سريزه په پوهنيز ( علمي ) ډګر کې  
پښتو نيولوجيزم ـ نيولوګيزم ( لغت جوړونه ـ ويی رغونه ) يوه ستره اړتيا په فرهنګي ډګر کې په ادبي ډګر کې
په اسلامي ډګر کې په هنري ډګر کې ژباړن بايد څوک وي ؟
په ژباړه کې ځراکت انټرنټ ، يوه غوره وسيله سرچينې


په پوهنيز (علمي) ډګر كې:

د ژبې غښتلتيا، بشپړتيا او لرغونتيا د هغې له پوهنيز شاليد څخه جوتېږي. په نړۍ كې هم هغه ژبې زيات پراخ ملاتړي او دود لري، چې پوهنيزه پانګه يې زياته او ويونكي يې په ويلو، لوستلو او كارولو كې كومه ستونزه ونه لري. يوه ژبه هېڅ وخت هم په هنري ليكنو او هنري نثرونو لكه لنډو كيسو، ناولونو او نورو ادبي ټوټو نه علمي كېږي، بلكې د ژبې د علمي كولو او بډاينې لپاره علمي او پوهنيزو كتابونو ته اړتيا شته. له بده مرغه په دې برخه كې پښتو ډېره خواره ده، كه څه هم د پوهې په هر ډګر كې وړتيا او صلاحيت لري، خو ترډېره بريده حكومتونو لـه پامه غورځولې، بله دا چې پښتو لا پوهنتونونو ته په بشپړه توګه لار نه ده موندلې.
په كابل كې ډېركي پښتانه مېشت دي. خو د دوى لپاره تراوسه په پوهنتون كې پښتو تدريس نه دى ځانګړى شوى، هغه محصلين چې د افغانستان لـه اطرافو يا كوزې پښتونخوا څخه كابل ته راځي، يا هم پخوا راغلي، نو لومړى اړ دي، چې دري ژبه زده كړي، بيا به ايله دا توان ترلاسه كړي، چې پوهنتون ووايي. ګنې د پوهنتون د لوړ قشر له خوا به ورباندې رېشخند ووهل شي.
د كابل پوهنتون ځينې استادان همدا اوس شعوري هڅه كوي، چې پښتو يوه محكومه او لـه پوهنيز ډګر څخه وروسته پاتې ژبه وښيي. په اوسنيو زياتو استادانو كې د تعصب جنبه قوي او غښتلې ده، زيات پښتانه محصلين ترې سر ټكوي. كوم محصل د پوهنتون لـه ښوونكي څخه په پښتو پوښتنه كړې وه. نو استاد ويلي وو: به زبان انسانها ګپ بزن![د انسانانو په ژبه خبرې وكړه!؟؟].
كه د ښوونځيو خوا ته پام واړوو، په كابل كې له رحمان بابا او خوشحالخان لېسو پرته چې په پښتو يې تدريس كاوه، بله لېسه نه شته او نه وه چې پښتو دې په كې تدريس شي، دلته هم لويه ستونزه دا ده چې ماشومان هم اړ دي، لومړى دري ژبه زده كړي، بيا ښوونځيو ته د تـګ اړتيا پيدا كولاى شي. همدا اوس هم هغه ماشومان او زده كوونكي چې پښتانه دي د خپلو ښوونكو له توند ضديت او رخې سره مخ دي. پښتانه زده كوونكي ځورول كېږي، پوزخند ورباندې وهل كېږي، په قصدي ډول ناكامه كېږي، د استعداد مخنيوى يې كېږي او سمه ونډه نه وركوي.
د كابل د پوهنې (معارف) وزارت همدا اوس د دويم ټولګي زده كوونكو ته د افغانستان يوه نقشه چاپ كړې، چې افغانستان يې پر درېيو برخو وېشلى دى. دغه وزارت په دې ډول غواړي، د زده كوونكو په ذهنونو كې د وېشل شوي افغانستان انځور ژوندى وساتي.
