سريزه په پوهنيز ( علمي ) ډګر کې  
پښتو نيولوجيزم ـ نيولوګيزم ( لغت جوړونه ـ ويی رغونه ) يوه ستره اړتيا په فرهنګي ډګر کې په ادبي ډګر کې
په اسلامي ډګر کې په هنري ډګر کې ژباړن بايد څوک وي ؟
په ژباړه کې ځراکت انټرنټ ، يوه غوره وسيله سرچينې

په ادبي ډګر كې :

پوهانو د ادب په اړه خورا زياتې نظريې او تيورۍ وړاندې كړي، لكه څنګه چې د فلسفې په اړه يوه منل شوې او په تول پوره مانا او تعريف نه دى ټاكل شوى، همدغسې د ادب د پېژند ( تعريف ) په برخه كې هم پوهان او د نظر خاوندان په يوه خوله نه دي. ارواښاد پوهاند رښتين وايي : ادب هغه فن دى چې د پاكو احساساتو په خوځولو سره د ټولنې خلـك د خير پر لوري بيايي او دوى ته د خير مانا ورښيي.(11
د ادب ډګر پراخ دى، په هره برخه كې يې د ټولنې عمومي مفكوره او د خلكو غوښتنې ځاى شوي، چې پالنه او وده يې د ټولنې د لا ځلا لامل ګرځي.
د نولسمې پېړۍ په پاى كې چې كله د ازاد شعر سرچينې لـه اروپا څخه ايران او بيا افغانستان ته راوغزېدې، ورسره په پښتو كې د شعر او نثر د ودې او لا ښه والي يو داسې غورځنـګ رامنځته شو چې پښتو شعر او پښتو هنري نثر يې تر نورو دورو لا ممتاز او غښتلى كړ.
په شلمه پېړۍ كې هم دغه پرمختيايي بهير ښه روان و، خو د جګړو په وخت كې چې كله سياسي قدرتونو د يوه بل ځواك په بلهارۍ او قربانۍ واك تر لاسه كړ، نو خپله انرژي يې پر دې هم لګوله چې د قومي تفرقې او تضاد لـه مخې د پښتو او پښتنو د پرمخيون او پرمختـګ مخنيوى وكړ.
په دغو كلونو كې پښتو ته د ژباړې بازار هم ښه تود شو، خو لـه بده مرغه چې اكثره كتابونه چې و ژباړل شول، ځينې يې لـه روسي ژبې څخه وو، چې سياسي مفكوره او ايديولوژي په كې ساتل شوې او پالل شوې وه.
په دې وروسته كلونو كې ښايسته ډېر ګټور كتابونه پښتنو ته راوژباړل شول، چې لـه ګټو څخه يې سترګې نه شو پټولاى.
د پښتو هنري نثر د لا بډاينې لپاره ژباړه يوه ستره اړتيا ده، يايد چې د نورو ژبو غوره ناولونه، شهكارې-لنډې كيسې، يونليكونه، ادبي ټوټې، شعرونه او نور توكي راوژباړل شي.
يو وخت چې پښتو هنري نثر خپل لومړني پړاوونه وهل، نو خوږلنۍ او اغېز يې زياته نه وه، كه څه هم كره او سوچه وييونه په كې زيات وو، خو لا په بشپړ ډول دود شوي نه وو. د پښتو هنري نثر پيل خو تر پېړيو اوړي، خو په دويمه دوره (منځنۍ دوره/ د لسمې هجري پېړۍ لـه منځنيو څخه تر لومړيو دوو- درېيو لسيزو پورې) د همدغې دويمې دورې په وروستيو پړاوونو د پښتو نثرليكنې په جريان كې ځينې داسې تمايلات پيدا شول، چې پښتو نثرليكنه يې اصلاح كوله. پخواني روشونه يې پرېښودل او د نثرليكلو نوې او پرمختللې لارې يې خپلولې.
په دغو لومړنيو ساده پښتو نثرونو كې الفاظ پرېولي او ښكلي انتخاب شوي دي، په نثر كې رواني او سادګي ليدل كېږي.(12)
بدمرغي دا ده چې ځينې كسان ګيله كوي: پښتو روانه او بشپړه ژبه نه ده، كه چېرې د پښتو ساده، خو لـه مانا ډك وييونه رابرسېره او دود كړل شي، څرګنده به شي چې پښتو بشپړ ګرامري قواعد، كړنلار او تګلار لري، چې په نورو ژبو كې به يې سارى لږ وليدل شي. په يوه ژبه كې به هم، لـه عربي شعري فورمونو پرته څو مستقل شعري فورمونه نه وي، خو پښتو: سروكي، لنډۍ، متلونه، نارې، كاكړۍ غاړې، بګتۍ او .... لري. كه په نورو ژبو وژباړل شي، ښايي هغوى ترې زياته استفاده وكړي. دغه راز پښتو توري، چې يوه مستقل او ځانګړي ليكدود څرګندويي كوي، لكه: ټ، څ، ځ، ڼ، ډ، ړ، ښ... او د (ى ګانو) پنځه ډولونه، چې د هر اواز لپاره يوه (ى) لري.
