سريزه په پوهنيز ( علمي ) ډګر کې  
پښتو نيولوجيزم ـ نيولوګيزم ( لغت جوړونه ـ ويی رغونه ) يوه ستره اړتيا په فرهنګي ډګر کې په ادبي ډګر کې
په اسلامي ډګر کې په هنري ډګر کې ژباړن بايد څوک وي ؟
په ژباړه کې ځراکت انټرنټ ، يوه غوره وسيله سرچينې

په هنري ډګر كې:

د پښتو هنري برخه لكه: تياتر، فلم، سينما او ... كمزورې ده، په پېښور كې داسې پښتو فلمونه جوړېږي، چې يوازې يې موخه پيسې ګټل دي، دغه فلمونه غيراخلاقي، فاسد او په هنري لحاظ ټيټ دي، چې هېڅكله هم د پښتني كلتور او پښتني دود و روايتونو استازيتوب نه شي كولاى. پښتو ډرامه خو يو وخت ښه په خوند سره روانه وه، چې زياتو استادانو وده وركړې وه، خو دا وخت نه يوازې لږې ليكل كېږي، بلكې ژباړې يې هم نه كېږي.
دا مهال بهرني ټلويزيوني چينلونه دومره زيات دي، چې 24 ساعته خپرونې لري، چې زيات خلك يې ځان ته رامات كړي، دغه بهرني چينلونه يوازېنى كار دا كوي، چې خپله ژبه زياته ترشعاع لاندې نيسي او غواړي د نړۍ په هر ګوټ كې يې ودود كړي، ويونكي يې زيات كړي او پراختيا وركړي.
په روسي چينلونو كې اكثره اروپايي او نور انګرېزي فلمونه په روسي ژباړل كېږي، چې يو ټكى انګرېزي هم نه خپروي، دغسې انګرېزي چينلونه بيا نورو ژبو ته وخت نه وركړي. بلكې زيات هنري فلمونه په خپله ژبه ژباړي. ځكه هغوى د خپل هېواد د ژبو ويونكو ته په پام سره خپرونې كوي. هلته هېڅكله هم دغه اړخ لـه پامه نه غورځول كېږي.
زيات پښتانه اړ دي، چې همدغه بهرني او هغه كورني چينلونه وګوري، چې د دوى په ژبه نه دي، پر دوى باندې بهرنۍ ژبې هم اغېز كوي، زياتو ماشومانو يې پښتو هېره كړې ده او پېژني يې لا نه.
كه څه هم په كابل كې ځينې هندي فلمونه پښتو ته راژباړل شوي، خو د څومره والي لـه مخې لږ دي، بل دا چې اكثره يې 20-25 كاله پخوا ژباړل شوي، چې اوس نندارې ته وړاندې كېږي، لـه اوسني وخت، اوسمهالو غوښتنو او حالت سره سمون نه خوري. بلكې زړې كيسې كوي. په اردو كې اوسني انګرېزي يا د نورو ژبو فلمونه دوبله كېږي، سړى هېڅ ګومان نه كوي، چې دا دې په بله ژبه جوړ شوى فلم وي، دوى لـه څېرو او قوارو سره سم اوازونه ټاكي او د فلمي كركټرونو د خولو لـه خوځولو سره سم متن ليكي، بيا يې ژباړه لولي، همدغه راز نور اوازونه هم ورسره يوځاى كوي، چې څوك ګومان ونه كړي، دا د بلې ژبې فلم دى.
په كار ده چې پښتو ته هم دا ډول فلمونه راوژباړل شي، كه څه هم تراوسه كوم پښتو چينل نه شته، چې دغه ډول فلمونه خپاره كړي، خو كه بازار ته وايستل شي، ډېر رانيوونكي به ولري او ښه بازار به پيدا كړي. ځكه خلك ورته تنده لري او غواړي چې په خپله ژبه، بهرني شهكار فلمونه وګوري.