د دغه وزارت اداري رئيس ته كوم خبريال ورغلى و، هغه په دري ژبه مركه كړې وه، كله چې خبريال ترې غوښتي وو، چې همدغه خبرې په پښتو وكړي. نو هغه ورته ويلي وو:
په ما كه په روسي ژبه خبرې كوې، روسي درته وايم، خو پښتو نه وايم!!؟
ښايي په يوه ټولنه كې يو لړ كلتوري او ټولنيز ارزښتونه د ټولنې د پرمختګ په اوږدو كې يا له منځه لاړ شي، يا به هم له منځه تللي وي. خو ژبه چې د فرهنګ يوه ستره او مهمه برخه ده، د تل لپاره د قوم له انكشاف سره سمه پرمخ ځي.(2)
خو په هغه ټولنه كې چې د پوهنيزو مركزونو او بيا ستر پوهنيز وزارت لـه خوا د ملي ژبې د سپكاوي او د پرمختګ د مخنيوي هڅه كېږي، رښتيا چې د بدمرغۍ او اندېښنې وړ خبره ده.
له بده مرغه پښتو تراوسه پورې د وخت دربارونو ته لازمه لار نه ده موندلې، نه يوازې ځاى نه دى وركړل شوى، بلكې د حكومتونو او نورو ټيټ رتبه چارواكو لـه خوا ځپل شوې، ريشخند ورباندې وهل شوى، د پرمخيون پر لاره يې كندې كيندل شوي، ستر، مهم او ارزښتناك كتابونه يې سوځل شوي دي.
زيات پښتانه چارواكي، سترواكي او ټولواكان تېر شوي، چې له اره به پښتانه وو، خو په خپله يې په پښتو خبرې نه شواى كولاى. د ظاهرشاه په وخت كې پر دولتي مامورينو دا شرايط كښېښودل شول، چې په پښتو او دري ژبو باندې بايد ليكل او لوستل وكړاى شي. د دې كار لپاره ځينې زده كړيځونه (كورسونه) هم جوړ شول، چې پښتو يې تدريسوله، خو په دغو كورسونو كې هغو كسانو تدريس كاوه او لوست يې وركاوه، چې مسلكي نه وو، يوازې به يې يو څو پښتو توري زده كوو، له دې كبله دا بهير هم تر لږ ځنډ وروسته شنډ شو او كومه مثبته پايله يې ورنه كړه. لـه دې كبله د وخت په تېرېدو سره د حكومت توجه هم ترېنه واوښته او دومره جدي يې ونه نيوله، يوازې يې اعلاني او شعاري جنبه قوي وه.
د دغې طرحې د عملي كولو لپاره نه كومه ځانګړې بودجه بېله كړاى شوه، نه يې هم مسلكي او پاخه كسان وګومارل شول. خو د پښتون ضد ډلو په زړونو كې يې كينه نوره هم توده او اورنى كړه، چې تراوسه دغه ضديت پالي.
كه لږ شاته لاړ شو او د افغانستان تاريخي بهير ته يوه كتنه وكړو، ښايي راته څرګنده شي، چې يوازې څو د ګوتو په شمار مشرانو پښتو پاللې او د دربار ژبه يې ګرځولې، يا يې هم سالمې ودې ته پاملرنه كړې ده.
د هوتكو د پاچايۍ له دوران سره همزمان د افغانستان په ختيزو برخو كې د خوشال بابا (1032-1100هـ ق) لمسي او د اشرفخان هجري زوى (1044-1106هـ ق) افضلخان خټك (1075-0053هـ ق) د خپل رياست په دوران كې د پښتو د بقا لپاره شعوري هڅه كړې ده. ده زيار ايست چې د دري او عربي مشهور كتابونه په پښتو وژباړل شي. ده نه يوازې نور فرهنګي خلك دې كار ته هڅول، بلكې خپله يې هم اثار ليكل او ترجمه كول. د ده په هڅه او تشويق د پښتو د لرغوني نثر ذخيرې بډايې شوې دي.(3)
په خپله خوشال بابا خو د پښتو پلار و، چې د خپلو سياسي هلو- ځلو او جګړه ييزو مهارتونو ترڅنګ يې پښتو هم پالـله، ده د لومړي ځل لپاره د خپلو زامنو په مرسته د پښتو ليكدود د نوي كولو هڅه وكړه، پښتو يې په سيمه او هېواد كې دود كړه، پښتو ته يې حماسه وردننه كړه، پښتو ته يې د شعر په ژبه طب وردننه كړ او د پښتنو د ننګ او پت ساتنې روحيه يې په خپله شاعرانه دنيا كې ونازوله.
