سريزه په پوهنيز ( علمي ) ډګر کې  
پښتو نيولوجيزم ـ نيولوګيزم ( لغت جوړونه ـ ويی رغونه ) يوه ستره اړتيا په فرهنګي ډګر کې په ادبي ډګر کې
په اسلامي ډګر کې په هنري ډګر کې ژباړن بايد څوک وي ؟
په ژباړه کې ځراکت انټرنټ ، يوه غوره وسيله سرچينې

په اسلامي ډګر كې:

پښتو او اسلام سره تړلي د زنځير دوې كړۍ دي. هغه قوانين او قواعد چې اسلام يې لري، په پښتو كې هم شته او مني يې. د دې لپاره چې دغه مانيزې (معنوي) اړيكې نورې هم پياوړې شي او په خلكو كې اسلام لا غزونې وكړي، په كار ده چې په مسجدونو كې ماشومانو ته تدريسېدونكي كتابونه په پښتو وژباړل شي، البته هغه كتابونه چې په پاړسي يا اردو ژبو دي.
زموږ زيات ملايان همدا اوس هم په كليو كې كه قدوري، خلاصه او يا پنج كتاب تشرېح كوي، ترجمه يې په پاړسي يا اردو وي، چې نه يې زيات ښوونكي په پوره مانا پوهېږي، نه هم زده كوونكي. خو كه چېرې دغه اسلامي كتابونه پښتو ژباړه ولري، هم به دغه ماشومان ورباندې ښه ترا پوهېږي، هم به زيات خلك ترې ګټه اخيستلاى شي، لكه څنګه چې په دې وروستيو كې ښاغلي جان محمد كاكړ قدوري او نور ظلم په پښتو ژباړلي، دغه ډول نور كتابونه هم كه پښتو ته واړول شي، هم به خدمت وي، هم ثواب.
زيات كليوال خلك لا خبر نه دي، چې پنج كتاب (پنج ګنج) د خلكو لـه خوا ليكل شوى، كه نه د ايتونو ترجمه ده. ځكه همدا اوس هم ځينې ساده خلك وايي: پاك خداى په پنج كتاب كې فرمايلي دي:
كريماى ببخشاى برحال ما
كه استيم اسير كمند هوا
يا هم د حديث او ايت توپير نه شي كولاى، نو ځكه وايي: د پاك خداى يو حديث دى.؟!
كه چېرې نوي اسلامي كتابونه جوماتونو ته لار ومومي، لـه دغه ډول تدريسي- اسلامي كتابونو سره پښتو ژباړه هم مله شي، د عام ولس سترګې به هم روښانه شي، ملايانو ته به هم پوهونه اسانه شي.