سريزه په پوهنيز ( علمي ) ډګر کې  
پښتو نيولوجيزم ـ نيولوګيزم ( لغت جوړونه ـ ويی رغونه ) يوه ستره اړتيا په فرهنګي ډګر کې په ادبي ډګر کې
په اسلامي ډګر کې په هنري ډګر کې ژباړن بايد څوک وي ؟
په ژباړه کې ځراکت انټرنټ ، يوه غوره وسيله سرچينې

انټرنټ، يوه غوره وسيله:

انټرنټ په نړۍ كې د كار و بار يوه لويه او مهمه وسيله ګرځېدلې ده، چې ټوله نړۍ يې د يوه واحد نړيوال كلي Global village غوندې سره تړلې ده، د شلمې پېړۍ ستره لاسته راوړنه انټرنټ و، د انټرنټ په دودېدو سره ګڼ شمېر خلك وزګاره شول، چې دغه وسيله د لسګونو او سلګونو كسانو كار په يوه وخت كې كولاى شي.
د نړۍ نور ملتونه په خپل تاريخ، كلتور او ادب پورې اړوند كتابونه او نورې خپروې په انټرنټ كې ږدي، چې د نور خلك يې د نړۍ په هر ګوټ كې كتلاى شي. پرته لـه دې چې كومه ستونزه وګالي، كولاى شي ويې لولي، لـه ځان سره يې په خپل كمپيوټر كې خوندي كړي او ليكنه ورباندې وكړي.
لـه نېكه مرغه په دې وروستيو كې پښتو هم انټرنټ ته لاره موندلې، چې ځينې بهرمېشتي افغانان يې د لا تقويه كولو او ځواكمنولو لپاره كار كوي. اوس په انټرنټ كې پښتو وينډوز، پښتو ليكبڼې (فونټونه) او پښتو سيسټمونه شته، چې خلك كه هرځاى وي، خپل كمپيوټر ته يې راكښته كولاى شي، پرته لـه دې چې كوم لګښت يا مصرف پرې راشي، خپل كمپيوټر پښتو كولاى شي.
په دغو پښتو ويبپاڼو كې پښتو كتابونه، پښتو لنډۍ، شعرونه، تخنيكي ليكنې او نور مواد ځاى كړل شي، چې د هرې مياشتې په تېرېدو سره پراختيا مومي او باور لرم، چې په نژدې كلونو كې به پښتو هم د نورو ژبو په كتار كې ودرېږي.
خو انټرنټ داسې وسيله ده چې د نړۍ په هر ګوټ كې يې خلك كارولاى شي، بايد سمه استفاده ترې وشي، هغه انګرېزي ليكنې دې ځواب شي، چې د پښتنو پر هويت او كلتور يې سپكې سپورې ويلې دي. ځكه زيات پښتانه په نوره نړۍ كې خواره واره دي او نوي ماشومان يا تنكي زلميان چې كله دغه ډول ليكنې لولي، نو بد اغېز ورباندې كړي، يو خو كلتوري پرديتوب هغوى تر ګواښ لاندې نيولى، نو دغه مضرې ليكنې يې ذهني تېښته لا زياتوي.
هغه خپرندويې ټولنې چې په لره او بره كې كار كوي، بايد د افغانستان په تاريخ پورې اړوند كتابونه د دغو ويبپاڼو څارونكو ته ورولېږي، چې هغوى يې په پاڼه كې كښېږدي.
كه كوم مسلكي يا څانګيز قاموس هم ليكل كېږي، بايد په انټرنټ كې هم خوندي شي، ځكه په انټرنټ كې خلك لـه قاموس څخه په اسانۍ سره كار اخيستلاى شي، كه كوم تورى يې په كار وي، د الفبا په حساب سم لـه لاسه توري ته ورځي او مانا يې پيدا كوي. هلته د كتاب غوندې زيات لټون ته اړتيا ته پېښېږي.
كه چېرې د انټرنټ ارزښت او اسانتياوې په پام كې ونيول شي، زيات كسان به ورته مخه كوي، هم به يې لـه شتو معلوماتي توكو څخه سمه استفاده كوي، هم به په خپله يو څه توكي په كې خوندي كوي.د پښتو د ودې او لا پراختيا په هيله.