د مغلي تاړاك او يرغلونو توندو څپو، كه لـه يوې خوا دغه پښتني سيمه تر ګواښ لاندې نيولې وه، له بلې خوا د خوشال بابا كورنۍ غاښ ماتوونكي ځوابونه وركول، چې د تورې او قلم ژبې يې ډېرې تېرې وې، له همدې كبله يې پر دښمن كاروونكي ګوزارونه كول.
خو تر خوشال بابا وړاندې روښاني دور هم همدغسې يوه غني دوره وه، سره له دې چې دغه غورځنګ د مغلو له جګړو څخه په امان كې نه و، خو بيا يې هم د تورې او قلم ډګر تش پرې نه ښود.
بايزيد روښان (1525-1858م مړ) چې كله د ميرې او پلار لـه توجه څخه محروم شو، غوښتل يې زده كړه وكړي، لـه همدې كبله لـه كوره ووت او په زده كړې پسې روان شو، بيا يې تصوف ته مخه شوه، پنځه كاله يې په يوه كوټه كې رياضت وكړ. هغه د سترو امپراتورانو پرضد جګړې ته ملا وتړله او د پښتنو په ملاتړ يې توره واخيسته. د ننګرهار په تور راغه كې جګړه وه، پير روښان پوځ ماتې خوړلې وه، دى په هغه تونده ګرمۍ كې پر تورو غرونو او وچو راغو روان و، چې جل وواهه او كلپاڼې ته لـه رسېدو سره سم ومړ. خو تر ده وروسته د ده زامنو د مبارزې ډګر تود وساته.
پير روښان پر خپل سياسي شخصيت سربېره پښتو ته ځينې ګټور اثار هم وړاندې كړل. لكه صراط المستقيم، خيرالبيان، حالنامه، مقصودالمومنين، مخزالطالبين او مكتوبات، چې خيرالبيان يې تر ټولو زيات نوماند اثر دى.
كه څه هم دغه اثار خپل ديني او اسلامي ارزښت لري، د تصوف او عرفان له پلوه يې هم اهميت د پام وړ او په پښتو كې لومړني اثار ګڼل كېږي.
هر ملت حق لري د خپلې ملي ژبې د خدمت لپاره لاس په كار شي، خپلې ژبې ته خدمت كول د تعصب مانا نه لري، زيات پښتانه خو د مضر احتياط لـه مخې خپله ژبه نه كاروي، نه پرې خبرې، نه ليكنه كوي. همدا اوس هم كه په يوه مجلس كې لس پښتانه ناست وي، د يوه دري ژبي يا اردو ژبي لپاره دغه پښتانه دري يا اردو وايي. چې دغه بې انصافي په خپله يوه زيان رسوونكې موضوع ده، چې پام نه ورته كېږي. سيد جمال الدين افغان كه يوه پښتو جمله ليكلاى، نن به ايرانيانو ورباندې دعوه نه كولاى، ايرانى به يې نه باله. اوس هم كه پښتانه د خپل هويت غوښتنه لري او غواړي چې د ژبې په لحاظ ژوندي او مطرح وي، بايد د خپل هويت د ځلونې لپاره هراړخيزې هڅې پيل كړي، د تشو شعارونو پرځاى دې عملي كار ته ملا وتړي.
د امير عبدالرحمان خان په دوره كې هم د پښتو د ودې او انكشاف د ضرورت احساس موجود و، په دغه دوره كې هم ځينې كتابونه په پښتو ژباړل شوي دي.(4)
دغه ژباړل شوي اثار د پښتو كتابونو په كتار كې ځانګړى ارزښت لري، چې لومړنۍ هڅې ګڼل كېږي. ځكه د حكومت او مشرتابه خوا پښتو، كه دومره پالل شوې نه ده، ځينو مشرانو د خپل ملي احساس لـه مخې د دغې خوارې ژبې لپاره د خدمت لېڅې رانغښتې دي.
