت' تورنه کړې ده. بریتانیا هم په سوریه کې د روسیې د کړنو په غندلو کې د فرانسې او امریکا ملګرتیا کړې ده.
امريکا کې د يوه تور پوستي د وژنې پر سر ناندرۍ
د هغه تورپوستي امریکایي سړي خپلوان چې د پولیسو له خوا د امریکا په شارلټ ښار کې وژل شوی وايي د چارواکو له خوا په خپره شوې ویډیو کې سم نه ښکاري چې هغه ولې ووژل شو.
فرانسه کې د افغان ماشوم کډوال مړينه
بریتانیا کې د مریتوب ضد کمېشنر پر حکومت غږ کړی چې د هغو بې سرپرسته کډوالو ماشومانو سره دې لا ډېرې مرستې وکړي چې دا مهال د فرانسې په کلې کمپ یا ځنګله کې بند پاته دي.
د يمن جګړې ولسي زيانونه
په یمن کې د سعودي په مشری ائتلاف چې د امریکا او بریتانیا له ملاتړه برخمن دی هوايي بریدونه کوي. دا بریدونه په هغو یاغیانو کیږي چې ۱۸ میاشتې مخکې یې د دغه ځای حکومت له واکه غورځولی و. د سعودي ائتلاف پر یمن هوایي او سمندري لاري هم تړلې.
د ملي يووالي حکومت دویمه کليزه، د عبدالله برخليک
د روانې مياشتې سپټمبر له پای سره افغانستان کې د ملي يوالی حکومت دوه کاله پوره کېږي. دا حکومت چې د ټاکنو له ناندره ييزه پايلو سره له لانجو او ستونزو وروسته جوړ شو، تېرو دوو کلونو کې تر لوړو ژورو تېر شوی.
پرېمیرلیګ فوټبال: د پوګبا لومړی ګول او د ارسنل بری
د انګلستان پرېمیرلیګ فوټبال کې دا اوونۍ له پرېمانه ګولونو سره مله وه. روان لوبیز کال ۷ اوونۍ وړاندې پیل شوی – لوبې به یې پخوا تر ډېره د شنبې او یکشنبې په ورځو کېدې خو سږ به ځینې لوبې د جمعې په ماښام هم ترسره کېږي.
ایا ډېر خوب د کار لپاره ښه دی؟
د شرکتونو نامتو مشران لکه د یاهو ماریسا مییر، د پپسیکو ایندرا نويي او د فیات کرایسلر سیرګیومارکیوني ټول په دې ویاړي چې د شپې لخوا یواځې څلور ساعته خوب کوي.
کرېکټ:بنګله دېش افغانستان ته په اوو منډو ماته ورکړه
د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ لوبډلو تر منځ د دريو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه بنګله دېش په اوو منډو وګټله. نننۍ لوبه چې د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې ترسره شوه پچه يې بنګله دېش ګټلې او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه کړې وه
'حکمتیار دې له افغانانو بښنه وغواړي'
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار څخه غواړي چې په جګړو کې د ښکېلتیا له امله له افغانانو بښنه وغواړي.