د پښتو لومړني اثار چې ژباړل شوي او د پښتو لـه لومړنيو ژباړو څخه ګڼل كېږي، زيات دي. زيات استادان دغنچهْ روه په وروستيو برخو كې (17) راغلي واړه حكايتونه يادوي، چې مولوي نور محمد نوري افغان په خوږه ژبه، په 1280هـ. ق كال ژباړلي او موضوع يې فولكلور ده.
بل مخكښ يې د هشنغر د تنګي مولوي احمد (1216-1300هـ.ق) يادوي. بله برخه يې د ادمخان او درخانۍ كيسه ده، چې په 1872م. كال، په لاهور كې چاپ شوې، دغه ډول مياحبيب ګل، ميا محمد يوسف، قاضي ميراحمدشاه رضواني، قاضي رحيم الله، عنوان الدين كاكاخېل، غلام محمد پوپلزى، هانري جارج راورټي (1906-1825م) هم يادولاى شو، چې په دې دوران كې د همدغو مخكښانو لـه خوا زيات كتابونه په ساده او روانه پښتو وژباړل شول، دغه ژباړل شوي پښتو كتابونه، د پښتو لـه لومړنيو هنري اثارو څخه ګڼل كېږي، چې اكثره يې د پښتو لومړنۍ بېلګي دي او خپل ځانګړى ارزښت لري.
زموږ زياتو مخكښو ليكوالو خپل زيات ارزښتناك كتابونه په نورو ژبو ليكلي، چې يوازې د يوې طبقې خلك ترې ګټه اخيستلاى شي، ځكه لوستې طبقه به د ژبې په لحاظ ورسره كومه ستونزه نه لري، خو د كوټې، پېښور او نورو پښتني سيمو لوستونكي لـه پارسي سره بلدتيا نه لري، دغه راز به په بره خوا كې بيا زيات كسان لـه اردو سره بلدتيا نه لري، چې لـه پښتو پرته نور كتابونه نه لولي. ان نور پښتانه بيا اړ شوي، چې د پښتو ليكوالو كتابونه په پښتو راوژباړي. يا هم په كوزه پښتونخوا كې زيات ليكوالان همدا اوس هم په اردو ژبه ليكنې كوي، چې فكر كوي، په دې توګه به زيات خلك ترې ګټه واخيستلاى شي. خو بايد يادونه وشي، چې دغه كار بايد په هېڅ صورت كې ونه شي، پښتانه ليكوال بايد سل په سلو كې په خپله ژبه كتابونه وليكي او خپاره دې كړي، كه نور څه نه وي، خپلې ژبې ته خو به يې يو اثر وړاندې كړى وي.
موږ تر اوسه پورې داسې بېلګه نه لرو، چې كوم پاړسي ژبي يا اردو ژبي دې پښتو ليكنه كړې وي، نو پردي خلك چې د پښتو ويلو او زده كولو استعداد يا لېوالتيا نه لري، پښتانه ولې خپل راتلونكى نسل بربادوي او نورو ته ولې بې ګټې خدمت كوي؟
محمودطرزي تر ډېر ځنډ وروسته په سراج الاخبار كې د پښتو ژبې پر ارزښت ليكنې وكړې، چې په دې كار سره ځينو كسانو لـه پښتو او پښتنو سره بلدتيا پيدا كړه، لـه دې كبله يې دا هم د يوه واحد ملت د ژبې په توګه وپېژانده. نو هغه كتاب چې يو پښتون يې په پښتو ليكلاى شي، ولې په اردو، پاړسي يا بله ژبه وليكل شي؟ كه چېرې اړتيا پېښېده، بل پښتون به اړ وي، چې په نورو ژبو دغه ليكل شوي كتابونه پښتو ته راوژباړي، چې په دې بهير كې د دوو كسانو انرژي ضايع كېږي، خو ثمره به يې يوه او محدوده وي.
پښتو ته د هغو بهرنيو شعرونو ژباړه هم ضروري ده، چې د هېوادپالنې او ملي يووالي روحيه په كې غښتلې وي، ځكه زموږ د ادب دغه برخه به نوره هم بشپړه شي او په دې برخه كې چې كومه خلا ده، هغه به ډكه شي.