مخكې هم وويل شول چې د دربار ژبه تر ډېره وخته پاړسي وه، ليكونه، فرمانونه، غوښتنليكونه او عريضې به په پاړسي ليكل كېدې، له بده مرغه همدا اوس هم ځينې پخواني ميرزايان، پرته لـه دې چې د خپلې ليكنې په بشپړه مانا پوه شي، اسناد، ليكونه، وړانديزونه، عريضې او نورې پاڼې په پاړسي ليكي. كله چې سړى كوم كور رانيسي، يا ځمكه پېري، نو پېرودونكي او معامله ګر خپله قباله په پاړسي ليكي. چې تراوسه يې د ژباړې هڅه نه ده شوې. كه څوك يې په پښتو واړوي، دوى ته د حيرانۍ وړ برېښي، يو پښتون اوس بل پښتون ته په پاړسي عريضه ليكي او دا ورته يو دوديز روايت پاتې دى، بايد ويې پالي. په هر صورت؛ زموږ د موضوع اړخ د پوهنيزو هڅو يادونه ده، چې د پښتو لپاره شوې دي.
كه څه هم د افغانستان لپاره نوى درسي نصاب جوړ شوى او همدا اوس يې تدريس روان دى، خو بيا هم نړيوال معيارونه په كې په پام كې نه دي نيول شوي، په نړۍ كې د شاګردانو ذهني سويې، ذوق، غوښتنو ته په پام سره كتابونه خپرېږي. د دې تر څنګ د حالاتو غوښتنه او تقاضا هم په پام كې نيول كېږي. هلته د وخت لـه كاروان سره سم او برابر تګ كېږي، خو په پښتونخوا كې بيا د ډيورنډ كرښې دومره ستر ناتار جوړ كړى، چې پښتانه يې په خپل كړر كې سره وېشلي، په خپلو كې يې په جګړه اچولي او خپل ترمنځ يې اختلافات كرلي دي، خو د انسان د لاس ورغوى هم كرښې لري، دغو كرښو د انسان لاس نه دى ټوټې كړى، دغه خواره واره پښتانه بيا هم يو دي، يوازې د ناسمو حالاتو څپو سره بېل كړي، كه چېرې د يوه واحد هېواد په توګه يې د خپلې ژبې د علمي كولو لپاره ګډه هڅه پيلولاى، ولې به زموږ د لومړي ټولګي زده كوونكو دا ډول تدريس كاوه، چې:
يو او يو مساوي كېږي په دوو ګوليو (مردكيو).
دوه او دوه ټانكه شول، څلور ټانكه.
دغه ډول درسي نصاب د دې پرځاى چې زموږ ماشومان زده كړې ته وهڅوي او په سالم بهير كې زده كړه وكړي، پوهنيزه سويه يې اوچته كړي، ذهن ته يې د جګړو او شخړو صحنې دروي، د دې پرځاى چې علمي او پوهنيزو موندنو، پلټنو او څېړنو ته يې وهڅوي، لا يې د وروسته والي لامل ګرځي. له ماشومتوبه يې ټوپك، شوبله (ټانك) او ګولۍ په ذهن كې ځاى نيسي.
د پوهنتون لپاره چې په لومړي ځل غوره پښتو كتابونه وړاندې شول، هغه په دې وروستيو وختونو كې د ځينو بهرمېشتو له خوا د يو لړ غوره پوهنتوني كتابونو خپرول وو، چې لـه غوره پوهنيزو معيارونو برخمن وو. لكه: د هضمي جهاز انډسكوپي (ډاكټر محمد شريف ظريف)، طبي ميكروبيولوژي (پوهنوال دوست محمد دوست)، د هضمي ملحقاتو د جراحي ناروغيو اساسات (پوهاند دوكتور شېرزاد يعقوبي)، د داخله ناروغيو اساسات (ډاكټر محمد ابراهيم شينوارى)، د افغانستان د طبيعي سرچينو پېژندنه (پوهنوال محمد بشير دوديال)، ګام پر ګام لـه خوشال سره (محمد اصف صميم)، انتاني ناروغۍ (داكټر عبدالناصر جبارخېل) او داسې نور... چې هر يو يې ستر ارزښت لري، چې د شملې پېړۍ په پاى او د يوويشتمې په پيل كې دغه ارزښتناك او ګټور اثار په پښتو وليكل شول بيا خپاره او ووېشل شول، چې اكثره سرچينې او اخځونه يې نور بهرني كتابونه يا مسلكي خپرونې وې.
