سريزه په پوهنيز ( علمي ) ډګر کې  
پښتو نيولوجيزم ـ نيولوګيزم ( لغت جوړونه ـ ويی رغونه ) يوه ستره اړتيا په فرهنګي ډګر کې په ادبي ډګر کې
په اسلامي ډګر کې په هنري ډګر کې ژباړن بايد څوک وي ؟
په ژباړه کې ځراکت انټرنټ ، يوه غوره وسيله سرچينې

په ژباړه كې ځراكت:

هر ژباړن به په خپل كار كې مسلكي تجربه نه لري، اكثره كسان د خپل ذوق لـه مخې ژباړه كوي، چې دغه كار ښه پايله هم وركړې ده، ځكه زيات پوه او د لوړو زده كړو خاوندان ليدل شوي، چې سمه ژباړه نه شي كولاى. ځينې كارپوهان په دې عقيده دي:
كه سړى نورې ژبې زده كوي، نو اړ دى چې ترڅنګ يې څو نورې ژبې هم زده كړي. دوى د پاړسي مثال وركوي، چې 40% عربي په كې ګډه ده. هغه څوك چې غواړي پاړسي زده كړي، بايد عربي هم زده كړي. يا هغه كس چې غواړي اردو ژبه زده كړي، اړ دى، چې عربي، انګرېزي او ... هم يادې كړي، چې دغه ستونزمن كار، خورا زيات وخت او زيار ته اړتيا لري.
د پښتو ژبې نېكمرغي په دې كې ده، چې سوچه توب لري، په كار ده چې دغه كره والى يې وساتل شي، نه دې دومره افراط وشي، چې خلك قاموسونو ته اړتيا پيدا كړي، نه دې دومره ساده شي، چې هغه ټول اصول او ژبني قواعد يې مات كړاى شي، بلكې منځنۍ لار يې غوره ده.
يوشمېر كسان چې ژباړه كوي، د پښتو د متقابلې ژبې لـه ژبنيو اصولو، قواعدو، ګرامر، نحو او نورو اړخونو سره زياته بلدتيا نه لري، د ساري په توګه په جرمني كې د يوې كوچۍ پېغلې انځور چاپ شوى و، چې په پاړسي كې ترې لاندې ليكل شوي وو: (دختر افغان) خو په پښتو كې بيا په (د افغان لور) ژباړل شوى و، چې اصلي ژباړه يې (افغانه نجلۍ) كېده.
يو پښتو ناول په اردو ژباړل شوى، چې د غويي لاندى (د غويي وچه غوښه) په (ګاو كي نيچآ) يانې (تر غويي لاندې) ژباړل شوى.
بله ستونزه ده چې يوشمېر كسان ټكي په ټكي ژباړه كوي، موضوع ته نه ګوري، د ساري په توګه:
_ در قسمت هاى اخير شهر ديده ميشد كه مردم دور هم جمع شده اند.
_ په اخرو قسمتونو كې د ښار زيات خلك ليدل كېدل، چې سره راغونډ شوي دي. (ناسمه)
_ د ښار په وروستۍ برخه كې د خلكو ګڼه ګوڼه زياته وه. (سمه)
_ در بين انها اوازه بود، كه امروز باران خواهد باريد.
_ په مابين كې د هغوى اوازه وه، چې نن به باران اوري. (ناسمه)
_ په هغوى كې ګنګوسى و، چې ښايي نن باران واوري. (سمه)
كله- كله د يوه توري بدلون د ټولې جملې مانا ته زيان رسوي او سړى نه پوهېږي څه ډول يې وارزوي.
د ساري په توګه په پښتو كې هر وخت فاعل تر مفعول مخكې راځي، خو ځينې كسان چې د نورو ژبو تر اغېزې لاندې دي او د نورو ژبو ګرامري قواعد پرې اغېز كړى، په پښتو كې هم تېروتنې كوي:
_ احمد، وحيد وواهه.
د ژباړن موخه دا وي، چې وحيد راولاړ شو، احمد يې وواهه. خو په دې جمله كې اصلي مانا داسې ده، چې احمد اوچت شو، وحيد يې وواهه. نو كه وحيد اوچتېږي او احمد وهي، بايد داسې وليكل شي:
_ وحيد، احمد وواهه.
_ انسان پاك خداى پيدا كړى دى. (ناسمه)
_ پاك خداى، انسان پيدا كړى دى. (سمه)
_ په پټيو كې شوتلې، باران راشنې كړې. (ناسمه)
_ باران، په پټيو كې شوتلې راشنې كړې. (سمه)
يوشمېر توري اوس په اوښتې بڼه كارول كېږي، چې سمه مانا نه وركوي. د ساري په توګه يو تورى يا يو حالت چې بايد د اغېزناك (موثر) په توګه وكارول شي، د (اغېزمن) يانې (متاثر) په بڼه كارول كېږي. هغه خبره يا عمل چې پر نورو يې اغېز كړى وي، اغېزناكه (موثره) ده. بايد د اغېزمن (متاثر) په توګه ونه كارول شي.
غمجنيه پېښه. (ناسمه) يا هم وايي: خواشينې خبره ده.
_ غمجنه د اغېزمن (متاثر) لپاره كارول كېږي. بايد:
_ غموونكې، غمناكه، خواشينوونكې وكارول شي.
_ دردمنه، خبره ده. (ناسمه)
_ دردناكه خبره ده. (سمه)
ځينې نور توري بيا د خلكو لـه خوا په بله مانا كارول كېږي، چې اصلي مانا يې ډېره متفاوته ده او هېڅ سر نه ورسره خوري. زيات كسان اوس هم د (اړه) او (اړوند) توپير نه شي كولاى.
اړه د ارتباط مانا لري، په جمله كې داسې راځي:
په دې اړه د خلكو خواشيني زياته ده.
اړوند د مربوط مانا لري، چې په جمله كې داسې راځي:
_اړوندو چارواكو پرې خواشيني څرګنده كړه.
يا:
رڼا يوازې په لمر پورې اړوند توكى نه دى.
خو اوس په نړيوالو راډيوګانو كې هم د دغو دوو يادو شويو تورو توپير نه سره كېږي. دوى اوس هم وايي:
_ په دې اړوند چارواكي وايي.
چې سمې بڼې ته يې بايد پام وشي. دغه ډول باريكۍ كه اوس اصلاح نه شي، وروسته په ژبه كې زياتې ستونزې راولاړوي، چې دغه ډول ستونزې زياتره ځوان پوړ ته ګڼ شمېر جنجالونه او سرخوږى ولاړوي. خو استاد رشاد، بيا د (هكله- اړه) پرځاى (باب) غوره ګڼي.