په همدې وروستيو كلونو كې ځينې داسې پښتو خپرونې هم راووتې چې د يوه ځانګړي مسلك لپاره بېلې شوي او ځينې ځانګړې ليكنې خپروي، لكه نجات، كمپيوټر ساينس، كرنه، كابل پوهنتون او نورې... چې زياترو يې پوهنيز مسايل خپرول، يا به يې هم ځينې نورې بهرنۍ ليكنې راژباړلې، چې په لږه موده كې يې زيات مثبت اغېز پرځاى پرېښود. دغو ګټور هڅو او كارونو پښتو، په دې نوي پړاو كې له ساينس، طب، ټكنالوژۍ، طبيعي پوهنو او نورو څانګو سره لا غاړه غړۍ كړه. چې اغېز به يې تر ډېره پاتې وي او هيله ده چې دغه ډول نور پوهنيز كتابونه او خپرونې لا زياتې شي او د بندېدو مخه يې ونيول شي.
دغه ياد شوي كتابونه د لومړي ځل لپاره پوهنتونونو ته ولېږدول شول، چې زياتو محصلينو ته يې اسانتيا برابره كړه، ځكه زياتو محصلينو په خپله ژبه كې د يوه پوهنيز او پوهنتوني كتاب درلودل ستره اړتيا ګڼله، خو لكه څنګه چې ښكاري په اوسني حكومت كې دغه كتابونه په ډېرو پوهنځيو كې د استادانو لـه خوا له تدريسه پاتې شول، پرځاى يې ايراني او يا هم هغه كتابونه دود كړل شوي، چې پنځوس شپېته كاله وړاندې ليكل شوي او لـه اوسني وخت سره هېڅ سمون نه خوري.
كابل پوهنتون مجله بنده كړاى شوه، همدا اوس اكثره پښتانه محصلين چې په كابل يا هرات پوهنتونونو كې زده كړه كوي، له استادانو او اړوندو چارواكو سر ټكوي، چې پر پښتو او پښتنو سپكاوى كوي. د هرات پوهنتون زياتره محصلين اړ شوي چې ځانونه تاجك معرفي كړي، په شپه ځاى (ليليه) كې يې هم د ځپلو او سپكولو لړۍ روانه ده، خو يوازې په يوه خونه كې څو تنه پښتانه اوسېدل، هغه هم د يو بل په اتفاق سره توانېدلي وو، هلته ځان ته ځاى ومومي.
كه چېرې دغه ډول نور پوهنيز او پوهنتوني كتابونه، خپرونې او مجلې چاپ هم شي، كه چارواكي او اړونده مسئولين يې مخه ونيسي، بيا هم بې ګټې كار دى، نو چارواكو ته وړانديز كېږي، چې پښتو ته بايد خپله برخه او روا حقوق وركړي.
په كابل، سرحد سوبه، كوټه او نورو پښتون مېشتو سيمو كې دې پښتو ښوونځي پرانيستل شي، پښتو كتابونه دې په كې تدريس شي، د پوهنتون لپاره دې هم پښتانه استادان وټاكل شي، چې هر پښتون په خپله ژبه د درس ويلو او زده كړې حق ترلاسه كړي. كه داسې نه كېږي، دا په خپله د يوه لوى ډېركي پر روا حقوقو سترګې پټول دي. تاسې وګورئ، هغو چارواكو چې پښتنو ته يې د هغوى خپل حقوق وركړي او هغوى يې پاللي، نه يوازيې محبوب او په خلكو كې د منلو وړ دي، بلكې هر وخت يې د ملي احساس او د ملت جوړونې په برخه كې د ګټورو اقداماتو يادونه كېږي.
امير حبيب الله خان په خپله دوره كې د پښتو د ودې او پراختيا لپاره زمينه برابره كړه، ځينې اخبارونه يې راوايستل چې پښتو شعرونه او پښتو نثرونه به يې خپرول، د هغه مهال اساسي قانون او نظامنامه هم پښتو شوه، چې هم يې عام ولس ته د لوستلو او پوهېدو اسانتيا برابره كړه، هم يې اغېز زيات شو.
ځكه هر سړى چې په خپله ژبه كې مطالعه، زده كړه او څېړنه وكړي، هومره هوسا وي. پښتانه تر اوسه چې دعا كوي، يوازې امين وايي.تر اوسه د كابل په جوماتونو كې د حافظ، سعدي او نورو ... كتابونه لوستل كېږي، پښتانه ماشومان ان د ماشومتوب له لومړيو كلونو اړ دي چې پاړسي زده كړي او ويې كاروي. تر اوسه لږ ملايان پيدا كېږي، چې د رحمان بابا، شعرونه، خيرالبيان او نور پښتو ديني كتابونه تدريس كړي.
پرېشان خټك خو باور لري، چې پښتانه په درېيم نسل ختمېږي، د پښتون زوى نيمه پښتون وي، خو لمسى يې د بلې ژبې (اردو، پاړسي) ويونكى شي. په دې توګه يې يو ژوندى نسل ختمېږي. نو كه چېرې په مسجد، مدرسه، ښوونځي او پوهنځي كې د پښتو ونډه او حقوق لـه پامه ونه غورځول شي، ولې به پښتانه اردو او پاړسۍ ته مخه كوي، بلكې خپله ژبه به هم ورته ژبه ښكاري، هم به پرې زده كړه كوي، هم به ترې ګټه اخلي.
په اوسمهالي (معاصر) تاريخ كې په لومړي ځل د اميرشېرعليخان د سلطنت په دوره كې پښتو ته پاملرنه وشوه، هغه اصطلاحات او مسلكي نومونه چې هغه وخت پښتو ته اړول شوي، تر اوسه دود دي، چې لوستي او نالوستي ورباندې پوهېږي او په خپل ورځني ژوند كې يې كاروي. د داود خان منل شوې ملي ټرمينالوژ‌ي او پخواني منل شوي پښتو اصطلاحات چې په ولس كې دود شوي او منل شوي دي د اوسني حكومت د ځينو اړوند چارواكو لـه خوا په شعوري ډول بدلېږي، د حقوقپوه پرځاى حقوقدان، د پوهنځي پرځاى دانشكده، د پوهنتون پرځاى دانشګاه، د محصل پرځاى دانشجو، د سرې مياشتې پرځاى هلال احمرافغاني، د اطلاعاتو او كلتور پرځاى اطلاعات و فرهنګ، دغه ډول د ځينو وزارتونو او رياستونو پخوانۍ پښتو لوحې اوس په پاړسي وليكل شوې.
يوه فرهنګيالي په پوهنې وزارت كې دنده ترسره كوله، دوى ديوې بهرنۍ انجو په مرسته يو كمپاين پيل كړى و، چې د ښوونځي ماشومانو ته يې ځينې اعلانونه خپرول. د ښوونځيو ماشومانو ته يې يو اعلان درلود:
راځئ سبق ووايو.
بيائيد سبق بخوانيم.
دغه فرهنګي شخص لومړى پښتو بيا پاړسي ليكلې وه، په همدې ګناه لـه دندې وشړل شو. يوه بل كس يادونه وكړه: د پوهنې وزارت چې د يوه هېواد ستره علمي سرچينه ګڼل كېږي او د يوه هېواد زړه دى، اوس د تعصبونو او كركې مركز ګرځېدلى، ان يو بل پښتون اديب يې يوه شپه او ورځ په دې ګناه بندي كړى و، چې پاړسي يې نه وه زده.
اكثره پښتانه سر ټكونه كوي، چې د دوى پرضد ټول عمر لـه تعصب او كركې څخه كار اخيستل شوى او هر واكمن د خپل ذهن او دماغ يوه برخه ځواك په دې لګولى، چې پښتو او پښتانه وځپي، سپك يې كړي او لـه منځه يې يوسي. پښتانه تل د زبرځواكونو او ښكېلاكګرو، زبېښاكګرو د تورې په سيوري كې ساه اخيستې، خو كه دوى د خپلو روا حقوقو د ترګوتو لپاره چغه پورته كړې، نو د متعصب، بې فرهنګه، ناپوه او غدار په نومونو تورن شوي دي. څرګنده نه ده چې دغه بدمرغه او توره لړ‌ۍ به تر كومه وخته پورې روانه وي، تر كله به پښتانه ځپل كېږي. نور نو په كار ده چې پښتانه خپل اصليت، تاريخي وياړ او ملي- وياړلي كلتور ته په پام سره ځانونه وپېژني او د ځان تر پېژندنې وروسته د خپلې خوارې او ځپل شوې ژبې لپاره د كار و زيار ملاوې وتړي. نور نو بايد د پښتو د علمي كولو لپاره اغېزناكې او ګټورې هڅې پيل شي.